د افغانستان د اردو پرمختللې الوتکې څه شوې؟

د افغانستان د اردو پرمختللې الوتکې څه شوې؟

د امریکا دولت څلور جنګی سوپرتوکانوی A-29 برازیلی ډوله الوتکی یی افغانستان ته خیرات ورکړی چی د هیواد دفاع وزارت هره ورځ په ټلویزونی اعلانونه خپرولو سره په دغی اړوند غوبل په لاره اچولی وه! د امریکا دولت په ۲۰۱۱ کال کی د ۴۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت یو هوکړه‎لیک لاسلیک کړی و چی د هغې په ترڅ کی یی ۲۰ الوتکو پیرل او افغانستان د هغو تسلیمولو ژمنه کړی وه خو څرګنده نه ده چی دغه روپی «وړیا مرسته» دی او یا زمونږ د ملت د پور په پیټی باندی ډیری شویده. ددغو الوتکو سپارلو د ځنډ یو لامل د دوو افغان پیلوټانو تیښیه چی د امریکا په خاوره کی د دغی جنګی الوتکو زده کړی لپاره د تربیت لاندی نیول شوی وه.

د دغی سره چی افغانی چارواکو دغه الوتکی یی پرمختللی او پراخه امکاناتو په لرلو ستایلی دی. ولی هغه معلومات چی په لویدیځو رسانیو کی خپاره شوی دا رارسوی هغه څه چی افغانستان ته سپارل شوی د ننی ټکنالوژی په پرتله، په پوره ډول ساده او د پنځوس کاله پخوا معیارنو پوری تړلی دی. بی له شکه باید له یاده ونه باسو چی امریکا تل تاریخ تیری او بیکاره تجهزات افغانستان ته وړاندی کړی دی. د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر د میاشتی د ګزارش پر بنسټ د افغانستان د بیارغونی په چارو کی د امریکا ځانګړی څیړونکی (سیګار)، د امریکا پوځ د ۲۰ باربری ایټالیایی الوتکو له ټولګی ۱۶ الوتکی چی د ۴۸۶ میلیونو ډالرو څخه په ډیر ارزښت د افغانستان هوایی ځواکونو ته پیرلی وی د خرابوالی او ډیر لګښت کولو په لامل پرزی کړی او د ۳۲ زره ډالرو په بیه بیرته پلورلی دی!

د افغانستان د اردو الوتکی د خوست په هوایی ډګر کی د مجاهیدینو لاس ته غورځیدلې او په قوی باور اوس د پاکستان پوځ په واک کی قرار لری.
د افغانستان د اردو الوتکی د خوست په هوایی ډګر کی د مجاهیدینو لاس ته غورځیدلې او په قوی باور اوس د پاکستان پوځ په واک کی قرار لری.

په پخوا کی افغانستان د منطقی په کچه د ځواکمن هوایی قواوی درلودونکی وه چی پرمختللی جنګی الوتکی یی په واک کی درلودلی چی پاکستان د هغی نه ویره درلودله بنآ پر کابل د تنظمونو یرغل وروسته، د پاکستان فوج او د دغی هیواد د وخت صدراعظم نوازشریف د خپلو اخوانی نوکرانو له لاری سم‎لاسی لاس په کار شول لومړی یی د افغانستان اردو لله منځه یوړه او په ځای یی د غلو ډله واکمنه کړه او وروسته یی د پرمختللی تجهزاتو پیرلو او انتقال لپاره هغی زمینه یی پاکستان ته برابره کړه. نوازشریف د مسلم لیګ ګوند تل د خپل رقیب په وړاندی «د پاکستان د خلکو ګوند» د دغی شعار څخه کار اخیسته چی « تاسو ډاکه له لاسه ورکړی، مونږ کابل لاس ته راوړی دی.» د ۱۹۹۳ کال د فبروری په ۲۲ نیټه د دغی هیواد په مرکزی پارلمان کی د نوازشریف د استیضاح په لړ کی، هغه د ځان څخه په دفاع کی وایی: «او ځه باید لاړ شم ځکه چی په سیمه کی می مهم‎ترین او سمبال فوځ چی زمونږ د ملی امنیت لپاره یو لوی خطر شمیرل کیده له منځه می یوړ...فکر وکړی چی د افغانستان او هندوستان استراتیژیکی اړیکو ادامې به څه بلا زمونو په سر راوړی وای؟»

