د افغانستان د همبستګې ګوند په لاریون کوونکو د امنیتي ځواکونو وحشیانه یرغل او نیول په کلکه غندو!

د ۱۳۹۲ کال د غویی د میاشتی په ۱۲ مه د افغانستان د همبستګې ګوند د غویی د اتمی او اومی دوه تورو ورځو د غندلو په موخه په کابل ښار کې یو لاریون په لار واچو. ټاکل شوی وه چې دغه لاریون د غویی په اتمه ترسره شي، لیکن دولت په ټاکلې ورځ کې اجازه ور نکړه.

تیر کال هم د ورته لاریون په ترڅ کې زموږ ګوند د غویی د اتمی او اومی په غندلو سره د واکمنه جنایتکارانو په ځان یې اور بل کړو او په غبرګون کې د حکومت د یو لړ سختو فشارونو سره مخامخ شو، د پارلمان او عدلې او قضایې بنسټونو سره لاس او ګریوان او ان تر دی چې د ګوند د رسمیتو له منځه وړلو هڅه وشوه.

لیکن سږ کال امنیتي ځواکونو د ارګ ناستو په لمسون غوښتل چې د دغه تاریخې لاریون مخه په زور او پولیسۍ ډب کړي او په هره پلمه او شیطانې یې هڅه وکړه چې ویره رامنځته کړی او د لاریون مخه ونیسې. د ملي امنیت کارکونکو اته تنه لاریون کوونکې د لاریون کوونکو د ویاند په ګډون په غیرقانونی توګه په وهلو ډبلو له ځان سره بوتلل؛ چې دری کسه یی لاتر اوسه په بند کې دي او د وضعیت څخه یې هیڅ مالومات نشته. د آزاد شویو کسانو په وینا د ګوند د ویاند روغتیایی حالت د اندیښنې وړ ؤ؛ پر وجود یې د ربړونې جور ټپونه او قطره قطره وینه ښکاره کیده.


هغه خلک چی د پولیسو لخوا لری استول شوی و، په بامونو وختل او لاریون کونکو سره یی یوځای د جنایتکارانو پر ضد شعارونه ورکول.

په دی وروستیو ورځو کې موږ د جنګسالارانو د چوکره ګانو لخوا ډیری ګواښونکې او لوچکانه ټلیفونی اړیکی تر لاسه کړی چې یوازینی هڅه یې د لاریون مخ نیوې ؤ. کله چې د پنجشنبی په سهار د ګوند غړی او پلویان د سینمای پامیر په سیمه کې راټول شول، په دی پوه شول چې سیمه د پولیسو او ملي امنیت تر زرو ډیرو ځواکونو محاصره کړی، په میوند واټ کې په تللو را تللو بندیز او د دغه سیمې ټولې هټۍ تړلی شوی وې. د پولیسو او امنیت لوړ پوړو چارواکو د لاریون کوونکو څخه مخکې ځان سیمی ته رارسولی ؤ، په تریخ چلند یی ګوند غړو ته وویل له «پورته ځاې» څخه امر شوی چې په هیڅ صورت دغه لاریون ته اجازه ور نکړل شي. لیکن کله چې هغوي خپل پر وړاندې د مظاهره کوونکو هغه ډله ولیده چې د هری شیبی په تیریدو سره یی شمیر لا زیاتیدو او د وروسته تګ تکل یې نه درلود، نو اعلان یې وکړو چې لاریون ته به د غالمغال او د « جهادي مشرانو او چارواکو» د پلاکارتونو لیږدولو پرته اجازه ورکړي. لیکن کله چې د پولیسو په دغه غیری قانونې کړنه د اعتراض کوونکو څپه راپورته شوه نو د یو ساعت جنجال او د پولیسو او امنیت د خپلو مرکزونو سره پرله پسې اړیکو وروسته، بالاخره د کابل امنیی قومندان خپله د ګوند یو تن مسؤل سره ټلیفونی خبرې وکړی او په ګواښ یې وویل «تاسې ته په هغه صورت د لاریون اجازه درکوو چې د جهادي مشرانو انځورونو ته سپکاوی ونه کړی، هغه ونه سوزوی او د خپو څخه یې لاندې نه کړی او که چیری داسی وکړی نو بیا له ځانه ګله وکړي.»

دا په دی مانا چې ګواکې د افغانستان د همبستګې ګوند د یو سوله ایز او قانونی لاریون لپاره نه بلکه د ځانمرګو خطرناکی ډلې سره سیمې ته راغلې وي چې پر وړاندې یې له مخکې تیارسۍ یو لوی لښکر په جنګې وسیلو، اوښکې بهونکې ګاز او په اوبه شیندونکې موټر سمبال ځواک یې مقابلی ته راغوښتل شوی ؤ.


په سلګونو پولیسو او د ملي امنیت کسانو معترضین محاصره کړه او د لاریون د محدودولو لپاره یې څو انسانې کمربندونه جوړ کړه.

