روزا اوتونبایوا، د «یوناما» مشره د امریکا سرسپارلې مهره

روزا اوتونبایوا، د «یوناما» مشره د امریکا سرسپارلې مهره

ملګري ملتونه دا مهال د طالبانو د منځنیو پېړیو رژیم سره د جوړجاړي له امله د افغانانو له سختو نیوکو سره مخ دي. زموږ خلک نور په تجربو سره پوهېدلي چې دې بنسټ زموږ په هېواد کې د امريکا د لاسپوڅي په توګه کار کړی او په تېره بيا په تېرو درېيو کلونو کې يې د پردې تر شا اصلي دنده د بشر ضد «اسلامي امارت» پياوړي کول او د هغې د دوام لپاره هڅه کول و. طالبانو ته د ډالرو څخه ډکو کڅوړو لېږل، د ښځو او نجونو پر وړاندې پر بې‎ساري تاریخي ظلم سترګې پټول، د ترهګرو په ځناوریزو جنایتونو چوپتیا او یوازې د «اندېښنې څرګندول»، د طالبانو له خوښې سره سم د دوحې د خاینانه غونډو په لاره اچول او... د ناتارځپلو افغانانو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د خیانتونو یوه څنډه ده.

د دې لپاره چې پوه شو چې ملګري ملتونه «دنده» لري چې زموږ په خاوره کې د امریکايي او ناټو ځواکونو په نشتوالي کې د هغوي تشه ډکه او د لویدیځ د غلامانو سرپرستي کوي، کافي ده چې د یوناما د اوسني مشرې آغلې روزا اوتونبایوا ژوند او ماهیت ته کتنه وکړو او په دې څوکې د هغې د ټومبلو لاملونه ولټوو. دا ښځه چې د خپلو پلیتو څرګندونو سره د طالبي ترهګرو په چوپړ کې ده، آن خپل سر او مخ هم د طالبي مشرانو په خوښه له سر څخه تر پښو پورې پوښي تر څو د طالبانو جاهلانه قوانین عادي وښایي.

اوتونبایوا په قرغیزستان کې له مشهورو او تجربه‏لرونکو سیاسي څېرو څخه ده. هغه په ​​ځوانۍ کې د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند غړی شوه او په ۱۹۸۱ کال کې د لنین په سیمه کې د ګوند دوهمه منشي وټاکل شوه او د ۱۹۸۳ او ۱۹۸۶ کلونو ترمنځ په فرنز (اوسنی بیشکیک) سیمه کې د ګوند مشره وټاکل شوه. بیا وروسته د وزیرانو د شورا مرستیاله، د شوروي سوسیالیست جمهوریت د قرغیزستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیره، د شوروي اتحاد د یونسکو د کمیټې مشره، په انګلستان او مالیزیا کې د شوروي سفیره او داسې نورو مهمو پوستونو ته وټاکل شوه.

په ۱۹۹۲ کال کې د قرغیزستان له جلا کېدو سره هغه د بهرنیو چارو وزیره او لومړي وزیر مرستیاله او په امریکا او کاناډا کې د دغه هېواد لومړنۍ سفیره وټاکل شوه.

اوتونبایوا د دادفر سپنتا، اعظم دادفر او... په څېر له پخوانیو مارکسیستانو څخه ده، چې خپله قبله یې بدله کړه او د امریکا او لویدیځ د سرسپارلې چوپړې په توګه ډکر ته راوتې ده. هغې خپلې زده کړې په شوروي اتحاد کې د مارکسیزم په فلسفه کې بشپړې کړې او د دوکتورا رساله یې د «فرانکفورت ښوونځي د فیلسوفانو لخوا د مارکسیستي - لنینیستي ډیالکتیک د اړونې (تحریف) نقد» تر سرلیک لاندې وه. خو خپله د فرانکفورت د مکتب د زده‎کړیالانو په پرتله بدتره، د لویدیځ استخباراتو غېږې ته ولوېدله او د نوي لیبرالیستي بشري ضد سیاستونو د پلي کولو او د سی‎آی‎ای لخوا جوړ شوي «رنګي انقلاب» مشره وټاکل شوه.

