هیواد په وینو او خیانت کی ډوب دی، چُپ‌کښیناستل بی‎ننګي ده!

فرخنده

څرنګه چی څرګنده وه، د امریکا لخوا د ملی ځناورتوب حکومت پر خلکو تپلو سره، افغانستان نور هم د بدمرغیو او ننګونو کندی ته ورولوید. بیوزلي او بی‎کاري او فساد او زورواکي له یوې خوا او د جګړې زوراخیستنه او ځان‎وژنو او چاودنو له بل پلوه زمونږ د بی‎ګناه خلکو ژوند تورتم کړی.

په بی‎رحمۍ سره د فرخندې تر وژل کیدو وروسته، په بدخشان، هلمند، بلخ، غزنی، خوست، ننګرهار، کابل، فراه او ټول افغانستان کی په زړه‎بوږنوکو پیښو کی د هیوادوالو وژنې په هیواد کی د خواشینۍ وریځې خورې کړې. د ۳۱ بیوزلو هیوادوالو برمته کول، په بدخشان کی د داعشیانو له‎خوا د ملی اردو سرتیرو سرونه پرې کول او ددی ناخوالو پر وړاندې د ع-غ او د هغوی د تالي‎څټو چوپتیا، ددغه شړیدلي او فاسد دولت پر وړاندی د خلکو کینه لا زیاته کړه.

د بیوزلو خلکو پر وړاندې د واکدارانو خیانت او مرداري هغه وخت له زغملو وځي چی هغوی نه یواځې د ځناورو طالبانو پر وړاندې چی پرله‎پسې وینې تویوی عمل نه کوی، بلکه برعکس په بی‎شرمۍ سره له خپلو امریکایی بادارنو غواړي چی له طالبانو رسمی بخښنه وغواړي! د ګوډاګي واکدارانو بی‎شرمي او سرکوزي آن تردی حده رسیدلې چی طالبان دا د آی‎ایس‎آی داړونکی سپي «سیاسی مخالفان» بولي، هغوي ته پرله‎پسې ججه (باج) ورکوی او وژونکي مشرانو ته یی په کابل او قطر کی ناز ورکوي.

هغه دولت چی له ویجاړونکو او ځان‎خرڅونکو جنایتکارانو او ناپوه بنسټ‎پالانو او نیکتایی‎لرونکو شریکانو څخه رامنځه ته شوی وي، باید پرته له غولونکو باټو او لاپو، هیڅ تمه و نلرو. د اوسني تاریخ څخه په لوست اخیستلو پوهیږو چی دا ډول لاسپوڅي دولتونه یوازې د نیواکګرانو شوم پلانونه پلی کوی او د خلکو برخلیک په اړه هیچ خواخوږی نه څرګندوي.

مونږ په کراتو خلکو ته ویلی چی د یرغلګرو او د هغوی کورني نوکرانو لخوا د «دموکراسي»، «ترهګرۍ پر وړاندی مبارزه»، «بشر حقوق» او «بیارغونه» هسې تش شعارونه او درواغ دی چی د کلونو راهیسې له بی‎دفاع خلکو قربانی اخلي. د ع-غ ویجاړونکی دولت، طالبان او داعش چی په ښکاره له یو بل جلا دي ولی له یو آخور څخه ډوډۍ خوري او زمونږ د خلکو وینو څښکلو لپاره ځانونه پنډوي. دوی د امریکایی یرغلګرو د لار‎پاکو په څیر، له څو سوریو د یوې موخې لپاره کړیدلی ولس په خپل زهرجن نیش چیچی او هغوی د ویجاړۍ لوری ته بیایی.

د دغو ځناورو او بهرنیو غلامانو پر وړاندې زاری و غذر هیڅ ګټه نلري. دا زمونږ دنده ده چی د هیواد ټولو قومونو او میلیتونو زیارکښانو سره یوځای په سراسري پیوستون د کوباني قهرمان ولس په څیر، راولاړ شو او دغو ډولاډول دښمنانو وربوزی په خاورو ومګو او له دغه ویر او درد او مریتوب څخه ځان خلاص کړو.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» چی د هیواد د مخکې‎تللی غورځنګ د مخکښ خوځښت په څیر تل د خلکو ددفاع په مورچل کی ده، یو واری بیا د ورستیو قربانیانو او د غمجنو برمته شو کورنیو باندی غږ کوی چی خپله چوپتیا په زواک بدله کړي او دهغو ظالمانو پر وړاندی چی د هیواد او ښاریانو په وینه کرغیړنې لوبې کوی، د یو موتي په څیر د عمل ډګر کی راولاړ، خپل برخلیک په خپل لاس واخلو.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

د ۱۳۹۴ کال د وري ۲۷مه
کابل

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 636 میلمانه آنلاین لرو