د خپلواکۍ او آزادۍ بیرته ګټل، زمونږ د خلکو په یووالي او مبارزې سره شونې ده!

په داسې حال کې د افغانستان د خپلواکۍ بیرته تر لاسه کولو څخه خبرې کوو چې له بده‎مرغه زمونږ په خاوره کې د خپلواکۍ او آزادۍ څرک هم نشته. د اماني دورې له پای څخه تر ننه پورې، بیلابیلو رژیمونو د خلکو غولولو لپاره د خپلواکۍ ډهل وهلی ده خو په عمل کې زمونږ هیواد په دې دورو کې نیمه‎مستعمره او مستعمره پاتی شوی ده.

د مشروطیت غورځنګ له نن څخه سل کاله وړاندې د مبارزو او سر نه تیرو شخصیتونو په لرلو سره یې ځانته موخې وټاکلې او د هغو پوره کولو لپاره په میړانه وجنګیدل چې آن نن هم عدالت‎غوښتونکې باید هغو موخو ته رسیدو لپاره مبارزه وکړي. هغوی له یوې خوا د ارتجاع سره به جګړه بوخت ول او له بل پلوه په تش لاس د انکلیسی ښکیلاکګرو پر وړاندې د مبارزې ډګر ته لاړل او خپلواکي یې د خپل سر به بیه ترلاسه کړه. هغوی د امان الله خان تر مشرۍ لاندي، هغه افغانستان چې په کې مریتوب واکمن وو، د پرمختګ او انسانیت په لور روان کړ. که څه هم د بهرنیو توطئو او کورنیو غلامانو په لاسوهنو دغه دوره ډیره لنډه وه، خو د ارزښتونو داسې تخم یې وکاره چې راتلونکي رژیمونه په ټوله زورواکۍ او ځناورتوب و نه توانیدل چې هغه د تل لپاره له خلکو واخلي.

په تعلیمي بنسټونو کې د بنسټ‎پالۍ او ځناورتوب تبلیغانو نفوذ ناورین ده!

په دې وروستیو کې د افغانستان دولت د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي څو تنه استاذان او محصلان د داعش د غړیتوب په تور ونیول. ددغو ځناور له ډلې څو تنو د امید میوند پهلوانۍ پر کلپ برید، پر هوایي ډګر برید، د اصلاحات اداري ریاست کارکونکو پر بس برید او...ورته نورو خونړیو بریدونو پړه منلې ده. البته دا ددې ځناورو یواځنی جنایت ندی او د نورو وژنو په ځانګړې توګه د شیعه مذهبه هیوادوالو پر وړاندې او د هیواد په ختیځ کې جنایتونه یې هم ترسره کړي دي. له دې ډلې څوتنو محصلانو منلی چې د کابل پوهنتون د دیني مضمونونو استاذانو له لوري داعش سره یوځای شوي دي.

د شرمخانو جرګه، د غویي د ۷ او ۸ ناورین ادامه

د غویي ۷ او ۸ تورې ورځې په داسې حال کې رارسیږي چې جنایتکاران کوښښ کوي د غویي په ۹مه، بل داغ زمونږ په تاریخ کې پریږدي. ملي‎ضد عناصر او خیانت‎کونکي د سولې، آرامۍ او پرمختګ خوږو نومونو لاندي بیاځلې په یوه فرمایشي او امریکایي «لویه جرګه» کې، کوښښ کوي ترڅو وینه‎بهونکي او منځنیو پیړیو طالبان د جنایت او ځناورتوب له پیټي سره وبخښي او په واک کې شریک کړي. دا جرګه لاره پرانیزي چې دغه بدمرغه هیواد د ښکیلاک، بنسټ‎پالۍ، ارتجاع، ناامنۍ، فساد، لوټ، بی‎عدالتۍ او په نورو ناخوالو کې ډیر زیات ډوب شي. په دې ننداریزو جرګو او خبرو اترو کې، د رنځیدلو خلکو ریښتیني استازي نه، بلکې د غویي ۷ او ۸ جنایتکاران د خپلو طالبي او تکنوکراتانو ورونو ترڅنګ راټولیږي تر څو ولس نور هم په خپلو کرغیړنو منګولو کې کلک را ایسار کړي.

