نه اوومه او نه اتمه، اته ویشتمه، اته ویشتمه!

amanullah khan

له نن څخه ۹۳ کاله وړاندې، په خاردار سیم سره پوښوول شوي همدې کابل کې غازي امان الله خان په زړه ورتیا سره د توري په اوچتولو د خپلواکۍ اعلان وکړ او د آزاد فکرئ او ملي یووالي په رڼا کې یې په کلکې ارادې سره د انګلیس پر وړاندې اولسي پاڅونونه پر لار واچول او زموږ ګران افغانستان یې د خپلواکۍ او آزادۍ پر لور ویوړو او د آسیایي نورو هیوادونو لپاره یې د استعمار له زنځیر څخه د خلاصون لاره هواره کړه.

نن د زمري ۲۸ مه، چې د دې خاورې د خپلواکۍ د جشن ورځې او د اتلانو له سرښیندنو سره سمون خوري، افغانستان چُپ دی او د دې سترې ورځې د لمانځنې لپاره د ښاریانو په څیرو کې ولولې او خوښښي په سترګو نه لیدل کیږي، کانکریټي دیوالونو او خاردار سیمونو له امله ښارونو د بندیخانو سره ورته والی موندلی. ته وایي چې تاریخ بدلون کړی او د اتلانو ویاړونه، چې د خلکو له خدمت څخه یې بل څه فکر نه درلود، له یوسره مړه شوي. د کرزي مزدوره دولت چې د هر جنایتکار او غل د مړینې او زموږ د هیواد د کرکو ډکو ورځو لمانځنه کوي، هڅه کوي د افغانستان د خپلواکۍ ځلانده ورځ له یاده ووځي.

زموږ آزاد ملت د آزادۍ غوښتنې دود پر بنسټ، د شوروي سوسیال امپریالیزم د ځناورۍ یرغل او د غویي اوومې هیوادپلورو کودتاچیانو ډلې ټپلې یې په آسانۍ سره ماتې کړې، لیکن له هغه ځایه چې یو موټی جنایتکارانو او غلو "جهادی" په لاسته راوړنو او بهیدلو وینو خیټه واچوله، خپلواکي، آزادي او هر لوړ ارزښت چې زموږ د دوه نیم ملیونو مظلومو هیوادوالو د وینې په قیمت ترلاسه شوې وه، لاړې یې پرې وغورځولې. بې وزله افغانستان د خادي ـ جهادي او طالبي ځناورو په پنجو کې راګیر شو او دغو د تورتم او وژنې لښکریانو په لاس مادي او معنوي شتمنۍ له منځه ولاړې. د ملي اتلانو لکه د امان الله خان، محمود طرزي، ولي خان دروازي، عبدالخالق او په زرګونه نورو ورکو شهیدانو د کړنو د ژوندي ساتلو پرځای، د غویي اتمې جنایت اچوونکي یې "اتل" او "بابه" په لقبونو زموږ پر ملت تحمیل شول او له ویاړه ډک د زمري ۲۸ مې پرځای، د وینې تویونې او د کرکې ډکه ورځ د غویي اتمه یې د افغانستان ککړې کلیزې کې وربار کړه، څو رښتینې اتلان له ذهنونو ووځي. ځینې هم چې ترسره په قومپرستۍ کې ډوب دي، مجهول الهویه غل او د انګلیس لاسپوڅی چې په "بچه سقو" پیژندل شوی، د افغانستان دغه پیغور د "ملي اتل" په نوم یادوي او په هڅه کې دي چې زموږ د هیواد تاریخ له منځه یوسي.