د مسعود شورای نظار د افغانستان د اردو ډیر ی پرمختللی الوتکی او راکیټونه په واک کی لرل چی نن ورځ د هغوی نه کوم خبر نشته.
د مسعود شورای نظار د افغانستان د اردو ډیر ی پرمختللی الوتکی او راکیټونه په واک کی لرل چی نن ورځ د هغوی نه کوم خبر نشته.

د افغانستان پر مختللی نظامی وسایل اکثرآ د افغان خاینانو له لاری پاکستان ته وسپارل شو چی نن ورځ د پاکستان پوځ د هغی ورځی په وسیله خپل ځواک زمونږ په مخ راکاږی. د شته مالوماتو له مخې، د نجیب دولت د راپرځیدو سره، د افغانستان هوای قواوی د ۶۰۰ مختلف ډوله الوتکو په شاوخوا خاوند او فعاله وی چی د هیواد په هر ګوټ کی د جهادیانو پنجو ته ولویدې او هر یو تن په هغوی سوداګري وکړ. ډیرۍ د هغوی یی پاکستان ته وړیا او یا په لږ نرخ وړاندی کړی. د خوست هوایی ډګر د دی ټولګی څخه د مولوی جلالدین حقانی پنجو ته ولویده چی په هغه اندازه یی تحهیزات او غوڅی شوی اوسپنی پاکستان ته ولیږدولې چی په «مولوی کباړی» یی شهرت موندلی وه.

د پاکستان«فرنتیرپست» ورځپاڼی د ۱۹۹۲ د اکتوبر په ۹ نیټه د افغانستان د اردو د یوی الوتکی انتقال پیښور ته ګزارش ورکړی.
د پاکستان«فرنتیرپست» ورځپاڼی د ۱۹۹۲ د اکتوبر په ۹ نیټه د افغانستان د اردو د یوی الوتکی انتقال پیښور ته ګزارش ورکړی.

یا برسیره پردی چی په ۱۳۷۹ کال د برهان‎الدین ربانی له لوری د آریانا هوایی شرکت توپولوف ۱۵۴ ډوله الوتکه چی د ایران پر «کاس‍پین هوایی شرکت (په ایران کی د هغه استازی انجینیر عبدالرحیم له لوری) د څلورنیم لک ډالرو په ارزښت د خرڅلاو لاسوندونه رسنیو ته راووتل، خو نه یوازی دولت هغه وپوښته بلکه ربانی د «الوتکو غل» لقب پرځای، د لوټمارانو دولت لخوا د «سولې اتل» درواغجن لقب واخیسته.

د پاکستان «ډی نیوز انټرنیشل»ورځپاڼی د ۱۹۹۴ د دسامبر په ۱۷ د «افغانستان در خرڅ په حال کی» د عنوان لاندی د کابل تنظیمی جنګونو په لړ کی د یو زری پوښ چی د افغانستان په اردو پوری تړلی وه انځور یی چاپ ته ورساو چی د پاکستان سرحدی پولیسو هغه یی د ۱۵۰ زره کالدارو په بدل کی د یو جهادی قومندان څخه اخیستی وو.

د برهان الدین ربانی له خوا د اریانا الوتکی پلورلو لاسوندونه په ایران مخکی کلونه په رسنیو کی خپاره شول خو د لوټمارانو دپاره دبښنی شتون په دلیل، هیڅکله د هغوی او د هغوی د جرم شریکان د پوښتنو لانی ونه نیول شو.
د برهان الدین ربانی له خوا د اریانا الوتکی پلورلو لاسوندونه په ایران مخکی کلونه په رسنیو کی خپاره شول خو د لوټمارانو دپاره دبښنی شتون په دلیل، هیڅکله د هغوی او د هغوی د جرم شریکان د پوښتنو لانی ونه نیول شو.