د افغانستان د نیواک ادامه: د جګړې، بنسټ‎پالۍ، جنایت او ... ادامه

د امریکا او ناتو او لاسپوڅي دولت تر نیواک لاندې د افغانستان د خلکو بندیتوب ۱۷ کلن شو. نور نو غوڅ اکثریت افغانانو ته، پرته له هغو چې ډالرو او چوکۍ یی سترګې او وجدان وړوند کړی، په ډاګه شوی چې د امریکا پوځي یرغل، زمونږ هیواد او خلک یی لا ډیر د وینو او فساد او بدمرغۍ په ګودال کې ډوب کړي او د امپریالیستي هیوادونو د خطرناکو سیالیو په ډکر بدل شوی دی. امریکایی یرغلګرو او متحدانو یی د ښایسته شعارونو «دموکراسي»، «له ترهګرۍ سره جګړه»، «ښځو حقونه» او «بیا رغونې» تر نامه لاندې زمونږ پر ویرجن هیواد یرغل وکړ او د خپلو اوږد مهاله او اقتصادي ګټو په خاطر یی زمونږ له جګړې څخه ستړي خلک یی یوځل بیا د خپلو کرغیړنو سیاستونو ښکار کړل. د امریکا او ناتو ۱۷ کلن پوځي شتون، زمونږ د تاریخ تورې ورځې دي چې د زرګونو افغانانو ټول‎وژنو سربیره، خطرناکه ترهګر او بنسټ‎پاله بانډونو منځته راوړل، افغانستان د نړۍ په فاسدترین او مافیایی هیواد بدلیدل، د مخدره توکو تولید او قاچاق بی‎سارې وده، زمونږ د هیواد د ځمکې لاندې زیرمو لوټل، د پانګې او بیوزلۍ ترمنځ د واټن زیاتوالی، د هیواد اکثریت وګړو در په دري، پر ښځو ځناوریز ناتار او د هغوی له بدمرغیو څخه ناوړه ګټه اخیستل، په ډله‎یزه توګه د بیکاره ځوانانو تیښته او نور ناورینونه د هغې پایله ده.

یواځې په مبارزې او سرښندنې سره کولای شو د نیواک، بنسټ‎پالۍ او ارتجاع ککړتیا پاکه کړو!

د خپلواکۍ په ۹۹یمه کلیزه کې یو، هغه خپلواکي چې د توریالیو خلکو، د افغانستان پرمختللو مشروطه‎غوښتونکو په وینو او د امان الله خان په مشرۍ لاسته راغله؛ هغه خپلواکي چې رامنځته کېدو لپاره یی شهید سرور واصف او د هغه ملګرو د «ترک مال و ترک جان» شعار ورکړ؛ هغه خپلواکي چې ښځو او د ناتار لاندی نورو قشرونه ته یی آزادي او لومړني حقونه ورپه برخه کړل؛ هغه خپلواکي چې د لومړي ځل لپاره یی د بریتانیا د مستعمرو یخ مات کړ او د نیواک څخه د خلاصون لاره یی د نورو هیوادونو پر مخ پرانیستله؛ هغه خپلواکي چې افغانستان یی د سیمې او په ځانګړې توګه د هندوستان ریښتینو انقلابیانو لپاره د امن په کور بدل کړ.

د هندوباوره هیوادوالو ویرجن برخلیک په اړه د چوپتیا پیغور په مبارزې او ودریدنې سره پاک کړو!

یو ځل بیا د افغانستان سپیڅلي او نجیب لږه‎کي، سیکان او هندوان، په دردیدونکی توګه له خاور سره خاورې شول. د ۱۳۹۷ کال د جنګاښ په ۱۰مه په داسې حال کی چې د جلال‎آباد ښار د اشرف غني «تشریف راوړلو» لپاره د سختو امنتي تدابیرو لاندی و او آن هوټلونه له مسافرو خالی شول او پلورنځي په زوره تړل شوی ول، په یوه ځان‎وژونکي برید کی ۱۹ تنه چې ۱۷ یی زمونږ سیک او هندو وروڼه ول شهیدان شول او ۱۰ تنه نور ټپیان شول. دغه ځناوریزه ټول‎وژنه د ولایت مقام ته څیرمه ترسره شوه چې هغوی له لاسپوڅي جمهور رییس اشرف غنی سره لیدو ته په تمه ول چې درواغجنه ژمنه یی ورسره کړی وه ګواکی د هغوي هغه جایدادونه چې د سیمه‎یزو زورواکو او ټوپک‎سالارانو له لوري غصب شوی بیرته به یی ترینه واخلي. د عینی شاهدانو په وینا، د سیکانو مشرانو په کراتو د ننګرهار والی حیات الله له دفتر سره اړیکه نیولی وه او غوښتنه یی ترینه کړی وه چې هغوی ته دننه ورتګ لپاره اجازه ورکړي، خو سربیره پردې چې اشرف غنی په خپله وینا کی د لوړ امنیتي ګواښ څخه خبرې کولی، هغو په ساعتونو د سرک پر سر په تمه پاتې شول تر دې چې په بیرونکی توګه قرباني شول.

په سرتاسري پوهې او مبارزې سره، د غویی ۷مې او ۸مې پیغور پاک کړو!

