عبدالباري جهاني، د ښکیلاک او ارتجاع چوپړ

د افغانستان ډیری خلک د عبدالباری جهاني نوم سره بلدتیا لري. هغه چې په کندهار کې د خلق ګوند د ولایتي کمېټې غړی و وروسته امریکا ته ولاړ، هلته یې په «امریکا غږ» راډیو کې دنده ترلاسه کړه ترڅو د افغانستان نیولو ته لاره هواره کړي، د طالبانو په لومړۍ دوره کې له خپل «استا‌ذ» خلیل الله هاشمیان سره د ملاعمر پښو ښکلولو ته راغې، پر افغانستان د امریکا یرغل پر مهال د فرهنګ وزیر وټاکل شو.

په خپله وینا یې «د ادبیاتو فاکولتې د دویم ټولګي زده‎کوونکی او یوویشت کلن ځوان وم چې له خلقیانو سره می اړیکه پرې کړه» خو تر ننه پورې د خلق ګوند جنایتونو په اړه یو کرښه هم نده لیکلې او نه یې ددې «غړیتوب» له امله د افغانستان له ولس څخه چې د خلق ګوند له لوري د پلچرخي په پولیګون کې ژوندې تر خاورو لاندې شول، بخښنه وغوښتله، که صالح محمد زیري او اعظم سیستاني نه وای افشا کړی ښایي په دغه جنایتکار ګوند کې له غړیتوب څخه هم منکر شوی وای.

عبدالباری جهانی له اعظم سیستانی سره
که څه هم جهاني وایي چې په «زلمیتوب» کې د خلق ګوند غړی وم او وروسته له هغې مې خپلو پخوانیو «ملګرو»! سره اړیکه پرې کړې، خو دا چې تر ننه پورې دې ددې جنایتکاره او وطن‌پلورونکي ګوند غیرانساني ربړونو او په پولیګون کې د زرګونو مبارزانو د وژنو په تور ددغه ګوند د مشرانو د محاکمې غوښتنه نده کړې نو عملا د هغوي په کتار کې ولاړ او ولس ته مخ‌توری یې.

عبدالباری جهاني د تعصب او پښتوني نشنلیزم له مخې یې لومړی د خلق ګوند غړیتوب واخیست او وروسته د طالبانو ملاتړی شو. هغه د ۲۰۲۴ کال د سپتامبر په ۲۰مه په «کاکتوس» خپرونه کې وایي:

«که ریښتیا ووایم زه د طالبانو پلوی وم... او کله چې کندهار ته ولاړم نو له ملا عمر سره د لیدو وخت متوکل صیب راته واخیست. زه او زما استاذ هاشمیان دواړه د ملا صیب محمد عمر خواته ورغلو. ملا محمد عمر د کندهار یو ساده سړی و او هغسې چې ادعا کېدله د پاکستان د پوځ څلور ستوری جنرال نه و. ما خبری وکړې او هغه تر پایه د هیڅ خبرې ځواب رانکړ. زما خبرې لا ختمې نه وې چې هغه خپل څادر واخیست او ولاړ....‎»

اول خو ښاغلی جهانی! که تا نه وی ویلی بیا هم زمونږ خلک پر دې پوهېدل چې ته د طالبانو پلوی وې او یې او قومپرستي دې دومره زوروره ده چې په وروستیو لیکونو کې دې هم ددې جنایتکاره او منځنیو پېړیو ډلې مشرانو ته «نصیحت» کړې چې له نرمښت څخه کار واخلي ترڅو حکومت یې دوام وکړي.

دویم دا چې مهمه نده چې ملا عمر د پاکستان «څلور ستوری جنرال» نه بلکه یو «ساده کندهاری» و، مهمه داده چې ملاعمر او د طالبانو ټول مشران د پاکستان او امریکا مزدوران، د پرمختګ، علم، ښځو او تمدن دښمنان د تیارې او جهالت پلویان دي. له هغې هم مهمه دا چې تا ورته څه وویل؟

د یو شاعر او روڼ‎آندې په توګه هیله خو دا وه چې د یکاولنګ د شهیدانو پوښتنه دې کړی وای، د یو فرهنګی شخص په توګه دې باید د بامیان د بتانو د ویجاړولو پوښتنه ترینه کړی وای تر څو د پښتنو ضد مریضانو ته دې په خوله کلک سوک ورکړی وای چې ټول پښتانه د جنایتکارانو او وطن‎پلورونکو خاینانو ملاتړي ندي، خو برعکس د تل په څیر تا ملا عمر ته غوړه مالي وکړه او مشوره دې ورکړه چې «که غواړې په واک کې پاتې شې نو خلک له ځان څخه خوښ وساته.» او مشوره دې هم دومره بې‎ارزښته وه چې آن ملاعمر تر پایه وانه ورېده!

