پاڅون او یووالي سره کولای شو، نیواکګرو او د دوی پر چوپړانو بریالي شو!

کودک زخمی در اثر حملات هوایی ایالات متحده در کنر

د امریکایي یرغلګرو او د دوی هملاسو لخوا د افغانستان د نیواک دیارلس کاله پوره شول. هغه نیواک چې د سپتمبر د یولسمې وینې تویونې دسیسې سره ترتیب او د ملګرو ملتونو او ناټو ځواکونو پرمټ او د بي ۵۲ الوتکو په غوریدو سره پیل او په ارګ کې خپلو چوپړانو سره د غلامۍ سند په لاسلیک کیدو خپلې وروستۍ موخې ته نیږدې شو. امریکا د بن خاینانه ناستې په لړ کې د ملت پیژندل شوي دښمنان چې ډیر مهال یې د تربیې لاندې نیولي وو، یو ځل بیا یې د «تروریزم پروړاندې مبارزې»، «دموکراسۍ»، «بشري حقوقو» رامنځته کولو او «بیارغونې» په پلمې سره د ملت په ټپي شویو پښتورګو ودرول چې زموږ ملت ته یې د دوه ګونې وینې تویونې، ویجاړتوب، لوټمارۍ، بې وزلۍ او د بربریت او تروریزم ملاتړ پایله درلوده، لیکن یو شمیر خاینین او هیوادپلوري یې میلیاردر کړل.

امریکایي چارواکو پر افغانستان څو میاشتې وروسته له بریدونو اعلان کړل چې تروریزم ماتې خوړلې او طالبان چټل دانیو کې واچول شول، لیکن د دیارلس کلونو په تیریدو سره دغه وینې څښونکې او جاهله ډله د تیر پرتله په پریمانه توګه د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې شتون درلود او زموږ خلک یې د ظلم او بې رحمۍ لاندې نیولي دي.

څرنګه چې نور ټولو ته روښانه ده د منځنیو پیړیو د طالبانو چټل رژیم د امریکا لخوا رامنځته شوې و، نن ورځ هم دغه د آی. اس. آی او سي. آی. ای تولیدات د امریکا او ناټو د واټونونو د پاکیدو په څیر رول لوبوي. امریکا زموږ په هیواد کې د انسان وژونکو طالبانو له شتون څخه داسې ګټه واخیستله چې دې ته ورته دا تجربه یې د سوریې او عراق بې وزلو وګړو د داړلو لپاره د «داعش» په نوم داړونکې ډلې په رامنځته کیدو سره تکرار کړله.

د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د اکتوبر اوومه چې د امریکا غلامان او د دوی تبلیغاتي لوډسپیکرې زموږ د ملت د نیکمرغۍ ورځ بولي، په رښتینې سره زموږ د تاریخ توره ورځ ده چې د امریکا او د دوی د نوکرانو په منګولو کې زموږ هیواد د پریوتو لامل وګرځید. نه یوازې دا چې تروریزم پای ته ونرسید، ترڅنګ یې د مخدره توکو مافیا او ټوپکسالاران ځواکمن کړل؛ دغه راز سوله هم د ملت لپاره د نه رسیدونکې هیلې په توګه وګرځید او هره ورځ زموږ ډله ډله بې ګناه وګړي وژل کیږي؛ نه یوازې دا چې نیاو عملي نشو، بلکې په ځواک کې د انسان وژونکو او کسبي مجرمینو په کینولو سره هره ورځ د ظلم او زیاتي او بې نیاوۍ لیدونکي یوو؛ که څه هم کسبي قاتل دوستم په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د تیښتې په حال کې و، لیکن اوسمهال د هیواد په کچه دوهم ځای لري؛ د هیواد ښځې اوس هم د طالبانو له پیر څخه ډیر تاوتریخوالی سره مخ دي او د ځانسوزونې کچه یې په بې سارې توګه ډیروالی مومي؛ افغانستان د مخدره توکو تولید او فساد کې د نړۍ اتل شو؛ نوې عمومي کتنه (سروی) کې افغانستان د دردیدونکو هیوادونو په کتار کې ثبت شو؛ د ملت په ګټه د اقتصادي ودې او بنسټیزو پروژو هیڅ څرک نه لګیږي؛ د پاکستان او ایران کرکجنو هیوادونو لاسوهنې د تیر پرتله په بې سارې توګه ادامه لري او د دغو دوو چټلو هیوادونو نوکران د افغانستان د دولت په لوړو څوکیو کینول شوي دي... او دغه د دیارلس کلونو بدمرغیو لیست یو من کاغذ ته اړتیا لري.

