د مرغومې شپږمه؛ په افغانستان کې د سیاسي لاس وهنې او یرغل توره ورځ

روسی عساکر د وتلو په حال کی

د ۱۳۵۸ کال د مرغومې شپږمه نیټه چې د تیارو، یرغل او وینو بهولو سره مل پیل و. د ۱۳۵۷ کال د غویې د اوومې شرمونکې کودتا ورسته؛ کله چې د شوروي سوسیال امپریالیزم خپل خلقي او پرچمي لاسپوڅې د واک په ټینګولو کې پاتی ولیدل نو په دې ناوړه ورځ کې؛ خپله لاس په کار شو او زموږ هیواد یې د نظامې یرغل لاندې ونیو او ولس یې د یو نا انډوله او ویجاړونکې جګړې سره مخ کړو.

دا ورځ زموږ د هیواد په تاریخ کې یو تور داغ دی، چې د خلقیانو او پرچمیانو فاشیزم او ربړونو ته یې لار هواره کړه. ددی ناورین پایله یونیم میلیون شهیدان او په میلیونونو معیوبین او معلولین دی. دې ملې خاینانو زموږ هیواد د ولسونو په زندان بدل کړو او هره نیوکه یې په زندان او وژنې ځواب کړه. په زرګونو سپیڅلې او انقلابي او یا هم د رژیم ضد انسانان؛ ددی جلادانو په لاس د پلچرخې په پولیګونونو او په نورو ولایتونو کې د خاورو سره خاورې شول او ډله ډله وطنپاله عناصر په وحشیانه توګه خاد د ښکاري سپو لخوا ربړونې ته بوتلل شوې دي او لاتر اوسه د دوې سره د لسګونو زره بندیانو سرنوشت روښانه نه دي.

روسې یرغل د امریکا او نورو غربې ځواکونو لپاره یو زرین فرصت ؤ، چې تر څو خپل روسي سیال ته روستنې ګوزار ورکولو لپاره افغانستان او خلک یې قربانې او د توپ خوراک کړي. هغوي په سیمه کې او په ځانګړې ډول په افغانستان او منځینۍ آسیا کې د «شین کمربند» تر نامه لاندې؛ په جنایتکاره، تور اندو؛ لاسپوڅو بنسټپاله تروریستې ډلو پانګونه کړی، په سلګونو زره اخواني تروریستان یې د نړۍ اسلامې هیوادونو څخه افغانستان ته رالیږدولې او زموږ هیواد یې د جهالت او وحشت په مرکز بدل کړې.هغوي سربیره پر دی؛ زموږ تنکې نسل کوچنیان او ځوانان یې د تاوتریخوالې، او د تمدن او انسانیت ضد افکارو باندې سمبال کړي، چې د هغوې نه د منځینۍ پیړۍ جهادي، طالبي، القاعده، حقاني شبکه او داسې نورو ځواکونو سر راپورته کړی، چې لا تر اوسه د غربیانو د لښکرو په څیر زموږ هیواد یې د نابودې کندې ته راښکلې دي.

زموږ د ملت ټولو قومونو؛ چې په یووالې او هم غږۍ، اوږه په اوږه د روسي یرغلګرو پر وړاندې هیواد د خپلواکۍ لپاره خپل ځان او مال نه تیر شول او د هیواد په آزادې غوښتونکې تاریخ کې یې سرښندنې له ځانه پریښودي او د ځان نه په تیریدو سره یې یو ځل بیا دا ثابته کړیده، چې افغانستان د ښکیلاک او مریتوب خاوره نه بلکه د بهرنیو ښکیلاکګرو هدیره ده.

خونړۍ کلیزه

په هر ځای په هر ځیږی کې
دا ماتم دی را سره
ده شپږمه او که اتمه
وینه ده او
جنګ او جرم او جنایت
پاڅیږه ای ګرانه
تر څو د ستمکار خوله ماته کړو
او کنه
د جنګ او اسارت کړی به تر زر کالو
را په غاړه
وي د عمر په کلیزه کې
۱۳۹۱ مرغومې ۶ –کابل

په خواشینۍ او ناهیلی سره، چې دغه لاسته راوړنې د یو شمیر رذیلو او مزدورو ګوندونو؛ اووه ګوني پاکستان او اته ګوني ایران جوړ، د جهاد، مقاومت او داسې نورو رنګینو القابو په نوم لوټ کړلي. د روسانو ماته، مخ توریدنه او د هغوي ګوډاګي دولت رانسکوریدل، چې د ملت لپاره د آزادۍ جشن واې، مګر هغه د تنظیمې کیدړانو لخوا د هغوې د سپو جنګونو سره په کابل او نورو ولایتونو کې بدرګه شو او عملا یې د غوې اتمه بدمرغه د غوي اوومه د خونړۍ ورځو په توګه په تاریخ کې ثبت کړې. دوي خلقي او پرچمي خاینان وبخښل او د هغوي سره یوځای زموږ په هیواد کې د فاشیزم او لوټمارۍ نوی څپرکې پرانستو.

