د خپلواکۍ او آزادۍ بیرته ګټل، زمونږ د خلکو په یووالي او مبارزې سره شونې ده!

د خپلواکۍ او آزادۍ بیرته ګټل، زمونږ د خلکو په یووالي او مبارزې سره شونې ده!

په داسې حال کې د افغانستان د خپلواکۍ بیرته تر لاسه کولو څخه خبرې کوو چې له بده‎مرغه زمونږ په خاوره کې د خپلواکۍ او آزادۍ څرک هم نشته. د اماني دورې له پای څخه تر ننه پورې، بیلابیلو رژیمونو د خلکو غولولو لپاره د خپلواکۍ ډهل وهلی ده خو په عمل کې زمونږ هیواد په دې دورو کې نیمه‎مستعمره او مستعمره پاتی شوی ده.

د مشروطیت غورځنګ له نن څخه سل کاله وړاندې د مبارزو او سر نه تیرو شخصیتونو په لرلو سره یې ځانته موخې وټاکلې او د هغو پوره کولو لپاره په میړانه وجنګیدل چې آن نن هم عدالت‎غوښتونکې باید هغو موخو ته رسیدو لپاره مبارزه وکړي. هغوی له یوې خوا د ارتجاع سره به جګړه بوخت ول او له بل پلوه په تش لاس د انکلیسی ښکیلاکګرو پر وړاندې د مبارزې ډګر ته لاړل او خپلواکي یې د خپل سر به بیه ترلاسه کړه. هغوی د امان الله خان تر مشرۍ لاندي، هغه افغانستان چې په کې مریتوب واکمن وو، د پرمختګ او انسانیت په لور روان کړ. که څه هم د بهرنیو توطئو او کورنیو غلامانو په لاسوهنو دغه دوره ډیره لنډه وه، خو د ارزښتونو داسې تخم یې وکاره چې راتلونکي رژیمونه په ټوله زورواکۍ او ځناورتوب و نه توانیدل چې هغه د تل لپاره له خلکو واخلي.

اشرف غنی چې لاس یې جان کیری پورته کړ او واک ته یې ورساوه، په بی‎شرمۍ او سپین‎سترګتوب د «امان الله خان له نیمګړي فصل» څخه خبرې کوي، خو دا به عدالت‎غوښتونکي او پرمخ تللي شاه ته سپکاوی وي که هغه آن د «امان الله خان چټل‎نویس» ونوموو. امان الله خان له ټولو تیروتنو او نیمګړتیاو سربیره، یو پرمختللی او پر وطن او خلکو مئین انسان وو. هغه په دې پوهیدلی و تر هغې چې افغانستان د پردیو له واک او د ارتجاع له زنځیرونو څخه خلاص نشي، نشي کولای تمدن ته لاره ومومي، په همدې لامل د هیواد د سیاسي خپلواکۍ له اخیستلو وروسته یې ډیرې هڅې وکړې، د ټولنې قانونمند کولو لپاره او د خلکو منځته د لیک لوست وړلو په لار کې یې هڅه وکړه چې نن ورځ یې آن د هغه دښمنان د هغه لس کلنه دوره د معاصر تاریخ له ځلیدونو دورو څخه بولي.

د امریکا د بیروت پوهنتون دغه روزل شوی په داسی حال کې له «نیمګړي فصل» څخه باټې وهي چې هغه نه یواځې خپلواکۍ ته ارزښت نه ورکوي بلکه ارګ ته د ننوتلو په دویمه ورځ یې په شوق له امریکا او ناتو سره د غلامۍ تړون لاسلیک کړ او د اوسني عصر تر ټولو کرکجن زبرځواک پوځي شتون او وینه‎بهونکي ځواکونو معافیت یې قانوني کړ. هغه غواړي د نانځکې په څیر د یوشتمې پیړۍ امان الله خان ځان څخه جوړ کړي خو د ارتجاع او بنسټ‎پالۍ او اخوانیزم پر وړاندې هیڅ هم نشي کولای. هغه د بنسټ‎پالۍ د ځپلو پر ځای، د جنایت او مزدورۍ بویناکه نښه ګلبدین راکټیار په غیږ کې ونیوه او په کابل کې ورته د میلیونونو ډالرو په لګښت ماڼۍ جوړه کړه، د ملاعمر مړي ته یې چې له انګریزي ګوډ ملا څخه کرکجن ده د اختر مبارکۍ پیغام ولیږه، ځناور طالبان «ورونه» بولي او له زندانونو يې خوشې کوي؛ د وژنو او ارتجاع مکروب سیاف یې په خپل سر کښینولی او غوړه‎مالي ورته کوي او لسګونه نور مثالونه دا په ډاګه کوي چې غني د امان الله خان مقابل لوري ته ولاړ او د ښکیلاکګرو یوه مهره ده.