یو خونړی کال تیر شو او د غویی ۷ او ۸ تورې ورځې راورسیدې؛ سپېرې ورځې چی هر ځل یی په رارسیدو سره، د قربانیانو ټپونه تازه کیږي. دوه خونړۍ ورځې چی یوې یی د شوروي سوسیال – امپریالیزم نیواک ته زمینه برابره کړه او بلې یی د پاکستان، ایران، عربستان او په پای کی د امریکا له لوری زمونږ د هیواد نیولو ته لاره پاکه کړه. د غویی ۷مه په هیواد کی جنایتونو او هیوادپلورنې پیل وو چی په میلیونونو مړي، ټپیان او در په دره انسان یی پر ځای پریښودل. هغه ولس چی هیله یی لرله د شوروي او لاسپوڅو ته د شرم ډکې ماتې سره به په یوه انساني او آرامه فضا کی ژوند وکړي، خو د غویی ۸مې ځناورو نه یواځې د ولس د قربانیانو ثمره یی له منځه ویوړه بلکه کابل ته د ننوتلو په لومړیو ورځو کی، دغه ښایسته ښار یی په کنډواله بدل کړ، اویا زره بیګناه وکړي یی شهیدان کړل او داسی یو قیامت یی جوړ کړ چی د هیواد په تاریخ کی ساری نشته، له همدې کبله زمونږ خلکو په سمه توګه د «هشت ثور سیاهتر از هفت ثور» شعار ورکولو. په خواشینۍ سره چی د افغانستان لوټماران او وژونکی چی زمونږ ویرجن ولس یی وواژه، نن د امریکا تر بیرغ لاندی د انسان‎وژنې او خیانت او لوټ په دوهم پړاو کی بوخت دي. دوی یو بل په غیږه کی نیسي او د افغانستان د خلکو پر وینو او جسدونو په کړس خاندي. ګلابزوی،تڼی، طاقت او نور خلقی – پرچمی هیوادپلورونکی چی له مخ او سر نه یی د خلکو وینې بهیږي، د ګلبدین راکټیار هرکلي ته ورغلی وو او د کابل قصاب د سولې کوترې په نوم تبلیغ کوی.

نن سیاف په بی‎شرمۍ سر اعلان کوی چی د کابل سپي‎تانه جګړو یومیلیونمه برخه پړه هم نه اخلي؛ ګلبدین د اخوانیانو مشر په بی‎شرمۍ او سپین‎سترګتوب سره دعوا کوی چی په هیڅ جنایت کی ښکیل نه ده او کابلیان هم د آسمان مرغانو شهیدان کړي دي نه د هغه زرګونو راکټونو؛ په ورته وخت کی د نظار شورای، جمعیت، وحدت، جنبش... داسی د دموکراتانو اکټ او نخرې کوی او په هره جمله کی د «دموکراسۍ»، «ښځو حقونه»، «يو موټی افغانستان» کلمې وایی چی ته به وای د کابل په ویجاړۍ، د هغې د اوسیدونکو په ټول‎وژنه کې او نور لوټ کی یی هیڅ ونډه نلره. خو دغه خاینان هیڅکله نشی کولای پر حقیقتونو پرده واچوی. دوی نن د جان‎کیری او زلمی‎خلیلزادانو په ملاتړ سره کولای شی چی د «ملی اتل» او «سولې اتل» او ... څیره ځانته غوره کړي خو حقیقت خپله لاره بیامومی او هغه ورځ رارسیدونکی ده چی دغه ځناور به د تاریخ د کرغیړنو څیرو لکه هیتلر، فرانکو، پینوشه، سوهارتو او سلګونو نورو وینه‎څښونکو په څیر به په تاریخ کی ثبت شي.

عفرین، حماسه کوبانی را تکرار خواهد کرد!

