د افغانستان د نیواک ادامه: د جګړې، بنسټ‎پالۍ، جنایت او ... ادامه

د افغانستان د نیواک ادامه: د جګړې، بنسټ‎پالۍ، جنایت او ... ادامه

د امریکا او ناتو او لاسپوڅي دولت تر نیواک لاندې د افغانستان د خلکو بندیتوب ۱۷ کلن شو. نور نو غوڅ اکثریت افغانانو ته، پرته له هغو چې ډالرو او چوکۍ یی سترګې او وجدان وړوند کړی، په ډاګه شوی چې د امریکا پوځي یرغل، زمونږ هیواد او خلک یی لا ډیر د وینو او فساد او بدمرغۍ په ګودال کې ډوب کړي او د امپریالیستي هیوادونو د خطرناکو سیالیو په ډکر بدل شوی دی. امریکایی یرغلګرو او متحدانو یی د ښایسته شعارونو «دموکراسي»، «له ترهګرۍ سره جګړه»، «ښځو حقونه» او «بیا رغونې» تر نامه لاندې زمونږ پر ویرجن هیواد یرغل وکړ او د خپلو اوږد مهاله او اقتصادي ګټو په خاطر یی زمونږ له جګړې څخه ستړي خلک یی یوځل بیا د خپلو کرغیړنو سیاستونو ښکار کړل. د امریکا او ناتو ۱۷ کلن پوځي شتون، زمونږ د تاریخ تورې ورځې دي چې د زرګونو افغانانو ټول‎وژنو سربیره، خطرناکه ترهګر او بنسټ‎پاله بانډونو منځته راوړل، افغانستان د نړۍ په فاسدترین او مافیایی هیواد بدلیدل، د مخدره توکو تولید او قاچاق بی‎سارې وده، زمونږ د هیواد د ځمکې لاندې زیرمو لوټل، د پانګې او بیوزلۍ ترمنځ د واټن زیاتوالی، د هیواد اکثریت وګړو در په دري، پر ښځو ځناوریز ناتار او د هغوی له بدمرغیو څخه ناوړه ګټه اخیستل، په ډله‎یزه توګه د بیکاره ځوانانو تیښته او نور ناورینونه د هغې پایله ده.

څه موده وړاندې، کرزی دغه دریم شاه‎شجاع له حنیف اتمر او ددوی په څير څو تنه نور هیوادپلورونکی لکه محقق، خليلي، قانونى، ولى مسعود، منصور نادرى، ضرار مقبل، زلمى رسول، سپنتا، هادى ارغنديوال، حامدگيلانى، وحيدالله سباوون، احدى، صادق مدبر، جرأت، قطب‌الدين هلال، عبدالله قرلق او دین‌محمد چې اوس بې‎صاحبه شوی د صبغت‎الله مجددي په کور کې راغونډ شوی ول او له امریکا سره د امنیتي تړون د بیاکتنې غوښتنه یی کوله. دغو خاینانو ته سپین‎سترګي هیڅ حد نلري؛ کرغیړن وطن‎پلورونکي چې تر پرونه یې امریکا ته د افغانستان ارزانه پلورلو زارۍ کولې، کله چې د بادار مهرباني پرې کمه شي، په یوه ورځ کې قبله بدلوي او د بل په چوپړ کې کیږي.