د غني «نیمګړی فصل» په ماشومانه او ظاهري نندارو کې رالنډیږي. په داسې حال کې چې د ولس اکثریت په ولږه او ویر کې اوسیږي، میاشتې کیږي هغه د خپلواکۍ سلمې کلیزې لپاره په سلګونه میلیونه افغانۍ باد کړې ترڅو د هیواد ګوټ ګوټ په درې رنګ بیرغ ښکلی کړي. یوازې د څو وطني ترانو نندارې لپاره چې ویل کیږي د هیواد له ۳۴ ولایتونو څخه زده‎کونکي رابلل شوي وو ټول ۵۴ میلیونه افغانۍ لګښت شوی ده. که څه هم له غني څخه ذلیل او خوار رقیبان یې، دغه کړنې د ملت له بودیجې څخه ټاکنیز کمپاین بولي، خو غني په داسې حال کې د خپلواکۍ دغه اکټونه کوي چې د حکومت او نظام واګی یې د امریکایي خلیلزاد په لاس کې ده چې طالبانو او د هغوی چوپړو مشرانو ته نړیوال مشروعیت ورکوي او هڅه کوي دغه د منځنیو پیړیو وینې‎بهونکي د «منځ‎دریځه» او «سوله غوښتونکو» په زرورق کې تاو کړي او د کابل لاسپوڅي دستګاه کې وټومبي.

کله چې په کابل کې د امریکا سفارت زمونږ د هیواد د برخلیک ټاکونکی وي، کله چې د امریکا او ناتو پوځي ځواکونو د ۱۸ کالو په موده کې زمونږ خاوره د خپلو ویورونکو وسلو آزمایښت‎ځای ګرځولی او په پوره خوندیتوب زمونږ عام وګړي وژني او ترهګر روزي، کله چې د ایران او پاکستان کرغیړن دولتونو لاسونه زمونږ په خاوره کې ژور خښ دي، د «خپلواکۍ» دعوا کول یو تریخ طنز ته پاتی کیږي او بس. او د تاریخ حکم ده، هغه ولس چې سیاسي او اقتصادي خپلواکي ونلري هیڅ بنسټیز پرمختګ نشي ترلاسه کولای.

ویرجنو هیوادوالو!

پرته زمونږ له خپل ځواک څخه هیڅ بهرنی ځواک او د هغوی کورني لاسپوڅي نشي کولای مونږ له دې ځناورتوب او وینو حمام او بی‎عدالتۍ څخه وژغوري. ټول هغه قومي، سیمه‎ایز، ژبني، مذهبي او نور توپیرونه چې د یو شمیر خاینانو له لوري ورته لمن وهل کیږي باید یوخواته کیږدو او د یو موټي په څیر د یو خپلواک، آزاد او دموکراتیک هیواد لپاره چې د بیوزلو او نیستمنو خلکو اراده په کې واکمنه وي، مبارزه وکړو. له دې پرته له اوسني ناورین څخه د وتلو بله هیڅ لار نشته.

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» چې ځان د خپلواکۍ، آزادۍ، دموکراسۍ او ټولنیز عدالت د لوړ بیرغ ساتونکو د سترو موخو میراث‎دار ګڼي، په دې باور ده چې د مشروطه‎غوښتونکو په څیر باید د زمري ۲۸مه د بدمرغه هیواد د خپلواکۍ بیرته لاسته راوړلو په ورځ بدله کړو. د خپلواکۍ‎غوښتنې هغه بیرغ چې د تاریخ له ویاړلو اتلانو لکه سیدکمال، محمد عظیم‌ منشی‌زاده، عبدالخالق، محمود، محمد ولی خان دروازی، غلام نبی خان چرخی، عبدالرحمان لودین، سرور جویا، عبدالرحمن محمودی، سرور واصف او سلګونو نورو جنګیالیو څخه راته په میراث پاتې ده باید له تیر څخه زیات رپانده وساتو او د هیواد ژغورنې لپاره سرښندنې وکړو.

د افغانستان همبستګۍ ګوند

د ۱۳۹۸ کال د زمري ۲۸مه – د ۲۰۱۹ کال د اګست ۱۹مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 558 میلمانه آنلاین لرو