ښاغلی خلیلزاده، خلک او تاریخ تاسی او ستاسی ګلبدین نه بخښی!
- کټګوري : مقالی
- لیکونکی: فرزاد
- نیټه: چهارشنبه, 02 چنگاښ 1395
د ګلبدین خوسا شوی مړی ته ساه ورکولو په نوی لوبه کی، امریکا او چوپړان یی د خلکو په ناپوهی کی ساتلو سره هڅه کوی چی د سیآیای دغه وفادار چوپړ په څیره کی د وینو ټکی د «سولې فریښتې» په جامو کی پټې کړي، او یو ځل بیا یی زموږ په ملت راوتپي. په افغانستان کی امریکایی سلاکارانو او د سپینی ماڼۍ کورني چوپړانو د ټولو پام د «توتاپ» شخړې او د ملا منصور وژلو ته راواړوه تر څو د تیرو څلورو لسیزو یوی وینی څښونکی څیری ته د «ښه راغلاست» لاره هواره کړي. ګلبدین، د امریکا دغه نازولی ځوی چی په تیرو ۱۵ کالونو کی په ظاهري بڼه «مرور» بلل کیده خو عملآ یی د کابینی نیمایی برخه په لاس کی درلودله، کیدای شی چی په نژدی راتلونکی کی د ارګ میلمه شي. خو له وړاندې ټولی هڅی ددی لپاره وی چی په څه چل باندی دغه رټل شوی او بویناک جنایتکار سپین کړی او د ملی ځناورتوب له دو سری حکومت سره یوځای شي. په دغه خاینانه لوبه کی، زلمی خلیلزاد هم پیڅی بډووهلی وې.
امریکایی خلیلزاد چی د یو «افغان» او «مسلمان» په جامو کی د امریکا له خوا د افغانستان د نیولو کړنلارې له مهمو غړو څخه وو، د ۱۳۹۵ کال د غویی په ۳۱ نیټه یو خبریال ته په کابل کی ویلی دی:
«هغه تیروتنی چی هغوی ترسره کړی دی په تاریخ کی ثبتی دی نو په همدی بنسټ نه باید د بخښنی غوښتلو څخه ویره او شرم ولری. دا چی ګلبدین غواړی چی د افغانستان د حکومت سره یوځای شی، يو ښه ګام دی خو د افغانستان حکومت او ملګری یی باید هوښیار اوسی چی دغه بدلون حقیقی دی او د هغی تر شاه کومه لوبه نه ده روانه.»
ښاغلی خلیلزاده، اول خو د یو جنایتکار اصلی ملاتړی حق نلری چی زموږ د بچو وژونکي ته سزا وټاکي او دوهمه خبره دا چی د زرګونو کسانو وژنه «تیروتنه» نومول او هغې سزا یوې «بخښنی غوښتلو» ته راټیټول آن ستاسو د امریکایی بشري حقونو د میعارونو پربنسټ ستره بیعقلی ګڼل کیږي. تاسی د یولسم سپتامبر په پیښه کی د دری زره وژل شوی امریکایانو غچ اخیستلو لپاره نړۍ تر خپو لاندی کړه سلګونه زره مو په عراق، افغانستان، سوریه او لیبیا او ..... خاورو او وینو کی لتپت کړل، آیا د سلګونو زرو افغانانو وینه دومره بی ارزښته ده چی په یوې «بخښنی غوښتلو» باندی د بخښنی وړ وګرځی؟
هغه «لوبه» چی د «سولی پروسی سره د ګلبدین یوځای کیدلو» تر شا روانه ده د لمر په شان ښکاره ده. دغه په پور توګه څرګنده ده که چیری ګلبدین او د هغه په شان نور په ریښتیا سره امریکا ته ګواښ شمیرل کیدی، پنتاګون په ۲۴ ساعتو کی کولی شو چی هغوی ډیران ته وغورځوي ځکه چی د دغه ډول چوپړو ګوندونو په کړنو وړنو پوره برلاسی لری او د هغو له هر څه خبر دی. خو د ګلبدین په شان مزدوران او د جرم شریکان یی د زیرمه شوی ځواکونو په څیر بدی ورځې لپاره ساتل کیږی تر څو د ځانګړی شرایطو لاندی د شطرنج دانې په څیر د لوبی ډګر تا راننوځي. او نن ورځ دغه امریکا ده چی خپل پخوانی او آزمایل شوی جاسوس رامخکی کوی تر څو د عمر په پای کی، کیدای شی چی خپل واکدار لپاره ورستی ماموریت سر ته ورسوی.