ملاعمر به هم وروسته پر تا ملنډې وهلي وي چې څومره نادان او له عقل څخه خالي یی چې زمونږ ماهیت دې ندی پېژندلی چې له کوم ځایه مشوره اخلو او د چا په امر کار کوو!

که د افغانستان مظلوم ولس ستا پر ټولو تېروتنو او دا چې د امریکا روزل شوی مزدور یې او کلونه کلونه دې د «امریکا غږ» له لارې د ولس په ذهن کې درواغ او ګند شیندلی او د افغانستان نیواک ته دې لاره هواره کړې او هیڅکله دې هم په خپلو شعرونو او لیکنو کې ددوي درد ندی بیان کړی، سترګې پټې کړي خو دا هیڅکله نشي هېرولی چې ته د یوې ارتجاعي، جنایتکاره، د ښځو ضد ډلې پلوي وې او یې.

د پوهنې وزارت غله
فاروق وردک، صدیق پتمن، آصف ننګ او د ګلبدین د جنایتکارې ډلې نور قاتلان، چې د افغانستان د پوهنې وزارت یې تر ولکې لاندې راوستی، دا وزارت یې د ناپوهۍ په مرکز بدل کړی و خپل بویناک اخواني فکرونه یې له همدې لارې تبلیغول او د پوهنې بودیجه یې خپلو جېبونو ته اچوله.
ددې جنایتکاره ګوند دغه خاینانه ګړنه «د جنګ او سولې د راپور ورکولو انسټیټیوټ» په خپل څېړنیز راپور کې بربنډه کړه خو ته چې ځان د ولس خواخوږی ګڼې او نه غواړې چې د خاین او غل ټاپه درباندې ولګېږي او ځان له دوي څخه جلا بولې ولی دې دغه جنایتکاران افشا نکړل چې د هېواد راتلونکي نسل له برخلیک سره یې لوبې کولې؟

عبدالباری جهاني د نشنلیزم تر څنګ بنسټ‎پاله او ارتجاعی فکر هم لري. د امریکا له یرغل سره هم مهاله ده لاسپوڅي حکومت ته د «ملی سرود» شعر جوړ کړ چې په هغه کې هم د طالبانو په خوښه «الله اکبر» ورزیات کړ ترڅو ولد السیا او ولد السي‎آی‎ای «امیر المومنین» او د هغه باداران ورڅخه ناخوالي نشي. بیا هم وایم چې شاعران او هنرمندان د ټولنې مخکښ خلک وي او د ولس هیله هم ورڅخه همدا ده چې د خپل هنر او شعر په ژبه ددوي رنځ بیان کړي او د ښوو او بدو ترمنځ توپیر وروښایي خو جهاني په دې شعر سره نه یواځې د ولس په کتار کې و نه درېده بلکه د هېواد تر ټولو مظلوم او بې‎آزاره وګړي، سیکان یې له پامه غورځولي. که دده فکر ارتجاعي او د بنسټ‎پالۍ په ګند ککړ نه وای او د طالبانو په څیر ذهنیت یې نه لرلی نو ولی یې په «ملی سرود» کی د هندوانو او سیکانو نوم نه اخیست؟ آیا هغوي ددې هېواد اوسېدونکي نه دي او که جهاني هم د خپل «امیرالمومنین» په څېر هغوي د انسانانو له ډلې نه شمېري؟

د کاکتوس برنامې په پيل کې ورڅخه پوښتنه کوي «څرنګه یو شاعر چې د نرم مزاج او نازک خیال خاوند ده، سیاست ته راغی»؟ جهانی ورته په ځواب کې وایي چې سیاست سره مې مینه نه وه خو صرف د هنر او فرهنګ خدمت لپاره مې دا څوکۍ ومنله!

