د غویي اتمه او اوومه: د جنایتکارانو میله او زموږ د خلکو ملي ویر!

د غویي اتمه او اوومه زموږ د کلیزې دوه تورې ورځې دي

د غویي اتمه او اوومه زموږ د کلیزې دوه تورې ورځې دي چې څه باندې دریو لسیزو په لړ کې د هیواد د اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو ټولو بنسټونو دمنځه وړلو ترڅنګ وحشت، ویجاړتوب او بربادي یې له ځان سره درلودله. لیکن تراوسه خلقي – پرچمي هیوادپلوري او تورمغزه تنظیمي وینې څښونکي چې د روان تاریخ د ناورینونو عوامل بلل کیږي، زموږ د وګړو په برخلیک واکمن دي او په څو وارې د خاورې او حیثیت پلورلو سره زموږ ملي غرور یې دمنځه ویوړو، لیکن په خپله د عیش او عیشرت ژوند کې ډوب دي.

زموږ خلکو په خپلو سرښندنو او ستړي ژوند سره یې روسي ښکیلاکګر او د دوی چوپړان له خاورو سره خاورې کړل، لیکن له بده مرغه سوکالي او امنیت رامنځته نشو او د آزادۍ په لار کې د توی شویو وینو لوړه بیه د پاکستان او ایران لخوا د رامنځته شویو تنظیمي رهبرانو لخوا د ۱۳۷۱ کال د غویي په اتمه نیټه بې ارزښته شوه. زموږ خلک د آزادۍ د لمانځلو پرځای د خپلو اولادونو ویر ته کښینستل. د تنظیمي ویجاړونکو جګړو، د ملت په شتمنیو او ناموس تیري کولو او پاټکیانو له امله د افغانستان سیاسي او اقتصادي ارزښتونه دمنځه ویوړل شول. کابل د وینې په حمام بدل شو او تر اوویا زرو ډیر کابلیان یې ووژل او داسې ځناوري یې ترسره کړه چې تراوسه د خلکو يه ذهنونو کې پاتې ده. د کرزي او د ده د جګړه مارانو پوچ رژیم پرته له کوم شرم او سر ټیټیدو څخه د غویي اتمه «ملي جشن» بولي چې په حقیقت کې د لسګونو زرو هیوادوالو د وینې سپکاوی او هغو زړه بوږنونکو جنایتونو باندې سرپوښ کیښودل دي، چې نه له یاده وځي او نه هم له خاطرو څخه ویستل کیږي. د غویي اتمې تورې ورځې نه یوازې د روسیې پروړاندې د ملت لاسته راوړنې دمنځه ویوړې، بلکې د منځنیو پیړیو د طالبانو لښکر او د پاکستان، ایران، امریکا دولتونو او دغه راز لسګونو نورو هیوادونو ته یې زموږ د هیواد د ویجاړتوب او ښکیلاک زمینه چمتو کړه، دغه ورځ یوازې «ملي ویر» یادولو شو او بس.

د دغو زړه بوږنونکو پیښو د سلګونو زرو قربانیانو یاد ژوندي کول او د محکمې میز ته د جنایتکارانو د راښکلو ټینګار او مبارزه هغه کار دی چې د آزادۍ غوښتونکو پرمختللې ډلې او عناصر د جنایتکارو د ملاتړو او د دوی د بهرنیو اربابانو څخه جلا کوي. په هیڅ صورت سره باید اجازه ورنه کړو چې تنظیمي، طالبي او خلقي – پرچمي ناوړه څیرې د امریکا د بیرغ لاندې په آرامۍ او د «انتقالي نیاو»، «دموکراسي» او «بشري حقوقو» له شعارونو څخه په ناوړې ګټې اخیستنې سره خپل ظلم او خیانت ته ادامه ورکړي.

