خویندو، یوازې په پوهاوي او یو موټي مبارزې سره کولای شو د زبیښاک زنځیرونه مات کړو!

د ښځو نړیواله ورځ

د ظلم پایښت، سپکاوي، جنسي آزار، ګواښونو، وژنو او په سلګونه نورو ډارونکو پیښو افغانستان یې د ښځو لپاره په یو لوی زندان بدل کړی. سره له دې، چې زموږ ټول ولس د بنسټپالنې، د امریکا او ناټو نیواک او د اوسني فاسد دولت تر ولکې لاندې د مرګ شیبې شماري، لیکن ورځ تر بلی زموږ د بدمرغه ښځو پر اوږو د استبداد او بې نیاوو دغه پیټي درندیږي او ملا یې ورته ماتوي.

په تیرو پرله پسې کلنو کې د افغانستان ښځې د انسان وژونکو بنسټپاله بانډونو لومړنۍ او تر ټولو آسانه قربانې وې، لیکن د امریکا او د متحدینو په وسیله د افغانستان د نیواک یوولس کاله کیږي، چې د افغان ښځو بدبخته او دردونکي وضعیت څخه په بې شرمۍ او خاینانه توګه سیاسي او تبلیغاتي ګټه پورته کیږي. غربي رسنیو هڅه وکړه، چې په دروغو او کاذبو خپرونو خپل دغه لوټماره جګړه «د ښځو لپاره د آزادي بخښونکې جګړې» په نوم تبلیغ کړي. سره له دې چې د امریکا او د ګوډاګي دولت او په اصطلاح د بشري حقونو بنسټونو د شعارونو په لړلیک کې د ښځو نوم لومړنی مقام لري، لیکن په عمل کې د ښځو پروړاندې د هډوکي ماتوونکي فشار د مخنوي لپاره هیڅ قدم نه دی پورته شوی او برعکس د وخت په تیریدو سره هره ورځ زموږ د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي کچه تربل هر وخت لوړیږي او د ښځو د حقوقو د پښو لاندې کولو ځناورو ته د خوندیتوب او ډاډ ځای پیدا کیږي.

د افغانستان له نیواک څخه یوازې څو ورځې وروسته، جورج بوش اعلان وکړ« زموږ د عملیاتو له برکته افغانې ښځې په بند کې ندي، هغوی آزادې دي.» د ۲۰۰۱ کال د نوامبر په میاشت کې لورا بوش وویل:

«د تروریزم له موخو څخه یو هم په وحشي توګه د ښځو ځپل دي... دا مهال افغانې ښځې د پخوا په څیر په خپلو کورونو کې زنداني نه دي... د تروریزم پروړاندې مبارزه په عین حال کې د ښځو د حیثیت او حقوقو لپاره مبارزه ده.»

ان تر دی، چې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، ژوزف فیشر پر افغانستان باندې د یرغل په لومړیو کې نظامي یرغل پر حقه وبولو او په ولس غولونکې توګه یې ویلې وو:

«د هرڅه وړاندې زموږ موخه د افغانستان د ښځو حقوق او د هغوی لوټ شوی پت راستنول دي.»

دوی په داسې حال کې زموږ د ښځو پروړاندې په دغه شیطانۍ لاس پورې کړو، چې په خپل ګوډاګي دولت کې یې د بشري حقونو او د ښځو حقونو تر ټولو ناقضو اشخاصو او جهالت کسبه ځواکونو او عناصرو ته ځای ور کړو او تر ننه یې د ټوپکسالارانو او د ډول ډول بنسټپالو لاسونه د ښځو پروړاندې د هر ډول تاوتریخوالي او بدلمنۍ لپاره خلاص پریښې دي. د یوې لسیزې بمباریو او وژنو وروسته، امریکا اعلان وکړو، چې «موږ د طالبانو سره جګړه نه کوو» او نانځکې یې په ارګ کې د منځنیو پیړیو دغه موجوداتو ته د «ورور» خطاب کوي او په واک کې د جنایت دغه مجسمو د ورګډولو لپاره شپه او ورځ نه پیژني.

حقیقت څرګند دی، چې «حق نه ورکول کیږي، بلکې اخیستل کیږي» په همدې علت د امریکا او غرب هغه ادعا، چې ګواکې ښځو ته د هغوی د آزاۍ د ورکوونې لپاره يې پر افغانسان یرغل کړی د احمقانه او بیشرمانه دروغو پرته نورهیڅ نه دي. دوی نه یوازې دا چې د افغانو ښځو لپاره یې هیڅ کار نه دی کړی، بلکې په بیدریغه توګه تر ټولو مرتجع او ښځو ضد ډلو او کسانو څخه یې ملاتړ او د یو فاسد او ښځه ګواښونکې دولت په رامنځته کولو یې زموږ محرومه ښځې لا ډیر د زبیښاک او تاوتریخوالي په زنځیر کې راونغاړلې. دوی په خپلو ړندو بمباریو او په پرله پسې ډله ییزو وژنو، کړاونو او ډیری داسې نورو مصیبتونو له لارې زموږ د ولس په ځانګړې توګه د ښځو په ټپونو مالګه ور ودوړوله.