موږ په داسې شرایطو کې د تیر یرغل او بربریت څخه خبرې کو، چې لا اوس هم د یرغل تور سیورې؛ په نوي بڼه «عصري» په ښکلو لقبونو «ډموکراسۍ»، «بیا ودانولو»، «بشري حقوقو» او ... په ټول هیواد بر لاسه دي او وي به؛ زموږ پرګنې یې تل لپاره غولولې، د پرون جنایتکاران زموږ د نن ورځې واګداران دي او یو د شرم ډک، ناوړه، فاسده او د روسې ښکیلاک نه هم کرکجنه واکداري یې زموږ په هیواد کې رامنځ ته کړې.

موږ له پخوا څخه په ترینګړې اوضاع او شرایطو کې ځای لرو، د امریکا او ناټو یرغل په کراتو کرغیړن او د ګاونډیو څارګرو کړنو افغانستان یې په زندان بدل کړې. او بل پلوه غوي د اوومې او اتمې ټیکدارانو او ځناورو طالبانو هر هغه څه چې غوښتل زموږ پر ملت یې وکړل او دا مهال د ۲۰۱۴ کال ورسته د افغانستان د ورانولو په دسیسې باندې د خلکو له سترګو په واټنونو لرې په « فرانسه، ترکیه او قطر» کې د نړیوالو استخباراتو پر مټ کار کوي تر څو یو ځل بیا د نړۍ مافیا، ښکیلاک او ویجاړتیا زموږ پر کړیدلو خلکو باندې ومنې.

د جهادیانو او طالبانو جنایات

دغه خپل سري رهبران چې تر پرونه پورې یې« پر کفارو باندې د جهاد» توره په خپل ټټر راښکله، نن په بیننګۍ سره د څلویښتو پورته «کافرو» هیوادونو د بیرغ لاندې سړه سینه پراته دي. دوي د امریکایي انسان وژونکو د تل پاتې نظامي اډو تړون د لاس لیک لپاره خپل ستونې څیرې کړی او نفل مونځ کوي تر څو د امریکایي ارباب لاس ددوي د سره لنډ نشي. د غداری په دویم پړاو کې ډیری د روسانو چوپړان هم د ملت سره په خیانت بوخت دي او یواځي خپله قبله یې له مسکو نه واشنګټن ته اړولې ده.

د اوسني جهادیانو جنایت و چې نن زموږ هیواد له خپلواکۍ څخه محروم دې، د ټولو نیاؤ غوښتونکو او ولسي ځواکونو دنده ده؛ چې د لاسه وتلې ارزښت لپاره مبارزه وکړي او اند تر د نیواکګرو ځواکونو وتلو او هغوي د جاسوسانو د واک نه لریکولو پوری آرام کښینني. «د افغانستان د همبستګۍ ګوند» ویاړ لري؛ چې د خپل ولس سره اوږه په اوږه د خپلواکۍ، ډموکراسۍ او عدالت منځ ته راوړلو د مبارزې جنډه یې څپانده ساتلې ده او په سرښندنې سره یې د ټولو بنسټپاله خاینانو جنایت او خیانت بربڼ کړی دې.

هیڅ دسیسه، نیواک او زور واکې به له منځه ولاړه نشي، تر څو چې د دې وطن د ټولو قومونو ستمکښ خلک په خپلو کې یو موټې او یو ورور نشي. نو ځکه «د افغانستان د همبستګۍ ګوند» یو ځل بیا خپل د دوستې او هم غږۍ لاس ټولو هغه ملې او وطندوسته او د نیواک او بنسټپالنې پر ضد شخصیتونو او غورځنګونو ته اوږد کړې؛ تر څو یوه واحده او یو موټې جبهه د ارتجاع او هغوي د سیمه ییزو ګوډاګیانو پر وړاندې رامنځ ته کړی او وطن د بشپړه ورانیدلو مخ نیوې وکړی.

لنډ دي وي زموږ له هیواد څخه د ټولو نیواکګرو کرغیړن لاسونه!
ځواکمن دي وي د افغانستان د خپلواکۍ غورځنګ!

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

۱۳۹۱ د مرغومى ۶ - کابل

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 92 میلمانه آنلاین لرو