د غویي اوومې او اتمې ناولې څیرې لاتراوسه د ملت په برخه‎لیک واکمنې دي!

د غویي اوومې او اتمې ناولې څیرې لاتراوسه د ملت په برخه‎لیک واکمنې دي!

زموږ د خاورې وینې تویونې تاریخ کې د غویي اتمه او اوومه، دوه غمجنې او ناورین څخه ډکې ورځې دي چې جنایت او ویجاړتوب سره یې نه پریکیدونکې غوټه خوړلې او هیڅ کله به د یاده ونه ویستل شي.

که څه هم د ۱۳۵۷ کال د غویي په اوومه د خلق او پرچم واکدارانو د شوروي یرغل لپاره لاره هواره کړه او د ویجاړتوب او مهاجرت ترڅنګ یې د یونیم میلیون انسانانو وینه وبهوله، دغه راز د ۱۳۷۱ کال د غویي اتمې هم نه یوازې د روسیې پروړاندې د مقاومت جګړې ۱۴ کلنې هڅې دمنځه ویوړې، بلکې د هغه څخه څو وارې په ناوړه توګه افغانستان یې د وینو په حمام او کنډوالې بدل کړ. د غویي اتمې عاملینو د هیواد ټولې زیربناوې او روبناوې له خاورو سره خاورې کړې او د خلکو د ژوند نظام یې ټوټه ټوټه کړ.

د غویي اوومې او اتمې ناورین رامنځته کوونکو دواړه د پردیو د غلامۍ زنځیر پرغاړه درلوده او د شوروي، امریکا، پاکستان، ایران، عربستان او ... سیاستونو سره سم زمو هیواد یې د ویجاړۍ پر لور ویوړو. د دغو دوو ناوړو ورځو تورتمې وریځې لاتراوسه هم زموږ د هیواد په آسمان کې چې غمونو څخه ډک دی، د ښکار په لټه دي او نن هم د دغو دوو تورتمو ورځو عاملین په ګډه سره د بدمرغیو، وینې بهولو او د پردیو د لاسوهنو عاملین دي او ورځ تربلې په بیسارې ځناورتوب سره زموږ خلک قرباني کوي. له نیاو څخه د دې خاینینو بخښل د دې لامل ګرځیدلی چې څه باندې د دوو لسیزو په تیریدو سره بیا هم زموږ هیوادوال د ډولاډول ظلم او لوټ قرباني شي.

داړونکو بنسټپالو د خپل ارتجاعي خوي سره د څوکۍ لپاره د یو بل خیټې داسې وڅیرلې چې باداران یې هم د هغوی څخه ناهیلې شول او ډګر ته یې د طالبانو په نوم یو بل وایرس راوویست چې افغانستان یې د منځنیو پیړیو په لړۍ بدل کړ. نن هم ورته سناریو سره مخ یو چې امریکا د خپلو تنظیمي او طالبي غلامانو پرځای د داعش په نوم ځناور زموږ د خلکو ترشا ورپریخي چې د پردې ترشا ارګ ناستي هم د دغې خاینانه پروژې پرمخ وړلو کې لاس لري چې د افغانستان راتلونکی به له نن څخه ډیر تر ګواښ لاندې ونیسي. په ټول افغانستان کې د جګړه مارو او طالبانو ظلم او ستم، فساد او زور او زیاتي زموږ وګړي داسې کرکجن کړي چې داعش نوموړې سیمه د ولکې لپاره مساعده موندلې او په ګړندیتوب سره د افغانستان یو شمیر سیمې د خپل جهالت او جنایت تر سیوري لاندې راوړي.

د غویي اوومې او اتمې ظالمو هیوادپلورو او د خلکو ضد کړنو ترسره کوونکو افغانستان یې د ښکیلاکګر امریکا، ناټو او ګاونډیو هیوادونو د سیالۍ په میدان بدل کړی. امریکا وروستیو ۱۴ کلونو په لړ کې د خپلو شیطاني ستراتیژیکو برنامو او د لمنې پراخولو لپاره زموږ په خاوره کې قوي پل کیښود. د ناوړو رژیمونو د ټاکلو د لارې چې پلورل شوي عناصر دي، سپینې ماڼۍ خپل تل پاتي شتون او اډو ته قانوني بڼه ورکړه، څو د سیمې زړه په خپل لاس کې ونیسي او نوي ټوکیدلي سیالان پرشا کړي.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» کلک باور لري چې په هیواد کې د ناورین پسې ناورین اصلي لامل له محکمې څخه د جنایتکارانو بخښل دي. تاریخ موږ ته زده کوي، هغه ملت چې د خپل تیر په اړه کلک غبرګون ونه‎ښایي، هیڅ‎کله به روښانه راتلونکی ونه ‎ګوري. مونږ تیر د یو لوی لاریون په ترڅ کې ویلي وو: «په هیڅ صورت سره باید اجازه ورنه کړو چې خلقي–پرچمي، تنظیمي، طالبي، داعشی او ناوړه څیرې د امریکا د بیرغ لاندې په آرامۍ او د "انتقالي نیاو"، "دموکراسي" او "بشري حقوقو" له شعارونو څخه په ناوړې ګټې اخیستنې سره خپل ظلم او خیانت ته ادامه ورکړي.»

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» په هیواد کې د ویرونکې ګډوډۍ په پیژندنې د خپلو خلکو سره په یو آواز یو وار بیا ټولو ولسي او مترقي بنسټونو او ملي شخصیتونو باندې غږ کوي چې چوپتیا باید دمنځه یوسي او د خلکو په واحده لیکه کې ودریږي او زموږ د خاورې خپلواکۍ، دموکراسۍ، زرغونتیا او سوکالۍ لپاره د نیواکګرو، خلقي-پرچمی، تنظیمي، طالبي، داعش او نورو جنایتکارو پروړاندې د ولسي مقاومت جبهه رامنځته کړي، پرته لدې ترڅو چې دا لوبه دوام لري افغانستان به د پردیو او یو شمیر پلورل شویو ناوړو څیرو د خاینانه دسیسو قرباني وي او د زور او زیاتي په اور کې به سوځي.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

د ۱۳۹۴ کال د غویي ۴مه
کابل

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 621 میلمانه آنلاین لرو