ترټولو لومړي خو دا چې په طبقاتي ټولنو کې هیڅ شی نشته چې «طبقاتي ټاپه» پر هغې نه وي وهل شوې. هنر، فرهنګ، شعر، سینما، لیکنې... دا ټولې د یوې ځانګړې طبقې ګټو ته ژمنې یا واکمنې طبقې پورې اړه لري او یا د مظلوم ولس راویښولو او پارولو لپاره کار کوي. بی‎طبقې او له طبقو څخه پورته هنر شتون نه لري او دا چې وایي «زه سیاست سره مینه نلرم» او زما شعر او شاعري بې‎طرفه ده په حقیقت کې د واکمنې ظالمې طبقې په چوپړ کې دی.

او بله دا چې ښاغلی جهاني مونږ ټول په دې پوهېږو په هغه هېواد کې چې د امریکا لاسپوڅی حکومت واکمن وي هیڅ وزیر، والي، معین او آن رییس تر هغې په دنده نه ګمارل کېږي ترڅو چې د امریکا له فلتر څخه نه وي تیر شوی، هغوي ته یې خپله وفاداري نه وي په ډاګه کړي او د هغوي ګټو ته ژمن نه وي. تا چې کلونه په «امریکا غږ» راډیو کې چې په واقعیت کې د سی‎آی‎ای راډیو ده کار کړی و خپله وفاداري دې امریکا ته ثابته کړې وه نو ځکه یې د وزیر په توګه وګمارلې کنه په افغانستان کې له تا څخه ډیر پوه، ملي او دموکرات شخصیتونه شته چې چا د وزارت مخې ته هم نه پرېښودل ځکه د امریکا او ګوډاګي حکومت مخالف ول.

عبدالباري جهاني د سمیع حامد، پرتونادري، کاظم کاظمي، غفور لیوال، ابوطالب مظفري، نجیب بارور، اسماعیل یون... په څېر بې‎شخصیته او بې‎حیثیته شاعر دی چې د پېسو، مقام او څوکۍ لپاره جلادانو، هېوادپلورونکو او قاچاقبرانو ته سجده کوي او چمتو دی چې د هغوي له مخ او سر څخه فساد، بډې، جنایتونه او وینې وڅټي. هغه د وزارت څوکۍ ترلاسه کولو لپاره د مشهور قاچاقبر، غل او د ام‎آی۶ او سی‎آی‎ای جاسوس ظاهر قدیر کور ته ورغی چې د رای اخیستلو «مشوره» ترې واخلي. جهاني وایي:

«کله چې د اشرف غني له لوري وزیر وټاکل شوم نو باید له ولسي جرګې مو رایه ترلاسه کړې وای. مازیګر و مونږ ټول کاندید وزیران ظاهر قدیر خپل کور ته وغوښتلو او راته یې وویل چې باید وکیلانو ته پېسې ورکړئ ترڅو رایه ترلاسه کړئ او که پېسې نه لرئ نو زما په موټر کې یو میلیون ډالر دي ستاسو پر ځای به زه پېسې ورکړم.»

دې ته له باده وروسته پلتۍ وهل وايي. اول دا چې که تاسو حیثیت او شرف لرلی نو ولی د یو مشهور غل او قاچاقبر کور ته ولاړئ؟ دلیل یې دا و چې تاسو غوښتل د وزارت څوکۍ ترلاسه کړئ که د وزارت څوکۍ مینه مو په زړه کې نه وه او دې مقام تاسو ته ارزښت نه لرلو نو باید په هیڅ وجه ددغه فاسد او بې‎سواده کس خواته نه وای ورغلی خو ډاډه یم چې د وزارت د څوکۍ مینې تاسو د هغه کور ته ورورسولئ.

