د فرخندې په وینو ککړې جامې د بنسټ‎پالانو او نیواکګرو پر وړاندې د مبارزې بیرغ کړو!

د فرخندې په وینو ککړې جامې د بنسټ‎پالانو او نیواکګرو پر وړاندې د مبارزې بیرغ کړو!

په کابل کی د فرخندې د وژل کیدو له ویرونکی ورځ یو کال تیر شو چی نه یواځی زمونږ ولس بلکه ټوله نړۍ یی په هیبت او ویره کی ډوبه کړه. خو د کرغیړنو واکمنانو ناولو وجدانونو هیڅ ټکان ونخوړ او تر اوسه اصلی وژونکی او د هغوی ملاتړی د عدالت له منګولو څخه بهر دی او په تیر یو کال کی په ګڼو چارو هڅه وشوه چی زمونږ د وخت د تاریخ په زړه‎بوږنونکی ځناورتوب پرده واچول شي.

د فرخندې پر وړاندې د جنایت ترسره‎کونکو د دوهمې درجې عاملانو له ملنډو ډکې ښکاره او پټې محاکمې زمونږ د خبرو ریښتینولي په ډاګه کړه چی د داسی ځناورتوب ترسره کول په دولت کی د شته جنایتکارانو له ملاتړه پرته ناشونی دی. ددغې زړه‎بوږنونکی پیښې ترشا هغوی شتون درلود چی غوښتل یی یوځل بیا د کابل د خونړیو جګړو یادونه د کابلیانو په ذهنونو کی تازه کړي او په دې توګه خلک چوپتیا او درناوي ته اړ باسي. خو د فرخندې وینې د توراندو ځناورو نقاب څیری کړ او له کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره زمونږ خلک د نیاوو غوښتلو لپاره د بنسټ‎پاله ځناورو پر وړاندې راولاړ شول.

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د آزادۍ‎غوښتونکو انسانانو په مرسته او د شهید فرخندې د ټوټه-ټوټه کونکو ملاتړو د مخالفت او خنډ جوړوني پر وړاندې ودریدو سره په دې وتوانیده چی د هغې په یاد دغه څلۍ جوړه کړي ترڅو د ښځو ضد ویجاړونکو او رټل شوو پر وړاندې، د یو آزاد او سمسور افغانستان چی له هر ډول تبعیض او شډلتیا څخه پاک وی، د ښځو او سړو کوکارو تل‎پاتی انګازه وي.

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» یو واری بیا پر ټولو کړیدلو خلکو او آزادۍ‎غوښتونکو عناصرو باندی غږ کوی چی د فرخندې وینه د هر شرافتمند افغان وجدان دی، پری‎نږدو چی خاینان زمونږ شرف تر پښو لاندې کړي. که د فرخندې په اړه عدالت په ریښتیني توګه پلی نشي، نور به ددې خاورې هیڅ ښځه او لور په امن کی نه وي. بنسټ‎پاله جنایتکاران او د هغوي په اصطلاح روڼ‎آندی چوپړان هڅه کوی ترڅو زمونږ خلک د فرخندې، رخشانې، تبسم او ددې خاورې زرګونو نورو ښځو او سړو پر وړاندې ددوي ځناورتوب له یاده وباسي، خو دا زمونږ دنده ده چی د فرخندو له وینو ډکو جامو د عدالت‎غوښتنې بیرغ کړو ځکه چی سوله او ټیکاو او نیکمرغي د یوې حق‎غوښتونکی سرښندنې پرته نه ترلاسه کیږي.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

۱۳۹۴ کال د کب ۲۷مه (۱۷ مارچ ۲۰۱۶)
کابل

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 675 میلمانه آنلاین لرو