د شوروي اتحاد له راپرځېدو او د «سړې جګړې» له پای ته رسېدو سره، د «رنګي انقلاب» مفهوم سیاسي ادب ته دننه شو، چې په حقیقت کې د نوي جوړ شوي جمهوریتونو او د ختیځې او مرکزي اروپا هېوادونو د سیاسي جوړښت د «نرم بدلون» لپاره د امریکا او لویدیځ یو وسیله وه. په دغو انقلابونو کې د لویدیځ استخباراتي ادارې په عمده توګه د «جین شاپ» تیوریو پر بنسټ ښکیل وې، او د جین شاپ د «البرټ اینشټین انسټیټیوټ» نښې هم په ډیرو پیښو کې موندلی شو. د سوسیالیستي ټولنو د وروستیو نښو د لمنځه وړلو، د لوېدیځ چوپړ حکومتونو د واکمنولو او د نوي لیبرالیستي ارزښتونو تپلو لپاره یې د «دیموکراسۍ ته تګ» په شان تر ښکلي نوم لاندې په دغو هېوادونو امریکا بې له کوم ځنډه د خپلو ځینو چوپړانو مالي او تبلیغاتي ملاتړ وکړ. د «رنګي انقلاب» بله موخه د منځنۍ اسیا او قفقاز د تیلو او ګازو سترو زیرمو ته لاس رسی او په سیمه کې د روس پلوه هیوادونو د ګواښلو لپاره د پوځي اډو جوړول وو.

روزا اوتونبایوا
ډیرۍ شننې او مقالې چې ما د «غاټول انقلاب» په اړه ولوستلې نو د اوتونبایوا له نوم سره د «لویدیځ پلوه» او «واشینګټن خوښې» لقبونه پیوند شوي وو..

د امریکا بدنامو موسسو د عامه‎ فکرونو اړونو او د «رنګینو انقلابونو» لپاره د زمېنې برابرو لپاره د پخواني شوروي جمهوریتونو اینجیوګانو او «مدني ټولنو» ته یې میلیونونه ډالر ورکړل، په قرغیزستان کې هم لاس په کار شول، له دې ډلې د جورج سروس «پرانستې ټولنه»، «آزادۍ کور» (چې مهم سلاکاران یې د سی‎آي‎ای پخواني مشران جیمز ویلسن او ویلیام ویبسټر وو)، «د امریکا د ډیموکراسۍ بنسټ»(NED) (چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانۍ اوربلوونکې وزیره مادلین آلبرایت یې له مهمو مشرانو څخه وه) او... امریکایي انقلاب ته د زمېنې برابرولو لپاره ډیرې پیسې ولګولې. په همدې وخت کې د «آزادۍ راډيو» (چې د سي‎آی‎اې له خوا جوړه شوې وه) د آزادې اروپا راډيو تر نامه لاندې په تبليغاتو کې ستر رول درلود.

په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۵ کلونو کې ګرجستان، اوکراین او قرغیزستان په ترتیب سره د «ګل ګلاب انقلاب»، «نارنجي انقلاب» او «غاټول انقلاب» په نومونو د امریکا تر یرغل لاندې راغلل او په هغو کې لوېدیځ‎پلوه لاسپوڅي رژیمونه نصب شول.

اندریا پیټرز، په یوه تحلیلي مقاله کې «د قرغیزستان د غاټول انقلاب تر شا د امریکا پیسې او پرسونل» (wsws.org، د ۲۰۰۵ کال د مارچ ۲۸مه) د دې سازمانونو ځینو کړنو او کاري میتودونو ته یې کتنه کړې، لیکي:

«د قرغیزستان د اپوزیسیون او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې د غیر دولتي سازمانونو او د مخالفانو چاپ‏خونو ته د امریکا له مالي مرستو څخه ډیرې پراخه دي. روزا اوتونبایوا، چې د اتا دیژورت (د پلار هیواد ګوند) مشره ده او د آقایف ضد ایتلاف یوه مخکښه ویانده ده، په عمومي توګه د متحده ایالاتو او لویدیځ سره پراخې شخصي او سیاسي اړیکې لري.»