پرون ورځ د انګلیس ماتې خوړلې استعمار په زرګونو دسیسو سره د اماني نوي دولت پر وړاندې چې د پرمختګ او سوکالۍ پر لور یې ګامونه اوچتول، له تعصب څخه ډک جهالت کسبه یې راوپارول او په پای کې زموږ د ملت برخلیک د شا په لور ویوړو. نن ورځ زموږ په هیواد کې دغه شرموونکی تاریخ بیا تکراریږي او امریکایي یرغلګر او د دوی غربي پلویان د "تروریزم پر وړاندې مبارزې"، "بیارغونې"، "دموکراسي" او د "ښځو د حقوقو" په بهانو په ارګ کې ناستو مافیاوو او مزدوره او خیانت کسبه "اپوزیسیون" سره یوځای، افغانستان یې د جګړې غوښتونکو جاسوسانو په جاله او د خپلو خلکو په هدیرې بدل کړی، چې لاسته راوړنه یې بې له بربادي، لوټ، فحشا، وژنه او ځانمرګي، هیروئین سالاري، بیکاري، ملا ماتیدونکي بې وزلي، فساد او ... نور څه نه دي. دغه زړه بوږونکې نتیجې د بهرنيو یرغل پر یو هیواد دی، څرنګه چې یو هیواد خپلواکي ونه لري، یوازې د فرمایشي رسنیو څخه د دموکراسۍ او آزادۍ او عدالت چیغې وهل، د مزد اخیستونکو روڼ اندو او د لاسپوڅي دولت د چارواکو خبرې دي او بس.

amanullah khan

امریکایي یرغلګر چې د ناټو او "نړیوالې ټولنې" د سولې ساتونکو ځواکونو لوا لاندې تراوسه په افغانستان او د نړۍ لرو پرتو سیمو کې انسان وژنې او بربادۍ ته د پای ټکی ندی ایښودی، د انګلیسي هماغې پیژندل شوې دوکې سره "تفرقه واچوه او حکومت وکړه" په څو وار سره یې هڅه کړې، تش د "ملي" په نوم د خاینانه ائتلافونو او جبهاتو جوړونې سره زموږ د خلکو یووالی د خپلو موخو لپاره قرباني کړي. دوی کله د افغانستان د ټوټه ټوټه کیدو غوښتونکي کیږي او ځینې وخت له اوسني ناورین څخه د وتلو یواځینۍ لاره د جهالت کسبه لښکرو او مزدورو طالبانو د پښلاینې تبلیغ کوي.

اوسمهال دغه نیواکګر د "سولې د طرحې" د نوم لاندې د خلکو پیژندل شويو قاتلانو ته د امتیاز ورکولو په سیاست سره ډیر په هڅه کې دي، څو د غویي ۷ مې او ۸ مې جنایتکاران او یو شمیر ځان پلوري روڼ آندي له "طالب جان" ځانمرګي روزونکي او وینې څښونکی ګلبدین سره په یو قالب کې واچوي، د افغانستان د بربادۍ لاملینو د شیطانۍ کړئ بشپړه او یو بل بویناک او مزدوره دولت زموږ د خلکو په پښتورګو بار کړي.

له بل اړخه آی. اس. آی او د پاکستان جنایت کسبه ځواک چې د افغانستان د بربادۍ په درېیو لسیزو کې پر وینو ککړ لاس لري، د ګیدړانو میدان یې موندلی، په ښکاره یرغل او راکټي حملاتو سره یې له څه وخته راپدیخوا د ختیځو ولایتونو د مظلومو خلکو مال او ځان په سخت زړیتوب په نښه نیولی، قصد لري خپل د مکر او فریب نفوذ ډیر کړي. د نړیوال سازمان (ناټو) د سولې انسان خوړونکي د ملا ـ کرزي مافیایي دولت سره یو شانتې له ځواکه ډکو ټولو لافو سره د بې تفاوته او بې مقداره لیدونکې په څیر بدل شول، چې زموږ د دردیدونکي ملت د درد لامل وګرځیدل. د ایران ویني څښونکي رژیم هم زموږ هیواد د خپلو خاینانه مداخلو ډګر ګرځولی او یو موټی جاسوس کسبه او بې وطنه افغانان یې په خپل چوپړ کې نیولي.

