د ۲۰۱۴ کال غولونکې ګونګوسې موخو ته ورسیدې

اوباما و کرزی

د ۲۰ قرن وروستۍ لسیزې په پای کې ډیرې ګونګوسې را ولاړې شوې، چې ښایي د ۲۰۰۰ کال د جنوري میاشتې په لومړۍ نیټه کې پرته د فني ستونزو وړاندوینې ټولې کمپیوټري شبکې له ستونزو سره مخ کیږي او د پام وړ زیانونه به ولري: د اوبو او برښنا سیستمونو ویش، د اورګاډي پټلۍ، د تیارو هوایي کرښې، د لوړپوړو ودانیو لفټ، د پوسته خونو سیستم او داسې نور به له خپل عادي حالت څخه ووځي او دا امکان شته چې خلک سختو ستونزو سره لاس او ګریوان شي او آن تردې چې د یو شمیر خلکو د مړینې لامل وګرځي. دغه ستونزه چې د Y٢K په نوم پیژندل شوی و، تر دې بریده تبلیغ شو چې پرمختللو هیوادونو کې خلکو د خوراکي توکو زیرمه کول پیل کړل او په ټولو ځاینو کې ډار او ویره خپره شوې وه.

د کمپیوټري وسایلو تولید کوونکو غټو شرکتونو دغو بې بنسټو خبرو ته د نورو پرتله ډیره لمن وهله او تبلیغ یې کاوه چې د کمپیوټري نویو محصولاتو پیرلو سره چې هیڅ فني ستونزې نه لري، د ۲۰۰۰ کال پروړاندې ځانونه چمتو کړئ او پدې توګه پانګه والو بې ترڅه پانګه ترلاسه کوله. د ۲۰۰۰ کال د جنوري میاشتې په لومړئ نیټه د نا وړاندوینې پیښو د رامنځته کیدو له امله خلکو غوره وګڼله چې له خپلو کورونو دباندې ونه ووځي، لیکن له دغو علایمو څخه چې دمخه تبلیغ کیدل، ونه لیدل شول او دغه ورځ په خیر او خیریت سره تیره شوه او هیڅ ډول پیښه رامنځته نه شوه.

که څه هم دغه مهال په افغانستان کې خلکو کمپیوټرو ته لږ لاسرسی درلوده چې د دغو تبلیغاتو له لارې په زړونو کې یې ډار پریوزي، لیکن اوسمهال زموږ په هیواد کې دغې ته ورته تبلیغ روان دی او هر کورنی او بهرنی سیاسي څیړونکی او کارپوه د ۲۰۱۴ کال له رارسیدو څخه خلک ډاروي، چې ښایي دا او هغه به وشي او افغانستان او خلک به یې خپلې شتمنۍ دلاسه ورکړي!

دولتي چارواکي او یو شمیر په اصطلاح «سیاسي کارپوهان» او «څیړونکي» له کلونو راهیسې د افغانستان تلویزیوني او راډیوي چینلونو له لارې د ۲۰۱۴ کال ناورینونه او ستونزې راوچتوي او دغه ټول داسې استدلال او څیړنه کوي چې ښایي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل یو ناورین اوسي چې افغانستان او خلک به یې نه تکرار کیدونکو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي.

مشهورو امپریالیستي بنسټونو یوځای پر څیړنو او پلټنو لاس پورې کړی او دروغجنې شمیرې وړاندې کوي، ښایي چې د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته افغانستان به کورنیو جګړو، اقتصادي ستونزو او نا امنیو او ... سره مخ شي. دوی د طالبانو، پاکستان او ایران ګواښونه له واقعیت څخه ډیر پړسوي او دغې حالت ته ډیره لمنه وهي. امریکا په پټه له پاکستان سره تړون وکړ، څو افغانستان راکټ باران کړي او په خپله امریکا بې اړخه پاتې شو، څو د دیرشتو کلونو جګړې څخه زموږ ستړي شوي خلک وډاروي چې د امریکا په نه شتون کې به هره ورځ دغه زموږ برخلیک وي.