روزا د ګرجستان او په ځانګړې توګه د قرغیزستان په پیښو کې مهم رول درلوده. نوموړې له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۴ پورې په امریکا او کاناډا کې د قرغیزستان سفیره، بیا تر ۱۹۹۷ پورې د بهرنیو چارو وزیره او بیا په انګلستان کې سفیره وه، چې له امریکايي او غربي چارواکو سره یې ژورې اړیکې ټینګې کړې او په راتلونکو کلونو کې د دوی یو له باور وړ کسانو بدله شوه. په ۲۰۰۲ کال کې، هغه ناڅاپه ملګرو ملتونو ته جذب شوه او «په ګرجستان کې د سولې په ماموریت کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیالې» په توګه وټاکل شوه. دا په حقیقت کې یو ماموریت و چې د لویدیځ لخوا هغې ته سپارل شوی و چې د ګرجستان په «ګل ګلاب انقلاب» کې خپل رول ولوبوي.

«د بهرنۍ پالیسۍ د څیړنې او نوښتونو موسسه ANO» په «د ډیموکراسۍ وژنه: د شوروي وروسته دوره کې سي‎آی‎ای او پنټاګون عملیات» کتاب کې د لویدیځ سره د اوتونبایوا اړیکې او په ګرجستان کې د «ګل ګلاب انقلاب» کې د هغې ښکیلتیا تشریح کوي چې په ۲۰۰۳ کال کې د تفلیس د اړودوړ پرمهال د روزا اوتونبایوا شتون تصادفي نه و او هغې له لویدیځ ډیپلوماتانو او په ځانګړي توګه د امریکا له سفیر سره پراخې اړیکې درلودې او همالته یې له میخایل ساآکاشویلي (د لویدیځ نانځکه چې د ګرجستان د رنګي انقلاب په پایله کې په واک وټموبل شو او اوس مهال په اوکراین کې د زیلینسکي د لاسپوڅي حکومت له چارواکو څخه دی) څخه د قانوني حکومتونو د ړنګولو میتودونه زده کړل ترڅو له دې تجربو څخه وروسته په قرغیزستان کې ګټه پورته کړي.

وروسته له هغه چې په ګرجستان کې د ساآکاشویلي په مشرۍ امریکايي اجیر حکومت واک ترلاسه کړ، روزا په ۲۰۰۴ کال کې قرغیزستان ته راستنه شوه او د اپوزیسیون په یوځای کولو سره یې د «هیواد پلار» په نوم ګوند جوړ کړ ترڅو د عسګر آقایف د حکومت د نسکورولو لپاره زمینه برابره کړي.

په ترکیه کې خپرېدونکې «الترناتیو» مجله د ۲۰۰۶ کال په پنځمه ګڼه کې لیکلي:

«... د یادونې وړ ده چې د آقایف ضد ایتلاف مشران اکثره لویدیځ پلوه څېرې دي. یو له دغو لویدیځ پلوه مشرانو څخه روزا اوتونبایوا ده، چې په عمومي توګه له لویدیځ او په ځانګړې توګه له امریکا سره پراخې شخصي او سیاسي اړیکې لري.»

د ۲۰۰۵ کال په پیل کې چې پارلماني ټاکنې روانې وې، د فساد د تورونو له امله د روزا په ګډون د یو شمېر نوماندان نااهله وګڼل شول چې له دې سره په قرغیزستان کې لاریونونه پیل شول. هغې د یو څو نورو مزدورانو په مرسته د ناکراریو څپې رهبري کړې چې د «غاټول انقلاب» په نوم یادیدې او د امپریالیستي بنسټونو او د آزادې اروپا راډیو (آزادۍ راډیو) پراخه تبلیغات او په ځانګړي ډول په بشکیک کې د امریکا سفیر سټیفن یانګ ملاتړ یې له ځانه سره درلود.

د روسیې سایټ mk.ru د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۲۲مه، راپور ورکړ:

«په قرغیزستان کې د ۲۰۰۵ کال د غاټول انقلاب یو کلاسیک "رنګي انقلاب" و چې بهرنیو ځواکونو په کې لوی رول درلود. د قرغیزستان سیاسي علومو ساینس پوه الکساندر کنیازف په وینا (د اوتونبایوا زده کونکو څخه)، په دغه جمهوریت کې چې شاوخوا ۵ میلیونه نفوس لري، ۵۰۰۰ غیر دولتي موسسو شتون لرلو چې متحده ایالاتو یوازې په ۲۰۰۴ کې ۱۲ ملیون ډالره هغوي ته ځانګړي کړي ول. غیر دولتي موسسې د دغو انقلابونو اصلي ځواک وو. د سیاسي ګوندونو برعکس، دوی په رسمي ډول له بهر څخه تمویل کیدی شوې.»

