سرتاسري یووالي سره د غویي د اتمی او اوومی ناورین رامنځته کوونکي له منځه یوسو!
- کټګوري : اعلامیی
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګی ګوند
- نیټه: دوشنبه, 09 غویی 1392
پنځه دیرشت کاله وړاندې د روسیې سوسیال امپریالستانو د خپلو خلقي او پرچمي چوپړانو په لاس د غویي د اوومې کودتا په ترسره کولو سره یې زموږ هیواد په ناورینونو کې ډوب کړ، چې تراوسه زموږ ښارونه او کلي د هغې په اوور کې سوځي.
د خلقي او پرچمي هیوادپلورو دا هڅه چې وکولای شي د فاشیستي زندۍ او سازمان شوي ترور له لارې خپل شتون ته دوام ورکړي، لیکن د دغې رژیم د رهبرانو د انتظار برعکس، د دوی پروړاندې د خلکو کرکه او پاڅونونه ډیر شول.
د خلقي او پرچمي بالکیانو د شتون د تضمین لپاره د روسي نیواکګرو د شپږم جدي یرغل، چې په زړه بوږنوونکي توګه د افغانستان د کلو او بانډو ببماریو، د خلکو پرله پسې وژنې، نیونې، د لسګونو زرو بې ګناه خلکو اعدام او ربړونې، په زرګونه ماینونو د خښولو، د خلکو عقیدو او فرهنګ ته سپکاوی او د هیواد د نفوس یو دریمه برخه پاکستان او ایران ته د مهاجر کیدو سره مل و، زموږ د خلکو د مقاومت غورځنګ یې قوي او پراخه کړ.
په همدې مهال کې د امریکا نیواکګر دولت د طلایي موقع په غنیمت سره، چې هغه ته یې لاسرسی موندلی و، له اقیانوس څخه ها خوا د خپل استراتیژیک سیال لپاره د افغانستان د جګړې ویتنامي کولو سیاست او دغه راز د افغانستان له خلکو څخه د جګړې د مقاومت نوښت د غلا کولو او د خپلو ناوړو موخو لپاره هغې ته اړخ ورکول، د جبهې ترشا یعنی په پاکستان کې د مهاجرینو کمپونه یې د خپلو شیطاني موخو لاندې ونیول.
دغه د محرومو خلکو د وینې سوداګر چې پر خپلو مادي، نظامي، لوژستیکي او پر تبلیغاتي امکاناتو ولاړ وو، په دې وتوانیدل چې د روسیې پروړاندې د مقاومت غورځنګ رهبري له زموږ خلکو څخه غلا او هغه یې د یو شمیر خاینو، بنسټپالو، جاهلو او فاسدو پورې وتړله.
د ۱۳۷۱ کال د غویي پر اتمه د نجیب ګوډاګی رژیم، بې وزلو لیکن د زړه ورو خلکو څوارلس کلنې سرښیندونو مات کړ، زموږ ملت د خپلواکۍ، آزادۍ، عدالت او سوکالي ترلاسه کولو پرځای خاورو سره خاورې شو او ورپسې د روسانو او د دوی د چوپړانو د ماتې تشه د نړیوال امپریالیزم په فرمان او د پاکستان آی. اس. آی، د ایران واواک، د عربستان المباحث العامه او نورو مداخله کوونکو په تفاهم سره د پاکستاني اووه او ایراني اته هیوادپلورو تنظیمونو له لارې د خلقي او پرچمي جنایتکارانو پاتې شونې ته په لاس ورکولو سره ډکه شوه. په دې توګه د بریالیتوب جشن او د ملت ویاړونه چې زبرځواک یې په ګونډو کړی و، د یو شمیر مذهبي غلامانو لخوا پر ملي ویر بدل شو. واقعي مقاومت کوونکو خپل ټوپک لیرې کړ، لیکن د دین او مذهب دکاندارانو د «جهاد» په نوم پر غلا او لوټمارۍ پیل وکړ.
د جنایت کاره تنظیمونو لپاره سپیڅلې او پاکه دنده د کابل ښار ویجاړول وو، څو خپله نمک حلالي، وفاداري او فرمان منل نندارې ته وړاندې کړي، د کابل د ویجاړیدو او سوځولو او د هیواد د دفاعي، امنیتي، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي بنسټونو د منځه وړلو امر د پاکستان د آی. اس. آی رییس جنرال اختر عبدالرحمن لخوا صادر او د ګلبدین، رباني- مسعود، سیاف، فهیم، دوستم، مزاري، محسني او دوی ته ورته د نورو لخوا عملي شو. آن تردې چې رباني د پاکستان د آی. اس. آی مخکینی رییس دعوت کړ چې کابل ته راشي او د هغه ترڅنګ د چارو اداره په لاس کې ونیسي.
دغو جنایتکارانو د څوکیو، غنیمت او ځواک ترلاسه کولو لپاره یوازې د لوټمار او جهاد له لارې له اویا زرو څخه د ډیرو بې ګناه کابلیانو وینه توی کړه؛ ۸۰ سلنه دولتي او غیر دولتي ودانۍ یې ونړولې او ټول دفترونه، دولتي تاسیسات او ملی شتمنۍ یې لوټ کړلې؛ د فرمان له لارې پرچمي او خلقي جنایتکاران یې وبخښل؛ د یرغلیزې جګړې ځاني او مالي تاوان یې روسیې ته وبخښو؛ فرهنګي او تاریخي آثار یې لوټ او یا په بازارونو کې لیلام کړل او یو شمیر یې پاکستاني جرنیلانو ته ډالۍ کړل؛ په ښکاره توګه یې د خلکو په پت او ناموس تیری وکړ؛ قومي او مذهبي اختلافاتو ته یې په بې سارې توګه لمنه ووهله؛ له جګړې څخه د رامنځته شویو ټپونو د پټۍ پرځای، پر هغې یې مالګه ودوړوله او په ټولیزه توګه د روسانو او د دوی د نوکرانو په پرتله زموږ هیواد یې د ډیرې ویجاړۍ او ناوړه ناورین پر لور یوړو او په دې توګه هغه نقش چې سي. آی. ای او آی. اس. آی د تنظیمونو لپاره په پام کې نیولو و، یو په یو یې ترسره کړ.
