د هندوباوره هیوادوالو ویرجن برخلیک په اړه د چوپتیا پیغور په مبارزې او ودریدنې سره پاک کړو!

د هندوباوره هیوادوالو ویرجن برخلیک په اړه د چوپتیا پیغور په مبارزې او ودریدنې سره پاک کړو!

یو ځل بیا د افغانستان سپیڅلي او نجیب لږه‎کي، سیکان او هندوان، په دردیدونکی توګه له خاور سره خاورې شول. د ۱۳۹۷ کال د جنګاښ په ۱۰مه په داسې حال کی چې د جلال‎آباد ښار د اشرف غني «تشریف راوړلو» لپاره د سختو امنتي تدابیرو لاندی و او آن هوټلونه له مسافرو خالی شول او پلورنځي په زوره تړل شوی ول، په یوه ځان‎وژونکي برید کی ۱۹ تنه چې ۱۷ یی زمونږ سیک او هندو وروڼه ول شهیدان شول او ۱۰ تنه نور ټپیان شول. دغه ځناوریزه ټول‎وژنه د ولایت مقام ته څیرمه ترسره شوه چې هغوی له لاسپوڅي جمهور رییس اشرف غنی سره لیدو ته په تمه ول چې درواغجنه ژمنه یی ورسره کړی وه ګواکی د هغوي هغه جایدادونه چې د سیمه‎یزو زورواکو او ټوپک‎سالارانو له لوري غصب شوی بیرته به یی ترینه واخلي. د عینی شاهدانو په وینا، د سیکانو مشرانو په کراتو د ننګرهار والی حیات الله له دفتر سره اړیکه نیولی وه او غوښتنه یی ترینه کړی وه چې هغوی ته دننه ورتګ لپاره اجازه ورکړي، خو سربیره پردې چې اشرف غنی په خپله وینا کی د لوړ امنیتي ګواښ څخه خبرې کولی، هغو په ساعتونو د سرک پر سر په تمه پاتې شول تر دې چې په بیرونکی توګه قرباني شول.

زمونږ سیک او هندو هیوادوال چې ددې خاورې اصلی اوسیدونکي دي تل یی آزادۍ او خپلواکۍ لپاره قربانی ورکړې ده، د کابل په ښار د اخواني تنظیمونو یرغل سره، داسی خونړیو ناورینونو او ټول‎وژنو سره مخ شول چې د هیواد په تاریخ کی یی ساری نشته. تنظیمي ځناورو په ځانګړې توګه د کارته پروان او زوړ ښار په سیمو کې ځناوریز جنایتونه او خیانتونه یی د هیواد ددغه بی‎پناه لږکیو پر وړاندی ترسره کړل: د کافر او بی‎دین په نامه یې ترینه سرونه غوڅ کړل؛ جایداد او شتمني یی ورنه لوټ کړل؛ پر ښځو او نجونو یی تیری وکړ؛ سړي یی په زوره سنت کړل او سلګونه نور ځناورتوبونه چې زمونږ د تاریخ شرمناکې او کرغیړنې پاڼې جوړوي. طالبي ځناورو هم د نازنیانو په څیر د زیړو جامو اغوستل په هغوی وتپل او د هغوی پر وړاندې یی تنظیمي ناتار ته دوام ورکړ. دا ټول ددې لامل شو چې د هندوباوره زرګونو کورنیو څخه یوازی د ګوتو په شمیر کورنۍ پاتې او نور یې د مورنۍ ځمکې پریښودو ته اړ شول. اوس چې ۱۷ کاله په اصطلاح د لویدیځ خیراتی «دموکراتیک» حکومت څخه تیریږي، یوشمیر د تنظیمي بانډونو مشران او په ځانګړی توګه شورای نظار ددغو هیوادوالو په نیول شویو کورونو کی اوسیږي کرزي او غني له دغو غدارانو سره په جوجاړۍ کی د هغې بیرته اخیستلو لپاره هیڅ کوښښ ونکړ. ددوي ماشومان له ښوونې او روزنې بی‎برخې دي او له تبعیض او تعصب سره مخ دي چې زیاتره یی د خونو د نشتون له کبله په درمسال کی اوسیږي. د منځنیو پیړیو موجودات لکه احمد حنفیان چې په پارلمان کی دي، په اخواني سپین‎سترګتوب، هندو او سیک هیوادوال «ګاونډیان» بولي هغوی ته لومړني انساني حقونه هم نه مني.

زمونږ هندو او سیک وروڼه هم باید په تجربې سره دې پایلې ته رسیدلي وی چې فاسد او ملی‎ضد حکومت ته چې د هغوی د زامنو له وژونکو څخه جوړ شوی مراجعه کول او یا د غلو په پارلمان کی هغوی ته یوه څوکۍ ورکول هیڅکله هغوی لومړینو حقونو او غوښتنو ته نشي رسولی. یوازې په هغه ټولنه کې به چې د سیکولاریزم په اصل ولاړه وي د ټولو مذهبي لږکیو حقونه خوندي شي.

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» خپل ژور خفګان د افغانستان هندوباورانو په شهادت کې څرګندوي او وایي چې د یوې ټولنې کړیدلو او رنځیدلو لږکیو څخه دفاع، دیموکراسۍ او عدالت او آزادۍ ته د یو کس او ډلې د ژمنتیا څرګندوی ده. له همدې کبله د هندو اوسیک هیوادوالو څخه پریکنده دفاع، باید د هر هغه بنسټ چی د آزادۍ‎غوښتنې او پرمختګ دعوی کوی، د دندو په سر کی ځای ولري، پرته له دې شعارونه یی درواغجن او غولونکي دي. مونږ د رایل سنگهـ، میرسنگهـ، اوتارسنگهـ، بلجیت ‌سنگهـ، نریندرسنگهـ، ویکی کمار، امریک سنگهـ، انوف سنگهـ او د جلال‎آباد ناورین د نورو شهیدانو د وینې غچ خپله دنده ګڼو او د پاتې‎شونکو تر څنګ یی ولاړ یو.

د خپلو سیک او هندو شهیدانو پاکه وینه نه بخښو!

د افغانستان همبستګۍ ګوند

۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۴مه
کابل

د سیکانو او هندوان شهیدان
  • قربانیان انتحاری
  • تروریزم
  • طالبان
  • داعش
  • بنیادگرایی
  • مقالی

    هنر او ادبیات

    د تاریخ له پاڼو څخه

    مونږ 319 میلمانه آنلاین لرو