د افغانستان خلک تر اوسه د غویی اوومې او اتمې جنایتکارانو په اور کی سوزې

د افغانستان خلک تر اوسه د غویی اوومې او اتمې جنایتکارانو په اور کی سوزې

د غویی اوومه او اتمه زمونږ په تاریخ کی هغه دوه کرغیړنې ورځې دي چی تر نن ورځې پوری زمونږ هیواد او خلک په اور کی وسوځوی او پر لپسې له هغې څخه ډولا ډول جنایتکاران زیږول کیږي. هغه دوه تورې ورځې چی ددې خاورې اوسیدونکی هیله کوی کاشکی په کلیزه کی نه وای تر څو د هغو ویرونکې یادونه هر کال په ذهنونو کی راڅرګندې نشي: د خونړۍ کودتا یادونه؛ د زرګونو بی‎ګناه انسانانو اعدام و ورکیدنه؛ ربړونه او ژوندي ښخول؛ در په دري او د روسانو له بمونو څخه تیښته؛ په ایران او پاکستان کی د سپکاوي زغمل. ورپسې د ښه راتلونکی په تمه، د غویی اتمې جلادانو بدمرغه افغانستان په خپلو تورو منګولو کی راګیر کړ او داسی ناوړه جنایتونه یی ترسره کړل چی پخوانی یادونه یی پاک کړل: د کابل ښار هره کوڅه د جګړې په لومړي کرښه بدلیږي؛ په لومړی ورځو کی ټول عامه ځایونه او دفترونه لوټ‎یږي؛ پر ۷۰ کلنو میندو او وړو نجونو جنسي تیری کیږي؛ د ښځو زیږون لیدنه د ټوپکسالارنو په تفریح بدلیږي؛ شکریه او ناهید او په لسګونو نورې ښځې او نجونې لوټ کیږي؛ په افشارو کی نسل‎وژنه ترسره کیږي؛ د انسانانو په سرونو میخونه ټکوهل کیږي د «مړو نڅا» نندارې ته وړاندی کیږي؛ پر بندیانو میتیازې څښکل کیږي او په کانتینرونو کی ژوندی سوځول کیږي؛ د هندو اوسیک هیوادوالو پر وړاندې خاینانه او شرمناکې کړنی ترسره کیږي او د هغوي شتمنې او جایدادونه نیول کیږي؛ کارخونې او پوځي وسلې د کباړ په بیه پر پاکستان خرڅیږي؛ کابل د روحونو په ښار بدلیږي؛ هیواد د قوم او ژبې او مذهب په اور کی په اورغالي بدلیږي؛ د پاکستان او ایران مرتجع هیوادونو خونړي لاسونه زمونږ په هیواد کی پرانستی پریښول کیږي او په سلګونو نور ظلمونه او هیوادپلورنه او ټګمارۍ. خو له هغې څخه وروسته، زمونږ خلکو د منځنیو پیړیو طلبانو زورواکی او دُرې وزغملې، د امریکا او ملګرو له بمونو سره مخ شول او یوواری بیا د غویی اتمې جلادان پر مونږ را وتپل شول چی دا ځل د غویی اوومې جنایتکارانو سره یوځای د ډالر بوریو په اخیستلو سره، یوه نیمه لسیزه کیږي چی له نیکتایی او دریشۍ خو کرغیړونو فکرونو او خونړیو لاسونو سره، خیانت او ناتار او فساد او هیواد‎پلورنه کوی او افغانستان یی خلکو ته په دوزخ بدل کړی دی.


خو سږ کال د ښار په څنډو کی د کابلیانو د قصاب بدمرغه انځورونو شتون، پر کابلیانو هغه ټول له درده ډک یادونه لا زیات درونوالی کوی چی له نیکه‎مرغه د راکټیار له راتګ څخه وړاندی یو شمیر شرفتمنده ځوانانو د انځورونو په څیرولو او مرداري شیندلو سره دا وښودله که امریکا زر واری کوښښ کړي چی خپل کوکري د «سولې» په رنګ سینګار کړي، ولس دغه ناتارکونکي زذیلان نه مني. هغه ښار چی د اوسیدونکو په غوږنو کی اوس هم د ګلبدین د راکټونو انګازې دي او د ټپي ماشومانو، ښځو او سړو د چیغو خپسه اوس هم هغوی خوب ته نه پریږدي، دغه پردي‎پاله مریان نه بخښي. شاید نن امریکا او لاسپوڅي دولت یی په دې وتوانیږي چی د څو ورځو لپاره د میلیونونو ډالرو په زور چی «اروپایی ټولنې» ورته برابر کړي او پر وسلو سبمال ساتونکو په مرسته د کابل په یو ګوټ کی دغه جلاد ځای پر ځای کړي، خو هغه نور په خوسا مړي بدل شوی چی په خپل پټنځای کی هم د ولس د محاکمې له ویری، آرامه خوب به ونلري.

د غویی اومه او اتمه، هغه تورې ورځې دي چی د غلامانو په څیره بدلولو، هغه ټول له درد نه ډک یادونه د خلکو له فکرونو نه پاکیږي. د عدالت پلی کول ددغه ولس د ټپونو پټۍ کولو حتمی شرط دي او پر عدالت ولاړې عزتمندې سولې ته د رسیدلو یواځنۍ لاره ده. هغوی چی د «هیرولو» او «بخښنې» خبری کوی، یا له تاریخ څخه بی‎خبره دي او یا د نیواک او ارتجاع په خدمت کی چوپړان دي. د نړۍ تاریخ دا مونږ ته په ډاګه کوی چی پردي‎پاله جګړه‎ماران هیڅ‎کله د سولي پیغام راوړونکی نشی‎کیدلی. د جګړې او ویجاړۍ له منځه وړلو لپاره، باید د هغو ترسره کونکي محاکمه او سزا ورکړل شي که څه هم ددغې ستري غوښتنی پلی کیدل، ډیرو هڅو او وخت ته اړتیا ولري.

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» له دغې بدمرغۍ څخه د خلاصون یوازنی لاره د افغانستان خلکو په پوهه سازمان‎ورکونه او مبارزه کی ګوري. هیڅ بیرونی او لاسپوڅی ځواک مونږ له دغه ناورین څخه نشي ژغورلی، زمونږ د خلاصون کونجي زمونږ په لاس کی ده. له همدې کبله پر ټولو پرمخ‎تللو او آزادۍ‎غوښتونکو ډلو او کسانو غږ کوی چی ددې رنځیدلی ولس په پوهه او سازمان‎ورکونه کی هڅه وکړي، د خطر او ستونږو په ګاللو سره، پردي او چوپړان یی تسلیمیدلو ته اړباسو. ددغه ولس راپاڅيدل، ددې ځناورو د واکمنۍ وروستۍ ورځ ده. باید په دې لاره کی و نه ډاریږو او قربانی ورکړو، ځکه هر څاڅکی وینه چی د خپلواکۍ، آزادۍ، عدالت او دموکراسۍ په لاره کی تویږي، د خلکو د راویښیدلو راتلونکی خړوبوي.

د افغانستان همبستګۍ ګوند

۱۳۹۶ کال د غویی ۸مه – ۲۰۱۷ کال د اپریل ۲۸مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 254 میلمانه آنلاین لرو