دویمه دا چې نن ورځ ددې فساد په اړه خبرې کول دومره بې‎ارزښته او بې‎ځایه کار دی چې هیڅ درد نه دوا کوي. که تاسو په ریښتیا د ولس خواخوږي وئ او د ولس خدمت لپاره راغلي وئ نو د ظاهر قدیر له کوره راوتلو وروسته سملاسي مو باید خبري کنفرانس راغوښتی وای او دا کرغېړنې او فاسدې څېرې مو په هماغه وخت کې افشا کړې وای چې خلکو هم درباندې شاباس ویلی وای خو نه تاسې دا کار ونکړ ځکه ښه پوهېدلای که زه دوي افشا کړم نو د وزارت څوکۍ مې له لاسه ځي په همدې دلیل دې ځان غلی ونیوه تر هغې چې په څو میاشتو کې دې بنډل بنډل پېسې ټولې کړې او بېرته خپل پلرني کور، امریکا ته ولاړې.

له عبدالله سره د ایران سفر
باری جهاني همدلته له شرم څخه په خولو کې ډوب شوې؟ دا چې لاړې په سپینه ږیره د فضلي او محب تر لاس لاندې دې دنده ومنله او د ګوډاګي دولت یوه برخه شوې او ولس ته دې شا کړه ونه شرمېدلې او خوله درباندې رانغله؟

شاید په خپلو دې خبرو او خاطرو سره دې څو تنه بې‎خبره او نالوستې وغولوې خو ولس نشې تېرایستلی. او نن ځکه دا خبرې کوې چې شاید په راتلونکي کې بیا هم پلان لرې چې افغانستان ته راشې او کومه بله څوکۍ ترلاسه کړې ځکه په خپله وینا دې چې «هره څوکۍ مې غوښتې وای کرزي (تاسو یې امریکا ولولئ) راکوله»

د څوکۍ او ډالرو سره مینې ستا سترګې دومره ړندې کړې وې چې «بې‎خبره» به دې نورو هېوادونو ته سفرونه کول او په پټو سترګو به دې هغه تړونونه لاسلیک کول چې تا پورې اړه هم نلرله. په دې اړه هغه خپله وایي:

«د رییس جهمور له دفتر څخه راته احوال راغی چې ځان چمتو کړه قزاقیستان ته ځو او ګرمې جامې واخله چې هلته یخني ده. ما هم ګرمې جامې واخیستې او له رییس جمهور سره ولاړم. پر سبا هلته غونډه وه، رییس جمهورانو تړونونه لاسلیک کړل او پر همدې وخت کې اعلان وشو چې عبدالباري جهانی د قزاقیستان کلتور او فرهنګ وزیر سره یو تړون لاسلیک کوي. زه هیڅ خبر نه وم او نه ماته چا ویلي و چې د څه شي تړون ده خو ولاړم او تړون مې لاسلیک کړو.»

او همدا راز هغه زیاتوي چې عبدالله عبدالله سره ایران ته ولاړم او هلته یې پر ما د سپورټ یو تړون لاسلیک کړ او حکمت کرزي زما پر ځای فرهنګي تړون لاسلیک کړ. او زیاتوي چې د ع او غ د حکومت راپرځېدو اصلي لامل هم همدا ګډوډي وه!!

ښاغلی شاعر صیب که تا وجدان او شخصیت لرلی باید له شرمه اوبه شوی وای چې د عبدالله په څېر معامله‎ګر، فاسد، وطن‎پلورونکی او د حکمت کرزي په څېر قاچاقبر تا غولوي او «بې‎خبره» درباندې تړونونه لاسلیک کوي! بله داچې ولې مو په هماغه وخت کې دا له ملنډو ډک سفرونه او تړونونه افشا نکړل؟ او که دې لږ هم وجدان ژوندی وای او د ولس فکر درسره وای ولې دې ونه ویل چې دا لاسپوڅی حکومت او دا فساد ټول د امریکا زېږنده ده؟ آیا د ګوډاګې حکومت د راپرځېدو لامل همدا ګډوډي وه که دا د امریکا پرېکړه وه چې د تکنوکراتانو او جهادیانو پر ځای یو ځل بیا خپل پخواني مزدوران واک ته ورسوي؟ دا چې په خپلو «۱۲ شعري ټولګو» نازېږئ ولی مو په هیڅ شعر کې په افغانستان کې د امریکا جنایتونو، ظلمونو او فساد ته اشاره نده کړې؟ ولې مو دې ته اشاره ونکړه چې امریکا غوښتل قومي، مذهبي او ژبني اور ته لمن ووهي او دې کار لپاره یې خپلو جهادي او غیر جهادي چوپړانو لکه روستار تره‌کی، واحد طاقت، لطیف پدرام، دوستم، عطا، محقق، امرالله ‌صالح، قانونی، ضیا مسعود، سرور دانش... ته پېسې ورکولې ترڅو د افغانستان ټوټه-ټوټه کولو ته لاره هواره کړي؟ او همدا راز په سلګونو نورې پوښتنې چې ډاډه یم هیڅکله یې هم نشې ځوابولی.