تیرې یوې لسیزې څخه سیستماتیکې او ارادي هڅي روانې دي چې د غویي د اتمې او اوومې زړه بوږنونکې پایلې او ترخه یادونه د خلکو له یادداښت او د تاریخ د پاڼو څخه دمنځه یوسي. د دغې کمپاین اصلي موخه پرونیو مردارو څیرو ته چې اوس یې د امریکا ښکیلاکګر او د دوی د متحدانو د سیوري لاندې نوي لقبونه خپل کړي، د اوږد مهالې واکمنۍ او زموږ د خاورې د تل پاتي نیواک لپاره د زمینې چمتو کول دي. «د تیر هیرول» او «د جنایتکارانو بخښل» خاینانه او د بشر د ټولو منل شویو اصولو مخالفې خبرې دي چې په هیڅ هیواد کې یې مثبته پایله نه درلوده. له تیر سره مخالفت نه ښودل، په راتلونکې کې د دغو ناورینونو د بیا تکرار لامل ګرځي چې په عمل کې مو ټول دغه ولیدل. د امریکا جوړې شوې دغه مفکورې د دوی د مزد اخیستونکو لخوا د خلکو د غولولو لپاره تبلیغ کیږي، څو د دې له لارې د دغه هیواد ناوړې مهرې او وینې څښونکي د ملت د نیاو له پنجې څخه د تیښتې لار ومومي او د دوی د ناوړو موخو او سیاستونو د پلي کولو لپاره د ملت پراوږو کښیني. که څه هم نن ورځ زموږ هیواد د فساد، مافیا او نا امنیو له پلوه د نړۍ هیوادونو په لومړي کتار کې راځي او لامل یې د خاینانو په ځواکمنتیا کې لیدلی شو چې ټول تاریخ یې په چوپړتیا او د پرمختګ او دموکراسي پروړاندې په بربریت او ضدیت کې ککړ دی. د دغو انساني ضد مفکورو له امله ده چې ملي قصابانو تر دې بریده جرئت پیدا کړی دی چې د شرم پرځای خپل ځان قهرمان بولي او په کابل کې د خپلې ځناورۍ او ویجاړتوب د میلیون یوه برخه هم پرخپله غاړه نه اخلي.

دردیدونکي هیوادواله، هغه چا چې ستاسو د زړه توکړې او خپل او خپلوان یې درته په بې رحمۍ ووژل، ښکلی هیواد یې درته کنډواله کړ او هغه یې څو وارې وپلورو، نن ورځ په مکر او دوکې سره یوبل بخښي او د واک چارې یې په ولکه کې نیولي دي. هیڅ ویخ او پوهه ملت اجازه نده ورکړې او وربه یې نکړي چې قاتلین یې د تیر په هکله پرته له حساب څخه آزاد وګرځي او عیش او عیشرت وکړي. لیکن له بده مرغه زموږ د خلکو قاتلان د امریکا د سیوري لاندې نه یوازې دا چې له محکمې څخه وتښتیدل، بلکې د بې آزارو مرغیو په څیر یې نوی لباس په تن او نویو لارو چارو په زریعه په لوټ او جنایت بوخت دي. دوی چې د خلکو ترمنځ ځای نه لري، د توکمیز، ژبنیز، سمتي، مذهبي او نورو اختلافاتو د رامنځته کیدو له لارې غواړي، یو شمیر وګړي د ځان په لوري راټول کړي او پدې توګه هیواد د توکمیزو جګړو او تجزیې پر لور یوسي.

د امریکا او د دې پوچ دولت له انده هغه څوک چې یوازې مظلوم وګړي وژني، تروریست او جنایتکار نه ګڼل کیږي. د دې له امله طالبي جلادان «وروڼه» وبلل شول او په احترام او عزت سره بدرګه کیږي او د ټاکنو وروستۍ پروژه کې د دې شاهد وو، هغه انسان خوړونکي چې باید د محکمې میز ته راښکل شوی وایي، ټاکنو ته نوماند شول. خلکو ته له دې څخه بل ناوړه سپکاوی نشو پیدا کولای چې د ګلبدین چټل ګوند چې په پرلپسې توګه د پیښور د آی.اس.آی د خوب کټ څخه زموږ د بې‌ګناه ماشومانو او د ښځو د وژلو لپاره ځانمرګي رالیږدي، په سپین سترګتوب سره د هغه استازي ته په ټاکنو کې د نوماندۍ ځای ورکړل شو. د دغې بانډ کرکجن نوماند له یو اړخه د «دموکراسي» او «بشري حقوقو» خبرې اړولې او راړولې، لیکن له بل اړخه یې ځانمرګي بریدونه روا ګڼل.

