پری‎نږدو ځناور واکمنان زمونږ په یادښت باندې لوبه وکړي د فرخندې په وړاندې ترهه هیره شي!

پری‎نږدو ځناور واکمنان زمونږ په یادښت باندې لوبه وکړي د فرخندې په وړاندې ترهه هیره شي!

د فرخندې له مړینې دوه کاله تیر شول، هغه زړه‎بوږنونکي جنایت چی د افغانستان او نړۍ باوجدانه انسانان یی ولړزول خو نامحترمه «چارواکو» غوږ هم پری و نه خوږاوه او تر نن ورځې ددغه بی‎ساري ځناورتوب اصلی ترسره کونکو لکه شرف بغلانی، حبیب ده‎افغانان او ددوی ملاتړي سرجنایتکارانو ته د خپلو کړنو سزا ورنکړای شوه او په آزاده توګه ښکته پورته ګرځي. څو تنو د ښځو ضد او کرغیړنو لکه ملا ایاز نیازی، سیمین حسن‌زاده، زلمی زابلی، حشمت ستانکزی د فرخندې وژونکو ملاتړ وکړ او که د فیسبوک کارونکو بمبار لاندی نه وای نیول شوی، په ډاډ سره ډیر شمیر نور دولتی همفکران یی هم د ځان مسلمان ښودنې لپاره له هغوی سره یوځای کیدل.

په کړاو سره د فرخندې وژنې او د څو تنو ننداریزې محاکمې یو وار بیا دا په ډاګه کړه چی د امریکا تر نیواک لاندې او د هیواد‎پلورونکو تر ولکی لاندې هیواد کی عدالت او برابري هیڅ ارزښت نلري او په ځانکړی توګه کله چی قربانی یوه ښځه وی، فاسد چارواکی په خاینانه توګه په پراخه ټنډه هغه پټوي. اشرف غنی خپله ناولی څیره هغه وخت په روښانه ډول ښکاره کړه چی له دغه زړه‎بوږنونکی ناورین څخه په بی‎پروایی تیر شو او ټول سوچ یی دا دی چی څرنګه د بیوزله او بدمرغه ولس له جیب څخه په ډولا ډول لارو دولت خزانې ته پیسې ولیږدوي او د لوټمارو چارواکو جیبونه ډک کړي.

ځناور واکمنان له ولسی محاکمې څخه د د تیښتې لپاره، د کمیسیونونو جوړولو او نورو غولونکو لارو په جنایتونو او خیانتونو پرده اچوي. د شهید فرخندې په اړه هم لمړی د خلکو غولولو لپاره یو کمیسیون جوړ شو چی په راس کی معامله‎کونکو او سرکاری ښځو شتون درلود چی هیڅ لاسته راوړنه یی نلره. وروسته د خلکو غوسې آرامولو لپاره ښکاره او له ملنډو ډکه محاکمه ونیول شوه. خو په عمل کی نه یواځې دا چی ددغه ځناورتوب اصلی ترسره‎کونکو ته سزا ورنکړل شوه بلکه د د هغې کورنۍ او نیاوغوښتونکو خولۍ بندولو لپاره لاس په کار شول. دولتی بنسټونو د پرلپسې ستونږو جوړولو له لاری کوښښ وکړ چی د همبستګۍ ګوند له لوري د «شهید فرخندې څلۍ» جوړولو مخ ته خنډ شی چی له نیکه‎مرغه د ګوند د فعالانو او ولسي ملاتړ فشار په پایله کی دغه څلۍ بشپړ شوه. د فرخندې د وژل‎کیدو لمړي تلین په مراسمو کی، کله چی د هغې کورنۍ او په ځانګړی توګه د هغې زړه‎وره مور د رسنیو پر وړاندې راڅرګنده شوه او د لور پر وړاندې یی د جنایت ترسره‎کونکو په محاکمه کی د دولت له ناغیړۍ څخه وویل، وګواښل شوه او د خولۍ بندولو هڅه یی وشوه.

نن هم وروستۍ څیړنی او راپورونه دا څرګندوی چی ډیرئ تورن آزاد شوی او له وروستۍ فیصلې هیڅ خبره نشته. آن تردې چی سپوږمۍ وردک، د ښځو چارو وزارت معینه «ددغې قضې په اړوند په اجرایی او قضایی بنسټونو کی د ځینو زورواکانو له نفوذ او لاسوهنی» څخه خبری کوی خو کاشکی چی د هغوی د نوم اخیستلو وجدان او جرات یی درلودلی او یا د یوې افغانې ښځې پر وړاندې د دومره خیانت په لیدو سره له دغه بی‎ارزښته مقام څخه ګوښه شوی وای.

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» پر کړیدلو خلکو او پرمختللو ځواکونو غږ کوی چی یو بل ته لاس ورکړي او د بسټ‎پاله او غیر بنسټ‎پاله مرتجع ناتارکونکو پر وړاندی راولاړ شو که نه نو د هرې افغانې ښځې او سړي حال به له فرخندې څخه بهتر نه وي. باید پری‎نږدو چی زمونږ پر يادښت لوبې وشي. لږ تر لږه دومره خو کولای شو چی د فرخندې د وژل‎کیدو په تلین کوڅو ته راووځو او پری‎نږدو چی د فرخندې، رخشانې، تبسم او د افغانستان په زرګونو نورو نوم‎ورکو ښځو پر وینو معامله وشی او د افغانې ښځې پر وړاندی نور ځناورتوب ته لاره هواره شي. زمونږ چُپتیا، زمونږ مرګ دی!

د افغانستان همبستګۍ ګوند

۱۳۹۵ کال د کب ۲۸مه – ۲۰۱۷ کال د مارچ ۱۸مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 296 میلمانه آنلاین لرو