مګر همدا سپنتا نه وو چې له امریکا سره یی د هیوادپلورنې سند متن جوړ کړ او د یو بیشرمه مري په څيره هغه د خپل ژوندانه له لاسته راوړنو څخه شمیري؟؛ مجددي د خپل ټګ پلورنو په څیر د دغه شرم‎لیک د لاسلیک لویه جرګې په پای کې، په ملنډیزه توګه اعلان وکړ که چیرې دغه سند ژر لاسلیک نشي هیواد به پریږدي؛ اتمر چې په ځان‎پلورنه کې استاذ ده، ددغه سند لاسلیک داغ یی په خپله توره او شرمونکې تاریخچه کې ورزیات کړ؛ کرزی او هغه تالي‎څټي چې د بی۵۲ په زور په ارګ کې ټکوهل شول یوه‎نیمه لسیزه د امریکا هر ساز ته ونڅیدل او د لویدیځ د شیطاني کړنلارو پلي کونکی ول، اوس د امریکا ضد کانګې‎راوړونکو اکتو باندې شاید څو تنه بیخبره او بلې‎ویونکي وغولوي خو هیڅکله هغه خلک چې د بادار او چوپړانو د ناتار او کرغیړنتوب داغونه یی د هډوکو مازغو ته رسیدلي نشي غولولی.

د امریکا جګړه‎مار دولت د لوړپوړو چارواکو له خولې داسې ګونګوسې اوریدل کیږي چې په پام کې لري د افغانستان جګړې په خصوصي کولو سره روانې ټول‎وژنې ته نور هم زیاتوالی ورکړي. دغه وړاندیز پروسږکال د امریکا «نوی استراتیژۍ» اعلان په وخت کې د ایرک پرنس، د «بلک واټر شرکت» رییس له لوری وشو. بدنامه او ګنګسټری شرکت چې په ځانګړي توګه په عراق کې یی په داسې ځناوریزو جنایتونو لاس پورې کړ چې پای کی اړ شو له هغه هیواد څخه ووځي او خپل نوم بدل کړي. که څه هم د امریکا نیواکګرو ځواکونو په ۱۷ کلونو کې هڅه وکړه چې ډیرۍ کړنلارې او غیرانساني کړنې یی بربنډې نشي، بیا هم زمونږ د خلکو پر وړاندې ځینې جنایتونه راڅرګند شول، خو د جګړې په خصوصي کولو سره به ددغو ځناورتوبونو لمن پراخه او د ناامنۍ او ډیرو وژنو لامل به شي. د جګړې خصوصي کول، یعنې د پیسو په بدل کې د ډیرو بیګناه انسانانو وژل.

تر هغې پورې چې افغانستان د امریکا تر پوځي او اقتصادي او سیاسي نیواک لاندی وي، ځناورې ډلې لکه طالبان، داعش، جګړه‎ماران او نور چوپړان به هم د یرغلګرو او د سیمې سیالانو له لوري تمویل او په وسلو سمبال شي چې طبعا د جګړې او ترهګرۍ څپه به نه یواځې زمونږ په ویرجن هیواد وي چې ګاونډي هیوادونه او ټوله سیمه به راونغاړي او لمن به یی ورځ تر بلې پراخیږي. د پاکستان، ایران، عربستان او نورو کرغیړنو هیوادونو خونړیو لاسونو پرې کولو لپاره مبارزه هم یواځې او یواځې هغه وخت شونی ده چی د خپلواکۍ لپاره مبارزه وشي.

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» په دې باور ده چې هیڅ بیرونی ځواک د سولې او نیکمرغۍ پیغام‎راوړونکی نشی کیدلی، په ځانګړی توګه د امریکا دولت چی تاریخ یی له وژنو او ویجاړۍ او لوټ او ناتار سره غوټه ده او چیرته چې یی پښه ایښې ده له بدمرغۍ پرته بل څه یی نه لرل.

په ولسي پوهې او چمتوکولو سره باید د بنسټ‎پالو او غیر بنسټ‎پالو چوپړانو او د هغوی نیواکګرو بادارانو پر وړاندې په نه تسلیمیدونکي ځواک بدل شو! یواځې یو خپلواکۍ‎غوښتونکی او دموکراسي‎غوښتونکی غورځنګ چې ولسي پایه ولري، کولای شي افغانستان له دغه روان دوزخ څخه وژغوري او بس.

د افغانستان همبستګۍ ګوند
۱۳۹۷ کال د تلې ۱۵مه – ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۷مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 244 میلمانه آنلاین لرو