جهانی له لونگۍ سره
له لونګۍ په سر کولو دې ښکاري چې غواړې امریکا او طالبانو ته لکۍ وخوروې چې «ما له یاد ونه باسئ! ستاسو چې څه رنګه اړتیا وي، زه هماغسې ځان سینګاروم.»

دا چې وزارت دې ومنلو او له څوکۍ نه دې زړه نه شکېدو نوش جان دې خو ته نه پوهېدلې چې ارګ حرامسرای دی؟ څرنګه دې ځان ته قناعت ورکړ چې د فضلي او محب تر لاس لاندې کار وکړې؟ آیا هغو ښځو او نجونو چې په ارګ کی کار کاوه او «فضلي ګروپ» له هغوي څخه ناوړه جنسي ګټه اخیستله، ستا ضمیر یې ونه لړزاوه؟ ولې دې نرګس نهان او د ارګ نورې دلالانې افشا نکړې؟ ولې چوپ پاتې شوې؟ آيا دا افغانې نجونې درته خپل ناموس نه ښکارېده؟ ولی دې قانوني، فاروق وردک، بسم الله خان، ضیا مسعو، عبدالله... او نور فاسد وزیران چې د ولس په پېسو یې دننه په هېود او بهر کې دنګې ودانۍ جوړې کړې افشا نکړل؟ ولې دې د رنګینه حمیدي د پوهنې وزیرې په اړه غبرګون ونه ښود چې ویلې و زه په پښتو او درې کې بی‎سواده یم؟ ولی دې اعتراض ونکړ چې په داسې فاسدو او نالوستو وزیرانو سره د هېواد راتلونکی له تیارې او بدمرغۍ سره مخ کېږي؟ او په سلګونو نور ولې. دا چې تا د سمیع حامد په څېر په میلیونونو افغانۍ د دسترخوان لګښت وانخیست او یا دې نوم رسنیو ته را ونه وت بسنه نه کوي، باید یو څو پریکنده برخوردونه دې کړای وای ترڅو نورو شاعرانو او لیکوالانو هم ستا پر پل ګام ایښی وای او هنرمند په ټولنه کې خپل اصلي مقام ترلاسه کړی وای. که تا د ع او غ دولت فساد پر ضد غږ اوچت کړی وای او له ارګ څخه نیولې تر وزارتونو پورې د امریکایي «سلاکارانو» د لاسوهنو پر وړاندې ودرېدلی وای نو د نورو شاعرانو او لیکوالانو لکه واصف باختری، نګارګر، سمیع حامد... سر به دې هم لوړ کړی وای او هغوي ته به دې دا درس ورکړی وای چې د خپل قوم او ژبې جنایتکاران افشا کړي نه دا چې د هغوي لاسونو ښکلولو لپاره تر مزاره او بدخشانه ولاړ شي او یا د څوکۍ او امتیاز لپاره خپل ضمیر تر پښو لاندې کړي خو له بده‎مرغه ته هم د هغوي په کتار کې ودرېدې، ولس او هېواد دې په ډیره ارزانه بیه وپلورلو.

