په تعلیمي بنسټونو کې د بنسټ‎پالۍ او ځناورتوب تبلیغانو نفوذ ناورین ده!

په تعلیمي بنسټونو کې د بنسټ‎پالۍ او ځناورتوب تبلیغانو نفوذ ناورین ده!

په دې وروستیو کې د افغانستان دولت د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي څو تنه استاذان او محصلان د داعش د غړیتوب په تور ونیول. ددغو ځناور له ډلې څو تنو د امید میوند پهلوانۍ پر کلپ برید، پر هوایي ډګر برید، د اصلاحات اداري ریاست کارکونکو پر بس برید او...ورته نورو خونړیو بریدونو پړه منلې ده. البته دا ددې ځناورو یواځنی جنایت ندی او د نورو وژنو په ځانګړې توګه د شیعه مذهبه هیوادوالو پر وړاندې او د هیواد په ختیځ کې جنایتونه یې هم ترسره کړي دي. له دې ډلې څوتنو محصلانو منلی چې د کابل پوهنتون د دیني مضمونونو استاذانو له لوري داعش سره یوځای شوي دي.

په دې وروستیو کلونو کې ددې شاهدان یو چې په پوهنتونونو او د هیواد په نورو تعلیمي مرکزونو کې د بنسټ‎پالۍ تبلیغ او ترویج ډیر شوی دی. له دې ډلې د ایران آزادۍ‎وژونکی او کرغیړن رژیم زمونږ په هیواد کې په پراخ توګه د زدکړنیزو مرکزونو او رسنیو له لارې د «ولایت فقیه»ډوله بنسټ‎پالۍ په خپرولو بوخت ده. د افغانستان دولت هم د امریکا له غوښتنې سره سم ددغه ناورین پر وړاندې چوپ ده. د داعش او طالب بیرغ د ننګرهار له پوهنتون څخه راپورته کیږي، د کابل پوهنتون په دیوالونو د داعش په ملاتړ شعارونه لیکل کیږي، جاهلو استاذانو د اسلامي ثقافت مضمون د طالبانو او داعشیانو په ګټه د تبلیغ وسیله ګرځولی ده، په پوهنتون کې ددې ډلو د پلویانو له لوري نجونو سره تاوتریخوالی ترسره کیږي او بیشمیره نورې بوږنونکي پیښې.

که څه هم په پیل کې امریکا او ملاتړو یې افغانستان د «ترهګرۍ سره مبارزې» په نوم ونیوه، خو له پیل څخه څرګنده وه چې امریکا د بنسټ‎پالۍ له منځه وړلو لپاره نه بلکه ددې بدمرغې پدیدې د ودې لپاره زمونږ په هیواد یرغل کړی. د امریکا دولت تاریخ دا په ډاګه کوي چې دا هیواد په ځانګړې ټوګه له دویمې نړیوالې جګړې راپدیخوا، د نړۍ په ډیرو برخو کې د خپلو یرغلګرو سیاستونو پر مخ‎وړلو لپاره د ځناورو ډلو په جوړولو او ملاتړ لاس پوری کوي. زمونږ په هیواد کې، د امریکا دولت او سی‎آی‎ای د پاکستان، سعودي عربستان، ایران او خپلو څارګرو سازمانونو په مرسته د افغانستان اخوانیان پنډ کړل او وروسته یې د طالبانو جوړولو پروژه پاکستان ته ورکړه. نن ورځ یې ولیدل چې له جهادي بچیانو یې خلک تر وروستي بریده کرکه لري د حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، اتحاد اسلامي او آن د طالبانو تاریخ پای ته رسیدلی ده، باید ددوي لپاره ځای‎ناستی وټاکي چې له همدې کبله یې د حزب تحریر، جمعیت اصلاح، داعش، د ګولن غورځنګ او نورو ارتجاعي او منځنیو پیړیو ډلو ته د ودې زمینه برابره کړه ترڅو د افغانستان د خلکو او په خاصه‎توګه د ځوان‎ کهول مغز پریمنځي او په تیاره کې وساتل شي. یواځې د دا ډول ډاډه کورنیو هډو په شتون کې امریکا کولای شي زمونږ په خاوره کې خپل بدمرغه شتون ته ادامه ورکړي. دا ډولاډول ډلې د ځینو اختلافونو سربیره چې خپل منځ کې لري خو پردیو ته په مزدورۍ کې، جنایت، بربریت، ناپوهۍ‎خپرولو، له دموکراسۍ او ښځو سره ضد کې ټول يو شان ماهیت لري چې د ټولنې پر بدن د سرطان دانې ته ورته دي.

