که یو موټی راولاړ نشو؛ نوری فرخندی به هم د بنسټ‎پالې په اور کی وسوځیږي!

فرخنده

یوواری بیا د ارګ په یو کیلومترۍ کی د ښځې پر وړاندې ځناورتوب، ویښ وجدانونه ورګړول. ۲۸ کلنه فرخنده توراندو ځناورو د قران‎سوځولو په درواغجن تور د پولیسو په شتون کی ووژله، او ټوټې ټوټې وجود ته یی اور ورپوری کړ. که څه هم د ملانیازي، سیمین حسن‎زاده، حشمت استانکزي، زلمی زابلي په څیر څو تنو نا‎انسانانو د فرخندې ټوټه کیدل په ښکاره تایید کړل، ولی په واقعیت که د جنایتکارانو او ناپوهانو څخه ډک دولت چارواکو له دغې پیښې ګټه پورته کړه. ولی له نیکه‎مرغه زمونږ خلکو چی د څو لسیزو راهیسې یی د دین ټیکه‎دارانو دوکې او تیرایستلو سره بلد دي، په چټکۍ او یو آواز دغه هیتلری کړنه وغندله، او د ع او غ رژیم څارګرو ملایانو او نورو کوڅه‎ډبو خولې داسی وتړلې چی په هماغه لومړیو شیبو کی پر خپل ځای کښیناستل او چوپتیا یی غوره کړه.

د فرخندو وژل کیدل ناڅاپي پیښه نه وه، بلکه دا د خاینانو پاللو او وژونکو نازولو فرهنګ پایله وه چی د څو لسیزو او په خاصه توګه له تیرو ۱۴ کلونو راهیسی زمونږ په هیواد کی واکمن دی. فرخنده په یوه مخکی پلان شوی طرحه کی ووژل شوه ترڅو د جهاد او اسلام څو تنه ټیکه‎داران چی په دې ورځو کی پرله‎پسې رمباړې وهی، خپل ځناورتوب ولس ته وښایی او هغوی د خپلې له وینو ډکې او بویناکی واکمنۍ منلو ته اړ کړي.

اوسنی خوسا دولت چی ددغې پیښې او امنیتي ځواکونو د ناکاراتوب له امله یی ځان بی‎پته ولید، د عامه افکارو تر تاثیر لاندی راغی او څو تنه کوڅه‎ډبي چی په پیښه کی یی لاس درلود ونیول ترڅو د نیوکو څپې تر واک لاندی راولي. ولی زمونږ خلک چی په کراتو ددغو زړه‎بوږنونکو پیښو شاهدان وو، ښه پوهیږي چی د فرخندې او فرخندو د کرکې‎وړ وژونکي د خپلو واکمنو جنایتکاره مشرانو ملاتړ پرته نشي کولای په دغه څیر ویروونکو کړنو لاس پوری کړي. شرف بغلاني کرغیړن چی په ویاړ سره یی د فرخندې په وژلو کی لاس لرلو څخه ویلی، د جمعیت له لچکانو څخه دی چی په امنیتی ادارو کی یی دنده لرله. که چیری مونږ یو ملی او عدالت ته اړین دولت لرلی له ټولو مخکې باید هغه نامحترم او خاین چارواکي پوښتلي وای چی په زرهاوو د شرف په څیر لمپن او غله د پولیسو او اربکیانو او ناملی امنیت لیکو ته وردننه کوي تر هغې د ولس کړولو کی پرخ لاس ولري. که چیری د پغمان پیښې دوتنه اصلي عاملان د سیاف او نورو تر سیوري لاندی آزاد نه وای پریښودل شوی، که چیری په زرګونه تنه جنایتکارانو ته سزا ورکړل شوی وای هیڅکله به فرخنده بله قربانی نه وای.

د اولې درجې جنایتکارنو بښنه او ولس چوپتیا ددی لامل کرځیدلې چی ع او غ د یوۍ ناولې جوړې په څیر له یو لښکر بی‎پروا او بی‎وجدانه چارواکو سره په داسی حال کی خپلو امریکایی بادارنو میلمستیا ته ځي چی له یوې لخوا د ولس وینه د فرخندې په وژل کیدو په جوش راغلې او له بل پلوه زمونږ ۳۱ تنه هزاره هیوادوال د داعشیانو په ولکه کی دي او کورنۍ یی په کړاونو کی ژوند تیروي.

دردلیدلو هیوادوالو!

تر هغه وخت پوری چی جنایتکاره هیوادپلورونکي په واک کی وي او د ولس په برخلیک د بهرنیو بادارانو په زور ملنډې وهي، زمونږ د خویندو او میندو او لوڼو او زامنو سپیڅلتوب او وجود به ددوی د ښکاري سپیانو له داړلو خوندی نه وی. امریکا او د هغې پلویانو پرون خپل لاسپوڅي د تنظیمیانو او طالبانو په نوم پر ولس راخوشی کړل، اوس یی جدی هڅې پیل کړي ترڅو سړي‎وژونکي قصابان د داعش نامه تر لاندی منځ ته راوړي تر هغې چی زمونږ خلک د ناپوهۍ په زنځیرونو کی راښکیل کړي. هغوي هڅه کوی چی زمونږ ځوان نسل ناپوهۍ او روږدیتوب او بی‎روزګارۍ کی ډوب کړي چی چوپړان یی وکولای شی له هغوی نه عسکر ځان ته غوره کړي.

نو راځۍ چی په یو آواز سره ننداره او چوپتیا د خپلواکۍ، آزادۍ، دموکراسۍ او ټولنیز عدالت په چیغه سره ماته کړو. که نن د کابل په زړه کی یوه ښځه د خلکو سترګو په وړاندې د ناپوهۍ په اور کی وسوځيده، سبا زما او ستا د خور او مور وار دی. که یو موټی را ولاړ نشو، نورې فرخندې به پرله‎پسې د بنسټ‎پالو او د هغوی بهرنیو بادارانو د ظلم په اور وسوځيږي.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» له خپلو خلکو سره په يو غږ دا ناوړه کړنه په کلکو ټکو غندي، له کړیدلو او هیوادپاله خلکو څخه غواړي چی خپله کرکه په واک بدله کړي او په عمل کی د ښکاره وژونکو پر وړاندی راولاړ شي. دا وخت رارسیدلی چی یو موټی شو او پری‎نږدو چی د فرخندې پاکه وینه د واکمنو چوپړانو د خاینانه سلامشورو تر پښو لاندی شی او سبا نورې خویندې د ځناورو لیوانو خوراک شي.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

د ۱۳۹۴ کال د وري ۳مه
کابل

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 635 میلمانه آنلاین لرو