د اسراییل پر صهیونیستي رژیم د حماس او فلسطین مقاومت ځواک د اووم اکتوبر پرتمین برید په اړه د جهاني لید د ټولو امریکا او لوېدیځ پلوه روڼ‎آندو او چوپړانو لکه ملک‎ستیز، احمد مسعود، مریم رجوي، شهزاده پهلوي، حمید تقوایی... په څېر دی. جهاني دغه تاریخي او بې‎ساری برید چې اسراییل یې په ټوله نړۍ کې رسوا او د فلسطین مظلوم ولس غږ یې د نړیوالو کڼو غوږونو ته ورساوه «غیر مسوولانه عمل» بللی او هغه یې غندلی دی. هغه لیکي:

«هر څوک چي کوم سیاسي او پوځي عمل کوي باید چي د خپل عمل ګټي او تاوانونه په نظر کي ونیسي. حماس په هغو غیر مسوولانه عملیاتو کي څه ترلاسه کړل؟ څو سوه تنه اسراییل یې، چي اکثریت یې ملکیان ول، ووژل او د اسراییلو نظام او حکومت ته یې، چي د فلسطین د خلکو دښمن دی، هیڅ ډول تاوان ونه رساوه. په عوض کي یې تقریباً ۱۰۰ زره کسان مړه او زخمیان سول او په سل هاوو زره یې بې کوره سول او قتل عام لا هم دوام لري. دا عمل نه په سیاسي او نظامي لحاظ عاقلانه وو او نه حتی د اسلام د دین په اساس روا کار وو. په قرآن شریف کي په دې باب صریح حکم موجود دی « و لا تُلقوا بیدک الی التهلکة » ځان په لوی لاس هلاکت ته مه ورکوه.»

جهاني نه لومړنۍ او نه وروستۍ کس دی چې د اووم اکتوبر تاریخي برید په اړه داسې نه‎بخښونکې او د امریکا په خوښه څرګندونې کوي. د فلسطین ولس په دې برید سره نړۍ ته وښودله چې هیڅکله به د زور او جنایت پر وړاندې تسلیم نه شي او په افسانوي مقاومت سره یې دا ثابته کړه که چېرې یو ولس په کلکې ارادې او یووالي سره راولاړ شي، د نړۍ زبرځواکه امپریالیستي هېوادونه ماتولی شي او د فلسطین ولس په خپل تاریخي مقاومت سره اسراییل او د هغوي او ستا بادار امریکا داسې وشرمولو چې د ټولو ګواښونو سربېره اوربند ته اړ او تسلیم شول. په دې عملیاتو سره د فلسطین ولس ویاړ، خپلواکي او غرور «ترلاسه» کړ خو ښکاره خبره ده چې دا شیان تاته او ستا په څېر نورو شاعرانو او لیکوالانو ته چې د امریکا د غلامۍ زنځیر یې په غاړه ده هیڅ ارزښت نه لري. محمود درویش، غسان کنفاني او رفعت العرعیر هم شاعران دي چې یوه شیبه یې هم نه فلسطین له یاده وتی او نه پر هغه روان ظلمونه او جنایتونه او په ټولو شعرونه کې د فلسطینیانو نه تسلیمېدونکی مبارزه او سرښندنه ستایي خو ته او د امریکا ټول تالي‎څټي چوپړان کوښښ کوي پر دغه ناتار ځپونکي مقاوت ګند وشیندي او هغه «غیر مسوولانه عملیات» وګڼي.

لکه څرنګه مو چې په «عبدالباري جهاني، د روښان‎فکره په جامه کې طالب» لیکنه کې ویلي وو، باری جهانی د شاعر په جامه کې، له خیریلې ږېرې، دریشي او نیکتایي سره د ملا هبت‌الله، عبدالباقي حقاني او ندا محمد ندیم په پرتله ډېر خطرناک دی. ځکه چې زموږ ماشومان هم دغه ملايان پېژني چې جنایتکاران او د امریکا او پاکستان غلامان دي، خو د باري جهانی، پدرام، اسماعیل یون، سمیع حامد، عتیق رحیمی، خالد حسینی، رضا محمدی، سمیع حامد، پرتو نادری او نور لیکوالان چې د روښانفکرۍ جامه اغوندي خو د دښمن په لیکه کې ولاړ دي، د عامو خلکو لپاره یې پېژندل ډېر ګران دي او باید ددوي له مخ څخه د درواغو دا نقاب څیرې شي.

سمیع حامد او غنی
دا چې تا د سمیع حامد په څېر په میلیونونو افغانۍ د دسترخوان لګښت وانخیست او یا دې نوم رسنیو ته را ونه وت بسنه نه کوي، باید یو څو پریکنده برخوردونه دې کړای وای ترڅو نورو شاعرانو او لیکوالانو هم ستا پر پل ګام ایښی وای او هنرمند په ټولنه کې خپل اصلي مقام ترلاسه کړی وای.


