زموږ خلک د دریو لسیزو جنایتکارانو ته سزا ورکوونکي دي!

د خلق او پرچم ناخوالی

د انسان خوړونکي خلقي ـ پرچمي چټل رژیم شاوخوا د ۵۰۰۰ قربانیانو د نومونو خپریدو یو ځل بیا د «ثور انقلاب» دفاع کوونکو دروغجنه څیره بربنډه او زموږ د مظلومو خلکو ټپونه یې تازه کړل. د «مړینې لیست» د خلق دموکراتیک ګوند داړوونکي رژیم د زړه بوږنوونکي جنایتونو یوه بیلګه ده. د دغو هیوادپلورو ټولوژنې په ۵۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ نه خلاصه کیږي او د ۱۲۰۰۰ په دار ځړول شويو بندیانو اوږد لیست لا تراوسه د اسنادو له ساتنځاینو څخه ندی راوتلی. روسي چوپړانو هم د بنسټپالو بانډونو په څیر د بې‌دفاع او په ځانګړې توګه د روڼ اندو او پوهه خلکو د وینې تویونې سره هڅه درلوده، چې افغانستان د متفکرو مغزونو او پاڅونونو څخه د تل لپاره «پاک» کړي.

خلقي ـ پرچمي هیوادپلوري «کمونیست» نه، بلکې د «خلق» او «زیارکښو» او «برابرۍ» بیرغ لاندې جنایتکاران وو چې دغو ارزښتونو ته یې په ناولتوب ټول خیانتونه روا ګڼل. که څه هم دوی دغه قربانیان په نوم او پتې ثبتول، لیکن د دوی له نسکوریدو وروسته تنظیمي، طالبي او امریکایي ویني څښونکو هر یو پرته له دې چې لست یې ترتیب کړي، په لسګونه زره زموږ هیوادوال یې د مړینې پولې ته ورسول. په دې هیواد کې د غویي اوومې او اتمې ټول څرګنده جنایتکاران او ظالمان چې اوسمهال یې د امریکا او ناټو په نوم لوی خامارانو آخور ته سر ورنیږدې کړی دی، د دې پرځای چې د دار ځړولو ډلې ته وسپارل شي او یا د زندان تورو تمبو ترشا ټول خپل ناوړه ژوند تیر کړي، د امریکا لخوا د دولت په هره برخه «مدني ټولنې» او بي‌بي‌سي راډیو او نورو ارګانونو کې ځای ورکړل شوی او د شتمنیو د راټولولو او هیواد ته د خیانت نوي پړاو په ترسره کولو بوخت دي.

د پرچم او خلق هغه غړي چې د خلکو په وینو یې لاسونه ککړ ندي، افغانستان او د نړۍ په هر ګوټ کې په یو آواز سره خپل چوپړه رهبران محکوم او د سختو سزاګانو وړ یې وګڼي او د لاندنیو وګړو څخه د تل لپاره خپل حساب پرې کړي:

شهنواز تڼی، جاوید کوهستاني، جنرال واحد طاقت، فقیر محمد فقیر، بارق شفیعي، خلیل رومان، کبیر رنجبر، ثریا پرلیکا، نورالحق علومي، خلیل زمر، میر افغان باوري، ظاهر طنین، اناهیتا راتب زاد، نبي عظیمي، میوند، ملک ستیز، عوض نبي زاده، محمد ګلابزوی، عبدالله نایبي، فرید مزدک، ثریا پوپل، داوود پنجشیري، بهین، عبدالحمید محتاط، عبدالله شادان، سیما شادان، ظهور رزمجو، جمیله پلوشه، حبیب منګل، سلطان علي کشتمند، سلیمان لایق، دستګیر پنجشیري، اسدالله سروري او...

د کابل خوسا شوی دولت چې د تیرو دریو لسیزو جنایتکارانو ګډ کالی دی «انتقالي عدالت» یې د نورو هرې ملي مسئلې په څیر قرباني کړی دی او د پارلمان په نوم د فساد خونې د عمومي بخښنې فرمان په بنسټ د ملت ټول قاتلان یې په داسې حال کې وبخښل چې زموږ ډیری ځپل شوي خلک د پرچمي، خلقي، تنظیمي او طالبي قصابانو د محاکمې او سزا غوښتونکي دي. تاریخ وایي، چې نه بخښل او نه هیرول، بلکې له تیر سره په ټینګار حساب او کتاب کولی شي، د یو ملت د ملي یووالي، عدالت او سوکالۍ ضامن وګرځي.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند د هیواد د سختو ټپونو درملنه په ملي ـ دموکراتیک دولت جوړونه کې چې د خلکو په ارادې کې اوسي، ویني او «نه امریکا، نه طالبان، نه نور جنایتکاران، واک د خلکو په لاس!» د شعار لاندې پرته له قید او شرط څخه د افغانستان د ویجاړتوب د ټولو لاملینو د محکمې کولو غوښتونکی دی. د دې پربنست د پراخ لاریون پر لار اچولو د روسي او امریکایي چوپړانو ویرونکي او بشریت ضد جنایتونه یو ځل بیا محکوموي او ځپل‌شویو هیوادوالو څخه غوښتنه لرو چې دغه د عدالت غوښتنې حرکت د محکمې میز ته د ټولو جنایتکارانو د راښکلو او نیواکګرو د شړلو پورې دوام ورکړي.

مړه دې وي خلق او پرچم او د دوی تنظیمي او طالبي جنایتکاره ملګري!
زموږ خلک د خپلو خپلوانو وینه نه له یاده اوباسي او نه یې بخښي!

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

د ۱۳۹۲ کال د تلې ۷مه (د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر ۲۹مه) – کابل


مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 125 میلمانه آنلاین لرو