د کوبانی له میړني مقاومت څخه ملاتړ وکړو!

د کوبانی مبارزی ښڅی

څو اونۍ کیږی چی د کوبانی جنګیالي خلک ښځینه او نارینه د ناپوهو او ځناور لښکریانو پر وړاندی داسی په میړانه او زړورتوب مبارزه کوی چی د نړۍ د آزادۍ‎غوښتونکو او باشرفه انسانانو ملاتړ یی ځان ته جذب کړ. د نړۍ په لویو ښارونو کی د کوبانی څخه په ملاتړ لاریونونه په لاره واچول شول، ولی بیا هم په اصلاح آزادې نړۍ او آزادو رسنیو پر هغې سترګې پټې کړې.

هغه څه چی د کوبانی غورځنګ ته ځانګړتیا وربخښي او له نورو خوځښتونو څخه یی جلا کوی پدی غورځنګ کی د زړه‎ورو او ننګیالیو ښځو ګدون دی. پر وطن مینې ښځې اوږه په اوږه له سړو یو ځای د دښمن پر وړاندی جکړه کوی او له سره تیری دي، ولی خپله خاوره د منځنیو پیړیو جلادانو ته نه ورکوي. په کوبانی کی د کوردي ښځو پرتمین ګډون، د نړۍ ټولو په بند کی راښکیلو ولسونو ته او په ځانګړې توګه ښځینه سازمانونو ته د انسانیت او پر هیواد د مین‎توب لوست ورکوی او هغوي ته دا په ډاګه کوی چی «یو موټی خلک هیڅ کله ماتی نه خوري.»

نور نو ټولو ته څرګنده ده چی «داعش» د امریکا، اسراییل او انګلستان ارمونی اولاد دی چی په سیمه کی د څو چوپړو هیوادونو لکه ترکیه، عربستان، اردن او قطر په مرسته د کلونو راهیسی روزل شوي، په مخکی تللی وسله د یو پوځ په څیر سبمال شوي دي. دغې ارتجاعی او بشر ضد ډلی، لکه د طالبانو او القاعده په څیر، د اسلام تر نامه لاندی د امریکا او لویدیځ استعماري کړنلارو ته لاره هواره کړې، منځنی ختیځ یی په اور او وینو کی لړلی ترڅو د امپریالیستي هیوادنو اوږمهاله نقشې د نړۍ په دغه سیمه کی پلی شي.

د امریکا او ملاتړو په مشرۍ د «د داعش پر وړاندې نړیوالې ټلوالې» ګونګوسې، د خلکو غولولو لپاره په لاره اچول شوي. له یوې خوا دوی د داعش پر وړاندی د مبارزی شعار ورکوي او ددی ډلې پروړاندی د هوایی برید خبرې کوی، ولی له بل پلوه په سپین‎سترګ‎توب د ترکې، اسراییل، قطر او نورو ارتجاعی رژیمونو په مرسته د داعش پوځ تمویلوی او د سوریی بی‎وزله ولس پر وړاندی جنایتکارانه جګړه پر مخ بیایی. پدی هم بسنه نه کوی، آن تردی چی د ددوی ټپیان په داسی حال د اسراییل په روغتونونو کی درملنی لاندی نیول کیږی چی د کوبانی ټپیان په پولو کی مري ځکه چی ترکی ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کیږي. نن د ترکی دولت د بشار اسد رژیم پروړاندې د مبارزې کوکاری وهي ولی په کال ۲۰۰۴ کی کله چی کوردی مبارزان د هغه رژیم په بندی‎خانو کی په غیر انساني توګه ربړول کیدل، له هغه سره یی د ملګرتیا طرحې لاسلیک کولې.

دایرین، د کوبانی جنګیالۍ نجلۍ
دایرین، د کوبانی جنګیالۍ نجلۍ، د بی‌بی‌سی له خبریالې، ګابریل ګیت هاوس سره په یوه مرکه کی (۲۰۱۴ کال د سپتمبر په ۵مه) وویل: «له هیڅ شي نه ویریږو، د ژوند تر پایه جنګیږو. له دینه چی د داعش په منګولو کی راګیر شو غوره ګڼو چی ځانونه ووژنو.»

که څه هم اوباما د خلکو غولولو لپاره د کوبانی وضعیت د اندیښنې وړ و باله، ولی د کوبانی مخکښ او آزادي‎غوښتونکی غورځنګ په سیمه کی د امریکا او د هغې د ملاتړو د سترګو اغزی دی او امریکا لپاره ددغو نه تسلیمیدونکو آزادي‎ِغوښتونکو ځپل حتمي ده تر څو سوریه د هر رنګ دموکراسی‎غوښتونکو او مخکښو عناصرو څخه پاکه شي. په همدی اساس نه یوازی له دوی سره کومه مرسته نه کوی بلکه برعکس د ترکی لخوا یی کوبانی محاصره کړی، او د مرستې رسیدو لاره یی پری بنده کړی ده اوپه همدې حال کی د اردوغان فاشیستي دولت د «کوردستان د زیرکښانو ګوند» مرکزونه، چی د کوبانی یواځنی او کلک ملاتړی دی بمبارد کوي.