احمد خرم‌آبادی
احمد خرم‎آبادي د فدایي چریکانو سازمان غړی و چې ۱۳۴۹ کال کې ساواک ونیوه او په اعدام محکوم شو خو مورې د خلاصون لپاره د ایران شاه ته لیک ولېږه او د احمد د بخښې غوښتنه یې ترینه وکړه. کله چې خرم‎آبادي له دې موضوع خبر شو خپلې مور ته د شعر په بڼه یو لیک ولیکلو او په هغه کې وویل:

کنون مادر محبوب! (اوس ای زما ګرانې مورې)
تجسم بکن آن صحنه و آن فلسفه‎ی مردک دژخیم به یاد آر (هغه صحنه تصور کړه او د هغه ظالم سړي فلسفه در یاده کړه)
و یک لحظه تفکر به حیاتی که به فرزند تو شاهانه ببخشند (او یوه شېبه د هغه ژوند په اړه فکر وکړه، چې شاه به یېستا زوی ته وبخښي)
و در ارج و ازای‌اش (او د هغې آزادۍ په بدل کې به)
همه شالوده‌ی انسانی از آن بازستانند (ټول انساني ارزښتونه ترینه واخلي)
و فرزند عزیز تو ددی باشد و از خون زن و بچه‌ی این مردم بی‌چاره شکم سیر کند (او ستا ګران زوی به د یو دیو په څېر د دې بې‌وزله خلکو د مېرمنو او ماشومانو په وینه خپل نس موړ کړي)
شادتری؟ (خوشاله یې)
یا نویسند و بگویند که احمد (یا دا چې ووایي احمد)
پسرت (زوی دې)
کان شرف بود (د شرف یو کان و)
و اندر ره آزادی این ملت دربند (او ددغه په بند کې راګېر ولس د آزادۍ په لاره کې)
شجاعانه به پا ساخت (په زړورتیا سره راولاړ شو)
و با ایده‌ی انسانی و ایمان وشرف مرد (او له انساني اند، ایمان او ویاړ سره ومړ)

اوس تاسو فکر خرم‎آبادي چې د ولس په لیکه کې ولاړ او د هېواد خلاصون لپاره له سر څخه تېر و چمتو دی چې اعدام شي خو له یو جنایتکاره او لاسپوڅي شاه څخه بخښنه نه غواړي خو بلخوا د عبدالباري جهاني، سمیع حامد، پرتو نادري، نګارګر، کاظم کاظمي، اسماعیل یون، مطیع الله تراب، لعل پاچا آزمون، هاشمیان او نورو په څېر کرایي او د ښکیلاک مزدور شاعران او لیکوالان دي چې د څوکۍ، ډالرو او سفارتونو اخیستلو لپاره چمتو دي د ولس او هېواد په قرباني کولو سره د واکمنو جنایتکارانو لاسونه او پښې ښکل کړي.

دا چې عبدالباري جهاني د یو شاعر او روښان‎فکره په جامه کې یو متعصب بنسټ‎پال او طالب دی، هیڅ شک نشته. د «مورې رخصت راکوه ځم درڅخه» شعر کې له پیل څخه تر پایه په دې استدلال شوی چې د جنت، حورو، غلمان، جهاد... لپاره شهادت او ځان‎وژنه سم کار دی او ټول دلیلونه یې هم هماغه د طالبانو دلیلونه دي.

موري زه نور پاته کیدلای نه سم ستا پر زاریو غوږ نیولای نه سم
د شهادت مقام بایللای نه سم
د جنت حوري پریښودلای نه سم
راته ګیلې راته زاری مه کوه
ماته کیسې د ګمراهی مه کوه
لار د شیطان د وسوسو مه نیسه
خبري زما د تباهی مه کوه
نن یا سبا هغه ګړی رسیږي
چی بیرغونه د اسلام رپیږي
د تکبیرونو به نارې خپریږی
نوم به د کفر له نړۍ ورکیږی
زه مي امیر پرون بللی یمه
زه په همزولو کی ښاغلی یمه
نن شپه محفل د شهیدانو ته ځم
زه یی جنت لره ټاکلی یمه

یاد شعر سر تر پایه د «شهادت»، «کفر»، «جنت»، «حورو»... له ټکو ډک دې او هر لوستونکی په ډیرې آسانۍ سره پوهېدلای شي چې دا شعر د طالبانو په خوښه او ځان‎مرګي ته د مدرسو زده‎کوونکو چمتوالي لپاره لیکل شوی دی.

