د ښوونکو اعتصاب په سراسری غورځنګ بدل ګړو!

د ښوونکو اعتصاب په سراسری غورځنګ بدل ګړو!

څو ورځې کیږي چی د افغانستان کړیدلي ښوونکي له «بیوزله ښوونکي او د دولت درواغجنی ژمنې»، «ښوونکی ډوډۍ نلری، ښوونکی استوګنځي نلری، ښوونکی پوره‎وړی دی» او شعارونو سره...د اعتراض په توګه په ۱۹ ولایتونو کی کاری اعتصاب کړی ولی د تل په څیر د دولت غوږونه کاڼه دی او غواړی چی له دغی ولولې سترګې پټی کړي.

برسیره پردی چی زمونږ په هیواد کی ښوونکي ستر رول لوبوي، ولی هغوی د ټولنی بی‎برخی او ځپل شوی قشرونو پوری تړاو لری چی د لاسپوڅو رژیمونو په بدلون سره دوی پرته له بدمرغۍ او بیوزلۍ او دربدرۍ په خپل ژوند کی هیڅ هوساینه نده لیدلی.اوس هم هغوی د وزارت یا وکالت څوکۍ ترلاسه کولو لپاره مبارزه نکوی او نه له دغه فاسد دولت څخه کومه لوړه تمه لري. هغوی وای، غنی او عبدالله چی د جان کیری په مرسته د ملی‎ځناورتوب دسترخوان ګِرد چاپیره ناست دی، د ټاکنو پر مهال دوی ژمنه کړی وه چی د واکمنۍ په لومړیو ۶ میاشتو کی به هر ښوونکي ته یوه نمره ځمکه، د تنخوا لوړول او د لوست ساعتونو کمول اجرا کړي، ولی تر ننه پوری هغوی د ښوونکو ژوند ښیرازۍ ته هیڅ پام ندی کړی نو ځکه دا ځل هغوی په مدنی توګه راولاړ شوی، غواړي چی خپل حق ترلاسه کړي.

د ښوونکو اعتصاب په سراسری غورځنګ بدل ګړو!
۱۳۹۴ کال د غبرګولی ۱۸مه: سیلی غفار د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» ویانده له معترضو ښوونکو سره

د ښوونکو دغه خوځښت برسیره پردی چی کمزوري ټکي لري ولی په اوسني وضعیت کی چی د وطن‎پلورونکو پر وړاندی هرې‎خواته چُپه چُپتیا ده، یو پرمختللی ګام دی. د قدر وړ ښوونکي باید پدی پوه شی چی فاسد او د خلکو ضد رژیمونه يواځی په پراخو غورځنګونو سره کولای شو له پښو راوغورځو. له بده‎مرغه چی د ښوونکو اعتصاب تر اوسه سراسری شوی ندی نو له دی کبله مونږ له ټولو ښوونکو څخه غواړو چی له دغه اعتصاب سره یوځای شی او له ستم‏کونکو څخه خپل حق په زاری او خیرات نه بلکه په زوره ترلاسه کړي.

ارګ‎ناستي د خپل ژوند لړۍ اوږدولو لپاره کوښښ کوی چی اولس ناپوه وساتي، هیڅکله به په ټولنه کی د پوهنې او تربیت لپاره عملی ګامونه پورته نکړي. د پوهنی وزارت او دولت د ښوونکو تنخوا نه زیاتیدو لامل د بودجې کموالی بلی، اما که چیری دغو پردۍ‎پالو او فاسدو ارګ ناستو لږ ملی حس درلودلی، نو یواځی د هیواد څو فاسدو او لوټونکو کسانو په نیولو او د هغوی هغه حرامه شتمنۍ چی د زور او ټوپک له لاری لاس ته راوړی په غصبولو سره، کولای شو نه یوازی د ښوونکو او زیارکښانو او معذورو او مامورینو تنخواوی پوره کړي بلکه په همدې پیسو کولای شوای چی په پوهنه کی بنسټیز بدلون راوړي. ولی نه یوازی دا چی د ملت شتمنۍ ددغو خاینانو له ستونی څخه نه راوځی بلکه هره ورځ ددغو غلو او مفسدانو شمیر زیاتیږی او د ملی‎ځناورتوب دولت لوړې څوکی خپلوی او یا د سلاکارانو لړۍ ته ورزیاتیږی اود تالی‎څټو په څیر له مفتو تنخواو او شاهانه امکاناتو ګټه پورته کوي.

له هغه ځایه چی زمونږ ګران ښوونکي د پوهنی کُنجي په څیر د ټولنی په پوه کی رول لوبوی، باید په دی پوه شی چی اوسنی لاسپوڅی او خلکو ضد رژیم تر ستوني په فساد، بیکارۍ او وینه‎بهونه کی ډوب دی، او په چالاکۍ سره هڅه کوی دغه مدنی اعتراضونه خنثی او یا هم کوښښ چی په نرمۍ سره ډیری لږ غوښتنی ومنی او ددوی آواز چُپ کړي. نور نو باید ددغو واکمنانو په درواغجنو ژمنو ونه غولیږو او یوه ذره هم له خپلو غوښتنو وروسته نشو. کړیدلي روزونکي باید معامله‎کونکی عناصر له خپلو صفونو وشړي او د ټولو غوښتنو پوره کیدو پوری خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي.

د ښوونکو اعتصاب په سراسری غورځنګ بدل ګړو!

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» چی تل د ټولنی بیوزلو ترڅنګ ولاړ دی، د آګاه ښوونکو له برحقه غوښتنو ملاتړ کوی، او له ټولو دردلیدلو قشرونو غواړی چی له دوی سره په یوځای کیدو، دغه حرکت د واکمنو جنایتکارانو او د هغوی بهرنیو بادارانو چی د خلکو بدمرغي لامل ګرځیدلی دي په وړاندی په یو لوی غورځنګ بدل کړو.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند
۱۳۹۴ کال د غبرګولی ۱۹مه (۲۰۱۵ کال د جون ۹مه)

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 681 میلمانه آنلاین لرو