په سلګونو پولیسو او د ملي امنیت کسانو معترضین محاصره کړه او د لاریون د محدودولو لپاره یې څو انسانې کمربندونه جوړ کړه. دی لپاره چې زموږ شعارونه خلکو ته ونه رسیږي، تر څو سوه مترو پوری یی دغه سیمه او د میوند واټ سره یو ځای شوي ټولی لاری کوڅې د وسایطو او خلکو پر مخ وتړلې او د پولیسو او د ملي امنیت شخصي کالو لرونکو پرته بل هیڅ چاته د تګ او راتګ اجازه نه ورکول کیده. آن تر دی چې د ګوند ډیرو پلویانو ته په لاریون کې د ګډون اجازه ورنکړل شوه سره له دی بیا هم د یونیم زره څخه زیاتو کسانو په دی لاریون کې ګډون وکړو او د جنګسالارانو، طالبانو او د هغوي د بهرنیو بادارانو او نیواکګرو پر ضد یی ترخه شعارونه ورکړل.

د ملي امنیت جاسوسانو، د لاریون ټول ګډونوال په ډیره بشرمۍ څوڅو واری تالاشی کړل او د ګوند چاپی اعلامی ځینی واخستلې څیری څیری کړی او په ځمکه یی وغورځولی. ټول هغه پلاکارتونه او شعارونه چې د دولت لوړ پوړو چارواکو جنګسالارانو او جنایتکارانو شخصیت په کې انځور شوي ؤ ضبط او پولیسو له ځان سره یوړل.

په دی یی هم بسنه ونه کړه او لاریون تنظیمونکې یې یو په یو وڅارل په هماغه ړومبنیو شیبو کې هڅه وکړه چې څو تنه په راکښلو راکښلو موټر ته پورته کړی او له ځان سره یې بوځي، لیکن کله چې د ګوند د غړو مقاومت او غبرګون سره مخامخ شول نو بیایی هغه خوشی کړل، مګر تر وروستیو شیبو پوری د ملي امنیت د جاسوسانو لخوا څارل کیده.


د ملي امنیت جاسوسانو، د لاریون ټول ګډونوال په ډیره بشرمۍ څوڅو واری تلاشی کړل او د ګوند چاپی اعلامی ځینی واخستلې څیری څیری کړی او په ځمکه یی وغورځولی.

مګر دغه پولیسي او ډیموکراټیک ضد کړنی د دی لامل شوی چې لاریون کونکې نور هم په ولوله او جذبه خپل اعتراض ته ادامه ورکړي سره له دی چې هغوي ته له مخکې ټاکل شوی ځایه (سپاهي ګمنام څلور لاري) پوری د تګ اجازه ورنکړل شوه خو بیا هم لاریون په سوله ایز توګه پای ته ورسیدو. د لاریون په وروستیو شیبو کې د افغانستان د همبستګې ګوند یو تن مشرتابه غړي په خپلو احساساتی ویناؤ کې د غوی اتمه او اومه دوه توری ورځې، لاسپوڅې دولت، امریکایی نیواکګر او ناټو په سختو ټکو وغندل. کله چې د هغه ویناوې پای ته ورسیدی او د خبریالانو د ډلې څخه جدا شو، د ملي امنیت څو تنو کارکونکې په هغه د لیوانو پشان یرغل وکړو او هڅه یې وکړه چې هغه له ځان سره بوځې، لیکن کله چې د ګوند نورو غړو هغی مرستی ته راودنګل، نو امنیت والو هغه خوشی کړ او د اختطافچیانو په څیر وتښتیدل او د ښکاری سپیو په څیر یې بل ښکار ته کمین ونیو.

د لاریون د پای ته رسیدو وروسته، ګډونکونو د ملي امنیت کسانو لخوانه د ځورونی او کړاونی سره مخامخ شول، د لاریون ویاند چې د مخه یې د څارنی لاندی نیولی و په وحشیانه توګه د حضوری چمن په سیمه کې ښکار کړ. کله چې د ګوند نورو غړو هغې د تښتونې مخ نیوی وکړو نو د ملي امنیت بد معاشانو د هغوي د خپرونې لپاره پر هغوي ډزی وکړی او نوموړی په سپین رنګه شخصی موټر کې له ځانه سره بوتلو.

هغوي په ټولیز ډول اته تنه لاریون کوونکې ونیول او وی ربړول د غړو او پلویانو په هڅو د پنجشنبې تر شپی پوری پنځه تنه یی را خوشی شول؛ پاتی دری کسه یې لاتر اوسه په بند کې دي خو کره ځای او د حالت څرنګوالې یې لا هم په ډاګه شوی نه دی.

