په سرتاسري پوهې او مبارزې سره، د غویی ۷مې او ۸مې پیغور پاک کړو!
- کټګوري : اعلامیی
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- نیټه: چهارشنبه, 05 غویی 1397
یو خونړی کال تیر شو او د غویی ۷ او ۸ تورې ورځې راورسیدې؛ سپېرې ورځې چی هر ځل یی په رارسیدو سره، د قربانیانو ټپونه تازه کیږي. دوه خونړۍ ورځې چی یوې یی د شوروي سوسیال – امپریالیزم نیواک ته زمینه برابره کړه او بلې یی د پاکستان، ایران، عربستان او په پای کی د امریکا له لوری زمونږ د هیواد نیولو ته لاره پاکه کړه. د غویی ۷مه په هیواد کی جنایتونو او هیوادپلورنې پیل وو چی په میلیونونو مړي، ټپیان او در په دره انسان یی پر ځای پریښودل. هغه ولس چی هیله یی لرله د شوروي او لاسپوڅو ته د شرم ډکې ماتې سره به په یوه انساني او آرامه فضا کی ژوند وکړي، خو د غویی ۸مې ځناورو نه یواځې د ولس د قربانیانو ثمره یی له منځه ویوړه بلکه کابل ته د ننوتلو په لومړیو ورځو کی، دغه ښایسته ښار یی په کنډواله بدل کړ، اویا زره بیګناه وکړي یی شهیدان کړل او داسی یو قیامت یی جوړ کړ چی د هیواد په تاریخ کی ساری نشته، له همدې کبله زمونږ خلکو په سمه توګه د «هشت ثور سیاهتر از هفت ثور» شعار ورکولو. په خواشینۍ سره چی د افغانستان لوټماران او وژونکی چی زمونږ ویرجن ولس یی وواژه، نن د امریکا تر بیرغ لاندی د انسانوژنې او خیانت او لوټ په دوهم پړاو کی بوخت دي. دوی یو بل په غیږه کی نیسي او د افغانستان د خلکو پر وینو او جسدونو په کړس خاندي. ګلابزوی،تڼی، طاقت او نور خلقی – پرچمی هیوادپلورونکی چی له مخ او سر نه یی د خلکو وینې بهیږي، د ګلبدین راکټیار هرکلي ته ورغلی وو او د کابل قصاب د سولې کوترې په نوم تبلیغ کوی.
نن سیاف په بیشرمۍ سر اعلان کوی چی د کابل سپيتانه جګړو یومیلیونمه برخه پړه هم نه اخلي؛ ګلبدین د اخوانیانو مشر په بیشرمۍ او سپینسترګتوب سره دعوا کوی چی په هیڅ جنایت کی ښکیل نه ده او کابلیان هم د آسمان مرغانو شهیدان کړي دي نه د هغه زرګونو راکټونو؛ په ورته وخت کی د نظار شورای، جمعیت، وحدت، جنبش... داسی د دموکراتانو اکټ او نخرې کوی او په هره جمله کی د «دموکراسۍ»، «ښځو حقونه»، «يو موټی افغانستان» کلمې وایی چی ته به وای د کابل په ویجاړۍ، د هغې د اوسیدونکو په ټولوژنه کې او نور لوټ کی یی هیڅ ونډه نلره. خو دغه خاینان هیڅکله نشی کولای پر حقیقتونو پرده واچوی. دوی نن د جانکیری او زلمیخلیلزادانو په ملاتړ سره کولای شی چی د «ملی اتل» او «سولې اتل» او ... څیره ځانته غوره کړي خو حقیقت خپله لاره بیامومی او هغه ورځ رارسیدونکی ده چی دغه ځناور به د تاریخ د کرغیړنو څیرو لکه هیتلر، فرانکو، پینوشه، سوهارتو او سلګونو نورو وینهڅښونکو په څیر به په تاریخ کی ثبت شي.
ملی ضد ناتارکونکو او امریکایی واکدارانو یی له درغلیو او ملنډو ډکو ټاکنو په ترسره کولو، د دموکراسۍ رکن هم د خلکو په منځ کی رسوا او بیباوره کړ. خلک دې پوهې ته رسیدلی چی د یو بیواکه او د پردیو له لوری تپل شوی دولت کی، د هغوی له رایې څخه یوازی شړیدلی او لاسپوڅي نظام ته د مشروعیت وربخښولو لپاره ناوړه ګټه اخیستل کیږی حال دا چی ګټونکی جانکیری ټاکي. دولت هم له دغو خاینانه لوبو بیزاره ولس په زوره نوملیکنې ته اړباسی چی بیا هم زمونږ مظلوم ولس د ترهکریزو پیښو قربانیان کیږی چی د هغې دردونکی ډول مو څو ورځې وړاندې په دشتبرچی کی ولیده چی لسګونه تنه په ځناوریزه توګه شهیدان شول. زمونږ د ولس د بدمرغیو اصلی عاملان ع او غ او ددغه فاسد او بویناک حکومت مشران دي.
کړیدلو هیوادوالو!
د «افغانستان همبستګۍ ګوند» ژور باور لری چی تر هغې د غویی ۷می او ۸می وینېڅښونکي څکالکي زمونږ په برخلیک واکمن وي، نشوکولای چی د امریکا او ناتو شیطانانو واکمني وځپو، نه هم ځناورخویه طالبان او داعشیان او په هیواد کی جاری فساد، بدمرغۍ، در په دري، روږدیتوب، ناتاري او ... به نور هم ډیره شي زمونږ خلک به له تور راتلونکي سره مخ شي. له اوسني ناورین څخه یوازې په پوهه، سازمانورکونې او ولسي پاڅون سره خلاصیدلی شو او بس! تر هغې چی ټول قومونه او ملیتونه په یووالي او یو موټی د کورنیو خاینانو او بهرنیو نیواکګرو پر وړاندې د مرګ او ژوند په مبارزه لاس پورې نکړو، افغانستان د ویجاړۍ له دې کندې څخه نشو ژغورلی.
د افغانستان همبستګۍ ګوند
۱۳۹۷ کال د غویی ۶مه