زموږ خلک نه جلاد ګلبدین بخښی او نه هم تا او ستا زرګونه تنه نور امریکایی نیواګر چی پور ۱۵ کاله یی په وژلو او قتلونو او ویجاړی او چاودنو افغانستان یی په ماتمخونی بدل کړی دی. زموږ خلک نه یوازی ګلبدین بلکه د هغه نور همفکر او جنایت کونکی وروڼه یی چی تا «اتلان» بللی، هیڅکله نه بښی، نوره یی په تجربه موندلی ده چی یوازی د واکمنانو په شړلو او محاکمې سره کولی شی چی په ارامۍ سره ساه واخلی. ستا ځناورنازونکی څرګندونې یوازی د خلکو پر ټپونو مالګه شیندل اود هغوی سیاسی شعور سره بی شرمانه لوبی کول دی چی له نیکهمرغه د ښادیو دغو نکریزو د هغوی پر وړاندی خپل رنګ بایللی دی.
«هغه وخت ۱۹۸۰ کالونو په لړ کی چی خلیلزاد د ریګان اداری په چوپړ کی وه، په افغانستان کی د روسی ضد مقاومت کی له ځینو کړیو ملاتړ کاو چی د هغه پښتون ولس پوری تړلی وه سره له دی چی سخت دریزه افکار یی درلودل. هغه د ګلبدین حکمتیار په شان بنسټپالان د پام لاندی نیول .»
ښاغلی خلیلزاده، که ته زرګونه ځل نور هم د امریکا ملاتړ شوی رسنیو خبر جوړونکی څیرې په توګه، د «افغانستان د خلکو ملګری» په جامه کی راڅرګند شی او یو موټی پلورل شوی روڼ اندی تاته ښکته او پوره او مکیز وکړی، خو زموږ د هیواد تاریخ به تا هیڅکله ونه بخښی. ته د بنسټپالۍ ترهګرۍ اصلی ملاتړو څخه وی چی پوره څلویښت کاله دی نه یوازی د افغانستان خلکو لپاره بلکی ډیرو مسلمانو هیوادونو ته خطرناکه ویروسونه روزلی دی. بیځایه نه ده چی د امریکا پرمختللو رسنیو تا ته د «اسلامی هیوادونو ترور لپاره د امریکا ځانګړی استازی» لقب درکړی دی.
په افغانستان کی د جورج بوش د اداری د لومړی کس په توګه او د چینی، کاندولیزا رایس، دونالد رامسفلد او نورو ځناورو ملګري په څیر او په کابل کی د امریکا سفارت کی د دری کالو ماموریت په لړ کی زموږ د هیوا د ویجاړی او نیولو کړنلارو پر مخ وړلو مسوول په توګه، په بیرحمی او جنایتونو کی د ګلبدین څخه کم نه یی. ستا لاسونه په غیر مستقیم ډول د زرګونو افغانانو په وینو ککړ دی. ته د سیآیای «راند کارپوریشن» روزل شوی په توګه او د سپینی ماڼۍ د استازی په توګه د ریګن د دوران څخه تر اوسه پوری، پوره څلور لسیزی پرته له ځنډ څخه د ناپوه بنسټپالانو او ظالمان په ملاتړ، په وسلو سمبالولو دی هڅه کړی ده افغانستان دی د اور په کټی بدل کړی ده. تا د امریکا لپاره زموږ د هیواد نیولو لپاره د مکناټن په ډول رول لوبولی دی، خو انګریزی مکناټن د اتل وزیر اکبرخان له خوا خپلی سزا ته ورسید، تاسی د بی ۵۲ او بی پیلوټه الوتکو تر سیوری او د یو شمیر امریکا د ناولو نوکرانو سره د هیواد د په ویجاړی کی بوخت یاستی چی له نوم پرته بل هیڅ ډول تړاو او اړیکه له هغه سره نلری.
