د ۶۲ لویو پانګوالانو شتمنۍ د نړۍ د درې‎نیم میلیونو خلکو انډول ده

د ۶۲ لویو پانګوالانو شتمنۍ د نړۍ د درې‎نیم میلیونو خلکو انډول ده

د «آکسفام» انګریزي موسسې د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په نولسمه ګواښ ورکړی وو چی اقتصادی ناانډولتوب په تیزی سره مخ په ډیریدو دی او ټولنی یو په سلو کی خلک، ۴۸په سلو کی د نړۍ شتمنۍ کنټرول وی چی تر ۲۰۱۶ کاله پوری کیدای شی ۵۰ په سلو کی ډیرښت ومومی. هغه څه چی مخکی یی وړاند وینه شوی وه ډیر ژر پیښه شوه. د دغی موسیسې د نوی رپوټ په بنسټ چی د ۲۰۱۶ کال د جنوری په اتلسمه «اقتصاد د یو په سلو په چوپړ کی» د سرلیک لاندی خپور شو، همدا اوس یو په سلو کی د نړۍ پانګوالان، ۵۰ په سلو کی په پنجو کی لری.

د ۶۲ لویو پانګوالانو شتمنۍ د نړۍ د درې‎نیم میلیونو خلکو انډول ده

هغه څه چی «اکسفام» لاس ته راوړی دی ددی ښکارندوینه کوی چی یوازی د نړۍ ۶۲ تنو لویو پانګوالان شتمنۍ د نړۍ د نیمایی نفوس د شتمنۍ سره انډول ده. په داسی حال ‎‎‏کی چی په ۲۰۱۰ کی ۳۸۸ تنو ته رسیده، په ۲۰۱۵ کی ۸۰ تنو کمښت ومونده چی د شتمنیو ټولیدل د کوچنی اقلیت په پنجو کی ښودنه کوی. علاوه پر دی، د ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پوری، د نړۍ د نیمایی شمیر بیوزلو شتمنۍ یو تریلیون ډالرو ته کمښت او د ۶۲ تنو پانګوالان شتمنۍ د نیم تریلیون ډالرو څخه زیات ډیرښت موندلی دی.

د «فوربز» مجلی له خوا د وروستی مقام پرتلنه چی د ۲۰۱۵ کال په مارچ کی خپره شوه، بیل ګیټس (د مایکروسافټ شرکت رئیس) د ۷۹.۲ میلیارد ډالرو په شتمنۍ سره د نړۍ بډایا کس په توګه وپیژندل شو. په همدی ډول ۵۳ نارینه او ۹ ښځو نومونه د هغوی د شتمنیو شمیر په لیدلو سره په ترتیب خپاره شوی دی. ولی ښکاره ده چی دغه شتمنۍ یوازی د یو بډایا د مغزو او پیسو نه، بویه د زرګونه انسانانو په نوښتونو او خولې تویدو سره لاس ته راغلی چی پخپله د اقتصادی ناانډولتوبونو قربانیان دی.

د ۶۲ لویو پانګوالانو شتمنۍ د نړۍ د درې‎نیم میلیونو خلکو انډول ده

د بډایانو د ګټی ډیرښت د اصلی لاملونه څخه یو، د کار ځواک ارزانه پیرل دی دا لامل شوی چی تقریبآ د ټولو بډایا هیوادونو او د پرمختګ په حال کی هیوادونو د کارګرانو ګټی کمښت ومومی. بډایان خپله شتمنۍ ته په مداومه توګه پراخوالی ورکوی او بل لوری ته زیارکښان د اقتصاد د پرمختګ د حاصل څخه ډیره لږه ګټه لاس ته راوړی. نور ټولنیز ناانډولتوبونه په خاصه توګه نارینتوب او ښځی‎توب توپیروالی هم د پدیدو ټولګه ده چی اقتصادی ناانډولونه یی منځ ته راوړی دی. په هغه هیوادونو کی چی اقتصادی ناانډولتوب ډیر دی، ښځی د نارینو په کچه د یو ډول کار په ترسره کولو لږه تنخوا لاس ته راوړی. جنسی ناانډولتوب کولی شو چی د نړۍ ۵۰۰ تنو پانګوالانو په لیست کی چی د هغی څخه ۴۴۵ تنه نارینه دی هم وګورو.

