د افغانستان او پاکستان د مترقي ګوندونو دریم ګډ کنفرانس پریکړه لیک

کنفرانس مشترک احزاب مترقی پاکستان و افغانستان

د افغانستان او پاکستان مترقي ګوندونو دریم ګډ کنفرانس «د پاکستان د کارګرانو ولسي ګوند» او «د افغانستان د همبستګۍ ګوند» ګډو هڅو په واسطه د «سویډن چپ ګوند» په مرسته د « بنسټپالي او تروریزم د ښځو د پرمختګ په لاره کې عمده ګواښ» تر نامه لاندې د جون په ۲۳ او ۲۴ نیټو، کال ۲۰۱۳، کابل کې په لاره واچول شو. پدې نړیوال کنفرانس کې چې د همبستګۍ ګوند په کوربه توب په لاره اچول شوی و، د هغه ګوندونو، سازمانونو، ټولنیز نهادونو نمایندګانو او ملي او دموکرات افرادو پکې ګډون کړی و چې د ښځو حقوقو په برخه کې په سیمه کې فعال دي.

پدې کنفرانس کې د ګډون کونکو ترمنځ په عمل کې د ګډې مبارزې په اړه پریکړه وشوه. ګډون کونکي پدې اند دي چې د ښځې د حقوقو روان ناورین څخه د وتلو لارې لپاره، د کنفرانسونو ادامې، د ملي او دموکرات ځواکونو ګډو غونډو، عملي همغږي، د بنسټپالۍ او تروریزم پروړاندې د ګډو نشراتو خپرولو او خلکو ته د پوهاوي ورکولو او د بنسټپالو، فیوډالانو او جنګسالارانو د جنایاتو رسوا کولو په تکل ګډې ویب پاڼې په اړه راتلونکي کې هڅې وشي.

ګډون کوونکو د سیمې د ښځو په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې د پرمختګ د بنسټیزو خنډونو په اړه خبرې وکړې او په ځانګړې توګه هغه خنډونه چې اسلامي بنسټپالۍ د غرب امپریالیستانو سره یوځای د ښځو پروړاندې رامنځته کړي، په اړه یې نظرونه سره شریک کړل. په دې لړ کې د حل لارو او ګډو برنامو په اړه چې په ټولو برخو کې د ښځو د رول زمینه جوړونکي او رهبري کوونکي دي او په ځانګړې توګه د مترقي ګوندونو په لیکو کې تصمیم نیونې وکړي، وړاندیزونه وشول.

ښځو د تاریخ په اوږدو کې د وینځو په څیر ژوند درلود مګر د تیرو څو لسیزو په موده کې د لویدیز ځواکونو په واسطه د بنسټپالۍ او تروریزم په ودې سره، د سیمې هیوادونو کې د هغوی پروړاندې د بربریت، قید او بندونو کچه په دردونکي ډول ډیره شوې. په افغانستان او پاکستان کې جاهل او د ښځو ضد ځواکونه، د امریکا نیواکګر دولت، طالبان، شمالي ټلواله او په دواړو هیوادونو کې د بنسټپالۍ په ویروس روږدي او تړلي دولتونه ټول د ښځو پروړاندې ګواښ ګڼل کیږي.

د کنفرانس ګډون کونکي پدې نظر دي چې په سیمه کې اسلامي بنسټپالي د امپریالیزم ټولنیزه اډه ده او اوس هم امریکا، انګلستان او نور لویدیز قدرتونه په ټول ځواک سره د هغې ملاتړ کوي او ورڅخه د خپلو ستراتیژیک او سیمه ایز اهدافو پرمخ وړلو لپاره ترې ګټه اخلي. ځکه نو د امپریالیزم پروړاندې مبارزې پرته به د بنسټپالۍ او ارتجاع پروړاندې مبارزه بې مانا او ناقصه وي.