د ترکی مستبد او ځپونکی نظام چی عملا د داعش د ملاتړي په توګه د پنتاګون اربابانو ترڅیرمه ولاړ دی، د «له کوبانی څخه دفاع، له انسانیت څخه دفاع ده» لاریونونو په ځپلو سره یووار بیا خپله کرغیړنه او د انسانیت ضد څیره وښودله او په دی کار سره یی د کورد له راپاڅيدلي او مبارز ولس سره د جګړې اعلان وکړ چی دا د اور سره د لوبو په مانا ده. له بل پلوه د خامنه‎ای-روحانی انسانی وژونکي رژیم چی د مبارزانو او آزادي‎غوښتونکو په ځپلو او کړولو کی نوم لری، د داعش سره د مبارزې په پلمه غواړي چی خپله تللی آبرو او عزت بیرته لاس ته راوړي.

د کوبانی جنګیالیو سپکه وسله او لږ مهمات د داعش له پوځي امکاناتو او تر شا یی د لویو زبرځواکونو شتون په هیچ توګه د پرتلی وړ نده. د کوبانی مبارزان یوازی دی ولی د هیواد او آزادۍ څخه دفاع کی د هغوي کلکه اراده د داعش او د هغوی د پلویانو د ماتیدو لامل شوی ده. د کوبانی د خلکو د ستایلو وړ او افسانوی مقاومت ددی لامل وګرځیده چی د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلک په خپله خوښه ددوی کتارونو ته ننوځي او د ترکی د محاصرې کړی په ماتولو سره د جګړې ډګر ته ننوتل او د ژوند تر پایه هتله و جنګیدل. د کوبانی د خلکو د انسانیت او مبارزی څخه ډکه روحیه کولای شو چی د هغوی د یوه مشر له خبرو څخه په ښه توګه درک کړو: «مونږ یا مرو یا بریالي کیږو. هیڅ جنګیالی به ښار پری‎نږدی. نړۍ ننداره کوی، یوازی ننداره کوی او اجازه یی ورکړی ترڅو دا دیوان ټول خلک ووژني...»

په داسی حال کی چی امریکا او ملاتړي يي نړۍ د جګړې او ځناورتوب او بربریت لوری ته بیایی، د کوبانی د خلکو اتلولي د هیلی څراغ په توګه د ستایلو وړ ده او باید له هغې څخه ملاتړ وکړو او د هغوی له انسانی فکر او مبارزې څخه زده‎کړو. د کوبانی آزادي‎غوښتونکی جګړه د امریکا او نورو ځواکونو او د هغوي چوپړانو لره چی د سیمی ویجاړۍ لپاره له خطر څخه ډکې نقشې لری او پلی کولو لپاره یی د وینو ویالی بهولی دی، د اور بڅرکی ده. ځنی شنونکی د کوبانی مقاومت په دویمه نړۍ‎واله جګړه کی د «ستالینګراد» له جګړې سره پرتله کوی چی د هتلری فاشیزم د شرمیدونکی ماتی پیل وه.

تظاهرات حزب همبستگی در کابل برای حمایت از حماسه کوبانی
۱۳۹۳ کال د تلې ۲۰مه- ۲۰۱۴ کال د اکتوبر ۱۲مه: د کوبانی له میړنۍ جګړې څخه په ملاتړ په کابل کی د «همبستګۍ ګوند» لاریون.

د لویدیځو رسنیو سانسور برسیره، د کوبانی پرتمینې جګړې د نړۍ آزادي‎ِغوښتونکو انسانانو په زړونو کی ځای وموند او د هغوی لپاره د عبرت سرچینه وګرځیده. کوبانی د نړۍ آزادي‎غوښتونکو ته با ارزښته لوست ورکړ او د امپریالیزم او ترهګرۍ پر وړاندی جګړه کی یی هغوی یو موټي کړل. که څه هم کوبانی له څلور لوری په محاصره که راښکیل ده او له سختو خطرونو سره مخ ده، ولی د خلکو اتلولي او مبارزه یی د نړۍ په تاریخ کی په زرینو ټکو ولیکل شوه او په هر حال کی هغوی د ډګر ګټونکی دي که څه هم داعش په دی سیمه کی واک هم ترلاسه کړي.

زمونږ خلکو د کلونو راهیسی د خیانت او وینې بهیدو مزه څکلی او د یرغلګرو له لوری د مرخیړي په څیر د رنګارنګ دښمنانو رامنځ ته کیدو ګواه دي، نو هغه وخت رارسیدلی چی د کوبانی له جنګیالیو څخه په الهام اخیستو، د نیواکګرو او د هغوي د کرغیړنو چوپړانو پر وړاندی چی د ولس په برخلیک لوبی کوی، ګوټلي ګامونه راپورته کړو او راولاړ شو.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» د کورنیو بدمرغیو تر څیرمه د نیواکګرو او ترهګرو پر وړاندی مبارزه کی یوازیتوب برسیره، د کوبانی او نورو بی‎وزلو ولسونو له اتلولۍ او نه ستړې‎کیدونکی مبارزې څخه ملاتړ کوي، او د مذهبي فاشیزم او د نړۍ وینه‎تویونکی ځواکونو پر واړندی د ګډې مبارزې غوښتونکی دی. د کوبانی له عادلانه جګړې څخه دفاع د ټولو هغو عناصرو دنده ده چی د ستم څخه پاکی نړۍ لپاره مبارزه کوی.

راپاڅیدلي او یو موټي ولسونو ته هیڅ ځواک ماته نشي ورکولای!
د امریکا چوپړ شنونکو، د کوبانی د ښځو له زړورتیا او ویښ وجدان څخه وشرمیږي!
د کوردي اتلو ښځو په څیر راپاڅیږو که نه تر پای پوری به د ناپوهۍ او ظلم له زنځیرونو خلاص نشو!

حزب همبستگی افغانستان

د ۱۳۹۳ کال د تلې ۲۰مه – د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر ۱۲مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 609 میلمانه آنلاین لرو