یو بل لامل چی د پانګوالانو شتمنیو لړۍ ته تیزوالی وربښی، د مالیه څخه تیښته ده. شرکتونه، ددی لپاره چی لږه مالیه ورکړي او یا د هغی نه ورکول په بیلابیلو قانونی او غیرقانونی طریقو د مالیاتو څخه تیښتی ته لاس اچوی. یو د دغی طریقی څخه (Tax Haven) مالیاتی پټن‏ځایونه دی، په هغه وړو هیوادونو کی چی پانګوالان د مالیاتو څخه بښل شوی او یا ډیر کم مالیات ورکوی چی د مالیه اخیستونکی هیواد څخه مالیه پټنځایونو ته د پانګی د تیښتی لامل کیږی. د آکسفام د څیړنو ‎پر بنسټ د ۲۰۰ لویو شرکتونو له ډلې له هر ۱۰ شرکتونو څخه، ۹ شرکتونه لږترلږ یو مالیاتی پټنځای درلوده.

د ۶۲ لویو پانګوالانو شتمنۍ د نړۍ د درې‎نیم میلیونو خلکو انډول ده

اکسفام موسیسی د نړۍوالې اقتصادی ټولګو په ناستو کی دغه «ګواښ» څوځلی مطرح کړی دی او پخپله هم اقرار کوی چی هیڅ کوم عملی قدم په دی تړاو نه دی اخیستلی شوی. په ۲۰۰۰ کال کی، ملګرو ملتونو سازمان اته بنسټیزې موخی یی «د پیړی د موخی ودې»(MDGs) په نوم د لوږې، ناروغۍ او بیوزلۍ د کمولو په موخه اعلان کړې چی باید تر ۲۰۱۵ کاله پوری پیله ورکړوی، څکه چی روبینایی حل ‎لاری دهغوی لپاره وړاندیز وی، په طبعی توګه معلومه پیله د دغی څخه لاس ته نه ده راغلی.

هغه لوی هیوادونه چی خپل ځان د «عدالت»، «بشر حقونو» او «ډموکراسی» بنسټ ابښودونکی بولی نور ملتونه د «ډموکراسی لیږدولو» په نامه د تیری لاندی نیسی، چی پخپله د انسانی ارزښتونو څخه فرسنګونه لریوالی لری ځکه چی تر هغې چې اقتصادی انډولتوب او عدالت واکمن نشی، د عدالت، بشر حقونو او ډموکراسی څخه خبری کول دوکه او چل نه بل څه ندی. په هغه ټولنه کی چی په هغی کی د ګوتو شمیر اقلیت ټول مادی او معنوی نعمتونه په پنجو کی لری او ډیر شمیر د شپی او ورځی په زیار ویستلو په دی بریالی کیږی نه چی د خپلو ماشومانو ګیډی ډکی کړی هیڅکله نشی کیدی چی خپلواکه او عادلانه وی.

کارګران هیڅکله باید د واکمنو دولتونو غولونکی سیاست په تمه کښی ننی، ځکه چی دولتونه هم د کارګرانو ځان زبیښونکی استثمارګرانو له خوا اداره کیږی. لږ تر لږه په دی باید پوه شو چی د طبقاتی توپیر له منځه وړلو لپاره او د اقتصادي عدالت تامینول، نشو کولی چی د پانګو په خاوندانو باندی د عریضی او هیلی په کولو هغی ته ورسیږو. منطقی او زده کړل شوی لاره دا ده چی د زیارویستونکي تشکلونه پخپله په یوځایی او پوه شوی توګه د نړۍ د واکمن سیسټم د بنسټیز بدلون لپاره د مبارزی کوښښ وکړی.

د نړۍ لوی پانګوالان د «فوربز» مجلې له خوا چی وروستی مقام پرتلنه کی د ۲۰۱۵ کال په مارچ

د نړۍ لوی پانګوالان د «فوربز» مجلې له خوا چی وروستی مقام پرتلنه کی د ۲۰۱۵ کال په مارچ

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 653 میلمانه آنلاین لرو