امان الله خان

نیږدې یوه پیړۍ وړاندې شاهزاده د خپلو مشروطه غوښتونکو ملګرو په مرسته د پرمختګ غوښتنې او ملي آرمانونو لپاره خپل عیاشه او خاین پلار (شاه حبیب الله خان) سر چې د خلکو په برخلیک یې لوبې کولې، په نښه کړ او د نیواکګرو پروړاندې ودرید او قسم یې وکړ «ترڅو چې له فرنګیانو څخه د هیواد خپلواکي وانخلم، دغه توره به پر ځمکه کیږندم». د تاریخ دغه لړۍ چې د نیواک شوي خاورې لپاره یې ډیره وینه او کلک هوډ غوښته، د ملت لخوا په شانداره توګه بدرګه شو، چې په پای کې د انګلیس په ملا ماتیدونکي ماتې بدل شو او د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸مه زموږ هیواد خپلواکي ترلاسه کړه.

نن ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۴مې کلیزې سره سمون خوري، هغه خپلواکي چې د ملت د کلکې ارادې غوښتونکی و او میړانه آزادي غوښتونکو لکه امان الله خان، محمود طرزی، غلام نبي خان چرخي، ولي خان دروازي، سرورجویا، عبدالرحمان لودین، سرور واصف، میربچه خان، میرمسجدي خان او نورو ډیرو سرښندونکو ژمنه وکړه او پرته د هیواد او خلکو، د خپلو شخصي، قومي، ژبني، مذهبي او ډله ییزو ګټو په اړه یې هیڅ فکر ونه کړ. لیکن له بده مرغه ټول چوپړه دولتونه چې دلته ښکته او پورته شوي او کیږي، تل یې هڅه کړې چې د رښتینې اتلانو پرځای غله او جنایتکاران د رنګا رنګو اتلانو پر نوم وپوښي او د ملت پراوږو یې ورسواره کړي.

کنفرانس مشترک احزاب مترقی پاکستان و افغانستان

د افغانستان او پاکستان مترقي ګوندونو دریم ګډ کنفرانس «د پاکستان د کارګرانو ولسي ګوند» او «د افغانستان د همبستګۍ ګوند» ګډو هڅو په واسطه د «سویډن چپ ګوند» په مرسته د « بنسټپالي او تروریزم د ښځو د پرمختګ په لاره کې عمده ګواښ» تر نامه لاندې د جون په ۲۳ او ۲۴ نیټو، کال ۲۰۱۳، کابل کې په لاره واچول شو. پدې نړیوال کنفرانس کې چې د همبستګۍ ګوند په کوربه توب په لاره اچول شوی و، د هغه ګوندونو، سازمانونو، ټولنیز نهادونو نمایندګانو او ملي او دموکرات افرادو پکې ګډون کړی و چې د ښځو حقوقو په برخه کې په سیمه کې فعال دي.

پدې کنفرانس کې د ګډون کونکو ترمنځ په عمل کې د ګډې مبارزې په اړه پریکړه وشوه. ګډون کونکي پدې اند دي چې د ښځې د حقوقو روان ناورین څخه د وتلو لارې لپاره، د کنفرانسونو ادامې، د ملي او دموکرات ځواکونو ګډو غونډو، عملي همغږي، د بنسټپالۍ او تروریزم پروړاندې د ګډو نشراتو خپرولو او خلکو ته د پوهاوي ورکولو او د بنسټپالو، فیوډالانو او جنګسالارانو د جنایاتو رسوا کولو په تکل ګډې ویب پاڼې په اړه راتلونکي کې هڅې وشي.

د ۱۳۹۲ کال د غویی د میاشتی په ۱۲ مه د افغانستان د همبستګې ګوند د غویی د اتمی او اومی دوه تورو ورځو د غندلو په موخه په کابل ښار کې یو لاریون په لار واچو. ټاکل شوی وه چې دغه لاریون د غویی په اتمه ترسره شي، لیکن دولت په ټاکلې ورځ کې اجازه ور نکړه.