دغو تبلیغاتو او د خلکو ذهنونو ګډوډولو او له ویجاړتوب او بربادۍ څخه د دوی ډارولو، یوه بنسټیزه موخه درلوده چې زموږ خلک په خپله خوښه او اختیار په افغانستان کې د امریکا شتون ته زړه ښه کړي او پدې توګه په زنځیر باندې د افغانستان د تړلو کار پرته له سردردي څخه ترسره شي او افغانستان د تل لپاره د امریکا په مورچل او په آسیا کې د هغه لپاره د وسلو ځواکمن ماشین باندې بدل شي. په افغانستان کې د تل لپاره پاتې کیدل د امریکا د سیمه ییزې ستراتژي لومړۍ موخه بلل کیږي او د دې له لارې غواړي آسایي قدرتونه لکه چین او روسیه چې اوسني ابر قدرت ته لوی ګواښ دی وځپي او د امریکا راتلونکی ژوند له دغې سره تړلی دی او دغه کار زموږ د هیواد او خلکو په قربانولو سره ترسره کوي.

که څه هم له ۲۰۱۴ کال څخه ډارول او له دغې څخه بلا جوړول د پیښې یو اړخ و، امریکا په چل او نر او شیطانۍ سره زموږ د خلکو بدمرغه کولو لپاره نورې لارې او چارې هم په لاس کې نیولي. قومي او ژبني اختلافونه یې د نورو وختونو پرتله ډیر راوچت کړل او د پردې ترشا افغاني چوپړانو یې پر هغې پټرول ورواچول؛ د آزمویل شویو، چوپړو او ناوړو عناصرو په واکمن کولو سره افغانستان یې د پلان شوي برنامې له لارې فاسد او دولت یې ورته د بشریت تاریخ په چټل دولت تبدیل کړ؛ د وینې څښونکو ټوپکسالارانو په واکمنولو سره د ملوک الطوایفي چاپیریال یې له سره ژوندی کړ، مخدره توکي یې په بې سارې توګه ډیر کړل او افغانستان یې د مافیا په پایتخت بدل کړ چې په ۲۰۱۳ کال کې د دې شاهد وو چې نوی ریکارډ مو جوړ کړ او دغه راز د پردې ترشا نا امنیو، د طالبانو او نورو انسانوژونکو ډلو ټپلو تروریستي حرکاتو ته یې لمن ووهله او داسې نور.....

امریکا د خپلې مطبوعاتي وسلې د لارې چې په اوسنیو شرایطو کې د دوی د اټومي وسلې څخه ډیر ځواک لري، غواړي چې د نورو هیوادونو په مریتوب کې ترې ګټه پورته کړي، د افغانستان د غلامۍ تړون ته یې زمینه چمتو کړه چې تیرو څو ورځو «مشورتي لویه جرګې» په لړ کې مو پایله ولیدله.

امریکا زموږ د خلکو له ناپوهۍ او نالوستۍ څخه هم ډیره ګټه پورته کړه. له بده مرغه د نړۍ نورو سیمو خلک د امریکا له ځناورۍ او وینې تویونې څخه معلومات نه لري، د امریکا د واکمنۍ لاندې هیوادونه چې خلک یې له ستونزو ظلم او ستم سره لاس او ګریوان دي، خبر ترې ندي، د امریکا د خیانتونو او زور وینې پروړاندې د نړۍ له لوی جنبش څخه څوک خبر نه لري، زموږ په هیواد کې د اډو جوړولو او د پردې ترشا د امریکا د موخو په اړه روښانه لید نه لري او دغه راز د نړۍ ابر قدرتونو له معاملو څخه بې خبره دي. پدې برخه کې رسنې خلکو ته غلط او ګمراه کوونکي رپوټونه ورکوي او د نړۍ واقعیتونو د ښودلو پرځای د مبتذلو او بې ګټې فلمونو سره خلک بوختوي.

که څه هم امریکا د نړۍ ډیرو هیوادونو کې چې په هغه کې نظامي اډې لري، هلته له مخالفتونو او نیوکو سره مخ دی، له دې سره سره بیا هم لیدل کیږي چې د سترګو په پټولو او د خلکو تیروستلو سره پدې بریالي شول چې خپل ټول چوپړان پرته له قید او شرط څخه دغه تړون لیک ته چمتو کړي. تیرو څو ورځو کې د دې شاهد وو چې د کرزي بې ارزښته دولت راټولې شوې څیرې په «مشورتي لویه جرګه» کې د تړون ناوړي متن څخه چې د نړیوالو معیارنو، د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو مخالف دی، ملاتړ وکړ.