په دې لامل د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» د غویي (ثور) اتمه د ژغورنې ورځ نه، بلکې توره ورځ او د افغانستان د تاریخ پیغور ګڼي او هر کال دغه د ویر او تورې ورځې په توګه محکوموي.
د کرکې ډک او جنایتکارو تنظیمونو څخه د بیزارۍ چاپیریال د امریکا او پاکستان لپاره زمینه چمتو کړه، څو افغانستان کې د طالبانو او د القاعدې د پروژې له لارې د خپلو برنامو بله پاڼه عملي کړي. هغوی د طالبانو تر نوم لاندې د منځنیو پیړیو موجودات هیواد ته راننیستل، د هغوی له لارې یې د تنظیمي څیرونکو ځناورو خپور حاکمیت چې واقعیت سره تاریخ یې بشپړ شوی و، له منځه یوړو. د دغو پنځو کلونو په لړ کې و چې په زرګونه اخواني تروریستان له مختلفو اسلامي هیوادونو څخه د افغان عربو په نوم افغانستان ته راغلل، څو وکولای شي زموږ هیواد د مذهبي وحشت، ترور او د جنون په مرکز بدل کړي. د امریکا لپاره د دغې جنایتکارې ډلې کارونه او د یولسم سپتمبر پیښه ښه لاسته راوړونه وه، څو له ناټو سره په همغږۍ زموږ هیواد د «تروریزم پروړاندې د مبارزې» په نوم نیواک کړي.
زموږ پر هیواد باندې د امریکا نظامي یرغل سره جهالت کسبه طالبان په ظاهري بڼه له ډګر څخه هاخوا شول او پرځای یې د کرزي ګوډاګی رژیم منځته راوړل شو، وینې څښونکي رهبران او ناوړه جګړه ماران چې په کلونو یې افغانستان او خلکو ته درد ورکړی و، یو ځل بیا یې نیکټایي او دریشي ورپه غاړه کړه او له نوې ټاپې سره میدان ته ننوتل. یولس کاله کیږي چې زموږ هیواد د امریکا زبرځواک او د دې د څلویښتو څخه د ډیرو متحدینو په ولکه کې ګیر دی؛ زموږ خپلواکي تر پښو لاندې او عملاً افغانستان د بیلابیلو هیوادونو د جاسوسۍ د سیالیو په مرکز بدل شو. د «غویي اتمې» رهبران چې تر پرونه یې د جهاد لپاره د «کفارو» پروړاندې له خولې څخه لاړې شیندلې، نن ورځ له څلویښتو څخه ډیرو «کافر» هیوادونو سره یې په مغازله کې د هغوی د بندګۍ پړی پر غاړه کې اچولی، د زرو په ځیرمه کولو او د دین په خرڅلاو کې بوخت دي؛ هره ورځ زموږ د هیوادوالو عام وژنه که څه هم د نیواکګرو لخوا او یا د دوی د روزل شویو ځانمرګو لخوا ترسره کیږي، زموږ خلک یې په ویر کې کښینولي؛ د هیواد د ژوند په هره برخه کې د هراړخیز مافیا حاکمیت؛ د نړۍ په تاریخ کې بې ساری فساد، پر مخدره توکو ولاړ اقتصاد؛ ۶۵ سلنه بیکاري او په سوداګرۍ کې له ۹۶ سلنې څخه ډیر کمښت، د افغانستان د خلکو ترخې بیلګې دي چې د ټولو ریښه د غویې له اوومې او اتمې څخه ده.
د «غویي اتمې» تنظیمي رهبران، د امریکا نیواکګر دولت ته په بندګۍ او عبادت کې دومره مخ پروړاندې تللي دي چې له افغانستان څخه د هغوی د ځواکونو له وتلو سره خپل ځان بې پلاره احساسوي، هڅه لري امریکا دې ته اړباسي، چې په افغانستان کې پاتې شي. ترڅو چې امریکا زموږ په هیواد کې شتون ولري، نشو کولای له سولې، سوکالۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، بشري حقوقو او نورو انساني ارزښتونو څخه خبرې وکړو.
لیکن د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» ژمن دی چې د افغانستان د خلکو پرمټ او نورو ملي، آزادي او پرمختګ غوښتونکو رښتینې ځواکونو سره اوږه په اوږه په هیواد کې د خپلواکۍ د ټینګولو، د نیواکګرو د بشپړ وتلو او د دوی د مزدورانو بې وسلې کولو او دغه راز د دموکراسي او عدالت د پلي کولو لپاره مبارزه وکړي.
لنډ دې وي له افغانستان څخه د نیواکګرو لاسونه!
لعنت دې وي د غویي د اوومې او اتمې پر ناورین رامنځته کوونکو!
«د افغانستان د همبستګۍ ګوند»
د ۱۳۹۲ کال د غویي ۸ مه (د ۲۰۱۳ کال د اپریل ۲۸ مه)