تیر کال هم د ورته لاریون په ترڅ کې زموږ ګوند د غویی د اتمی او اومی په غندلو سره د واکمنه جنایتکارانو په ځان یې اور بل کړو او په غبرګون کې د حکومت د یو لړ سختو فشارونو سره مخامخ شو، د پارلمان او عدلې او قضایې بنسټونو سره لاس او ګریوان او ان تر دی چې د ګوند د رسمیتو له منځه وړلو هڅه وشوه.

د غوایی اتمه د افغانستان د ویر ورځ

پنځه دیرشت کاله وړاندې د روسیې سوسیال امپریالستانو د خپلو خلقي او پرچمي چوپړانو په لاس د غویي د اوومې کودتا په ترسره کولو سره یې زموږ هیواد په ناورینونو کې ډوب کړ، چې تراوسه زموږ ښارونه او کلي د هغې په اوور کې سوځي.

د خلقي او پرچمي هیوادپلورو دا هڅه چې وکولای شي د فاشیستي زندۍ او سازمان شوي ترور له لارې خپل شتون ته دوام ورکړي، لیکن د دغې رژیم د رهبرانو د انتظار برعکس، د دوی پروړاندې د خلکو کرکه او پاڅونونه ډیر شول.

د خلقي او پرچمي بالکیانو د شتون د تضمین لپاره د روسي نیواکګرو د شپږم جدي یرغل، چې په زړه بوږنوونکي توګه د افغانستان د کلو او بانډو ببماریو، د خلکو پرله پسې وژنې، نیونې، د لسګونو زرو بې ګناه خلکو اعدام او ربړونې، په زرګونه ماینونو د خښولو، د خلکو عقیدو او فرهنګ ته سپکاوی او د هیواد د نفوس یو دریمه برخه پاکستان او ایران ته د مهاجر کیدو سره مل و، زموږ د خلکو د مقاومت غورځنګ یې قوي او پراخه کړ.

د ښځو نړیواله ورځ

د ظلم پایښت، سپکاوي، جنسي آزار، ګواښونو، وژنو او په سلګونه نورو ډارونکو پیښو افغانستان یې د ښځو لپاره په یو لوی زندان بدل کړی. سره له دې، چې زموږ ټول ولس د بنسټپالنې، د امریکا او ناټو نیواک او د اوسني فاسد دولت تر ولکې لاندې د مرګ شیبې شماري، لیکن ورځ تر بلی زموږ د بدمرغه ښځو پر اوږو د استبداد او بې نیاوو دغه پیټي درندیږي او ملا یې ورته ماتوي.

په تیرو پرله پسې کلنو کې د افغانستان ښځې د انسان وژونکو بنسټپاله بانډونو لومړنۍ او تر ټولو آسانه قربانې وې، لیکن د امریکا او د متحدینو په وسیله د افغانستان د نیواک یوولس کاله کیږي، چې د افغان ښځو بدبخته او دردونکي وضعیت څخه په بې شرمۍ او خاینانه توګه سیاسي او تبلیغاتي ګټه پورته کیږي. غربي رسنیو هڅه وکړه، چې په دروغو او کاذبو خپرونو خپل دغه لوټماره جګړه «د ښځو لپاره د آزادي بخښونکې جګړې» په نوم تبلیغ کړي. سره له دې چې د امریکا او د ګوډاګي دولت او په اصطلاح د بشري حقونو بنسټونو د شعارونو په لړلیک کې د ښځو نوم لومړنی مقام لري، لیکن په عمل کې د ښځو پروړاندې د هډوکي ماتوونکي فشار د مخنوي لپاره هیڅ قدم نه دی پورته شوی او برعکس د وخت په تیریدو سره هره ورځ زموږ د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي کچه تربل هر وخت لوړیږي او د ښځو د حقوقو د پښو لاندې کولو ځناورو ته د خوندیتوب او ډاډ ځای پیدا کیږي.

