د شرمخانو جرګه، د غویي د ۷ او ۸ ناورین ادامه

د شرمخانو جرګه، د غویي د ۷ او ۸ ناورین ادامه

د غویي ۷ او ۸ تورې ورځې په داسې حال کې رارسیږي چې جنایتکاران کوښښ کوي د غویي په ۹مه، بل داغ زمونږ په تاریخ کې پریږدي. ملي‎ضد عناصر او خیانت‎کونکي د سولې، آرامۍ او پرمختګ خوږو نومونو لاندي بیاځلې په یوه فرمایشي او امریکایي «لویه جرګه» کې، کوښښ کوي ترڅو وینه‎بهونکي او منځنیو پیړیو طالبان د جنایت او ځناورتوب له پیټي سره وبخښي او په واک کې شریک کړي. دا جرګه لاره پرانیزي چې دغه بدمرغه هیواد د ښکیلاک، بنسټ‎پالۍ، ارتجاع، ناامنۍ، فساد، لوټ، بی‎عدالتۍ او په نورو ناخوالو کې ډیر زیات ډوب شي. په دې ننداریزو جرګو او خبرو اترو کې، د رنځیدلو خلکو ریښتیني استازي نه، بلکې د غویي ۷ او ۸ جنایتکاران د خپلو طالبي او تکنوکراتانو ورونو ترڅنګ راټولیږي تر څو ولس نور هم په خپلو کرغیړنو منګولو کې کلک را ایسار کړي.

په ظاهر کې خلیلزاد د سولې راوړلو لپاره منډې ترړې وهي، خو د «افغانستان همبستګۍ ګوند» په کراتو ویلي چې «جګړه‎ماران د سولې بنسټګر نشی کیدلی!» خلیلزاد یواځې ددې لپاره هڅې کوي چې د امریکا جنایت‎کونکي شتون پرته له کومه خنډه دوام ومومي، کنه ټولو ته روښانه ده چې امریکا، ناتو او ملاتړي یې په لیبیا، عراق، سوریه،اکراین، سوډان او نورو هیوادونو کې خونړۍ تاریخچه لري، څرنګه امکان لري چې زمونږ په هیواد کې د دموکراسۍ، پرمختګ او آرمتیا ملاتړي واوسي؟ هوکې، زمونږ ولس په افغانستان د امریکا ښکیلاکګر دولت ځناورتوبونه او بمباري او ترهګرروزنه نده هیره کړې او تر اوسه ټپي او ستي دی. د هغوی په یاد دي چې څرنګه یې د اووه‎ګونو او اته‎ګونو تنظیمونو مشران چې په موږکانو بدل شوي ول، په یوه شپه کې ترینه داړونکي لیوان جوړ کړل او هغوی یې پر خلکو ورخوشې کړل. او نن بل خیانت ترسره کوي چې د راکټیار ترڅنګ، سخت‎زړي طالبان هم د ولس پر ټپی بدن ورخوشی کوي.

بل ټکی داده چې آیا هغه امریکاپرسته وطني خسي شوي روڼ‎آندي چې هره ورځ د نیواک څخه په پلوي خوسا تلویزیوني او فیسوبکي شننې ورکوي چې هر شرافتمند انسان یې په لیدو او اوریدو له غوسې څخه سور کیږي، دومره وجدان لري چې شرم وکړي چي نن امریکا او ملاتړي هماغه طالبان چې دوی له منځه وړي ول، یوځل بیا یې راولي او په ارګ کې کښینوي چې په حقیقت کې زمونږ د ولس په ټپي بډوډو یې سپروي؟ ځني د «بدیل» او «ځای‎ناستي» نه نشتون څخه نالیږي، خو دوی د انفعال، جوړجاړي او معاملو له لارې عملا هیواد د ارتجاع او ښکیلاک او بنسټ‎پالۍ په توپان کې ډوبوي. د یو روڼ‎اندي موضعګیري ده چې هغه د یو مخکښ مبارز او خلکو دوست په کتار کې راولي یا په یو مرتجع او د جنایتکارانو په تالي‎څټي بدلوي.

تنظیمي مشرانو لکه عطا، محقق، قانوني، تورن اسماعیل او ... یوځل بیا خپل ناولی ماهیت نندارې ته وړاندې کړ چې تر پرونه یې د «طالبانو پر وړاندې د مقاومت» باټې وهلې، اوس د آی.ایس.آی چوپړانو طالبانو قدمونو ښکلولو لپاره مسکو ته منډې وهي او ددغې چوپړې ډلې انسان‎خوړونکو استازو زیارت لپاره دوحې ته سر ماتوي. زمونږ خلک په سمه توګه پوهیدلي دي چې دوي څومره ذلیله هیوادپلورونکي دي چې هر ډول سپکاوی مني. په ورته وخت کې، ع او غ چې له دغو خبرو اترو سره د مخالفت اکت کوي، که دومخي او لاسپوڅي نه وای، لږ ترلږه د ټولو خلکو غوښتونو په اساس یې باید د زرګونو سرتیرو او پولیسو او هیوادوالو د وینې غچ اخیستلو لپاره انس حقانی یې په دار ځړولی وای. خو نور مو په تجربې سر موندلې چې دوی دواړه له خلکو سره خواخوږي نه لري یواځنۍ مینه یې د هغو څوکیو ساتل دي چې جان‎کیري ورکړي دي!

دا زمونږ د ولس دنده ده هماغسې چې د انګلیسي او روسي یرغلګرو پر وړاندې د پاڅون ویاړ لري، یوځل بیا یو موټی د امریکا ښکیلاکګر دولت او د هغوی تنظیمي او طالبي چوپړانو پر وړاندې راولاړ شي. تر هغې چې د بدمرغه هیواد خپلواکي بیرته لاسته رانه وړو، زمونږ د خلکو په برخلیک باندې د پردیو له لوري دغه خاینانه لوبې به تر ډیره دوام ومومي. باید د هیواد په لر او بر کې ددغو ټولو ناتارونو پر وړاندې مقاومت کونکې ډلې رامنځته کړو. زمونږ د هیواد ښځې باید د میوند ملالۍ، مینا او ناهید په څیر د طالبانو او ۷ګوني او ۸ګوني تنظیمونو پر وړاندې د مقاومت بیرغ اوچت کړي. باید د ملالۍ جویا او بلقیس روشن په څیر ددغه ډول شرمخانو جرګو ماهیت بربنډ کړي تر څو د نورو ۷ او ۸ ناروینونو شاهدان نه اوسو. تاریخ په کراتو ثابته کړی چې د ملي خاینانو او د هغوی بهرنیو اربابانو پر وړاندې له مبارزي او مقاومت پرته بله هیڅ لاره د سولې، عدالت، دموکراسۍ او نیکمرغۍ په لور نشته.

د افغانستان همبستګۍ ګوند

د ۱۳۹۸ کال د غویي ۶مه – د ۲۰۱۹ کال د اپریل ۲۶مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 471 میلمانه آنلاین لرو