- توضیحات
- لیکونکی: افغانستان همبستګۍ ګوند
- کټګوري : اعلامیی

سږ کال په داسی حال د ښځې نړیواله ورځ لمانځو چی د فرخندې او رخشانې وینې لا وچی شوی نه وی چی، د هیواد په ګوټ – ګوټ کی په زرګونو نورې ښځې د تاوتریخوالي او زور زیاتي په سور تنور کی وسوځیدلې. یوه نیمه لسیزه کیږی چی د افغانې ښځې له نوم او بدمرغیوه څخه ناوړه ګټه پورته کیږي په شعار کی د «افغاني ښځې خلاصون» په اړه خبری کوی خو په عمل کی د هیواد له هر لوری څخه د نجونو او ښځو زړهبوږنونکی کوکاری را پورته کیږي. په هیواد کی روانې ناخوالې یواځې د مریم، سحر، مروې، سحرګل، بیبیکل او نورو پر وړاندی په جنایت او ځناورتوب کی نه خلاصه کیږي، زمونږ خلک په پکتیا او هلمند او کنړ او شاهشهید او په ټول افغانستان کی د امریکا او ناټو نیواکګرو ځواکونو له لوری بمبار کیږي؛ په ښارونو کی د طالبانو او داعشیانو ځانوژنې او چاودنې د سلګونو بیګناه هیوادوالو ژوند اخلی؛ جګړهماران د اربکی او «ولسی پاڅون» تر نامه لاندی په رسمي توګه مسلح کیږي د پاټکسالارۍ ځناورتوب دور بیا ژوندی کوي، د ارګ او طالب او داعش تر منځ د پیشکې او موږک په لوبه کی زمونږ په زرګونو کلی اوسیدونکی در په دره دي؛ جنګي جنایتکاران او فسادکونکي په مکیز او نخرو د واک پر څوکیو پراته دي؛ مذهبی او دیني لږهکي وژل کیږي؛ پرمختللو او روڼآندو قوتونو ته ورځ تر بلی د کار ساحه تنګیږي؛ سانسور او د ځانسانسورول ورځ تر بلی واکمنیږي؛ بیوزلی او بیکاري په هیواد کی کوکاری وهي؛ له دغه ویرځپلی هیواد څخه د ناهیلو ځوانانو د تیښتې لړۍ دوام لري؛ خیالی ښونځیو او کلینیکونو او عسکرو زمونږ هیواد نیولی دی، د ولس لوټلو له لاری، مافیایی دولت چارواکي پنډیږي؛ او په لسګونو نورې داسی ناخوالی. په دې ټولو یادو مواردو کی ښځي لومړنۍ او آسانه قربانیانې دي چی جسمي او روحي فشارونه زغمي.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګۍ ګوند
- کټګوري : اعلامیی

د امریکا نیواکګر دولت او لاسپوڅي یې هڅه کوي څو د ګلبدین خوسا شوی مړی د «سولې» د نوم لاندې یو ځل بیا زموږ د خلکو پر ټپي پوښتورګو سپور کړي. که څه هم ډیر شمیر ګلبدینان د دغه شړیدلي دولت برخه ده، خو نیواکګر او کورني پلورل شوي لاسپوڅي سره یوځای په پام کې لري، څو له دغه مړي څخه په ګټې اخیستنې سره، دده کرکجن اسلامي ګوند چې عملا د ویجاړۍ په لور روان دی، بیا ورغوی او د خپلو جنایتکارو کړنو لپاره یې په خپل چوپړ کې ونیسي.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګۍ ګوند
- کټګوري : اعلامیی