کنفرانس مشترک احزاب مترقی پاکستان و افغانستان

هغوی پرلاندې ګډو ټکو پریکړې ته ورسیدل:

  • امریکا او لویدیز د افغانستان او پاکستان د ښځو زیارکښۍ څخه ناوړه ګټه پورته کوي، د دې لپاره چې په افغانستان کې خپل نظامي شتون ته دوام ورکړي ترې ګټه پورته کوي په داسې حال کې چې پخپله دوی د ښځو پروړاندې جنایتو مسببین دي.
  • د ښځو ضد سړو پروړاندې مبارزې ترڅنګ، د ښځو ضد ښځو پروړاندې مبارزه هم باید هیر نکړو. د کرزي لاسپوڅي دولت کې ځای ورکړل شوي ډیری ښځې د ښځو ریښتونې نمایندګانې نه بلکه د نیواکګرو، جنګسالارانو او د ښځې د حقوقو ترټولو بد ناقضینو نمایندګي کوي.
  • د کرزي دولت او مزدوره رسنۍ قصدا هڅې کوي چې د افغانستان او پاکستان خلک سره د یوبل پرضد کړي، پداسې حال کې چې باید د هیوادونو دولتونو او خلکو ترمنځ توپیر وکړو، د پاکستان دولت او استخبارات دي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنې سره جنګ تود ساتي، پدې اړه د پاکستان عام خلک هیڅ قصور نلري او د دواړو هیوادونو ملي او دموکرات ګوندونه دنده لري چې دا پوهاوی خلکو ته ورسوي او هغوی د خپلو مستبد او مرتجع دولتونو پروړاندې همغږۍ او یووالي ته وهڅوي.
  • هغه سیاسي ځواکونه چې ونشي کولی د ښځو ترمنځ پراخه کار وکړي، هغوی د خپلو تشکیلاتو لیکو او پریکړه کونکي ردو ته پورته کړي، حق نلري چې پرځان د مترقي او دموکرات نوم کیږدي. د ښځو ترمنځ پراخه کار او د هغوی غوښتنو ته پام باید د هر آزادۍ غوښتونکي تشکیلاتو د جدیت او مخکښ توب مهم معیار وي. د دواړو هیوادونو ملي ګوندونو او نورو نهادونو ترمنځ یووالی او ګډه او عملي همکاري کولی شي موږ ته د بنسټپالۍ او تروریزم افکارو د پراخیدو څخه مخنیوي کې خدمت وکړي.
  • د خلکو د افکارو تبلیغ او ترویج او د بنسټپالو او تروریزم د جنایاتو په ډاګه کولو لپاره د یوې ویب پاڼې په لاره اچول او د افغانستان او پاکستان د مترقي ګوندونو ګډې کمیټې رامنځته کول به د دواړو هیوادونو مترقي ځواکونو په تقویت کې لوی رول ولوبوي.
  • په ټولو ټولنیزو چارو په ځانګړي ډول سیاسي او اقتصادي چارو کې د ښځو رول خورا مهم دی او د پوهاوي ورکولو، زده کړې او د ښځه رټنې افکارو پروړاندې مبارزې کار باید له کورنۍ پیل او ټولنې ته وغزوو.
  • ښځې، چې د بنسټپالۍ ترټولو ډیر جنایت او ستم زغمي، د بنسټپالۍ جهالت پروړاندې مبارزې کې مهم ځواک دی. په پوهې ورکولو او د ښځو تشکیل کولو سره کولی شو د بنسټپالۍ ځواک ضعیف کړو نو پدې لاره کې باید له سره هڅه وکړو ترڅو د افغانستان او پاکستان دموکراتیک ځواکونو نړیوال روابط خوندي او تقویت کړو.

    د ۲۰۱۳ کال د جون ۲۳مه او ۲۴مه نیټه (د ۱۳۹۲ کال د چګاښ ۲مه او ۳مه نیټه)

    کابل افغانستان

    لوگو

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 93 میلمانه آنلاین لرو