تاریخ او زموږ وګړو تراوسه په کرکې سره د ګندمک او ډیورنډ خط د تړونونو شرم لا هیر کړی ندی او اوس د هیواد د پلورلو سند په لاسلیک کیدو سره (له امریکا او ناټو سره امنیتي تړون) د تاریخ بل داغ پرهغه ور اضافه شو. د ګوتو په شمیر هیوادپلورو جنایتکارو زموږ په خاوره کې د دایمي اډو شتون په منلو سره د افغانستان د پلورلو وروستۍ لړۍ د استراتیژیک او امنیتي تړون په لاسلیک کیدو بشپړ کړ. پدې توګه اوسنی لاسپوڅی رژیم چې د هماغو پلورل شویو او هیوادپلورو عناصرو ګډوډیشن دی، د دې سند په لاسلیک کیدو یې د هیواد مور پر ټپي وجود وروستی ژور ګوزار ورکړ، څو په بشپړه توګه د بندښت او بدمرغیو کړۍ د ملت پر غاړه واچوي. که چیرې پانڅیږو او سرتاسري یووالي او پاڅون سره د استعمار اډه ویجاړه نکړو او د خپلو پلرونو او نیکونو په څیر د دوی داخلي چوپړانو او مزدورانو ته د عبرت درس ورنه کړو، په کلونو کلونو به رسوا او دمنځه تلو برخلیک سره به لاس او ګریوان یو.

هیوادوالو!

د زبرځواکو نړیوال تضادونه تر څوکې رسیدلي او اوکراین، سوریه، عراق او افغانستان د دغې تضاد بنسټیز ځایونه دي. په لومړي ګام کې د دغو جګړو قربانیان به هغه هیوادونه وي چې د امپریالیزم د لاس الې په توګه عمل ترسره کوي. په هیواد کې د نهو دایمي اډو شتون چې چوپړانو یې اجازه ورکړې، افغانستان به د اخ او ډب مهمه کرښه وي چې نړۍ پر دریمې نړیوالې جګړې ګواښي.

د محروم ملل پدې مغشوش وضعیت کې او په ځانګړې توګه هغه خلک چې په زولنو کې راګیر دي د پوهې په ترلاسه کولو د بې طرفۍ او بې غرضۍ له خوب څخه باید را ووځي، وحدت او سرتاسري یووالي سره د پوهه غورځنګونو ترشاوخوا راټول شي، د لوټمارانو دسیسې چې د خلکو له وینو رنګ اخلي دمنځه یوسي او د خپلواکۍ، دموکراسۍ او ټولنیز نیاو په لار کې پرځای ګامونه پورته کړي. په تاریخ کې تراوسه ندي لیدل شوي چې د بیروني ځواک پرمټ یو ملت سولې، سوکالۍ، امنیت، دموکراسۍ او آبادۍ ته رسیدلی وي. شیطاني ځواکونه لکه امریکا یوازې د وژنو، بدمرغیو او جنایتونو صادرونکي دي او له هغه څخه تمه درلودل ځان ته له دوکې ورکولو پرته نور څه ندي. باید د امریکا د مزد اخیستونکو دوکه ونه خورو چې هڅه کوي د زهر شیندونکو تبلیغاتو، رواني جګړې او د فکرونو ګډوډولو دلارې د ملت ترمنځ د بې غیرتۍ او غلامۍ منلو تخم وشیندي.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» په تکرار سره وایي: ترڅو چې د نیواک سیوری او د نیواکګرو ناوړه لاسونه د افغانستان په چاپیریال کې واکمن اوسي، د خلکو له ارادې څخه بیرون هر رژیم چې د واک پر ګدۍ کیني او د لاسپوڅي او د یرغلګرو هیوادونو د ګټو خوندي کوونکی وي، که څه هم په سل وارو سره د تش په نوم آزادو ټاکنو له یو وړوکي سوري څخه ووځي، خپلواک او دموکراتیک به نه وي او له زولنو پرته سوکالي به ځان سره ونه لري. هغه مهال چې ملت خپلواکي ونه لري، نو واکمن دولتونه یې هم د نیواکګرو په زړه ټاکل کیږي او دا د امریکا په سفارت کې د نوماندانو د بسترو اچولو او د جان کیري ترڅنګ د بردې په څیر د دوی شتون څرګند کړل.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» د استعمار له بنده ګۍ څخه د خلاصون لارې لپاره د خلکو پر زیان نه مننونکي ارادې پوره باور لري، د دښمنانو ناوړو سیاستونو بربنډول او د سرتاسري یووالي لپاره پوهه ورکول خپل بنسټیز مسولیت ګڼي او پدې باور دي چې زموږ د سولې غوښتونکی او د بهرنیو نه مننونکی دولت د آزادۍ غوښتونکو غورځنګونو پرمټ د دغو ځبرځواکو او د دوی د داخلي سپو پوزه هم له خاورو او وینو ډکوي. موږ د خپلواکۍ، دموکراسۍ او ټولنیز نیاو د ترلاسه کولو لپاره د ملت د بدمرغیو عواملو پروړاندې د ګډې مبارزې عملي کولو له امله د نیواک او بنسټپالو ضد عناصرو لاسونه په کلکه نیسو.

مړه دې وي نیواکګر او د دوی داخلي چوپړان!
یوازې وحدت او یووالي سره کولای شو دموکراسۍ او سوکالۍ ته ورسیږو!

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

د ۱۳۹۳ کال د تلې ۱۵مه - د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر ۷مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 370 میلمانه آنلاین لرو