پوهه، یووالی، مبارزه: د ښځو د خلاصون لپاره بله لار نشته!

د افغانستان د همبستګی ګوند اعلامیه

د مارچ اتمه د سړي‌واک له فرهنګ، ظالمو رژیمونو او د پانګونې زنځیر او پنجې څخه د ښځو د حقوقو د ترلاسه کولو او د نړۍ د ټولو ښځو د یووالي نړیواله ورځ ده. د مارچ اتمه د انساني ضد جوړښتونو دمنځه وړلو او د نابرابریو پروړاندې د پاڅیدلو ورځ ده چې له ښځو څخه د اولادونو د زیږدونې ماشین او د شهوت د پوره کولو تمه لري او پر هغوی باندې زړه بوږنونکي جنایتونه روا ګڼي. د مارچ اتمه د ناهید، مینا، روزا لوګزامبورګ، لیلا قاسم، شیرین علم هولي، زویا، وجیهه، مرضیه اسکویي او نورو پر وینو د هوډ او د لمانځنې ورځ ده چې په خپلو نه‌هیریدونکو مقاومتونو، مبارزو او سرښیندنو سره یې دا جوته کړه چې ښځې کولای شي د داسې ټولنې لپاره چې له بې نیاوي او ظلم څخه لرې اوسي، له سړو سره اوږه په اوږه مبارزه وکړي او له دې څخه پرته له زولنو او تورتم څخه د وتلو لپاره بله لار شتون نلري.

پداسې حال کې چې زموږ هیواد له آزادۍ او خپلواکۍ څخه محروم او د نیواکګرو او د دوی د چوپړانو لخوا د پښو لاندې شوی، نو د ښځو حقوق او په ټولیزه توګه بشري حقوق نشي کولای په ټولنه کې ځای ومومي. هغه هیواد چې خپلواکي ونه لري، په هغه کې له دموکراسي او نیاوو څخه چیغې وهل د وګړو غولول دي. د دې پربنسټ موږ هم نشو کولای د سرکاری چارواکو او بنسټونو او د یرغل‌ګرو نوکرانو په څیر په خپل هیواد کې په زولنو کې راګیرو ښځو ته تش په نوم مبارکي ووایو. په داسی حال کی چې ډیری ښځې په تورتم کې ناستې او د هغوی پروړاندې هره شیبه ناوړه او بې ساري جنایتونه ترسره کیږي، دغه ورځ باید یوازې د یادو جنایتونو د لاملینو د بربنډولو او د ښځو د حقوقو د ترلاسه کولو او د مبارزې د تړون نوښت لپاره یې ولمانځو او بس.

موږ پدې باور یوو چې په اوسني شرایطو کې امریکایي او ناټو نیواکګر د ټوپکسالارانو، د کرزي فاسد او مافیايي دولت پر ملاتړ او د پردې ترشا د انسان وژونکو طالبانو، د ګلبدین ناوړه ګوند او د انسانیت نورو مرتجع دښمنانو په مټ زموږ د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو پروړاندې خیانت ترسره کوي. ولی بیا هم د ښځو له دغه رنځ او درد څخه په سپین سترګتوب ناوړه ګټه پورته کوي او سورې وهي چې افغانان باید د امریکا تل پاتې اډې ومني، څو افغانې ښځې له خپلو حقوقو څخه محرومې نشي! پداسې حال کې چې د سحرګل، بشیرې، ستارې، آمنې، ګل بي بي، شکیلا، نوربي بي او نورو ناهیلو خویندو چغې د افغانستان ګوټ په ګوټ کې اوریدل کیږي، امریکا او د دوی چوپړان د خپلو شیطاني موخو ته د رسیدو لپاره زموږ ښځې د خپلو خاینانه معاملو قرباني ګرځوی او لاملینو ته یې باج ورکوي.

د ښځو چارو وزارت، سلګونه ان. جي. اوګانې او د «مدني ټولنې» ښځینه بنسټونه، د پارلمان ښځینه غړې، دولتي مهمو څوکیو کې په سمبولیک ډول ناستې ښځې او دغه راز ټول دا او هغه قوانین او ظاهري کړنې نشي کولای زموږ د ښځو په ژوند کې بدلون راولي. که چیرې دغه «هڅې» اغیزمنې وای، نن باید افغانستان د ښځو لپاره جنت وو، لیکن نور د دولت او د دوی د اربابانو څیره دروغجنه شوې ده، آن تردې چې د نړۍ خلک هم پدې پوهیدلي چې افغانستان اوسمهال د طالبانو د جنایت او تورتمې دورې په څیر د ښځو لپاره سور تنور دی.