د افغانستان خلک د امریکا ۹ دایمي اډو جوړولو سره د امریکا او د دوی د مزدورانو ګرمو، نرمو او غوړو ژمنو ته به ونه رسیږي او نا امني، جګړه او وژنه، فساد، بې وزلي، په پراخه کچه د ټولنې مافیایي کیدنه او دغه راز نورې بدمرغۍ به د نن ورځې پرتله ډیرې شي، د نړۍ ډیرو سیمو کې د امریکا شتون دغه بدمرغۍ څرګندې کړي دي.

د امریکا د اډو زیاتره غوښتونکي دعوه لري، دغه تړون به د دې لامل وګرځي چې د تروریزم او د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي توګه د پاکستان د لاسوهنو مخه به ونیول شي. لیکن کرزي په لویه جرګه کې د خپلو خبرو ترمنځ دا وویل چې د سولې کلي د امریکا په لاس کې ده او که چیرې وغواړي همدا نن ورځ زموږ هیواد کې امنیت راوستلی شي. پدې معنی چې تیرو ۱۲ کلونو په لړ کې امریکا قصدا غوښتل چې افغانستان نا آرامه وساتي، څو د خپل دایمي شتون لپاره زمینه چمتو کړي. هغه څوک دي چې پدې اړه پوهه ونه لري چې طالبان د امریکا زیرمه شوي لښکر په څیر د پنټاګون د برنامې او ستراتژي په بنسټ میدان ته راغلل. بینظیر بټو چې د «طالبانو د نیا» په توګه پیژندل شوې، په خپله یې دغه خبره مخکې بربنډه کړې وه. وروستیو دوو لسیزو کې امریکا د پاکستان آی. اس. آی سره په همغږۍ زموږ په هیواد کې د خپل نظامي شتون لپاره له طالبانو څخه د انګړ پاکولو په توګه ګټه پورته کړه او پلوي یې کړل او داسې ګمان کول به کم عقلي وي چې پاکستان د امریکا له همغږي توب پرته وکولای شي چې زموږ په هیواد کې تر دې بریده پورې خیانت او ویجاړتوب رامنځته کړي.

د افغانستان هیواد دوسته مبارز او روڼ اندي میرغلام محمد غبار کلونه مخکې موږ ته ننی وضعیت تشریح او د حل ښې لارې یې وړاندې کړې وې.

«پردی هیواد نیواک کوي او خپلواکي دمنځه وړي، لیکن خپلواکي نه وربخښي. بهرنیان ملت بې وسلې او ټوټه ټوټه کوي او د لږه کیو، مختلفو ژبو او مذهبونو جملې رامنځته کوي، تر دې چې یو ورور بل ورور ونه پیژني او که چیرې یې وپیژني، نو د دښمن په توګه، د شیعه، ازبک او تاجیک، افغان او هزاره دغه ټول د نیواک سیاست دی. بهرنی غواړي چې د پام وړ مملکت یې د تل لپاره ناپوهه، بې وزله او ډارن اوسي او د پردې ترشا کمزوری اداره شي، څو د هغه د خوړلو او نیواک زمینه چمتو شي او که چیرې هغه ملت دغې سپکاوي ته تسلیم نشي، نو د نیواک پالیسي دې ته اړ کیږي چې له دغه حرص څخه لاس واخلي او یا په څرګنده توګه لاس په توره شي، لیکن دغه دواړه د هیواد په ګټه دي، ځکه چې د لومړي حالت په بنسټ د دښمن له دسیسې څخه خلاصون مومي او د دوهم حالت په اساس له هغه سره د جګړې په میدان کې مخامخ کیږي او نور د پردې ترشا دوکه او چل نه خوري. په داوړو حالاتو کې دغه دنده په خپله د ملت ده چې د ژوند او خپلواکي حق درلودلو سره بهرنیو نیواکګرو ته ځان ثابت کړي او دا ور وښایي چې د کورني درد او رنځ پروړاندې له هیڅ یو بهرني څخه د مرستې تمه نه لري او له بهرني څخه دغه تمه درلودل لیوه ته د میږې پنا وړل دي.»

(«وطن»، شمیره ۳۸، د ۱۳۳۰ کال د قوس ۱۳مه)

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 145 میلمانه آنلاین لرو