په هغه هیواد کې چې د دولت بنسټیز اورګانونه او لوړی څوکۍ د فاسدو جنایتکارانو، جګړه مارانو او د پردیو ګډاګیانو په لاس کې وي او خاینان په ډاډه چاپیریال کې اوسي، د ډموکراسۍ پلوه غورځنګ په دغه شان قانونی او سوله ایز لاریون بیشرمه برید په ډیره ښه توګه د لاسپوڅي دولت ولس غولونکې شعارونو «ډموکراسي»، «بشري حقوقونه»، «د بیان آزادۍ» او ... څخه پرده پورته کوي. دا روښانه ده چې په مافیایی دولت کې دغه ارزښتونه یوازی تر هغه بریده پوری د زغملو او درناوي وړ دي تر څو چې د ملت ټګماران او قاتلان تر پوښتنې او غندنې لاندې را نشي، لیکن که چیری ولسی وګړو خپله میړانه په کار واچوله او د ۹۹ سلنه خلکو ایسار شوی غږ او کینه یی راپورته کړه نو کټ مټ د امنیتي اورګانونو د فاشیزم سره چې د جنایتکارانو او د بشري حقونو ناقضینو په وسیله څرخې لاس او ګریوان کیږي.


آن تر دی چې د ګوند ډیرو پلویانو ته په لاریون کې د ګډون اجازه ورنکړل شوه سره له دی بیا هم د یونیم زره څخه زیاتو کسانو په دی لاریون کې ګډون وکړو او د جنګسالارانو، طالبانو او د هغوي د بهرنیو بادارانو او نیواکګرو پر ضد یی ترخه شعارونه ورکړل.

په داسی حال کې چې موږ د دولت دغه «خادي» یرغل پر یو قانونی خوځښت په کلکه غندو او وایو چې د ګوند غړی او پلویان د دغه شان ځورونی څخه هیڅ ډار نه لری او برعکس موږ ته ځواک او هوډ رابخښی چې موږ خپله حق غوښتونکې هلې ځلې لا سختی، ټینګی او په پراخه ډول ګړندۍ کړو. زمونږ پر ګوند د جنایتکاره او لاسپوڅې دولت پرله پسې یرغل دا په ډاګه کوي چې زمونږ مبارزې په ملي خاینانو او د ولس په دښمنانو کوټلی اغیزه کړی. بل خواه د ګوند د شعارونو او لاریونون څخه د مظلومو او بیوزلو خلکو پراخه ملاتړ زموږ ارادی نوری هم را پیاوړی کړي تر څو غوی د اتمی او اومی دښمنانو، طالبانو، امریکایی، پاکستاني او ایراني ګوډاګیانو ته غاښ ماتونکې ځواب ورکړو. د ډیرو هیوادونو مبارزاتی تاریخ دا په ډاګه کوي چې آزادي غوښتونکې او مترقي ځواکونو باندې د دولتونو فشار تل برعکس پایله درلوده او تل د دغو غورځنګونو د غوړیدو او لوړیدو سبب شوي. انسان وژونکې واکمن نور باید په دی پوه شي چې د افغانستان د همبستګې ګوند ډارونکې او جوړجاړیواله نه دی چې د دوي په غپلو ډګر پریږدي. کله چې ګوند په آګاهانه توګه د وطن پلورو قاتلانو سره خپله مبارزه غوره کړی نور نو هیڅ امکان نشته چې د دغو بیناموسه خاینانو د غپلو او غاښ بریښونې څخه سترګه پټه کړي.

لیکن د ټولو ډموکراسی غوښتونکو، عدالت پلوه او د بنسټپالنې ضد ځواکونو څخه غواړو چې د افغانستان د همبستګې ګوند پر وړاندې د کرزی رټل شوی دولت د تاوتریخوالی او فاشیزم پر وړاندې خپل د اعتراض غږ راپورته کړي داسی نه چې د وخت په تیریدو سره (پر ما څه) دغه فرهنګ پراختیا پیدا کړی او د «آګسا»، «کام» او «خاد» د استبداد او ویری نوی پړاو لیدونکې شو. نور باید اجازه ور نه کړو چې د دولت امنیتي ځواکونه د واکمنو جګړه مارانو په لاس کې د آزادۍ، ډموکراسۍ او د مظلومو خلکو ملاتړ کوونکو پر وژنه او ځورونه بوخت پاتې شي.

که پټه خوله پاتی شو، په یقین چی سبا ستا وار دی.


کله چې د گوند د ویاند ویناوې پای ته ورسیدی او د خبریالانو د ډلې څخه جدا شو، د ملي امنیت څو تنو کارکونکې په هغه د لیوانو پشان یرغل وکړو او هڅه یې وکړه چې هغه له ځان سره بوځې، لیکن کله چې د ګوند نورو غړو هغی مرستی ته راودنګل، نو امنیت والو هغه خوشی کړ او د اختطافچیانو په څیر وتښتیدل او د ښکاری سپیو په څیر یې بل ښکار ته کمین ونیو. د لاریون ویاند چې د مخه یې د څارنی لاندی نیولی و په وحشیانه توګه د حضوری چمن په سیمه کې ښکار کړ.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 129 میلمانه آنلاین لرو