یواځې په مبارزې او سرښندنې سره کولای شو د نیواک، بنسټ‎پالۍ او ارتجاع ککړتیا پاکه کړو!

یواځې په مبارزې او سرښندنې سره کولای شو د نیواک، بنسټ‎پالۍ او ارتجاع ککړتیا پاکه کړو!

د خپلواکۍ په ۹۹یمه کلیزه کې یو، هغه خپلواکي چې د توریالیو خلکو، د افغانستان پرمختللو مشروطه‎غوښتونکو په وینو او د امان الله خان په مشرۍ لاسته راغله؛ هغه خپلواکي چې رامنځته کېدو لپاره یی شهید سرور واصف او د هغه ملګرو د «ترک مال و ترک جان» شعار ورکړ؛ هغه خپلواکي چې ښځو او د ناتار لاندی نورو قشرونه ته یی آزادي او لومړني حقونه ورپه برخه کړل؛ هغه خپلواکي چې د لومړي ځل لپاره یی د بریتانیا د مستعمرو یخ مات کړ او د نیواک څخه د خلاصون لاره یی د نورو هیوادونو پر مخ پرانیستله؛ هغه خپلواکي چې افغانستان یی د سیمې او په ځانګړې توګه د هندوستان ریښتینو انقلابیانو لپاره د امن په کور بدل کړ.

نن په داسې حال د لاسپوڅي دولت له مشرانو د خپلواکۍ‎غوښتنې خبرې اورو چې زمونږ بدمرغه افغانستان د امریکا نیواکګر دولت او په ناتو کې د هغه ملاتړو له لوري نیول شوی او د پاکستان، ایران، عربستان سعودی، روسیه او چېن په څیر هیوادونو کرغیړن لاسونه هم پرنستي دي ترڅو زمونږ د هیوادوالو د وینو لښتي روان کړي.غني که څه هم د جان کېری په جادویی امسا په څوکۍ کېنول شو خو اوس ګورو چې د «دویم متفکر مغز» تر څنګ ځان ته «دویم شاه امان الله» هم وای او تالي‎څټي یی هغه ته «غني بابا» وای او د فیسبوک په پاڼو کې خپلو ستوني شلوي. خو څرګنده ده چې د هیڅ ډهل‎چي او سورنی‎چي آواز له هغه څخه اتل نشی جوړولی او د تاریخ محکمه به هغه د انګلیسی شاه شجاع، روسي ببرک کارمل او امریکایی کرزي ترڅنګ ډیران ته وغورځوي.

اشرف غني د لاسپوڅي دولت په استازيتوب د غزني له سقوط څخه وروسته چېغې او بغارې وهلی، له یوې خوا وای چې غزني د هغو خلکو په لاس سقوط شو چې د هستوي توغندیو نومونه یی غزنویان ږدي، د طالبانو ټپیانو درملنه د پاکستان په روغتونونو کې کېږي، خو له بلې خوا یی خپله ځناور ګلبدین ته سور فرش اوار کړ او لکه د ناوی په څیر یی دغه وینې‎څښونکي ته هرکلی وویلی چې د سیاسي زیږندې څخه راپدیخوا د آی‎ایس‎آی رنځیر په غاړه لری او د مرحوم ناسکه پلار، جنرال حمید ګل په وینا یی، یو «وطنپرسته پاکستانی» دی. د افغانستان هر ولایت او سیمه شونی ده چې د پاکستان او یا بل هیواد په لاس سقوط شی او خلک یی له خاورو سره خاورې شي تر هغې چې د آی‎ایس‎آی او نورو څارګرو ادارو جاسوسان د لاسپوڅي دولت په سیسم کې پراته وي.

د امان الله خان له عبرت څخه ډکه خبره چی د افغانستان خپلواکۍ په نهم جشن کی (۱۳۰۶ کال د زمري ۲۶مه) کړې وه، اوس هم صدق کوی او هغه باید د خپل ژوندانه سرلیک وټاکو: «باید د خپلو اولادونو او د هغوی راتلونکی نسلونو په زړونو کې د وطن‎دوستۍ او سرښندنې حس تولید کړو. ځکه کله چی له سره تیر شو هیڅکله خپلواکي زمونږ له لاسه نشی تللی.» یوازې په مبارزې، له ځان‎تیریدو او سرښندنې سره کولای شو خپل ټپي هیواد د امریکایی نیواکګرو او د هغه د بنسټ‎پاله او غیر بنسټ‎پاله اولادونو له ککړتیا څخه خلاص کړو. باید د تیر نسلونو څخه په الهام اخیستو وجنګیږو او د خپلواکۍ بیرغ راتلونکي نسل ته وسپارو.

نه اووم، نه اتم؛ اته‎ویشتم، اته‎ویشتم!

د افغانستان همبستګۍ ګوند
۱۳۹۷ کال د زمري ۲۸مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 99 میلمانه آنلاین لرو