که څه هم د غویی اتمې او اوومې له تورو ورځو کلونه تیریږي، خو لا تراوسه هم زمونږ کړیدلي خلک ددغو دوه بدمرغه ورځو له ناورین څخه خلاصون نلري. دوه کرغیړنې ورځې چی زمونږ له ولس څخه یی په زرګونو قربانیانې واخیستلې؛ په میلیونونو یی بیکوره کړل؛ زرګونو په آزادۍمین او باوجدانه انسانان یی له منځه یوړل؛ له ۷ کلن ماشوم څخه تر ۷۰ کلنو میندو جنسیتیری وشو؛ زمونږ ټولنیز او اقتصادی بنسټونه له منځه ولاړل؛ د ولس شتمنۍ لوټ او ویجاړې شوي؛ او په سلګونو نورې بیرحمۍ او کړاونه. ټول ولس ته دا په ډاګه شوه چی د هیواد نننې ناورین او بدمرغیو لاملان د خلق ـ پرچم مشران او د تنظیمي ډلو واکداران دي. ددوی د خیانت پایله وه چی افغانستان د پاکستان او ایران زورواکو دولتونو او د امریکا تر مشرۍ لاندې د څلویښتو هیوادونو د لاسوهنو په ډګر بدل شو.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګۍ ګوند
- کټګوري : اعلامیی

په کابل کی د فرخندې د وژل کیدو له ویرونکی ورځ یو کال تیر شو چی نه یواځی زمونږ ولس بلکه ټوله نړۍ یی په هیبت او ویره کی ډوبه کړه. خو د کرغیړنو واکمنانو ناولو وجدانونو هیڅ ټکان ونخوړ او تر اوسه اصلی وژونکی او د هغوی ملاتړی د عدالت له منګولو څخه بهر دی او په تیر یو کال کی په ګڼو چارو هڅه وشوه چی زمونږ د وخت د تاریخ په زړهبوږنونکی ځناورتوب پرده واچول شي.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګۍ ګوند
- کټګوري : اعلامیی

سږ کال په داسی حال کی د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ لمانځو چی له بدهمرغه په هیواد کی هره ورځ د ښځو پر وړاندی د وژنې، تیري، وهلو ټکولو د غوږونو او پوزو د پریکولو شاهدان یو. په همدې حال کی ګورو چی لاتر اوسه هم د فرخندې، رخشانې او ددې خاورې لسګونو نورو ښځو وژونکي پرته له محاکمې او پوښتلو خپلې زورواکۍ ته دوام ورکوي او د دولتي او غیردولتي سترو جنایتکارانو ملاتړ له ځانه سره لري.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګۍ ګوند
- کټګوري : اعلامیی

پر افغانستان د امریکا له تیري څخه څوارلس کاله تیر شول. نیواکګر د «ترهګرۍ سره مبارزې» تر نامه لاندی ډګر ته راغلل او په وژنه، لوټولو، په بیساری توګه د مخدره توګه وده او جګړې ته په لمنه وهلو او هیرویینسالارانو په پنډولو یی، دغه هیواد د بیدفاع خلکو په هدیره بدل کړو. نیواکګرو خپلو اقتصادی او اوږدمهاله موخو ته رسیدو لپاره په افغانستان کی پوځي هډې جوړې کړی ترڅو وکولای شی تر ډیرو کلونو زمونږ په خاوره کی د ځناورتوب او شډلتیا اور بل وساتي.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګۍ ګوند
- کټګوري : اعلامیی

د افغانستان خپلواکۍ بیرته لاسهروړو ۹۶مې کلیزې په درشل کی یو او نن هم زمونږ هیواد د امریکایی یرغلګرو او د هغوی سیمیزو چوپړانو په ولکه کی ډیری سختی ورځې تیروي.
امان الله خان او د هغه مشروطهغوښتونکو یارانو په ټینګ هوډ او له نړۍ او خلکو څخه په صحیح تحلیل سره بیکاره، عیاش، خپلسری او د هیواد پرمختګ خنډ شاه په یو حیرانونکی حرکت سره له منځه یووړ او د انګلیسی یرغلګرو پر وړاندی یی توره له پوښه راویستله او زمونږ د نیکونو د وینو په بیه یی راتلونکی نسل لپاره د آزادۍ او خپلواکۍ زیری راوړو.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګۍ ګوند
- کټګوري : اعلامیی

