د نیواکګرو او د دوی د چوپړانو په شړلو سره د خپلواکۍ ورځ ولمانځو

امان الله خان

نیږدې یوه پیړۍ وړاندې شاهزاده د خپلو مشروطه غوښتونکو ملګرو په مرسته د پرمختګ غوښتنې او ملي آرمانونو لپاره خپل عیاشه او خاین پلار (شاه حبیب الله خان) سر چې د خلکو په برخلیک یې لوبې کولې، په نښه کړ او د نیواکګرو پروړاندې ودرید او قسم یې وکړ «ترڅو چې له فرنګیانو څخه د هیواد خپلواکي وانخلم، دغه توره به پر ځمکه کیږندم». د تاریخ دغه لړۍ چې د نیواک شوي خاورې لپاره یې ډیره وینه او کلک هوډ غوښته، د ملت لخوا په شانداره توګه بدرګه شو، چې په پای کې د انګلیس په ملا ماتیدونکي ماتې بدل شو او د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸مه زموږ هیواد خپلواکي ترلاسه کړه.

نن ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۴مې کلیزې سره سمون خوري، هغه خپلواکي چې د ملت د کلکې ارادې غوښتونکی و او میړانه آزادي غوښتونکو لکه امان الله خان، محمود طرزی، غلام نبي خان چرخي، ولي خان دروازي، سرورجویا، عبدالرحمان لودین، سرور واصف، میربچه خان، میرمسجدي خان او نورو ډیرو سرښندونکو ژمنه وکړه او پرته د هیواد او خلکو، د خپلو شخصي، قومي، ژبني، مذهبي او ډله ییزو ګټو په اړه یې هیڅ فکر ونه کړ. لیکن له بده مرغه ټول چوپړه دولتونه چې دلته ښکته او پورته شوي او کیږي، تل یې هڅه کړې چې د رښتینې اتلانو پرځای غله او جنایتکاران د رنګا رنګو اتلانو پر نوم وپوښي او د ملت پراوږو یې ورسواره کړي.

امان الله خان د خپل شهزاده توب سره سره خپلو ملګرو ته لاس ورکړ چې په بې وزلۍ ځپل شوی افغانستان د مطلقه شاهي له پړي څخه آزاد او د پرمختګونو هسکو څوکو ته ورسوي. له بده مرغه څو کاله لا تیر شوي نه وو چې د هغه د نوي حکومت د پرمختګ غوښتونکو کړنو او فکرونو پروړاندې د انګلستان په پلوئ سره متعصب او پلورل شوي خلک د کانکریټي خنډونو په توګه ودریدل او د «بچه سقاو» او «نادر» غدار د جنایتونو او جهالت زمینه چمتو شوه. له هغې ورځې څخه تراوسه هر رژیم چې پر قدرت خیټه اچولې، پر بې وزلو خلکو یې ظلم او زیاتی ترسره کړی. دغې ظلم او ستم او سپکوالي د ۱۳۵۷ کال د غویي د اوومې کودتا سره ډیروالی وموند او د ۱۳۷۱ کال د غویي د اتمې له ناورین سره بې ساری شو، چې د هیواد د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي بنسټونو د منځه تلو لامل شو او ورپسې د بنسټپالو د ذات څو ګونو بلاګانو څخه د طالب ویروس رامنځته او زموږ پر بې وزله هیواد باندې د امریکا / ناټو د یرغل او د مافیایي واکمنۍ زمینه جوړونکی شو.

دردیدونکو هیوادوالو او ملګرو!

پرون زموږ ملت د انګلیس استعمار او د روس امپریالیزم د ښکاره یرغل پروړاندې مقاومت او جګړه وکړه او د آزادۍ غوښتنې بیرغ یې وچت کړ، چې د سیمې د نیواک شویو پرګنو او ولسونو لپاره له ظلم او نیواکګرو څخه د خلاصون بیلګه وه، لیکن نن ورځ موږ د لویدیځ او د دوی ناټویي متحدانو ټولو غولونکو شعارونو لکه «ودانول» او «آزادي» او د پاکستان او د ایران د دولتونو خاینانه لاسوهنې چې پرته له ویجاړتوب او قرباني نور څه نه لري، آزادي او خپلواکي نه لرو.

امان الله خان

د واشنګټن واکمنان چې د نړۍ د نیولو خوب له کلونو ویني، د تروریزم او... د منځه وړلو لپاره نه، بلکې د خپلې بقا لپاره یې د میلیاردونو ډالرو په لګښت سره په دې خاوره برید وکړ. له افغانستان څخه په ۲۰۱۴ کال کې د خپلو نیواکګرو ځواکونو د وتلو غوغا د روان واقعیتونو پرتله، استخباراتي ډارولو سره سمون خوري. امریکا زما او ستا د ساتلو لپاره دلته نه ده راغلې، بلکې اقتصادي، سیاسي او نظامي ګټو دلته او د نړۍ نورو برخو ته راکش کړې او د دې له امله په آسانۍ سره به لاړه هم نه شي. د نظامي قوي اډو جوړول، سیمه ییزو ګډوډیو ته لمن وهل، ملایي مافیایي دولت کې خپل یو شمیر له زنځیر څخه خلاص کړل شوي جنایتکاران شریکول چې هره ورځ له یو هیواد څخه یې سر راوچتیږي، پراخ فساد، د مخدره توکو کښت او قاچاق او مافیا پالنه یې د افغانستان د برنامو له برخې څخه وو او د دې له لارې غواړي چې په سیمه کې خپلو استراتیژیکو موخو ته لاسرسی ومومي. پرته د خپلواکۍ ترلاسه کولو له دموکراسۍ او «وروستیو ۱۲ کلونو کې لاسته راوړل شويو مدني ارزښتونو» څخه چغې وهل چې هره ورځ دوی پورې اړوندو رسنو او روڼ اندو لخوا د بې وزله ملت ترمخې تبلیغ کیږي، دروغ او بې ځایه دي، ځکه هغه ملت چې آزادي او خپلواکي ونه لري، نو سوکالي او نیکمرغي نه شي لیدلی.