جهاني نه یوازې دا چې قومپرسته، متعصب، طالب‎پلوه او تور فکره دی بلکه د ورځې په نرخ ډوډۍ خورې او د تلې هره پله چې درنده وه ځان هماغې خواته اچوي. د اشرف غني په دوره کې یې د وزارت څوکې لپاره هغه ته بابا ویلې او بیا وروسته د هغه پر ضد شو. د طالبانو د بیاځلې واکمنېدو وروسته یې لاندې شعر ولیکه:

«ما درته ویلي وه چي کډه رقیبان به سي
خپل به مو وطن وي او خپلواک افغانستان به سي
ختمي به تیارې له کندهاره تر اټکه سي
بخت به مو راویښ سي را پخلا بوډۍ اسمان به سي
ما «د پردي کټ تر نیمو شپو» خبر ورکړی و
تېښته یې بادار کوي مختوري غلامان به سي
ځي به له وطنه چي پردیو راوستلي وه
څوک چي فرنګي بابا ته ناست وه یتمیان به سي»

افغان شاعران له جنایتکارانو سره
له بده‎مرغه د افغانستان ډیری لیکوالان، شاعران او هنرمندان تل د واکمنو په چوپړ کې ول او ولس ته یې شا کړې ده. هر جنایتکار، فاسد، غل او ګوډاګۍ چې واک ته رسېدلی دوي ورته شعر ویلی او غوړه مالي یې کړې ده. له همدې امله دغو فرهنګیانو په ټولنه کې خپل ځای له لاسه ورکړی او خلک ورڅخه کرکه لري. د بېلګې په توګه مطیع الله تراب چې یو مهال یې د امریکایي نیواک او ښکیلاک پر ضد شعرونه ویل اوس طالبي جنایتکارانو او وطن‎پلورنکو ته شعرونه وایي او هغوي یې اتلان دي او باوري یم که سبا داعشیان یا کومه بله ډله واک تر لاسه کړي، تراب او جهاني او اسماعیل یون به له لومړنیو کسانو څخه وي چې ددوي محفلونه به ګرموي.

«زه ستاسي دښمن نه یم او نه مي عمر او صحت له چا سره د دښمنۍ کولو اجازه راکوي او نه یې وس لرم.»

(د افغانستان د اسلامي اِمارت مشرانو ته څلورم پرانیستی لیک)

کله چې یو څوک خپله طالب‎فکره وي، ولس او هېواد ته یې شا کړي وي، د امریکا ګټو ته ژمن وي نو ولي به له طالبانو سره دښمني کوي. له طالبانو سره دښمني د آزادۍ‎غوښتونکو او مخکښو انسانانو دنده ده نه د مرتجعانو. بله دا چې له دښمن سره کرکه کوم درمل نده چې د پای نیټه ولري. له جنایتکارنو، وطن‎پلورونکو، د امریکا او په ټوله‎کی د امپریالیزم ګوډاګیانو سره دښمني او کرکه تر هغې باید دوام ولري چې یو لوری له منځه ولاړ شي. او پاتې شوه د «وس» خبره، عمر او صحت دې دا اجازه درکوي چې طالبانو ته لیکونه واستوې، د فتوا او تصوف په اړه کتابونه ولیکې، د حبیب الله خان د جنایتونو په اړه بې‎ارزښته لیکنې وکړې، د امریکا په خوښه د فلسطین غورځنګ پر ضد اپلتې ولیکې خو دومره «وس» نه لرې چې د ځناورو طالبانو پر ضد چې په بې‎سارې توګه د افغانستان پر خلکو او په ځانګړې توګه پر ښځو غیر انساني جنایتونه ترسره کوي، یو شعر یا یوه لیکنه خپره کړې؟

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 166 میلمانه آنلاین لرو