په دې موده کې د غرب او لاسپوڅي دولت د افغانستان د ښځو لپاره ټوله لاسته راوړنه څو سمبولیک او نمایشي او کڼونکي پروپاګنډا وه، چې هغه هم د یو لږ اقلیت ښځو لپاره و او د ډیرو لپاره یې هیڅ مثبت بدلون نه درلود. هغوی څو سرکاري ښځې یو او بل ځاې، ځاې پر ځاې کړې او د هغوی څخه یې د افغانو ښځو د آزادۍ سمبول په توګه پراخه غلطه ګټه پورته کړه. د ښځو د وزارت بنسټ ایښودنه، ټوپکسالاره پارلمان ته ۶۸ ښځو لیږل، د وزیر او والې په توګه د څو ښځو ګمارل، د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي قانون وضع کول او... دا ټول هغه تبلیغاتي او فرمایشي هڅې وې، چې په ټولو لسو کلنو کې غربي رسنیو هغه د «افغانو ښځو د آزادۍ» بیلګه تبلیغه وله، ترڅو د افغانستان په جګړه کې د خپلو خلکو ملاتړ خپل کړي.

د ۲۰۱۰ کال د مارچ په ۲۶ مه د «ویکي لیکس» سایټ د سي.آی.ای یو پټ سند خپور کړ، چې په هغه کې وړاندیز شوی و، چې د اروپا د خلکو د ترغیب لپاره چې د افغانستان له جګړې څخه ملاتړ وکړي، نو د افغانو ښځو څخه په پراخه توګه باید استفاده وشي او له هغوی څخه یو شمیر یې په رسنیو کې برجسته او داسې وښودل شي، چې ګواکې روانه جګړه د هغوی د ښیرازۍ لپاره ده او په دې ډول په افغانستان کې د آیساف موخې انساني وښودل شي. د دغه انسانیت ضد پربنسټ وو چې کله به په غربي رسنیو کې د عایشې کیسه راپورته کیدله او یو شمیر بې شرمه افغان ښځې به د نړیوالو د دې او هغو غونډو ته دعوت کیدلې، چې د ډالر په بدل کې د نیواک پایښت لپاره چغې او سورې ووهي، کله به د امریکا په سپینه ماڼۍ او امپریالیستي نهادونو کې د امریکا روزل شوي او غونډو ته د ښکلا وربخښنې ښځو ته جایزې ورکول کیدلې، څو د هغوی پروړاندې د افغانستان د ښځو په استازي توب مننه څرګنده کړي، چې «د تروریزم پروړاندې جګړې» هغوی ته آزادي وربخښلې ده. لیکن په افغانستان کې هره ورځ د ښځو ځانوژنې او ځانسوزونې، د صنوبر، سایمې، انیسې، زر بي بي، ګل افروز، شکیلا، لال بي بي، عزیزه او دغه راز زموږ نورو معصومو خویندو باندې جنسي تیری او د ښځو او نجونو پروړاندې د نورو ناوړو چلندونو او ډارونکو جنایتونو پرده واچول شوه او د غرب د خلکو له سترګو پټ ساتل شوي دي.

امریکا؛ افغانستان د مخدره توکو د مافیا، د فساد او د نړۍ بې دروازې هیواد په پایتخت اړولو عملاً ښځې یې له نورو بلاګانو سره لاس او ګریوان کړې. اوسمهال افغانستان د میندو د مړینې له پلوه د نړۍ لړلیک په سر کې شتون لري. د واکمنې خوارۍ او نیستۍ لومړني قربانیان ښځې ګرځیدلې دي او د نورې تباهۍ پر لور وړل شوي دي. د ښځو د ځانوژنې کچه له نورو هیڅ هیوادونو سره د پرتله کیدو وړ نده. جنسي تیری او د ښځو قاچاق ډیر شوی دی. د افغانستان قضایي ارګانونو کې بیعدالتي او ناوړه چلند د طالبانو له تورې دورې څخه ډیر شوی دی، د دې پربنسټ د افغانستان د محکمو زیاتو قضیو کې په خپله مرتکب زموږ په دردیدلو ښځو د روحي او جسمي فشارونو لامل ګرځي او اوس دغه جنایت خوښونه تر هغه بریده رسیدلې، کرزی طالبانو ته چې د ښځو دښمنان او ناوړه انسانان دي، د عدلیې وزارت او سترې محکمې وړاندیز کوي، څو یو ځل بیا په بیرته لاسونو سره خپل وحشي قوانین زموږ پر بدمرغو ښځو تحمیل کړي.

