د بنسټ‎پالۍ او نیواک پر وړاندې مبارزه د افغان ښځو خلاصون په لار کی لومړنی ګام دی!

د بنسټ‎پالۍ او نیواک پر وړاندې مبارزه د افغان ښځو خلاصون په لار کی لومړنی ګام دی!

سږ کال په داسی حال کی د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ لمانځو چی له بده‎مرغه په هیواد کی هره ورځ د ښځو پر وړاندی د وژنې، تیري، وهلو ټکولو د غوږونو او پوزو د پری‌کولو شاهدان یو. په همدې حال کی ګورو چی لاتر اوسه هم د فرخندې، رخشانې او ددې خاورې لسګونو نورو ښځو وژونکي پرته له محاکمې او پوښتلو خپلې زورواکۍ ته دوام ورکوي او د دولتي او غیردولتي سترو جنایتکارانو ملاتړ له ځانه سره لري.

په تیرو څلور لسیزو کی زمونږ په هیواد کی جګړه روانه ده او د ښځو او دیموکراسۍ ضد عناصر چی له خلق او پرچم نه نیولې تر اووه‎ګوني او اته‎ګوني تنظیمونو، طالبي ځناور او د امریکا ګوډاګیانو پر مونږ واکمني وکړه، چی زمونږ د هیواد ښځو د خپل ژوند تورې او بدمرغه ورځې لرلې. په خاصه توګه په تیرو ۱۵ کلونو کی، په اصطلاح د دموکراتیک دولت تر واکمنۍ لاندې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او جنایتونه لوړ حد ته رسیدلی دی. وروستی راپورونه چی د هیواد ښځو او نجونو سپکاوي او په زوره د بکارت معاینه کولو په اړه خپور شوی، د ع او غ ښځو ضد نظام او د هغوي بهرنیو ملاتړو پر مخ بله سپیړه ده.

په ټولو ټولنو کی بنسټ‎پاله او مرتجع دولتونه او قوتونه خپل له منځه‎توب د ښځو په پوهه کی ویني، نو له همدی کبله ددغو رژیمونو له سترو مشخصاتو څخه یو هم د ښځو خلاصون غورځنګونو ځپل او د نړۍ دغه نیمایی برخه د کور په څلور دیوالۍ کی بندول دي. زمونږ په هیواد کی هم کله چی په اویایمه لمریزه لسیزه کی تنظیمي ډلو ټپلو واک ترلاسه کړ، له لومړنیو ګامونو څخه یو یی د ښځو سره ضد او د هغوی حقونو او آزادۍ له منځه وړل وه. نن ورځ هم زورواکي او ټوپک‎سالاران له خپلو طالبي هم‎فکره ورونو سره افغانې ښځې د خپلو جنایتونو او انډوخر قرباني کوي.

قدرمنو خویندو،

د مارچ اتمه د مبارزو او اتلو ښځو د سرښندنو یادونه کوي چی د خپلو حقونو لاس ته راوړلو لپاره بی‎باکانه و جنګیدلي او په دی لار کی یی له خپل ځان څخه پانګه پریښوده. تاریخ ددی ګواه دی چی د هیڅ هیواد ښځې د یو نیواکګر هیواد د توپ او ټوپک په زور خپلو حقونو ته نه دی رسیدلي.

په دی کی هیڅ شک نشته چی په تیرو څلویښت کلونو کی زمونږ د هیواد ښځو تر ټولو ډیرې قربانیانې زغملي دي او ډیر بد ظلمونه پر هغوي شوي دي، خو له بل پلوه زمونږ د هیواد تاریخ له اتلو ښځو څخه ډک دی چی د هغوي کار او سرښندنې باید زمونږ د ژوندانه بیلګه وي. له دې ټول تاوتریخوالي او شډلتیا څخه د خلاصون لپاره باید د میوند ملالۍ، ناهید، وجیهه، مینا او نورو مبارزو او نه ډاریدونکو ښځو په څیر هر ډول سرښندنو ته تیارې وسو. د ښځو حق غوښتونکي جیغې کولای شي یو ولس د خلاصون په غورځنګ بدلې شي. په دی تیر کال کی مو ولیدل چی څرنګه د فرخندې او تبسم وینو زمونږ خلک یو موټی کړل او په یو غږ یی په زرګونو خلک سرکونو ته راوباستل چی د ع او غ فاسد رژیم یی ولړزاوه. دا زمونږ دنده ده چی دغه د عدالت‎غوښتنې څپه توده او له ولولو ډکه وساتو.

د کوباني توریالیو ښځو مبارزه چی مونږ ته ورته شرایط لري، کیدای شی چی مونږ ته بیلګه اوسي. تر هغې چی د افغانستان ښځې خپله په پوهې سره د ځان خلاصون لپاره راولاړې نشي، هیڅ ځواک نشي کولای دوی د بنسټ‎پالۍ او فیودالۍ له خوسا مناسباتو څخه وژغوري.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» چی د ښځو پر ځواک پوره باور لري، ټولو هغو پرمخ تللو قوتونو او کسانو ته چی د ښځو ریښتیني ملاتړي دي د دوستۍ لاس ورکوی او د هغوي د پیوستون غوښتونکی دی. د هیواد پدې غمیزو شرایطو کی، تاریخ دغه دروند پیټی د پرمخ‎تللو ځواکونو او کسانو پر اوږو ایښی دی چی د ښځو پوهاوی او د هغوي یو موټی کول د خپلې مبارزې په لومړیتوب کی ونیسي ځکه پرته د ښځو له فعال ګډون څخه هیڅ مبارزه بریالیتوب ته نه رسیږي.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

د ۱۳۹۴ کال د کب ۱۸مه – ۲۰۱۶ کال د مارچ ۸مه
کـابل

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 376 میلمانه آنلاین لرو