که یو وخت امریکایي لوټمارانو د آزاد ملتونو ویښ ځوانان، چې زور او زر ته یې سر نه ټیټوو، په مردکي یې ځواب ورکاوه اوس د ان. جې. او ګانو جوړولو، د ډالرو بوي، د زده کړو بورسونو، ګرین کارتونو، سیاحتونو، فحشا، د شنو او سرو باغونو ښودلو او د یو شمیر ځوانانو د شنډ کولو سره یې د دوی د وطن دوستۍ او آزادۍ حس له منځه وړی او خپلو استعماري ګټو لپاره یې ګمارلي دي.

د دې له امله پر موږ ده، چې د سرتاسري یووالي او وحدت سره د خپلو حماسه رامنځته کوونکو پلرونو تاریخي راسپارل شوې دنده چې د نیواکګرو او د دوی داخلي لاسپوڅو پروړاندې ودریدل دي، پرځای یې کړو، یو ځل بیا د نړیوالو لوټمارانو دروغجنه څیره چې د «ملګرو ملتونو»، «تروریزم سره د مبارزې»، «بیارغونې»، «بشري حقوقو»، «د ښځو آزادي»، «مدني ټولنې»، «دموکراسي» تر نوم لاندې راغلي، بربنډه کړو، دغه مهال موږ په دې توانیږو، د وروستیو درې نیمو لسیزو جنایتکارانو کولمې چې نن ورځ د یو چت لاندې د چټلو اوبو له یو ډنډ څخه تغذیه کوي د «نړۍ د لوی ارباب» له کولمو څخه پرې کړو او د زنځیري سپو او نابخښونکو جنایتکارانو په څیر یې ملي او نړیوالو محکمو ته وسپارو، څو د دوی نویو لارویانو ته عبرت وګرځي.

امان الله خان او د ده زړورو ملګرو د هیواد د خپلواکۍ کار د داخلي هیوادپلورو پروړاندې له مبارزې څخه پیل کړ چې د هیواد د نیواک زمینه جوړونکي وو. د دې له مخې د خپلواکۍ، آزادۍ او دموکراسۍ غوښتونکو ټولو خلکو او پوهه عناصرو ته په کار دي چې له تاریخ څخه په درس اخیستنې سره له هر څه وړاندې ملي خاینان، ناوړه او جنایتکاره خلک او ډلې خپل هدف ونیسي چې پردیو ته یې هیواد پلورلی او د بهرنیو هیوادونو په وینو ککړ لاسونه یې زموږ په هیواد کې خلاص پریښي دي.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» چې پرته له قید و شرط څخه د نیواکګرو ځواکونو د وتلو او د وروستیو درې نیمو لسیزو د جنایتکارانو د محاکمه کولو غوښتونکی دی، د افغانستان د خپلواکۍ ۹۴ مې کلیزې په رارسیدو سره نعرې وهي، ترڅو چې د ټولو مداخله کوونکو، یرغلګرو او د دوی نوکرانو لاسونه د زړورو اولادونو پاڅون سره پرې نشي، نو دغه خاوره به د سوکالۍ مخ ونه ویني. هغوی چې په دوکې او فریب له ځناورو طالبانو سره یووالی او مافیایي او انسان خوړونکو بانډونو سره وحدت کول سولې ته رسیدل ګڼي، هغه غولونکي دي چې غواړي خلک نور هم وروسته یوسي او نورو ناورینونو سره یې لاس او ګریوان کړي. هغه افغانان چې ویښ وجدان لري او په وینه کې د وطندوستۍ حس لري، باید په دې پوهه شي چې له لاس څخه تللې خپلواکي یوازې زموږ د نیکونو په رسم، لکه له ځان څخه تیریدل او سرښندنو سره کولای شو ترلاسه یې کړو او بس. داسې هیڅ ملت نشته چې د پردیو ځواکونو په مټ او پرته له سرښندنو سولې، سوکالۍ او بریالي توب ته رسیدلی وي.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» «نه اووم نه اتم، اته ویشتم اته ویشتم»! شعار سره یو وار بیا خپلو دردیدلو خلکو ته اعلانوي، چې زموږ ملت د پردیو یرغل او داخلي جنایتکارانو له امله ډیرې ناخوالې تیروي. د دې پربنسټ باید د «آزادو ټاکنو» لپاره د نویو چلونو، په اصطلاح «لوی ائتلافات» د «ملي» ګوندونو وروستاړو قرباني نشو چې د ازمیښت شویو جنایتکارو ډلو له غلاو او درغلیو پرته نور څه نه دي. یوازې د خپلواکۍ ترلاسه کولو او د ملت دښمنانو د منځه وړلو سره چې سرتاسري یووالي او پاڅون ته اړتیا لري، کولای شو د سوکالۍ او بریالیتوب هسکو څوکو ته ورسو.

د نیواکګرو او د دوی چوپړانو پروړاندې نه ستړي کیدونکي مبارزې سره له لاسه تللې خپلواکي ترلاسه کړو!
درود دې وي د هیواد د خپلواکۍ د لارې پر ټولو شهیدانو!

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

د ۱۳۹۲ کال د زمري ۲۸مه (د ۲۰۱۳ کال د اګست ۱۹مه)




امان الله خان

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 122 میلمانه آنلاین لرو