پر ښځو باندې ظلم او زیاتی ټولنیز، اقتصادي، او فرهنګي ژورې ریښې لري. هیڅوک او ځواک نشي کولای چې ښځو ته آزادي او هوساینه راولي، مګر دا چې په خپله پوهه ترلاسه کړي او یو موټی د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړي. په هغو هیوادونو کې چې ښځې خپلو لومړنیو حقوقو ته لاسرسی موندلی، د څو لسیزو د ښځو سرښیندنو او د یو موټي مبارزو سازمانونو د فعالیتونو پایله وه. هغه حقوق چې انسانان یې د مبارزې او زیار له لارې ترلاسه کړي، په آسانۍ نه ښایي چې له لاسه یې ورکړي. لیکن په افغانستان کې چې ښځو ته د ورکول شوي حقوقو خبرې کیږي، نن ورځ پخپله امریکایان او ګوډاګیان یې چیغې وهي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به «لاسته راوړنې» له لاسه ولاړ شي!

تر هغه مهاله چې یوه دموکراتیکه او عادلانه ټولنه زموږ په هیواد کې رامنځته نشي، پر ښځو باندې د دغو وحشیانو د ظلمونو ریښه به پرې نشي. اوسمهال د هر جنس بنسټپالان که هغه طالبي اوسي او که تنظیمي او که څه هم «ولایت فقیه» زموږ په هیواد کې د امریکا او ناټو د تمځاینو رول لوبوي، له یو سره ټول د ښځو قسم خوړلي دښمنان او د ښځو پروړاندې د جنایتونو د ترسره کولو ضمانت کوونکي دي. د دې پربنسټ د بنسټپالۍ او نیواکګرو پروړاندې جګړه د ښځو د خلاصون لومړی ګام هم بلل کیږي. باید پوهه ښځې سره راټولې شي، په دې جګړه کې خپل رول څرګند کړي او د هیواد نورو ښځو ته دا پوهه ورکړي، چې د دې واکمن ظلم او زیاتي پروړاندې چوپتیا د ظلم د ډیریدو لامل ګرځي.

په هغو ټولنو کې چې ښځې په اقتصادي، ټولنیز، سیاسي او فرهنګي فعالیتونو کې فعالې وي، هلته د جنسي نابرابرۍ میزان ټیټ شوی دی. د دې څرګنده بیلګه کردستان یادولی شو، چې ښځې په دې توانیدلي دي چې په ټولو برخو کې ان تر وسله والې مبارزې له سړو سره اوږه په اوږه د آزادۍ غوښتنې جګړې لپاره ګام پورته کړي او د مټ په زور خپلو حقوقو ته لاسرسی ومومي، په همدې دلیل د مذهب په جامه کې بربریت نه دی توانیدلی، چې هلته ریښه خپره کړي او ښځې له خپلو کارونو لاس په سر شي.

له دولت څخه د دین جلاوالی او د جنسي، قومي، مذهبي، ملي او طبقاتي توپیر او نابرابرۍ څخه پرته ټولنه کولای شي د ښځو د حقوقو ضمانت وکړي. په دغه سیستم کې ښځې له سړو سره یوځای کولای شي، د ښځو او انسانیت ضد ټول قوانین له منځه یوسي او په ټولو برخو کې فعال رول ولوبوي. په اوسنیو شرایطو کې چې عملاً زموږ د هیواد له نیم څخه ډیر نفوس له سیاسي او ټولنیز ژوند څخه لیري ساتل شوي، نه ښایي چې افغانستان د پرمختګ پر لور روان کړي. هغه مهال چې محرومې ښځې او سړي په پوهاوي سره اوږه په اوږه د هیواد سمسورتیا لپاره کار وکړي، پرته له کوم شک څخه زموږ ټپي افغانستان به بل لوری ونیسي.

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د افغانستان د ښځو په ځواک کلک باور لري او ویاړي چې د هیواد له لږو ګوندونو څخه دی چې تل یې د خبرو او عمل په ترڅ کې د ښځو د آزادۍ په لار کې فعالیتونه ترسره کوي. موږ هغه ناوړه فکرونه او اندونه ردوو چې د سړي پرتله ښځه نیمه او «عاجزه» او کمزورې بولي او په دې اند یو چې په ځینو برخو کې ښځو په عمل کې ثابت کړي، هغه مهال چې راوچتې شي د سړو پرتله یې په هر ډول فعالیتونو کې بهتره او ښه رول لوبولی دی. موږ د هغې ورځې په هیله کې یو چې د ښځو له کادرونو څخه یوه یې زموږ د ګوند رهبریت په لاس کې واخلي.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» په داسې حال کې چې د افغانستان د مظلومو او د نړۍ نورو هیوادونو ښځو ته د ښځو نړیوالې ورځ مبارکي وایي، په تکرار سره اعلانوي چې د ښځو پروړاندې توپیر د ټولنې په ټولو حدودو کې له بې نیاوو څخه جلا نه دی، د دې پربنسټ یوازې په پوهې او یو موټې مبارزې سره کولای شو، نیواکګرو او ناوړو اعمالو ته ماتې ورکړي، ظلم او بې عدالتۍ ته د پای ټکی کیږدي او د دموکرات او خلکو حکومت د سورې لاندې د ښځو او سړو مساوي حقوقو ته لاسرسی ومومي.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

د ۲۰۱۳ کال د مارچ ۸، د ۱۳۹۱ کال د کب ۱۸


کابل

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 129 میلمانه آنلاین لرو