تاریخ موږ ته راپه یادوي، هیواد چې خپلواکي ونلري، په واقعیت کې هیڅ څه هم نه لري او مادي او معنوي شتمنۍ یې په خطر کې وي. آزادۍ، دموکراسۍ، عدالت، ځمکنۍ بشپړتیا او نورو انساني ارزښتونو ته د رسیدو لپاره لومړی ګام د خپلواکۍ ترلاسه کول دي. که څه هم ۹۳ کاله وړاندې زموږ نیکونو د بې شمیره سرښیندنو او خطر منلو سره د انګلیسانو پوزه یې په خاورو کې ومږله او زموږ هیواد یې آزاد کړ، نن ورځ بیا هم د ټولو افغانانو پروړاندې له خطره ډکې دندې پر غاړه لري، چې وجدان یې ویخ دی، هیواد او خلکو سره یې مینه لري. موږ باید د خپلو پلرونو د زړورتیا او همت څخه په درس اخیستنې، پرینږدو له دې څخه زیات زموږ هیواد د پردیو د شطرنج د لوبې میدان وګرځي، زموږ ملت سپک او ورټي. یوازې د بهرنیو یرغلګرو او کورنیو لاسپوڅو پروړاندې د آزادۍ غوښتونکې مبارزې، نیوکې او پاڅون سره کیدای شي، د آزادۍ دعوا وکړو.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۳ مې کلیزې په ویاړ د ټولو نیواکګرو او مداخله کوونکو د سمدلاسه د وتلو غوښتونکی دی، په دې باور دی، چې دوی د ملت د مټو په زور په تيټ سر سره تیښتې ته اړنویستل شي، هیڅ کله به له موږ څخه لاس وانخلي. د لاسه تللې خپلواکۍ ترلاسه کول، زموږ ګوند د خپلې تګلارې په سر کې نیولې، د یو خپلواک، آزاد، دموکرات او د بنسټپالو جهالت، چټلۍ او تړاو څخه لرې پرمختللي افغانستان لپاره به د هر زیان او سرښیندنې په منلو پر مخ ولاړ شي.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند په وار وار سره وایي، چې زموږ ملت د ډولاډول دښمنانو په ولکه کې په بد حالت کې قرار لري او یووالی او ځمکنۍ بشپړتیا له هر بل وخت څخه په جدي توګه زموږ هیواد څو اړخیز زوروي. څومره چې کیدونکې وي، کورني جوټه خوران د خپلو بهرنیو بادارانو په لارښوونې افغانستان د بشپړې تباهۍ او بربادۍ پر لور یوسي. تاریخ مهمې او برخلیک جوړونکې دندې د آزادۍ غوښتونکو ځواکونو او وطندوستو پر غاړه اچولي.

که څه هم زموږ د هیواد دموکراسۍ غوښتونکی غورځنګ ټپي او ورو پر مخ درومي، لیکن پر موږ دي چې د امان الله خانانو، عبدالخالقانو، سرور واصفانو، عبدالرحمان لودیانو، میربچه کوتیانو، سیدکمالیانو، غلام نبي چرخیانو او زموږ د ملت د تاریخ مبارزاتي نورو بې شمیرو ځلیدلو څیرو د ځان تیریدو او شهامت څخه په الهام اخیستنې د روڼ آندانه او تشو اکټونو او جملو او ژبني، قومي، سیمه ییز، مذهبي او ټولنیز توپیرونه تر شا وغورځوو، د لوټ شوي وطن د خلاصون په لار کې یو موټی او عملي ګامونه سره واخلو.

د خپلواکۍ د ۹۳ مې کلیزې په ویاړ د ټولو نیواکګرو او مداخله کوونکو د سمدلاسه د وتلو غوښتونکي یو!

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

د ۱۳۹۱ کال د زمري ۲۸ مه ( د ۲۰۱۲ کال د اګست ۱۹)

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 120 میلمانه آنلاین لرو