د غویی اوومې او اتمې جنایتکارانو له محاکمې پرته، زمونږ خلک سوله او ښیرازي نشی لیدلی!

د غویی اوومې او اتمې جنایتکارانو له محاکمې پرته، زمونږ خلک سوله او ښیرازي نشی لیدلی!

که څه هم د غویی اتمې او اوومې له تورو ورځو کلونه تیریږي، خو لا تراوسه هم زمونږ کړیدلي خلک ددغو دوه بدمرغه ورځو له ناورین څخه خلاصون نلري. دوه کرغیړنې ورځې چی زمونږ له ولس څخه یی په زرګونو قربانیانې واخیستلې؛ په میلیونونو یی بی‎کوره کړل؛ زرګونو په آزادۍ‎مین او باوجدانه انسانان یی له منځه یوړل؛ له ۷ کلن ماشوم څخه تر ۷۰ کلنو میندو جنسی‎تیری وشو؛ زمونږ ټولنیز او اقتصادی بنسټونه له منځه ولاړل؛ د ولس شتمنۍ لوټ او ویجاړې شوي؛ او په سلګونو نورې بی‎رحمۍ او کړاونه. ټول ولس ته دا په ډاګه شوه چی د هیواد نننې ناورین او بدمرغیو لاملان د خلق ـ پرچم مشران او د تنظیمي ډلو واکداران دي. ددوی د خیانت پایله وه چی افغانستان د پاکستان او ایران زورواکو دولتونو او د امریکا تر مشرۍ لاندې د څلویښتو هیوادونو د لاسوهنو په ډګر بدل شو.

له ټولو نه د ویر ځای خو دادی چی لا تراوسه هم ددغو دوه بدمرغو ورځو لاملان د امریکا او د هغې ملاتړو تر بیرغ لاندی زمونږ د خلکو په برخلیک باندی واکمن دي او د لوټ او کرغیړن‎توب په بل پړاو کی بوخت دي، خو په بی‎ساری بیشرمۍ سره ځان ته «اتلان» واي. په ځانګړی توګه د اتم د غویی جنایتکاران چی د خپلو پاکستاني او عربی او ایرانی واکدارانو په امر یی کابل او ټول افغانستان په وژن‎ځای او کنډواله بدل کړی وو، تر دی حده بی‎شرمه دی چی ددغه ځناورتوب یومیلیونم مسوولیت هم په غاړه نه اخلی عدالت څخه د ځان خلاصیدو په موخه، د تیرو څلورلسیزو ویجاړۍ او ځناورتوب پړه د «بهرنیو لاسوهنو» په اوږه اچوي. خو دا یو څرګند حقیقت دی چی په هره پدیده کی، دننني لاملونه له بهرنیو څخه اصلی رول لري. که دغه ناخوالی په افغانستان کی نه‎وای تر سره شوی، نو په ډاډ سره ویلی شو چی نن به زمونږ خلک د طالب او داعش، چاودنو او ځان‎وژنو او د امریکا او ناتو الوتکو بې‎ځنډه بریدونو او نورو بلاګانو سره لاس او ګریوان نه وای.

د افغانستان دولت چی د نیواکګرو هیوادونو له فاسدو وطن‎پلورونکو چوپړانو څخه جوړ شوی، پرلپسې د «سولې لړۍ» تر ښایسته نوم لاندې طالبی او ګلبدینی انسان خوړونکو ته یی باج ورکړ او انسان وژونکی یی له زندانونو خوشی کړ. خو سوله له عدالت پرته مانا نلري، هغه عدالت چی په تیره یوه‎نیمه لسیزه کی په ربړونکی توګه د ظالمانو او لوټ‎مارانو د خوښۍ قربانی شوی. د کابل او ولایتونو خونړي بریدونه، ددغه ملی‎ضد سیاستونو پایله ده چی زمونږ بی‎وزله خلک د هغې قربانیان دي. په واقعیت کی د ع او غ ملا-مافیایی دولت د کرزي خوسا دولت په څیر، د هغو خاینانه سیاستونو پلی کونکی دی چی د جان‎کیری او سپینې ماڼۍ له لوری ورته ویل کیږي. د شمال او په ځانګړی توګه د قندوز ناامني، په تاوتریخوالي کی د هیواد ډوبیدل، قومي او مذهبی او سمتي تضادونه، بیوزلي، بیکاري، ناورین او سخت‎دریځتوب ددغه غولونکو سیاستونو منطقي پایله ده. امریکا هڅه کوی چی افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ او مخدره‎توکو مافیا په مرکز بدلولو سره، روسې او چین ته بی‎ثباتي ولیږدوي او دغه رقیبان په ځمکه راوغورځوي. د افغانستان خلک د امریکا او د هغې د افغاني لاسپوڅو دغو نیواکګرو سیاستونو ګرانه بیه ورکوي.

کړیدلو هیوادوالو!

تر هغې چی اتم او اووم غویی ناولي داغونه د خپل هیواد له لمنې پاک او له ناورینونو سره یی حساب یو طرفه نکړو، زمونږ افغانستان د هوساینې او نیک‎مرغۍ مخ نشي لیدلی. د جنایتکارانو او د پردو چوپړانو د بخښنې فرهنګ ددی لامل شوی چی هیواد مو ورځ تر بلې د ظلم او ویرې په څرخاو کی ډوب شي. راځۍ چی یو بل ته لاس په لاس کی ورکړو هیواد له دغو تیارو او ځناورتوب څخه وژغورو. د کړیدلو خلکو له یووالی او پوهې او مبارزې پرته، له دغه حالت څخه خلاصون بله لاره نشته.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» د افغانستان ټولو آزادۍ‎غوښتونکو او شرافتمنده ګوندونو او عناصرو ته د هر ډول بنسټ‎پالۍ، ارتجاع او بهرنۍ لاسوهنو په وړاندی د مبارزې بلنه ورکوي. سولې، عدالت او دموکراسۍ ته د رسیدو یواځني لاره یووالی او مبارزه ده. په نړۍ کی یوازې هغه ولسونه په امن او سرلوړي اوسیدلي دی چی خلکو یی د یو پرمخ‎تللی ګوند تر بیرغ لاندی د بی‎عدالتۍ پر وړاندې جګړه کړي وي.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

۱۳۹۵ کال د غویی ۷مه – ۲۰۱۶ کال د اپریل ۲۶مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 660 میلمانه آنلاین لرو