آزاد افغانستان د نیواکګرو او د دوی د لاسپڅو په شړلو سره واقعي جوړښت مومي او بس!

د امریکا جنایتونه په افغانستان

زموږ پرخاورې باندې د «تروریزم سره د مبارزې»، «بشري حقوق»، «بیارغونې»، «آزادي» او ... تر نوم لاندې د امریکا او د دوی ناټویي شریکانو د یرغل دولس کاله پوره شول. په دغه جریان کې د ډولاډولو دښمنانو ځواکمنتیا په موندلو سره زموږ خلکو ته د بیلابیلو ستونزو د راولاړولو پیټي وګرځیدل او هغه جنایتکاران چې کلونه مخکې زموږ خلکو ایستلي وو، یو ځل بیا یې د نورو جامو په اغوستلو سره زموږ پر خلکو وتپل.

په داسې وضعیت او حالت کې چې هرڅه د نیواکګرو په غوښتنو سره ترسره کیږي، زموږ په هیواد کې د تاریخ لاسپوڅی او فاسده دولت واکمني لري او له هر اړخه د یرغل، جنایت، فساد، وینې تویونې، ناامنیو او چوپړتوب ناولی بوی راوچتیږي، د «خپلواک دولت» او د «افغانانو په ارادې سره د استراتیژیک تړون» چیغې وهل بې ځایه او تشې خبرې دي او د ملت د بندګۍ او زندانیتوب ځیری ورکوي.

زموږ خلکو له کلونو راهیسې د یرغل او د خلقي – پرچمي انسان خوړونکي رژیم او د ځناورو بنسټپالو د ساطور لاندې د پرلپسې لاسوهنو خوند څکلې ده، اوس یې هم په تجربې سره ترلاسه کړي دي چې د نړۍ خوړونکی امپریالیستي هیواد امریکا نه د ساتنې فرښته ده او نه خیرات ورکوونکی، دغه زورور ابرقدرت د خپلو استراتیژیکو او د ګټو د ترلاسه کولو په موخه یو شمیر بې وجدانه افغانان یې په خپل چوپړ کې نیولي او زموږ په هیواد کې لوټماري او وژنې کوي. د امریکا او ناټو یرغل د ایران او پاکستان ظالمو رژیمونو د جنایتکارانه لاسوهنو لپاره بې دریغه لاره هم هواره کړې ده. د دې پربنسټ هغه څوک چې د امریکایي یرغلګرو نامشروع شتون سره په افسانوي پانګوالو اوختي دي او له دې حالت څخه خوشحاله دي، له ۲۰۱۴ څخه وروسته د نیواکګرو ځواکونو وتل چې د خلکو له دوکې څخه نور څه نه دي، دوی په غوغا سره لاس او پښې وهي، ځکه چې د هغوی په وتلو سره ځان یتیم احساسوي او هڅه کوي څو د خپلې خاورې وروستۍ برخه چې د مخکیني سند ادامه ده، لیلام ته وړاندې کړي. لیکن پټه خوله ناست ملت هغه مهال کولای شي له دغې بلا څخه ځان وژغوي چې په یووالي او سرتاسري پاڅون سره د داسې ډلې شاوخوا کې راټلو شي چې د ملت ارزښتونه وپیژني او ملي حرکت ولري، څو د دوی د خیانت او جنایت تشکیل (سیستم) ته اوور ورته او د تاریخ چټل دانۍ ته یې وسپاري.

هیوادوالو!

