د فرخندې وینه د هر شرافتمند افغان وجدان دی، پرې‎نږدو چی خاینان زمونږ وجدان تر پښو لاندی کړي!

د فرخندې وینه د هر شرافتمند افغان وجدان دی، پرې‎نږدو چی خاینان زمونږ وجدان تر پښو لاندی کړي!

په کابل کی په ځناورتوب سره د فرخندې وژل‎کیدو نه یوازی افغانستان بلکه ټوله نړۍ ولړزوله. فرخنده د هغه اولس پر وړاندی د ځناورتوب بیلګه شوه چی له څلورو لسیزو راهیسی د نیواک او ناپوهۍ او جنایت په دوزخ کی سوزیږي. دغې پیښې اولس سره یو کړ او له هری‎خوا د عدالت‎غوښتنی آواز را اوچت شو چی په پایله کی د «ملی ځناورتوب» دولت اړ شو د اولس قهر کښینولو لپاره یوه فرمایشی محاکمه ونیسی.

خو له لومړیو ورځو څرګنده وه چی واکمن انسان‎وژونکي غواړي د فرخندې اصلی داړونکی له مرګه وژغوري او په چل او ول د خلکو اعتراضونه مهار کړي. په سر کی هغه امنیتی ځواکونه چی په دندی کی بی‎پروای کړی وه او هغه چارواکی چی له دغی پیښې څخه یی ملاتړ کړی وو له پوښتلو وژغول شول، وروسته یی د شورای نظار د حبیب ده‎افغانان په څیر څو تنو کوڅه‎ډوبو چی په دی پیښه کی ښکیل ول د نیول ژمنه وکړه ولی تر ننه پوری و نه نیول شول.

که څه هم له ملنډو ډکې لومړۍ محمکې څو تنه محکوم کړل، ولی د کابل استیناف محکمې، چی د ارګ‎ناستو تر واک لاندی په پټ ډول تر سره شوه، د څلور تنو داړونکو سزا له اعدام څخه شل کاله بند ته او د نورو مجرمانو سزا هم را ښکته کړه. د پردې ترشا دغې معاملې یو واری بیا دا په ډاګه کړه چی دغه بی‎کاره او په زوره تپل شوی دولت په هماغه اندازه چی دغې خاوری سره خاین او وطن‎پلورنکی دی په هماغه اندازه د فرخندې پاکې وینی پر وړاندی هم له کرکجنو وینه‎څښکونکو څخه ملاتړ کوي.

فرخنده نوره یواځې د هغې کورنۍ پوری تړاو نلری بلکه د هر هغه افغان چی د انسانیت او شرافت حس یی په زړه کی لمبی وهی، ناموس او وجدان ده. دا زمونږ دنده ده چی له خپلو روڼ‎آندو خلکو سره په یو غږ راولاړ او پری‎نږدو چی واکمن ظالمان د زرګونه نورو جنایتونو او خیانتونو په څیر د فرخندې وینه هم تر پښو لاندی او عاملان یی وبښي. اجازه ورنکړو چی د امریکا غلامان او د اولس قصابان یوواری بیا د بیوزلو خلکو عدالت‎غوښتنې آواز خفه کړي.

که چیری ددغو ناخوالو او په بی‎شرمۍ سره د فرخندې وینی ترپښو لاندی کولو پر وړاندی یو موټی راولاړ نشو، پرته له شکه په وروستۍ محکمه کی، چی د افغانستان ټولو محکمو په څیر د فساد او بنسټ‎پالۍ په وایرس ککړه ده، دغه ټول داړونکي به د خلکو له لید څخه لری معاف او خوشی شي.

یواځي په کلک عزم او ګوټلي ګامونو سره کولای شو د فرخندې له وینی دفاع وکړو او د ناپوهۍ او شډلتیا واکمنانو او نیاوو غوښتونکو پلویانو په جګړه کی، عدالت پر خپله هسکه غاړه پلی کړو. تاریخ دا ښودلی چی د راپاریدلو خلکو مبارزه کولای شی ظالم واکداران تسلیم او وروسته تګ ته اړ کړي.

له یاده ونه‎باسو چی یو شمیر بی‎وجدانه خلک هم شته چی د فرخندې له قضیی څخه یی پروژه جوړه کړی چی له ارګ څخه په پيسو اخیستو د داړونکو کتار ته ننوځي او په تیرایستونکو ټکو غواړي د خلکو فکر بل‎خوا بوځي. باید دغه ککړ عناصر له خپلو لیکو وشړو او د ښځو حقونو پر وړاندې د خاینانو په توګه وغندو.

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د خلکو په برخلیک واکمن مافیایی دولت له پردۍ‎پالو او اولس ضد جنایتکاران څخه جوړ شوی دولت ګڼي چی دموکراسۍ او عدالت ته هیڅ ارزښت نه ورکوي. که چیری یوځای له خپلو خلکو سره په پوهاوی راولاړ نشو او سراسري یووالي او غورځنګ سره دغه چوپتیا ماته نکړو نوری فرخندې به هم د اولس داړونکو له لوري تر پښو لاندی شي او د اولس او هیواد برخلیک به ترپایه له وینو او کړاو او ناپوهۍ سره یوځای وي.

د افغانستان همبستګۍ ګوند
د ۱۳۹۴ کال د چنګاش ۱۵مه (۲۰۱۵ کال د جولای ۶مه)

د فرخندې وینه د هر شرافتمند افغان وجدان دی، پرې‎نږدو چی خاینان زمونږ وجدان تر پښو لاندی کړي!

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 356 میلمانه آنلاین لرو