روسی عساکر د وتلو په حال کی

د ۱۳۵۸ کال د مرغومې شپږمه نیټه چې د تیارو، یرغل او وینو بهولو سره مل پیل و. د ۱۳۵۷ کال د غویې د اوومې شرمونکې کودتا ورسته؛ کله چې د شوروي سوسیال امپریالیزم خپل خلقي او پرچمي لاسپوڅې د واک په ټینګولو کې پاتی ولیدل نو په دې ناوړه ورځ کې؛ خپله لاس په کار شو او زموږ هیواد یې د نظامې یرغل لاندې ونیو او ولس یې د یو نا انډوله او ویجاړونکې جګړې سره مخ کړو.

دا ورځ زموږ د هیواد په تاریخ کې یو تور داغ دی، چې د خلقیانو او پرچمیانو فاشیزم او ربړونو ته یې لار هواره کړه. ددی ناورین پایله یونیم میلیون شهیدان او په میلیونونو معیوبین او معلولین دی. دې ملې خاینانو زموږ هیواد د ولسونو په زندان بدل کړو او هره نیوکه یې په زندان او وژنې ځواب کړه. په زرګونو سپیڅلې او انقلابي او یا هم د رژیم ضد انسانان؛ ددی جلادانو په لاس د پلچرخې په پولیګونونو او په نورو ولایتونو کې د خاورو سره خاورې شول او ډله ډله وطنپاله عناصر په وحشیانه توګه خاد د ښکاري سپو لخوا ربړونې ته بوتلل شوې دي او لاتر اوسه د دوې سره د لسګونو زره بندیانو سرنوشت روښانه نه دي.

amanullah khan

له نن څخه ۹۳ کاله وړاندې، په خاردار سیم سره پوښوول شوي همدې کابل کې غازي امان الله خان په زړه ورتیا سره د توري په اوچتولو د خپلواکۍ اعلان وکړ او د آزاد فکرئ او ملي یووالي په رڼا کې یې په کلکې ارادې سره د انګلیس پر وړاندې اولسي پاڅونونه پر لار واچول او زموږ ګران افغانستان یې د خپلواکۍ او آزادۍ پر لور ویوړو او د آسیایي نورو هیوادونو لپاره یې د استعمار له زنځیر څخه د خلاصون لاره هواره کړه.

نن د زمري ۲۸ مه، چې د دې خاورې د خپلواکۍ د جشن ورځې او د اتلانو له سرښیندنو سره سمون خوري، افغانستان چُپ دی او د دې سترې ورځې د لمانځنې لپاره د ښاریانو په څیرو کې ولولې او خوښښي په سترګو نه لیدل کیږي، کانکریټي دیوالونو او خاردار سیمونو له امله ښارونو د بندیخانو سره ورته والی موندلی. ته وایي چې تاریخ بدلون کړی او د اتلانو ویاړونه، چې د خلکو له خدمت څخه یې بل څه فکر نه درلود، له یوسره مړه شوي. د کرزي مزدوره دولت چې د هر جنایتکار او غل د مړینې او زموږ د هیواد د کرکو ډکو ورځو لمانځنه کوي، هڅه کوي د افغانستان د خپلواکۍ ځلانده ورځ له یاده ووځي.

stop execution poster

د ایران له کرکې ډک او انسان وژونکی رژیم چې هیڅ قانون او انساني ارزښت نه پیژني او ایراني آزادې غوښتونکو، ښځو، ملي او مذهبي لږه کيو او د پناه غوښتونکو په وژلو، تړلو، سپکاوي او رټلو کې نړیوال شهرت لري، له همدې امله د افغانستان په تیرو درېیو لسیزو ناخوالو کې زموږ د بدمرغه کډوالو سره چې د ستم پنډ ور په غاړه و، هیڅ رحم ونه کړو.