د اسلامي ټولنو ډیرۍ خلک د بنسټ‎پاله ډلو په ماهیت چې د ښکیلاکګرو هیوادونو د څارګرو سازمانونو د لاس‎آلې دي پوهیدلي او د هغوي پر وړاندې راولاړ شوي دي. هغوی په دې پوهیدلي تر هغې چې ددغه وژونکي ویروس له جال څخه خلاص نشو، هیڅکله نشو کولای د پرمختګ او انسانیت له کاروان سره یوځای شو. په تونس کې راشد الغنوشي، د افغانستان د اخوان‎الشیاطین پلار د خلکو مبارزو ته سر ټیټ کړ او د دین او دولت د بیلتون غوښتونکی شو؛ په مصر، د اخوان اصلي ټاټوبي کي، د اخوان‎المسلمین ګوند غیرقانوني اعلان شو او مشران یې تر څار لاندې ونیول شول. په ترکیه کې ورځ تر بلې د بنسټ‎پالۍ ضد مبارزې پراخیږي، اردوغان یې وارخطا کړی ده. آن د عربستان دولت د عربي نړۍ د تمدن‎غوښتونکي غورځنګ څخه په سبق‎اخیستلو، په پراخه اصلاحاتو لاس پوری کړی تر څو د خلکو د کرکې مخه ډب کړي. د افغانستان خلک او په ځانګړی توګه ځوان کهول باید دې پوهې ته ورسیږي چې د افغانستان د اوسني ناورین یو له اصلي لاملونو څخه د بنسټ‎پالو ډلو خیانت او مزدوري او جنایتونه دي. دوي د ښکیلاکګرو او پاکستان، ایران، عربستان او ... دولتونو د هډو په څیر دنده لري چې د خلکو له عقیدې څخه ناوړه ګټه واخلي، په ځانګړی توګه ځوانان په ناپوهۍ کې وساتي او له هر ډول انساني او ملي حس څخه یې خالي کړي. تر هغې چې ددغه پراخه رنځ پر وړاندې جدي مبارزه ونشي، افغانستان هیڅکله سولې، ښیرازۍ او عدالت ته نشي رسیدلی.

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» چې د یو پرمختللي تشکیل او ددې خاورې د رنځیدلو خلکو استازی او د ځان‎وژونکو او جنایتکارانه بریدونو قربانیانو رغنده غږ دی، د امریکا ددغو حرمونو بچیانو لپاره د سختې سزا غوښتونکی دی. خو په وروته وخت کې په دې باور دی چې د تنظیمي، طالبي، داعشي او نورو انسان‎وژونکو محاکمه یواځې د رنځیدلو خلکو په لاس شونې ده او هیڅ ښکیلاکګر قدرت او د هغوي کورنۍ چوپړان دا کار نه کوي ځکه د هغوي په شتون کې یې ګټه ده. باید د کوباني جنګیالو او زړه‎ورو ښځو څخه یې زده‎کړو او ددغو ځناورو پر وړاندې ودریږو. که چیرې نن د انسانیت او دموکراسۍ او عدالت ددغو خطرناکو دښمنانو پر وړاندې راولاړ نشو، زمونږ افغانستان به یو خونړی او تور راتلونکی تجربه کړي.

د افغانستان همبستګۍ ګوند

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۵مه – د ۲۰۱۹ کال د جولای ۱۵مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 63 میلمانه آنلاین لرو