ستا مرسته له ځناور ګلبدین سره، څو لسیزی سابقه لری. د «الجزیره» تلویزون سایټ د ۲۰۱۲ کال د جنوری په ۲۸ نیټه په یو مقاله کی د «په افغانستان کی د ګلبدین بی پای جنګ» تر سرلیک لاندی په ۱۹۸۵ کال کی د امریکا متحده ایالاتو ته د ګلبدین سفر په اړوند، د ریچارد بولیت د کلمبیا په پوهنتون کی د تاریخ پروفیسور څخه په نقل، لیکلی هغه وخت چی می په نیویارک کی د ګلبدین د وینا په پروګرام کی ګډون وکړ، هغه د زلمی خلیلزاد له لوری، د ریګان دولت د افغانستان په مسایلو کی د بهرنیو چارو وزارت ستر سلاکار ملګرتیا کیده:
«زما بشپړ احساس د دغه سفر څخه دا وا چی حکمتیار د یو هوښیار سیاستمدار په ډول هر هغه څه چی ورته خلیلزاد ویل پلی کول به یی تر څو د امریکا دولت د مرستو څخه خپل ګوند ته اطمینان تر لاسه کړی.»
زموږ خلک به هیر نکړی چی د طالبانو منځنۍ پیړیو واکمنۍ په لړ کی چی زموږ ولس د ناپوهی او جنایت په اور کی سوزیده، ته د «یونیکال» د سلاکار په توګه د تیږی عصر د ځناورو سره و غاز لیکې په ګټور تړون بوخت وی او د ګټی لاس ته راوړلو پر سر چمتو وی زر ځلی «بشری حقونه» او د افغانستان د خلکو برخلیک قربانی کړی. د کلنتن په اداره کی په لابی ګیری سره، د «طالبانو سر نژدی کیدل» او د طالبانو دولت په رسمیت پیژندلو غوښتونکی وه او داسی استدلال یی کاو چی «طالبان د امریکا ضد ایران ډوله بنسټپالۍ څخه پيروی نه کوی ـ هغوی سعودی ته ورته دی... موږ باید په خپل وار سره رسمیت پیژندلو ته لیواله او د نړیوال اقتصاد د بیا رغونی ترویج په موخه بشردوستانه مرستو وړاندی کولو لپاره چمتو وسو.» (واشنگتن پست، ۷ اکتوبر ۱۹۹۶)
د بوش بدنامه دولت د ژبی په څیر، په ۲۰۰۱ کال کی د عامه فکرونو اړولو لپاره دی اعلان وکړ چی «امریکا د ماضی څخه په درس اخیستولو نور د بنسټپالۍ ځواکمنولو لپاره به هیچکله مرسته ونکړی» خو عملآ د بن کنفرانس د پردې ترشا د اصلی ګرځونکی په توګه، «شمالی ټلوالی» کرغیړن او ویجاړونکی بنسټپالان دی د سمڅو څخه راوویستل او د کرزی د لاسپوڅی دولت په مهمو پوسټونو کی دی وګمارل او تر نن ورځې د هغوی څخه ملاتړ کوی چی په پایله کی یی هر یو تن یی په داړونکو بلاګانو او میلیاردرانو باندی بدل شویدی.هغه ته وی چی په ویجاړونکو سلاګانو دی افغانستان په زونی او ژبنی او ملیت پر بنسټ وویشه، دهغه او دغه قومونو ټیکهدارن دی په موږ واکمن کړل او هیواد دی د قوم پرستی په ځندۍ کی ډوب کړ. د دغه خیانت په خاطر ددی په ځای چی افغانستان خلکو ته پښیمانی وښایی، په ویاړ سره په «طلوع» او نورو رسنیو کی په خپلو فرمایشی مرکو کی له هغو څخه یادونه کوی.