په «یزد» کې د «ولایت فقیه» ناولي رژیم ښکاري سپیو لخوا زموږ پر بې دفاع کډوالو په کوډلو یرغل، د تګ راتګ مخنوی، سیل ځاینو کې د افغانانو په شتون بندېز، پرله پسې وژنې، له لوړ پوړو ودانیو د کارګرانو غورځول، په «ګتو»، «تل سیاه»، «سفید سنګ»، «عسکر آباد» او داسې نورو ځاینو کې زموږ د خلکو روحي او جسمي ربړونه او بې حسابه نور فشارونه د آخندي استبداد بیلګې دي، چې بیا بیا ځل د احمدي نژاد- خامنه اي هیټلري دولت لخوا په ایران کې زموږ پر کډوالو روا ګڼل شوې، چې د هر آزاد او پتمن انسان زړه ځوروي. د ایران په نوم زندان کې څو ځلې داسې ترسره شوي دي، چې د یو حرفه اي قاتل پر ځاې یو مظلوم افغان، د یو قاچاقبر پر ځای یو مهاجر کارګر، د یو واقعي تیری کوونکې پر ځاې یو شریف انسان د «عدالت الهي» په دار ځړول کیږي.

Demonstration of SPA on black days

خویندو، ورونو او خوږو دوستانو،

د افغانستان همبستګۍ ګوند د جنایتکارانو او د غویي ۷می او ۸می تورو ورځو پر وړاندی د ستر لاریون ورسته ډیر داسې ټلیفونونه، بریښنالیکونه او له نږدی کتنېز پیغامونه او لیکونه تر لاسه کړي، چې د ګوند سره یې خپل پیوستون او درناوې ښودلې دی او دا لړۍ لا دوام لري نو ځکه مو وغوښتل چې له وخت وړاندې له تاسو هر یو نه د زړه له کومی مننه وکړم.

international woman's day

د افغانستان همبستګۍ ګوند د واکدارو خاینانو او جنایتکارانو پر وړاندې د چوپتیا ماتونې سره په کابل کې د غویي اوومې او اتمې ناورین اچوونکو د غندلو په موخه د سلګونه خلکو په راټولولو یې لوی لاریون پر لار واچو او د لومړي ځل لپاره یې د خلقي، پرچمي تنظیمي او طالبي انسان وژونکو انځورونو ته اوور ورته کړ. زموږ دې خوځښت د هېواد پلورو درمند ته اوور واچوه او د وروستیو دریو لسیزو جلادانو د ډار او ویرې فضا یې له منځه ویوړه.

د «جهاد» سوداګر او د دین او مذهب ټیکه داران چې د قربانیانو د انصاف غوښتنې د آوازونو له راوچتیدو ویره لري او خپلې ناروا کړنې د خپلې مافیایي واکمنۍ پای ګڼي، د کابل په واټونو کې «مړه دې وي جنایتکاران» له آوازونو ورخطا شوي. تېرو څو ورځو په لړ کې زموږ ګوند د رسمي او غیر رسمي سرچینو د بریدونو او فشار لاندې راغلی او په هڅه کې دي، څو په موږ د مبارزې میدان راتنګ کړي. په مشرانو جرګه کې یو شمېر ټوپکسالارانو د خپلو خیانتونو د پټولو په موخه له دولت څخه وغوښتل، چې د همبستګۍ ګوند غېر قانوني اعلان کړي او رهبران یې عدلي او قضایي نهادونو ته وروپیژني. دوی د ملي امنیت رئیس د پوښتنې لاندې ونیو، چې د دغې کار پر وړاندې یې عمل ولې ندی ترسره کړی. له دوی څخه یو ظلم کسبه په کلکه وویل، که چېرې دولت زموږ پر وړاندې اړوند اقدامات د لاس لاندې ونه نیسي، نو په خپله به لاس په کار شي. په ولسي جرګه کې هم یو شمېر ټوپکسالارانو غوغا واچوله او زموږ د ګوند د لرې کیدو غوښتونکي شول. دوی عدليې وزارت ته امر ورکړ، څو د ګوند رسمیت وځړوي. یو شمېر اواره ټوپکسالارانو په خپل ګومان د ټلیفوني اړیکو له لارې غوښتل چې موږ وډاروي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 227 میلمانه آنلاین لرو