له دوه لسیزو راهیسی زمونږ کړیدلي ولس د یوه ناپوه، ځناور او د ملاعمر په نامه یو نامعلوم کس په فرمانونو صادرولو سره، وینهبهیدنه او ویجاړی او کړاونه و آزمایل. ملا عمر د وطنپلورنې او ناپوهۍ او شلډلتیا نښه وه او د طالبان «تحریک» هم زمونږ د هیواد په تاریخ کی د انسان او ښځې ضد ډلې په توګه ثبت شوی.
نور نو ټولو ته په ډاګه ده چی ملاعمر او ډله یی د امریکا او انګلستان ګډه پروژه وه چی د پاکستان آیاسآی په مرسته هغه سینګار او ډګر ته راکښته شوه. ملاعمر ددی عصر «ملای لنګ» په څیر، د آیاسآی شیطانی دستګاه د لاس یو بیواکه نیانځکه وه چی له کلونو راهیسی یی هغه په کویټه او کراچی کی تر خپل نظر لاندی په پټنځایونو کی بندی وساته، خو په رسنیو کی د «امیرالمومنین» تر نامه لاندی د هغه په لاسلیک اعلامې خپرولی او ویره یی منځته راوړله. کله چی ددغې نیانځکی د ګټې اخیستو موده پای ته ورسیده، له راز او ذلت څخه ډګ مرګ یی د بادار له لوری اعلان شو.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- کټګوري : اعلامیی

په کابل کی په ځناورتوب سره د فرخندې وژلکیدو نه یوازی افغانستان بلکه ټوله نړۍ ولړزوله. فرخنده د هغه اولس پر وړاندی د ځناورتوب بیلګه شوه چی له څلورو لسیزو راهیسی د نیواک او ناپوهۍ او جنایت په دوزخ کی سوزیږي. دغې پیښې اولس سره یو کړ او له هریخوا د عدالتغوښتنی آواز را اوچت شو چی په پایله کی د «ملی ځناورتوب» دولت اړ شو د اولس قهر کښینولو لپاره یوه فرمایشی محاکمه ونیسی.
خو له لومړیو ورځو څرګنده وه چی واکمن انسانوژونکي غواړي د فرخندې اصلی داړونکی له مرګه وژغوري او په چل او ول د خلکو اعتراضونه مهار کړي. په سر کی هغه امنیتی ځواکونه چی په دندی کی بیپروای کړی وه او هغه چارواکی چی له دغی پیښې څخه یی ملاتړ کړی وو له پوښتلو وژغول شول، وروسته یی د شورای نظار د حبیب دهافغانان په څیر څو تنو کوڅهډوبو چی په دی پیښه کی ښکیل ول د نیول ژمنه وکړه ولی تر ننه پوری و نه نیول شول.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګۍ ګوند
- کټګوري : اعلامیی

څو ورځې کیږي چی د افغانستان کړیدلي ښوونکي له «بیوزله ښوونکي او د دولت درواغجنی ژمنې»، «ښوونکی ډوډۍ نلری، ښوونکی استوګنځي نلری، ښوونکی پورهوړی دی» او شعارونو سره...د اعتراض په توګه په ۱۹ ولایتونو کی کاری اعتصاب کړی ولی د تل په څیر د دولت غوږونه کاڼه دی او غواړی چی له دغی ولولې سترګې پټی کړي.
برسیره پردی چی زمونږ په هیواد کی ښوونکي ستر رول لوبوي، ولی هغوی د ټولنی بیبرخی او ځپل شوی قشرونو پوری تړاو لری چی د لاسپوڅو رژیمونو په بدلون سره دوی پرته له بدمرغۍ او بیوزلۍ او دربدرۍ په خپل ژوند کی هیڅ هوساینه نده لیدلی.اوس هم هغوی د وزارت یا وکالت څوکۍ ترلاسه کولو لپاره مبارزه نکوی او نه له دغه فاسد دولت څخه کومه لوړه تمه لري. هغوی وای، غنی او عبدالله چی د جان کیری په مرسته د ملیځناورتوب دسترخوان ګِرد چاپیره ناست دی، د ټاکنو پر مهال دوی ژمنه کړی وه چی د واکمنۍ په لومړیو ۶ میاشتو کی به هر ښوونکي ته یوه نمره ځمکه، د تنخوا لوړول او د لوست ساعتونو کمول اجرا کړي، ولی تر ننه پوری هغوی د ښوونکو ژوند ښیرازۍ ته هیڅ پام ندی کړی نو ځکه دا ځل هغوی په مدنی توګه راولاړ شوی، غواړي چی خپل حق ترلاسه کړي.
مقالی
هنر او ادبیات
د تاریخ له پاڼو څخه
مونږ 187 میلمانه آنلاین لرو