د ۲۰۱۸ کال د جنوری په ۲۰مه، د ترکې فاشیست دولت د خپلو جنایتونو په ادامه، په رسمی توګه اعلان وکړ چی د «پی.کی.کی ترهګرو» او داعش ځپلو لپاره په عفرین برید کوی. دغه زورواکی او جنایت‎روزونکی دولت د کورنیو او نړیوالو غولولو لپاره، داعش ډله یی هم دغې سمې سره غوټه کړه خو ټولو ته معلومه ده چی ددغې ځناورې ډلی ټغر نږدې له ټولې سورې راټول شوی دی او په ځانګړی توګه په عفرین او د هغې ګردچاپیره د هغې هیڅ خبر نشته. له ټولو مهمه د معتبرو سرچینو راپورونو له مخې، د اردوغان دولت د داعش له سترو ملاتړو څخه دی او پر کوبانی د برید پر مهال ترکي پوځیانو د داعش په جامه کی ګډون درلود. لږترلږه له وینې‎څښونکی ګلبدین، چی د «کابل قصاب» په نوم مشهور دی، سره د ترکې نږدې او پخوانۍ اړیکی، ددې ښکارندوی دی چی دغه زورواکی دولت له کرغیړنو ځواکونو څخه ملاتړ کوی. سربیره پر دې، د اردوغان وینې‎څښونکي دولت هماغه پخواني داعشیان یی «د آزادې سورې پوځ» په نامه تمویل او په وسلو سمبال کړل او د ترکې رسمی پوځ تر څنګ یی ددغې سیمی په بدمرغه خلکو ورخوشی کړل. د ترکې اخوانی دولت چی د کورد له بدمرغه ولس سره پخوانۍ دښمني لري، هیڅکله نه غواړي په سوله او آرامۍ کی ژوند وکړي له عدالت او آزادۍ څخه برخمن شئ له همدې کبله پرلپسې د هغوی پر وړاندې توطئې جوړوي او له زور او ویری څخه کار اخلي.

خویندو، په یوې منظمې مبارزې سره د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی له ریښې راوباسو!

د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په ۱۷مه، ملګرو ملتونو، د نوامبر ۲۵مه چی د دومینکین میشتو درې مبارزو خویندو چی د «میرابال خویندو» په نوم یادیږي ځناوریزه وژنه پکی ترسره شوه، دغه ورځ یی «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی منع‎کیدو ورځ» باندی ونوموله.

ښایی د نړۍ په هیڅ ګوټ کی د افغانستان په کچه د «ښځو آزادۍ» او «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی له منځه وړلو» او نورو زړه‎راښکونکو شعارونو په اړه خبری نه وی شوی. په تیره بیا د امریکا د یرغل او د هغوی د چوپړانو د واکمنۍ په یوه نیمه لسیزه کی، افغانه ښځه د خاینو نیواکګرو او د هغوی د لاسپوڅو د ملنډو او غولونکو نندارو په اسبابو بدله شوی ده ترڅو په دې توګه خپل ارتجاعی، ناتارکونکی او کرغیړن واقعیت و پوښي. د مرخیړي په څیر د سلګونو انجیوګانو په اصطلاح «د ښځو حقونو پلویانو» سر راپورته کول او په همدغه نوم د میلیونونو ډالرو فنډ اخیستل، دا ټول د امریکا او لویدیځ هڅې دي چی زمونږ په هیواد کی د جنایتکارانه جګړې ریښتینی ماهیت وپوښي او داسې ښکاره کړی چی افغانستان ته د لوټ لپاره نه بلکه د ښځو د ژوند ښه‎والي لپاره یی دلته لښکرلیږدولی دی. یوازی یو موټی ننداریزې او د پردیو او د جنایتکاره جګړه‎مارانو چوپړانې لکه ناهید فرید، شکریه بارکزی، فوزیه کوفی، آمنه بلخی، قدریه یزدان‌پرست، فاطمه گیلانی، آمنه افضلی، سیما سمر، آزیتا رفعت، شینکی کروخیل او... مقام او ډالرو او نوم او شهرت ته ورسیدلی خو د افغانستان ډیرۍ ښځې د وینه‎څښونکو بنسټ‎پالانو او طالبانو او داعشیانو تر واکمنۍ لاندې په دغه ویجاړ شوی او ویرجن هیواد کی ځپل شوی، او له درده ډکه کریغې یی ددې هیواد له هر ګوټ څخه راپورته دي. نور آن د بشر د حقونو نړۍ‎وال سازمانونه هم نشی منکریدلی چی افغانې ښځې د طالبانو له تورې دورې څخه بدتره د زور او زیاتي تر بار لاندی له درده‎ډکو حالاتو سره مخ دي.

د امریکا، ناتو او د هغوی د لاسپوڅو په شتون کی، سوله او نیکمرغي ناشونی ده!

د اکتوبر اوومه هغه بدمرغه ورځ ده چی زمونږ خلک یی نور هم د جنایت او ځناورتوب او بدمرغۍ کندې ته وغورځول. پوره شپاړلس کاله وړاندی امریکا او ناتو خپل بمونه د «دموکراسۍ لیږدولو» او «ښځو آزادۍ» تر نوم لاندی پر هغه کړیدلی ولس وورول چی له تیرو درې لسیزو راپدیخوا د جنایتکاره دولتونو له لوری لکه خلقیانو او پرچمیانو، د پیښور اوه‎ګوني او تهران اته‎ګوني تنظیمونو او ځناورو طالبانود خپلو ختیځو او لویدیځو بادارانو په ملاتړ، هره ورځ ځپل کیدل او وژل کیدل. خو

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 231 میلمانه آنلاین لرو