پری‎نږدو چی افغانستان د زبرځواکونو د وسلو د سیالۍ ډګر وګرځي!

پری‎نږدو چی افغانستان د زبرځواکونو د وسلو د سیالۍ ډګر وګرځي!

دا ځل امریکا د خپل سلاح‎کوټ تر ټولو ستر غیرهستوی بم چی د «ټولو بمونو مور» په نوم شهرت لری، پرته له کوم خنډ او اندیښنې څخه زمونږ په هیواد کی وازمایه. که ددغو ویرونکو آزمایښتونو پر وړاندی چُپ پاتی شو، زمونږ افغانستان به یووار بیا د زبرځواکونو د وسلو د سیالیو ډګر وګرځي آن تردې چی د هستوی بم خطر به هغه وګواښي.

امریکایی جنایتکاران او د هغوی رسنۍ غواړي دا پر مونږ ومني چی ددې موخه په اچین ولسوالۍ کی د داعش ډلې د «سموڅو نړول» وو، خو دا د داعش ځواکمن ښودلو لپاره یو درواغ دي. داعش د طالبان په څیر د امریکا ارمونی اولاد دی او هیڅکله به خپل دغه روزل شوي چی ددوی د غوښتنی سره سم د بی‎ساري ځناورتوبونو ترسره کولو لپاره ډګر ته راغلی دی له منځه یونسي. که امریکا د داعش پر ضد وای نو ولی یی په عراق او سوریه کی د هغوی ستر کاروانونه روغ پریښودل او هیڅکله یی پر هغوی د بمونو مور ونه غورځوله؟

د هغو مالومات پر بنسټ چی مونږ له سیمې څخه ترلاسه کړي، دغه ۱۶ میلیوني بم په یو تش ډاګ کی غورځول شوی او یواځې د آرموینې لپاره په کار وړل شوی ترڅو امریکا د سیمې سیالو ته او په ځانګړی توګه روسې ته ګوت‎څنډنه وکړی چی په هډو کی داسی ویجاړونکی وسلې ځای پر ځای کړی دی او افغانستان کی یی هم د داعش او طالب همفکره ناتارکونکو په ټومبلو سره داسی لاسپوڅی او بی‎ارادې دولت رامنځته کړی چی د هر ډول ویجاړونکی وسلې استعمالولو زمینه ورته برابره ده.

ددغه بم کارول د «ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې» سره هیڅ تړاو نلری ځکه زمونږ خلک په دې پوهیدلی دي چی په تیرو ۱۵ کلونو کی امریکا خپله په افغانستان کی د ډولاډول ترهګرو منځته راوړونکی او تمویل‎کونکی ده او په کراتو یی اعلان کړی چی له طالبانو سره هیڅ دښمنی نلری. او بله داچی د ډیرو لاسوندونو پر اساس دا په ډاګه شوه چی داعش په منځني ختیځ کی د امریکا استراتیژیکه وسله ده او هڅه کوی چی د روسې پولو بی‎ثباته کولو لپاره د هغې مخ د افغانستان شمال لوری ته واړوی.

په داسی حال چی په سوریه کی د امریکا او روسې دښمني خطرناک پوړ ته رسیدلی ده، ټول دا ګوت‎څنډنه کوی چی ددغو دوه وینې‎څښونکو زبرځواکونو ښکر په ښکر کیدو بل ډګر افغانستان دی. زمونږ هیواد چی یوځل د ساړه جنګ په لړ کی ددغو دواړو د جګړې ډګر ګرځیدلی وو د خپل تاریخ خونړی او ناورین څخه ډک دوران یی تجربه کړی دی، باید اجازه ورنکړو چی دا ځل د ویجاړۍ کندی ته ولویږو. د ملی ځناورتوب دولت له امریکا سره د مریتوب هوکړې په لاسلیکولو او د بادارانو ددغه آزمایښت په تاییدولو سره یی، زمونږ د ولس په حق کی ستر خیانت ترسره کړ. خو د افغانستان خپلواکۍ‎غوښتونکی او آزادۍ‎غوښتونکی خلک باید ددې ویجاړونکی خطر په درک کولو سره پرې‎نږدي چی هیواد یی د ختیځ او لویدیځ د وسلو د سیالیو په انډوخر کی وځپل شي.

په تیرو ۱۵ کلونو کی ددغو بمونو او د امریکا بریدونو اصلی قربانیان زمونږ بی‎دفاع او بیوزله خلک ول. دغه بمونه خطرناکه کیمیاوی او رادیواکتیوي مواد لری چی پر چاپریال او خلکو اوږدمهاله او ناوړه اغیز لری چی زمونږ چاپریال یی خورا ککړ کړی دی.

باید د امریکایی رسنیو په درواغجنو او له منلډو ډکو نندارو او د دولت ویاندانو چی د پنتاګون په اعلامېو شخوند وهی، و نه غولیږو. که چیرې د امریکا او د هغې د مریانو ښکرونه ورمات نکړو، پرته له ګومانه یوه ورځ به زمونږ په ګران افغانستان کی خپله اتمی وسله هم وآزمایی.

د افغانستان همبستګۍ ګوند
۱۳۹۶ کال د وري ۲۶مه (۲۰۱۷ کال د اپریل ۱۵مه)

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 674 میلمانه آنلاین لرو