پوهه، یووالی او مبارزه د ښځو د آزادۍ لپاره بنسټیز عناصر ګڼل کیږي. ترڅو چې ښځې په خپله د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره پوهه، یو موټی او د آزادۍ غوښتنې سیاسي مبارزې میدان ته ورګډې نشي، ناشونی ده چې د ښځو په وضعیت کې د ښه والي تمه ولرو. په هغو هیوادونو کی چی دخلکو ضد دولتونه واک لری په داوطلبانه توګه ښځو ته حق ندی ورکړی، بلکې ښځې د خپلو مبارزو او یووالي پرمټ تر دې بریده رسیدلي چې پر واکمنو خپلې غوښتنې ومني.

موږ باورمن یوو چې پردیو څخه پر خیرات غوښتنې سره نه یوازې ښځې بلکې زموږ ټول ملت ناشونی دی خپلو وړو غوښتنو او حقوقو ته ورسیږي. یوازې د پردیو او بنسټپالو پروړاندې په مبارزې او دموکراتیکې ټولنې په رامنځته کیدو سره چې پر سیکولاریزم ولاړه او په کې له سیاست څخه د فاسدانو او دین پلورونکو لاس لنډ اوسي، ښځې کولای شي خپل لومړني حقوق ترلاسه او د هیواد په پرمختګ او سوکالۍ کې ښه رول ولوبوي.

د ولسمشریزو مسخره ټاکنو په ګرم تنور کې هغه نوماندان چې د ښځو پروړاندې د خیانت او جنایت څخه ډک تاریخ لري، د ښځو له حقوقو څخه خبرې کوي. له دغو نوماندانو څخه دوو یې د ټولنې د نیم نفوس رای ترلاسه کولو لپاره په ننداریزه توګه ښځې خپلې مرستیالې ټاکلې دي. هغه څوک چې ښځې د انسانانو له ډلې څخه نه شمیرې او حاضر ندي چې د خپلو ښځو مخ یې لمر او سپوږمۍ وګوري او د کور په ګوټ کې یې پټې ساتلې دي، د «ښځو حقوقو» په اړه یې ښکلې او زړه راښکونکې خبرې راکتار کړي او پدې هڅه کې دي چې د ټولنې نیم نفوس تیرباسي. د ولسمشرۍ نوماندان ټول هغه خلک دی چې د تاریخ په آزموینه کې مخ توري او د تیرو دریو لسیزو د ویجاړۍ جنایتکاران او د وروستیو ۱۳ کلونو د فساد لاملین دي. لیکن آن تردی چی زموږ بی‌زده‌کړی خلک هم پدې پوهیدلي چې راتلونکی ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې ټاکل شوی او اوس باید د ننداریزې پروسې څخه ګټونکی اعلان او په ارګ کې تاج ورته په سر شي. د ملنډو وهلو پدې ټیل ماټیل کې په اصطلاح روڼ اندي د ډیرو پیسو په ترلاسه کولو سره یې د ټاکنو د کمپاین ډګر ګرم کړی او د کرکجنو او ناوړو نوماندانو له سر او مخ څخه ناولتیا څټي.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» د مارچ اتمې نیټې په ویاړ د نړۍ ټولو سرلوړو ښځو ته چې سړو سره اوږه په اوږه د آزادۍ لپاره مبارزه کوي مبارکي وایي او د دوی له مقاومت او مبارزې څخه الهام اخلي. موږ په ټولو ملي شخصیتونو او بنسټونو غږ کوو چې په زولنو کې زموږ راګیر هیواد د میړانه او باغیرته اولادونو سرښیندنو او مبارزو ته اړتیا لري، څو ملي خاینانو او د امریکا چوپړانو، ایران او پاکستان پروړاندې ودریږي او خپله ملي دنده ترسره کړي.

خویندو، ترڅو چې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره لاس په کار نشۍ، ښایي ناشونی اوسي چې خپل حقوق ترلاسه کړئ!

د افغانستان د همبستګۍ ګوند
١٧ کب ١٣٩٢ - ٨ مارچ ٢٠١٤
کابل

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 100 میلمانه آنلاین لرو