اوتونبایوا ته د هیلري کلنټن او میشل اوباما له خوا د «کال د زړورې ښځې» لقب ورکړل شو
د ۲۰۱۱ کال د مارچ په اتمه، اوتونبایوا ته د هیلري کلنټن او میشل اوباما له خوا د «کال د زړورې ښځې» لقب ورکړل شو، دا جایزه چې موخه یې د امریکا چوپړو ښځو مشهورول او هغوي ته تبلیغ کول دي.

د ۲۰۰۵ کال د مارچ په ۳، په بشکیک کې د روزا په اپارتمان کې په شکمنه توګه چاودنه وشوه، که څه هم هیڅ مرګ‎ژوبله یې نه لرله، خو خپله آقایف د هغې مسوول وګڼل شو او د پاڅون د زیاتوالي لامل شو. د ټاکنو له دوو پړاوونو وروسته، چې د اپوزیسیون لپاره یې ناهیلې‏کوونکې پایلې درلودې، د حکومت ضد اعتراضونو نوره تاوتریخجنه بڼه خپله کړه، په پایله کې د ۲۰۰۵ کال د مارچ په ۲۴مه، آقایف روسیې ته وتښتېد او پارلمان ته یې خپله استعفا واستوله، چې د اپریل په ۱۱مه په رسمیت وپېژندل شوه او د هغه ۱۵ کلنې واکمنۍ پای ته یې د پای ټکی کېښود او امریکایي پلوه اپوزیسیون واک ته ورسېدو.

د «غاټول انقلاب» په بریالیتوب سره روزا د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره لومړنی انتخاب وه، خو وروسته له دې چې هغه په ​​ټاکنو کې نااهله شوه (د قرغیزستان د ټاکنو قانون هغه کسان چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې له هېواده بهر وي، په ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې کوي.) د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه وټاکل شوه. خو دغه انقلاب د خلکو په ګټه څه بدل نه کړل او قربان‎بیګ باقی‎یف چې د ولسمشرۍ په څوکۍ کېناست، په پراخ فساد کې ښکیل شو او هڅه یې وکړه چې واک په خپل لاس او کورنۍ کې متمرکز کړي.

په ۲۰۱۰ کال کې د پاڅونونو او اعتراضونو دویمه څپه، خو دا ځل په خونړۍ بڼه پیل شوه، چې لسګونه کسان پکې مړه او سلګونه نور ټپیان شول او بالاخره باقی‎یف له هېواده تېښتې ته اړ شو او د همدې کال د اپریل په میاشت کې روزا د موقت حکومت مشره شوه ترڅو ټاکنو لپاره لاره هواره کړي. د هغې ۱۹ میاشتنۍ ولسمشرۍ دوره د قرغیزیانو او ازبکانو تر منځ د قومي ناکراریو او تاوتریخوالي له څپو سره مله وه، چې په کې سلګونه کسان ووژل شول. روزا د دې توکمیزو شخړو د پای ته رسولو لپاره د هغې د ناکافي هڅو او د بشري حقونو په مدافعینو باندې د فشار له امله سختو نیوکو سره مخ شوه چې د ټولنې په کرکجنه څیره بدله شوه.

له ۲۰۱۲ راهیسې، هغې غیر انتفاعي موسسه «د روزا اوتونبایوا نوښت» په لاره واچوله ترڅو په خپل هیواد کې د «مدني ټولنې» په چوکاټ کې د لویدیځ پالیسۍ پلي کړي.