په لاندی کی یوشمیر د الوتکو د غلو نوم‎لړ د روسانو د واکمنی په دوران کی ګوری چی په فیسبوک کی په پراخه کچه خپور شویدی. آیا د جهادیانو په منځ کی به باوجدانه کس پیدا شی چی د الوتکو تنظمی غله چی شمیر یی په کراتو د اوسنی لیست څخه ډیر دی راټول او خپور کړی؟

دهفه شمیر افغانانو نوم‎لړ چی د هیواد د هوایی قواو چورلکې او الوتکی یی پاکستان ته انتقال کړی دی:

١: تورن جمال الدین د کندهار د هوای ډګر څخه د (می -۸) جیټ تښتونکی په نیټه د: ٠٧.٠٢.١٣٥٩
٢: تورن محمد نبی د کابل د هوای ډګر څخه د (ان-۲۶) الوتکی تښتونکی په نیټه د: ٢٧.٠٨.١٣٦٢
٣: جګړن فقیرمحمد د کابل هوای ډګر څخه (ان-۲۶) الوتکی تښتونکی په نیټه د: ٠١.٠٧.١٣٦٢
٤: تورن محمد حسین د خوست هوای ډګر څخه (ام-۲۵) جیټ تښتونکی په نیټه د: ٠٤.٠٢.١٣٦٤
٥: محمد داوود سلطان‎زوی د بګرام هوای ډګر څخه (میګ-۲۱) الوتکی تښتونکی په نيټه د: ٠١.٠٨.١٣٦٥
٦: عبدالمالک د بګرام هوای ډګر څخه (ان ۲۶) الوتکی تښتونکی په نیټه د: ٣٠.٠٢.١٣٦٧
٧: تورن اسدالله د بګرامم هوای ډګر څخه (میګ-۲۱) الوتکو تښتونکی په نیټه د: ٠١.٠٨.١٣٦٧
٨: تورن سخی الله د کندهار هوای ډګر څخه (می -۳۵) الوتکو تښتونکی په نیټه د: ١٢.٠٤.١٣٦٨
٩: تورن محمد حاد د کندهار هوای ډګر څخه (می ـ۲۵) الوتکو تښتونکی په نیټه د: ١٢.٠٤.١٣٦٨
١٠: تورن جان محمد د بګرام هوای ډګر څخه (سوو-۲۲) الوتکو تښتونکی په نیټه د: ١٥.٠٤.١٣٦٨
١١: جلال الدین د بګرام هوای ډګر څخه (میګ-۲۱) الوتکو تښتونکی په نیټه د: ٠٧.٠٧.١٣٦٨
١٢: ټرانسپورټی الوتکو (می-١٧) چی شهنواز ټنی د وخت دفاع وزیر او برید جنرال غلام رسول د شیندند هوای ډګر قوماندان پکی وه ناست ول د شینډنډ هوای ډګر څخه پرواز او د نیاز محمد مهمند چی د سیاسی بیرو غړی وه په همغږۍ، په دی نیټه ١٧.١٢.١٣٦٨ پاکستان ته انتقال شوه.
١٣: جګړن ګلاب الدین پیلوټ، برید جنرال خواجه محمد شفیع کشاف او ډګروال سیف الدین چی د تخنیکی بورډ غړی وو د ډګر جنرال عبدالقادر چی د هوای ځواکونو او هوای دفاع عمومی قومندان، برید جنرال امیر حمزه او څو تنه نورو د کودتاچیانو د شهنواز ټنی الوتکی سره یوځای د اسلام اباد په هوایی ډګر کی د (ان-۱۲) ډوله الوتکې سره یی ناسته وکړه.

نوموړي کسان د (آی.اس.آی) تود هرکلی سره مخامخ شول! دهغوی مخکی د مخکی نه د (آی.اس.آی) له خوا ګمارل شوی وه او د خپل هیواد هوایی ځواکونو الوتکی یی (آی.اس.آی) ته ډالی کړی، په داسی حال کی چی په نظامی تعلیماتو کی دوی ویلی دی چی د دولت وسله د دولت او ملت «ناموس» دی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 74 میلمانه آنلاین لرو