پر افغان کډوالو د «ولایت فقیه» رژیم هیټلري یرغل به بې ځوابه پاتې نشي!

stop execution poster

د ایران له کرکې ډک او انسان وژونکی رژیم چې هیڅ قانون او انساني ارزښت نه پیژني او ایراني آزادې غوښتونکو، ښځو، ملي او مذهبي لږه کيو او د پناه غوښتونکو په وژلو، تړلو، سپکاوي او رټلو کې نړیوال شهرت لري، له همدې امله د افغانستان په تیرو درېیو لسیزو ناخوالو کې زموږ د بدمرغه کډوالو سره چې د ستم پنډ ور په غاړه و، هیڅ رحم ونه کړو.

په «یزد» کې د «ولایت فقیه» ناولي رژیم ښکاري سپیو لخوا زموږ پر بې دفاع کډوالو په کوډلو یرغل، د تګ راتګ مخنوی، سیل ځاینو کې د افغانانو په شتون بندېز، پرله پسې وژنې، له لوړ پوړو ودانیو د کارګرانو غورځول، په «ګتو»، «تل سیاه»، «سفید سنګ»، «عسکر آباد» او داسې نورو ځاینو کې زموږ د خلکو روحي او جسمي ربړونه او بې حسابه نور فشارونه د آخندي استبداد بیلګې دي، چې بیا بیا ځل د احمدي نژاد- خامنه اي هیټلري دولت لخوا په ایران کې زموږ پر کډوالو روا ګڼل شوې، چې د هر آزاد او پتمن انسان زړه ځوروي. د ایران په نوم زندان کې څو ځلې داسې ترسره شوي دي، چې د یو حرفه اي قاتل پر ځاې یو مظلوم افغان، د یو قاچاقبر پر ځای یو مهاجر کارګر، د یو واقعي تیری کوونکې پر ځاې یو شریف انسان د «عدالت الهي» په دار ځړول کیږي.

د ځناور رژیم پلویانو په دې پلمه چې یو افغان سړي پر ایرانۍ انجلۍ تیری کړی، ځناورتوب سره زموږ پر بې پناه خلکو راپاریدلي، وجدانونه یې ویده دي او نه وینې چې سمبالونکي جلادان او «شخصي لباس» هره ورځ د ایران مبارزې او پاک لمنې ښځې یواځې په دې جرم چې آخندي فاشیزم ته یې نه وییلي، په وژن ځاینو کې ورسره بد سلوک او جنسي تیری کیږي، د پیغلو په دار ځړولو مخکې جنسي تیری ورباندې کیږي، څو د هغوی په وینا جنت ته د ننه وتو مخنیوی یې کړی وي.

د کابل فاسد او مافیایي رژیم ټیکه داران چې د شتمنیو په زیاتولو او پر مزدورۍ ډیر زښت بوخت دي، د هیواد ګواښونکي حوادثو او پیښو پر وړاندې ړانده او کاڼه دي. دا ملي ضد چارواکي سربیره پدې چې په میلیاردونو ډالر راتوې شوې، نه یواځې دا چې د ځوانانو لپاره یې د کار موندنې زمینه برابره نکړه، څو زموږ هیوادوالو ته له ایران او پاکستان څخه د راګرځیدو لاره هواره کړي، بلکې د خپلو خاینانه سیاستونو په وجه هره ورځ ډلې ډلې ځوانان د خپل سر او کړاونو په ګاللو نورو هیوادونو ته د تیختې په حال کې دي. په ارګ کې ناست ګوډاګیان له پاکستان او ایران څخه په بوجو بوجو ډالرو په اخستلو، په بې ننګۍ ګاونډیو دولتونو غوړه مالي کوي، د دې دوو هیوادونو ظلم او ستم پر وړاندې خپلې سترګې او غوږونه تړي او په دې ډول زموږ د بیوزلۍ نه تختیدونکو هیوادوالو ستونزی نورې هم زیاتوي.

زموږ پر هیوادوالو د رژیم د لاسپوڅو د دغو تازه بریدونو پیغور، په افغانستان کې د ایران په جاسوسانو او غوړه مالانو په اصطلاح «فرهنګي» په مخ ګذار دی، د خپل ایراني بادارانو د دې ټولو ناولتیاوو په لیدلو سره اوس هم خپلې ټولې بیغرتۍ سره د جلاد خامنه ای ستاینه کوي، د وینې او جنایت رژیم بنسټ ایښودونکې کلیزه لمانځي، د جاسوس خانو په لار اچونې سره، زموږ ځوانان د آخندي لومو کې را ګیروي، پلورل شوې مطبوعاتو له لارې خپلو څښتنانو ته لکۍ وهي، لیکن د خپل مظلومو هیوادوالو درد او رنج هیروي.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» په تیرو کالنو کې د آزادۍ وژونکي رژیم جنایاتو پر وړاندې پراخه لاریونونو پر لار واچول او ښکاره یې وویل: لکه څرنګه چې د ایران وینې څښونکې رژیم نسکورول هغه ملت ته اړین دي، زموږ وګړو ته هم هغه د بشریت پر ضد جنایاتو تر ابد محکوم دی، چې د آزادۍ په سبا باید ایران او افغاني جنایتکاران د دې ټولو ناورینونو حساب ورکړي.

موږ په داسې حال کې د «ولایت فقیه» واکمنۍ پروړاندې د ایران د آزادۍ غوښتونکو او ارتجاعي ضد ځواکونو ځلانده پاڅون څخه خپل ملاتړ اعلانوو، عقیده لرو چې د ایران د ځوانانو دغه الهام بخښونکې مبارزه به، د بشریت د پیغور دا رټه ډیر زر د تاریخ چټل دانۍ ته واچوي. موږ د ایران سیاسي زندانیانو له مقاومت او ټینګار څخه چې د رژیم زندان یې د جګړې په ډګر بدل کړی، قوت اخلو او هغوی ستایو. موږ خپل تاوده او صمیمانه درودونه مجید توکلي یانو، مهدیه ګلرویانو، جعفر پناهي یانو، میلا صدیقي یانو، نسرین ستوده یانو، منصور اسانلویانو، حبیب ګلپري پور یانو، زینب جلالیانو او بې شمیره نورو ایراني سیاسي زندانیانو ته وړاندې کوو او هغوی خپل هم سنګر بولو. موږ باور لرو، چې د ایران طالبي رژیم د دغو ګنده غدو د له منځه وړلو سره به د افغانستان اولس هم یو ګام آزادۍ او برابرۍ لور ته ورنږدې شي.

مړ د وي په ایران کې د «ولایت فقیه» وینې څښونکې رژیم!
ټینګ د وي د ایران او افغانستان د آزادې غوښتونکو ځواکونو یوالی!

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

١٧ چنګاښ ١٣٩١ (٧ جولای ٢٠١٢)

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 164 میلمانه آنلاین لرو