پر قندوز د امریکا هوایی برید په ترڅ کې د ولسي وګړو ټول‎وژنه

پر قندوز د امریکا هوایی برید په ترڅ کې د ولسي وګړو ټول‎وژنه

۱۳۹۵ کال د لړم په ۱۳مه د شپی لس بجي امریکایی ځواکونو د قندوز ښار په کوزه قندهارۍ سیمه کې د ۳۰ څخه ډیر ولسي وګړی د خپل بمبار په ترڅ کې ووژل.

د قندز سلگونو تنو اوسیدونکو دغه ځناوریز جنایت وغنده، په داسی حال کې چې د ځینو قربانیانو مړی یی له خپل ځان سر لیږدول د ښار په مرکز کې لاس په لاریون پوری کړ او د امریکایی نیواګرو او د هغوي دنننیو چوپړانو په وړاندی شعارونه ورکړل. هغوی د دغه ځناورتوب عاملانو ته د سزا ورکولو او د افغانستان څخه د نیواګرو ځواکونو د وتلو غوښتونکې شو.

عینی شاهدان وایی د ناټو چورلکې د شپی ۱۰ بجو څخه تر سهاره د هغوی پر کورنو بمبار وکړ چې په پایله کې یی د ۱۵ ماشومانو او څلور ښځو په ګډون ۳۰ ولسي وګړي ووژل شول. د قربانیانو په منځ کې د شیدو څکونکو ماشومانو څخه نیولی تر پنځ کلن او لس کلن هلکان او انجونې او نوی ځوانان او ځوان تر سترګو کیږی.

قندز په څو وروستیو کلونو کې له یوی خوا څخه د طالبانو او د افغانستان امنیتی ځواکونو د جګړی په اور کې سوځې او د بلې خوا څو ځلې د امریکایی پوځیانو او د هغوی ملاتړو پټو سترګو بریدونو او بمبار لاندی نیول شوی چې د هغې اصلی قربانیان عام او مظلومه خلک وو.

پر قندوز د امریکا هوایی برید په ترڅ کې د ولسي وګړو ټول‎وژنه
پر قندوز د امریکا هوایی برید په ترڅ کې د ولسي وګړو ټول‎وژنه
پر قندوز د امریکا هوایی برید په ترڅ کې د ولسي وګړو ټول‎وژنه
پر قندوز د امریکا هوایی برید په ترڅ کې د ولسي وګړو ټول‎وژنه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 693 میلمانه آنلاین لرو