څوک دی چی نه پوهیږی تا د امریکا ویسرا په توګه د کرزی په کابینه کی د کسانو په ګمارلو او لریکولو کی اصلی ونډه درلوده او په اصل کی د ارګ «نایبالسلطنه» وی. د ملی خاینانو په نازولو سره دی، افغانستان د نړۍ تر ټولو فاسد او خیانتځپلی هیواد باندی بدل کړ. له ناتارکونکو سره دی مینی لامل وه چی څه وخت دی په کابل کی د سفیر په توګه ماموریت پای ته ورسید، د ګلبدینی کرغیړنو اولادونو څخه یو تن د ملا فضل هادی شینواری په نوم (چی هغه دی د قاضیالقضات په څوکی ټومبلی وو) وارخطا شو او زر یی جورج بوش ته د زاری ډک لیک ولیږه چی د ماموریت وخت یی «د مثبتی کړنی په لامل وغزوي.» (بیبیسی، ۵ اپریل ۲۰۰۵).
د ګلبدین سره د «سولې هوکړهلیک» چی په هغی کی د ګلبدین ټول شخصی لګښت اوعاید لیکل شوی یوازی کولای شی د ددغه جنایتکار د څو هم بانډو زړه لاس ته راوړی نه د افغان کړیدلو خلکو چی له راکتیار او د هغه له ټوپکمارانو څخه ژوره کینه لري. د توغندیو ویشتل، د روڼاندو ټولوژنه، پر ښځو تیزاب شیندل، پاکستان او ایران ته نوکری، ځانمرګي او غلا او زرګونه نور ځناوتوبونه چی د ګلبدینیانو له خوا تر سره شوی، هیرول لکه د عبدالله او غنی او خلیلزاد په څیر خوبوړي وجدانونه غواړی چی ولس به هیڅکله په غولونکو تبلیغاتو هغه له یاده و نه باسی او هیڅکله به یی ونه بخښی.
که امریکا په هر نوم او نښی خپل جوړ کړی طالبي او یا تنظیمی لاسپوڅی سینګار او درواغجنو او په زوره تپلشوو لقبونو په ورکولو سره وغواړی د کابل په لاسپوڅي کی بیا ځلی ځای پر ځای کړی غیر د دی نه چی د ولس د وژونکو او جنایتکارانو کړی پوره کړی د افغانستان سیاسی راتلونکی لپاره هیڅ ګټه نه لری. له هغی ورځی څخه چی د ګلبدین د راتللو غږ پورته شوی، په شمال کی د حزبی او جمعیتی او جنبشی تنظیمی قومندانان لکه د سپو په څیر سره نښتي دی چی د وژلو او ویجاړی څخه پرته بله پایله نلری. خو دغه لړۍ پرته له ګمانه د امریکا نیواګر دولت ګته له ځانه سره لری چی په نوی سړه جګړه کی چی د روسې او چین په وړاندی یی په لاره اچولی، د دغو پخوانیو ازمایل شوو او کارپوه چوپړانو څخه یوځل بیا د خپلو استراتژیکو ګټو په لاره کی کار اخلی.
له حزب اسلامی او طالبانو سره د خیالی «سولی» تر شا، ویجاړونکی او مشکوکی کړنلاری پټی دی. زموږ خلک نور څلور لسیزی دی دغه حقیقت ته رسیدلی دی سوله او ټیکاو د انسانخوارو او غلو او په نورو پوری تړلو ځواکونو په تړنه باندی هیڅکله منځته نه راځي. حزب اسلامی چی تاریخ یی په معامله کولو او غلامی او د پرمختګ او انسانیت سره په ضدیت باندی ککړ دی، یوازی جګړې او وژونې دیو دی او نه د «سولی فرښته».