«د افغانستان د همبستګی ګوند» خپل یو پیاوړی او مبارز غړی له لاسه ورکړ
- کټګوري : اعلامیی
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګی ګوند
- نیټه: پنج شنبه, 07 وږی 1392
مرحوم عطاالله د عبدالعزیز ځوی په ۱۳۵۲ لمریز کال کې د کنړ ولایت د مرکز اړوند سیمه د نوآباد کلي په نیمه شتمنه کورنۍ کې سترګې پرانیستلې. نوموړي د هغه مهال د ټولو سیاسي او اقتصادي ناخوالو ترڅنګ وکولای شول چې خپلې لومړنۍ زده کړې د نوآباد په لومړي ښوونځي کې سرته ورسوي، خو له بده مرغه په هیواد باندې د روسانو د ګوډاګي رژیم او هم د روسانو د مستقیم یرغل وروسته په پایتخت کې یو لړ غبرګونونه رامنځته شول چې د دغو غبرګونونو څخه یو هم د ۱۳۵۸ لمریز کال د زمري د میاشتې په ۱۴ نیټه د یو شمیر انقلابي روڼ اندو لخوا د روسي یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګیانو پروړاندې پاڅون وشو، چې په دغه پاڅون کې د عطاالله ورور هم ګډون درلود، مګر کله چې پاڅون په شا وتمبول شو، دغه روڼ اندي د حکومت ترسخت برید لاندې راغلل، چې له امله یې د مرحوم عطاالله ورور پاکستان ته جلا وطن شو او کورنۍ ته یی احوال ورکړ، چې زر تر زره خپل ټاټوبی خوشې کړي، څو د ده کورنۍ او وروڼه د دښمن تر برید لاندې رانشي. له همدې امله دوی باجوړ ته هجرت وکړ او هلته میشته شول، مګر هغه د ټولو ستونزو او کړاونو ترڅنګ په دې وتوانید چی خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي او په باجوړ کې د امام ابو حنیفې لیسې څخه فارغ شي.
دغه مهال چې زموږ هیواد د روسي یرغل لاندې راغلی و، نوموړی آرام کښینناست، نه یوازې دا چې خپلو ملګرو سره یې اوږه په اوږه د روسي یرغلګرو پروړاندې د هیواد د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوله، بلکې په ټولنیزو چارو کې صحي کارکن او کار پوه هم و.
کله چې له افغانستان څخه روسي ځواکونه په ۱۳۶۷ لمریز کال کې په شا شول او څه موده وروسته د نجیب ګوډاګی رژیم هم دې ته اړ شو، چې له کنړ ولایت څخه خپل ځواکونه اوباسي، نو په همدې وخت کې د مهاجرینو د بیرته راستنیدلو لړۍ پیل شوه او عطاالله هم له خپلې کورنۍ سره خپل هیواد ته راستون او خپلو کلیوالو سره یې ساده ژوند پیل کړ، لیکن حالات داسې وو چې د ده په څیر خلکو په ورځني ژوند کې ډیرې ستونزې ګاللې، ځکه چې زموږ په هیواد کې د ځنګل قانون واکمن او تنظیمي ځناورو هیواد په ملوک الطوایفي او خانخانۍ اړولی و.
مرحوم عطالله چې د هیواد د انقلابي او مخکښو روڼ اندو سره ناسته ولاړه درلوده، د هیواد د وروستیو سیاسي حالاتو څخه بیرته پاتې نشو او په ۱۳۸۳ لمریز کال کې یې د افغانستان د همبستګۍ ګونډ غړیتوب ترلاسه کړ. له هغې ورځې چې د دې ګونډ غړیتوب یې ترلاسه کړ، هیڅکله یې هم د ګونډ له تګلارو او کړنلارو څخه سرغړونه ونه کړه او تل یې د ګوند له موخو څخه نه یوازې دا چې ملاتړ وکړ، بلکې د موخو په پلي کولو کې یې د پام وړ ګامونه پورته کړل. کله چې په کنړ ولایت کې د ګوند لخوا ولسي جرګې ته یوه ښځه نومانده شوه، د ټولو ګواښونو ترڅنګ چې د «مخالفینو» لخوا کیدل، نوموړی د دوی له ګواښونو وډار نشو او په زړه ورتوب سره یې د یاد ولایت په نا آرامو سیمو لکه پشت، سرکاڼو، خاص کنړ، مروره او وټه پور ولسوالیو کې د خپل نوماند په ګټه کمپاین کاوه، چې په پایله کې یې بریالی هم شو.
دغه راز د ټولټاکنو په دوهمه دوره کې د ګوند لخوا ولایتي شورا ته د نوماند شويو غړو لپاره یې هم نه ستړې کیدونکي هلې ځلې وکړې. عطاالله چې د هیواد پیښې له نیږدې څارلې، د بنسټپالو او د طالبانو له بڼې څخه پوره پوهه درلوده او د سیمې خلکو ته یې د دغو ګوډاګیانو څیره بربنډوله، څو راتلونکی نسل د دوی له ناوړو موخو څخه خلاصون ومومي.
نوموړي تل د ګوند په سیاسي او تبلیغاتي کړنو ټینګار کاوه، هغه غوښتل چې د دې له لارې وکولای شي ملیتونه سره ملت او د پوهې کچه یې لوړه کړي، څو د روانو ناوریننو څخه د خلاصون لار ومومي.
مرحوم عطاالله د افغانستان د همبستګۍ ګوند په هر لاریون کې چې ډیری یې د نیواکګرو او داخلي لاسپوڅو او جنایتکارانو پروړاندې وو، ګډون کاوه او د نوموړي د کورنۍ غړي او د سیمې خلک به ورسره هم راتلل.
مرحوم عطاالله یو پوهه او روڼ اندی شخص و او تل یې د نورو د حقوقو لپاره مبارزه کوله، دغه راز د دښمن ګواښونو پروړاندې د غر په څیر ولاړ او په سیمه کې د خپلو مبارزو ملګرو لپاره یو ښه لارښود هم و، خو له بده مرغه نوموړی د ۱۳۹۲ کال د زمري په لومړۍ نیټه د ۴۰ کالو په عمر د یوې نامعلومې ناروغۍ له امله د شپې په لسو بجو له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
د افغانستان د همبستګۍ ګوند د نوموړي کورنۍ ته تسلیت وایي او د نوموړي مړینه یوه لویه ضایع ګڼي او هیله من دی چې ملګري او کورنۍ یې هم د نوموړي له لارې څخه پیروي وکړي.
یاد یې د تل لپاره ژوندی اوسي!