څو ځلې مو ویلي او تاکید کوو، ترڅو چې زموږ هیواد خپلواکي نه وي ترلاسه کړي او د دریو لسیزو جنایتکاران د محکمې میز ته راکش نشي، زموږ خلک به د سوکالۍ او بریالیتوب مخ ونه ګوري. پروني انسان خوړونکي چې له سرونو څخه به یې مینار جوړو، اوس د اتلانو په څیر میدان ته راوتلي دي او د منځنیو پیړیو له فکر سره د افغانستان د سیاسي واک ترلاسه کولو لپاره «ائتلافونه» جوړوي او چنې وهي. په اصطلاح د جمهوري ریاست آزادو ټاکنو د نوماندانو او مرستیالانو وړاندې کول یې د توکم او ټبر په نوم اریانونکی جوړښت رامنځته کړی چې په دې ورځو کې چاپیریال یې په بوی لړلی دی. که چیرې د دغو چټلو څیرو بربنډونکي نشو او د دوی وینې بهونکي واکمنۍ ته سر ټیټ کړو، نو د شهیدانو وینو ته به مو سپکاوی کړی وي. د تاریخ بوی ناکې ناولې څیرې چې اوسمهال په ناز او ادا شرمیدلو ټاکنو پر لور روان دي، نور باید اجازه ورنه کړو، څو زموږ د راتلونکو اولادونو په برخلیک معاملې وکړي.

له هغه مهال څخه چې امریکا او د دې متحدین او کورني لاسپوڅي د ملت په برخلیک لوبي کوي له «تروریزم سره مبارزه»، «آزادې ټاکنې»، «د ښځو حقوق»، «دموکراسي»، «د فساد او مخدره توکو دمنځه وړل» او نور ښکلې شعارونه په درواغو د ګوډاګي دولت، تړل شویو رسنو او پلورل شویو روڼ اندو لخوا د شپې او ورځې د خلکو په غوګونو کې ویل کیږي، چې د بنسټپالو او طالبانو د ګډون او پیاوړتیا لپاره زمینه چمتو کوي او د افغانستان د وروسته پاتې کیدو هڅه کوي. د دوی په شتون سره زموږ خلک خپلو غوښتنو ته نه دي رسیدلي، برعکس نورو ناوریننو سره لاس او ګریوان شوي دي.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند چې پرته له کوم او شرط او قید څخه له هیواد څخه د نیواکګرو ځواکونو د وتلو او د سیمې او د دوی د چوپړانو د لاسونو د لنډولو غوښتونکی دی، یو ځل بیا غږ کوي، افغانستان به هغه مهال د سوکالۍ او بریالیتوب پر لور روان شي، چې واقعي خپلواکي او آزادۍ ترلاسه کړي او د ناوړو بنسټپالو او لاس وهونکو پرته یو قوي دموکراتیک حکومت چې د خلکو په غوښتنو او ارادې ولاړ اوسي، رامځته کړي. خپلواکي او آزادي به هیڅکله د نورو لخوا ډالۍ ورنه کړل شي او باید د خپلو نیکونو په څیر د خپلې وینې او خولې په ارزښت سره یې ترلاسه کړو، هغوی چې خپل د دعا لاس د نیواکګرو او د دوی نظامي شتون لپاره جګوي، پلورل شوي بې وجدانه دي چې د تل لپاره د کرکې وړ دي.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند د زړه له کومې ټولو ځواکونو او عناصرو ته چې د نیواکګرو او د دوی ناپاکو اولادونو پروړاندې مبارزه کوي، د یووالي لاس وړاندې کوي او هغوی په اګاهانه ډول د خپلواکۍ، دموکراسۍ او ټولنیز عدالت ترلاسه کولو عملي مبارزې لپاره راغواړي. موږ باید د هیواد او خلکو د ساتلو او د بهرنیو نیواکګرو او کورنیو خاینانو څخه د هیواد ژغورنې لپاره سره یو او بې بنسټه اختلافات ترشا پریږدو، ځکه له دې پرته بله چاره نشته.

د هیواد د خپلواکۍ ترلاسه کولو پرته له روان ناورین څخه خلاصون ناشونی دی!
نه امریکا، نه طالبان، نه نور جنایتکاران، واک د خلکو په لاس!

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

د ۱۳۹۲ کال د تلې ۱۵مه (د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر ۷مه) - کابل

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 101 میلمانه آنلاین لرو