د غویي اتمې بدکسبو، وروستۍ یوې لسیزې په لړ کې په امریکا او نورو څلویښتو هیوادونو باندې د افغانستان د ارزانه پلورلو ترڅنګ، زموږ هیواد یې د نړۍ او سیمې په استخباراتي مرکز بدل کړ. دوی په لوټ او غلا سره هیواد یې د نړۍ په کچه ډیر فاسد او مافیایي کړ او افسانوي پانګې یې ترلاسه کړې. د پردیو ټولې مهرې خپل ژوند او واکمني د امریکایي اډو په شتون کې ویني او پرته له شرم څخه «ملحده» امریکا زموږ د خلکو د ساتنې فرشتې په توګه تبلیغوي. لیکن هغه څوک چې د ملي وجدان لږه برخه په ځان کې ولري او د امریکا کرغیړن تاریخ او ماهیت څخه پوهه ولري، پدې پوهیږي چې د دیرشتو کلونو په لړ کې زموږ د خلکو لپاره له مرګ، ژوبلې او ویجاړتوب څخه پرته نوره ډالۍ نه لري.

د ولسمشرۍ روانې د ټوکو ټاکنو کې تقریباً ټول نوماندان یا د غویي د اتمې ویجاونکو څخه دي او یا هم د ورته څرګندو انسان وژونکو پرمټ د ټاکنو میدان ته ورګډ شوي او په چل او نر او زور سره غواړي ارګ ته ځان ورسوي. دغه بدکسبه پداسې حال کې چې له دموکراسۍ څخه خبرې کوي، دا ګواښ هم کوي که چیرې داسې او یا هغسې ونشي، بیا غر ته خیژو او تاوتریخوالی پیلوو. د دې له امله د غویي اتمې او اوومې ناورین رامنځته کوونکو پروړاندې مبارزه د نور وخت پرتله ډیر ارزښت ترلاسه کوي او ملي وګړو، بنسټونو، دموکراسي غوښتونکو او د مزد اخیستونکو روڼ اندو ترمنځ د واټن کرښه ده چې ملي خاینانو سره جوړجاړی د دوی کسب ګرځیدلی او د امریکا، د بنسټپالو او غیربنسټپالو عواملو نغارې ته ګډیږي.

موږ په دې باور یو، تر هغه وخته چې زموږ د ملت له سر څخه د تنظیمي او طالبي تروریستانو او د دوی د جرم خلقي – پرچمي شریکانو بدمرغه سیوری لیرې نشي، افغانستان به د امنیت او سوکالۍ مخ ونه ویني. دغه د ملت دښمنان د ښکیلاکګرې امریکا او د ایران او پاکستان کرکجنو هیوادونو پرمټ زموږ په هیواد کې د اوسني وضعیت لاملین دي. دوی د ډالرو او څوکۍ داسې عاشق دي چې په بدل کې یې دې ته چمتو دي چې په اسانۍ سره زموږ ملي ګټې، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکي قرباني کړي.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» له نیاو او خپلواکي غوښتونکو شخصیتونو او بنسټونو څخه غواړي چې د ملت د شرف او شتمنیو د لوټمارانو پروړاندې یو بل ته لاس ورکړي او له هر ډول جوړجاړي او روڼ اندانه تشو خبرو پرځای تر ممکن بریده د خپلواکۍ ترلاسه کولو، دموکراسۍ او نیاو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي. په لومړي ګام کې دغه هڅې د غویي اتمې او اوومې شیطانانو او یرغلګرو پروړاندې مبارزه ده چې تراوسه یې زموږ د هیواد په خاورې باندې سیوری پروت دی.

مړه دې وي د غویي اوومې او اتمې ناورین رامنځته کوونکي او د دوی د جرمونو شریکان!
یوازې سرتاسري یووالي او پاڅون سره کولای شو د ملت قاتلین محکمې ته راښکو!

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

د ۱۳۹۳ کال د غویي ۸مه – د ۲۰۱۴ کال د اپریل ۲۸مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 82 میلمانه آنلاین لرو