روزا امریکا او غرب ته د خپلو خدمتونو له امله لکه ناهید فرید، ظریفه غفاري، سیما سمر، فوزیه کوفي، ماری اکرمي، شهرزاد اکبر، پلوشې حسن، محبوبه سراج، حبیبه سرابي، بنفشه یعقوبي، ثریا پاکزاد او... په څېر د مډالونو او ډیرو جایزو په ورکړې سره د لویدیځو بنسټونو لخوا ستایل شوې ده. له هغې ډلې، په ۲۰۱۱ کې، هغې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د «کال د زړورې میرمنې» لقب ورکړل شو او په امپریالیستي رسنیو کې د «اغیزناکه شخصیت» په توګه وپیژندل شوه او د فرانسې دولت ترټولو لوړ نښان، «لژیون دونور» د هغې په غاړه کې واچوه. کله چې نوموړی د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته بلل شوې وه، د بارک اوباما له خوا یې تود هرکلی وشو او په قرغیزستان کې یې د مناس پوځي اډې په جوړولو کې د دې له همکارۍ مننه وکړه، چې د افغانستان د پوځي اشغال پر مهال د امریکايي پوځیانو لپاره د ترانزیت مهم مرکز و.

روزا د «مادرید کلب» په ګډون د څو مهمو غربي لابي ګروپونو غړې ده، چې د مختلفو هیوادونو د پخوانیو ولسمشرانو یوه ډله پکې شامله ده. دا کلب د «غیر انتفاعي سازمان» تر نامه لاندې او «د دیموکراسۍ، بشري حقونو د ترویج او د نړیوالې ټولنې د جوړښت د بدلون» په پوښښ کې، په حقیقت کې د هغو هیوادونو په چارو کې د لاسوهنې لپاره د امپریالیستي او صهیونیسټي لابی‎ګر دی چې نه غواړي د امریکا او لویدیځ د نوي نړیوال نظم او نوي‎لیبرالیزم ویجاړونکي واک ته تسلیم شي. د میخایل ګورباچوف، بیل کلنټن، جیمي کارټر، هیلموت کول، جان میجر، فرانسوا هولان، ګورډن براون او نورو په څیر بدنامه عناصرد دې سازمان اوسني او پخواني غړي دي. بې‎ځایه نه ده چې د روزا تر څنګ د ملګرو ملتونو څو مشران او مهم چارواکي لکه پرز دکوئیار، بانکی‌ مون، کوفی عنان، آنتونیو ګوترش، میچل باچله او داسې نور هم د «مادرید کلب» غړي وو.

روزا اوتونبایوا د «مادرید کلب» له مشرانو سره
روزا اوتونبایوا د «مادرید کلب» له مشرانو سره، یو امپریالیستي او صهیونیسټي لابي بنسټ چې موخه یې د هغو حکومتونو په نسکورولو کې مرسته ده چې نه غواړي د امریکا او لویدیځ غلامۍ ته تسلیم شي.

د خپلو غربي بادارانو په غوښتنه، روزا د ميخايل ګورباچوف، چې د لويديځ د لاسپوڅي په توګه د روسيې په تاريخ کې تر ټولو کرکه‏جنه څېره وه، ستاينه کوي. هغه د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۲ نیټه، د ګورباچوف د ۹۰ کلیزې په مناسبت، په یوه لیک کې لیکلي:

«په قرغیزستان کې، ګرانه میخایل سرګیویچ، تاسو د شلمې پیړۍ د غوره سیاستوال په توګه پیژني. زه ډاډه یم چې د وخت په تېریدو سره به د نړۍ په تاریخ کې ستاسو د دوران‏جوړونې عظمت نور هم روښانه او څرګند شي او د ارزښت ستاینه به یې وشي.»

د یوناما د مشرې په توګه د دیبرا لاینز له استعفا وروسته (چې لاملونه یې پټ پاتې دي)، روزا د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه وټاکل شوه. هغې په خپل یونیم کلن تور تاریخ کې وښودله چې هغه د بل هر چا په پرتله د خپلو امریکایی بادارانو د ګټو ساتنه او پلي کولی شي. په تېرو ورځو کې هغې د ظالمو طالبانو له غوښتنې سره سم او د هغوي د ښځو ضد قوانینو پټولو لپاره وویل ښځې په افغاني ټولنه کې دویم جنس دی او طالبان له غرونو راښکته شوي دي نو اړتیا ده چې موږ باید زغم ولرو! د طالبانو له مشرانو سره د هغې شرمناکه ملګرتیا دا په ډاګه کوي چې هغې د طالبانو د سپینولو دنده په غاړه اخیستې او د دوی نړیوال مشروعیت ته لاره هواروي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 535 میلمانه آنلاین لرو