پر کنړ د پاکستان د دولت یرغل، د امریکا شیطاني دسیسه ده!

تجاوز دولت پاکستان بر کنر، دسیسه شیطانی امریکاست!

له کلونو راهیسې د افغانستان د ډولاډولو ستونزو ترڅنګ د پاکستان د پوځ توغندیز بریدونه چې په بنسټیزه توګه د ختیځ لور ولایتونو اوسیدونکي او په تیره بیا د کنړ بې دفاع وګړي ګواښي چې د سیمې خلکو ژوند او شتمني یې له خطر سره مخ کړې ده. د پاکستان ترهګر پالونکی دولت چې خپل شتون د سیمې په ګډوډۍ کې ویني، د خپل ارباب پر اشارې یې له خپل برید څخه تیری کړی او اوس د هوایي بریدونو دلارې غواړي د کنړ یو شمیر سیمې له استوګنې تشې او د ناپوه طالبانو د روزلو لپاره نوې جاله رامنځته کړي.

د کابل فاسد دولت چې د بهرنیو هیوادونو لاسپوڅو څخه رامنځته شوی، زموږ پر خلکو د پاکستاني رژیم د جنایت پروړاندې ننداره کوي او زموږ د خاورې سرحدي سیمو د نیولو پروړاندې یې چوپتیا غوره کړې ده. ارګ ناستي چې د پاکستاني جنریلانو پروړاندې سرکوزي دی، د څو غولونکو جملو په وړاندې کولو سره چې په سرحدونو کې یې ځواکونه تیارسۍ درولي دي، پدې وینا سره یې خپلې رسنۍ بوختې او پرځان یې پیټی سپک کړ.

د نوازشریف او د نورو شریکانو پر رهبرۍ د پاکستان ناوړه دولت د خپلو او د سیمې خلکو پروړاندې د پروني غلوونکي سیاست ادامه ورکوونکي دي او سي. آی. ای او ام. آی. شپږ سره یوځای ګام پورته کوي. دغه ناوړه دولت د ایران ویني څښونکي رژیم په څیر تل زموږ د ځپل شویو کډوالو له مجبوریتونو، بی برخی کول او ملا ماتیدونکي بیوزلۍ څخه د ابزار په توګه په افغانستان او سیمه کې د بنسټپالو ویروس د قوي کولو لپاره ګته اخلي. د پاکستان دولت کوښښ کوي چې د یو شمیر افغان هیوادپلورو او د  ګلبدین، ملاعمر، حقاني او نورو چټلو بانډونو پرمټ بدمرغه افغانستان تر کلونو کلونو خپل سیاسي، اقتصادي، کلتوري او آن تر نظامي محاصرې کې ولري. د پاکستان سیاست چلوونکي اوسمهال هڅه کوي، څو په ټاکنو کې د جګړه مارانو ټیم د عبدالله په مشرۍ ګټونکی کړي، یو ځل بیا خپل پروني بې څوکۍ چوپړان د نویمې تورې لسیزې په څیر د واک پر ګدۍ کښینوي.

امریکایي تیری کوونکي د خپل نظامي شتون، افغانستان څخه په آسیا کې د مورچل په توګه کټه اخیستنه او دغه راز نورو دسیسو لپاره اړتیا لري چې د پاکستان د ځواکونو په مرستې سره چې په سیمه کې یې بالکی دی، هر ډول ګډوډي ته لمن ووهي او له دې ویجاړونکي اوور څخه ګټه پورته کړي. د امریکا له اشارې پرته د ده چوپړه دولت هیڅکله د دې جرئت نلري چې د افغانستان پرخاورې تیری وکړي او زموږ پر خلکو زرګونه توغندي ورواچوي. که چیرې د پاکستان توغندیز برید د امریکا د سر خوځښت له ځان سره نه درلودی، نو سپنې ماڼۍ په افغانستان کې خپل نظامي پرمختللي تجهیزات چې ارزښت یې تر اوو میلیاردو ډالرو رسیده، د پاکستان پوځ ته نه ورکول.

څرنګه چې زموږ خلکو د امریکا او متحدینو تیری، لوټ، وژنه او د بشریت ضد نه هیریدونکي جنایتونه له ډیر نیږدې څخه حس کړي دي، د افغانستان د ویجاړتوب شاوخوا څلورو لسیزو په لړ کې د پاکستان د دولت د نه بخښنې سلګونه جنایتونه، تیري، لاسوهنې او چوپړي، نه له یاده اوباسي او نه به یې وبخښي. موږ څو وارې ویلي او ټینګار مو کړی، ترڅو چې د چوپړه رژیمونو پرځای دموکراتیک او پرمختللي دولتونه واک ترلاسه نه کړي، د پولې دواړو اړخونو کې به امنیت او سوکالي رامنځته نشي.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» د پاکستاني نظامیانو یرغل امریکایي پروژه ګڼي او خپل ملت سره په یو آواز د زور ښودنې دغه عمل په کلکه غندي او غږ کوي، ترڅو چې زموږ د ملت له سر څخه د امریکا سیوری لیرې نشي او ارګ او کابینه د آی. اس. آی او واواک له زنځیري غلامانو سُتره نشي، زموږ خاورې کې د پاکستان او ایران د جنایتونو او لاسوهنو مخه نه نیول کیږي.
زموږ هیواد څخه د امریکا، ناټو، پاکستان، ایران او نورو جنایت پالونکو دولتونو پر وینو ککړ لاسونه لنډیدونکي نه دي، مګر دا چې زموږ خلک یو بل ته په لاس ورکولو سره د دوی چوپړان او باړه اخیستونکي د محکمې میز ترشا راکاږي او د خپلو کړنو سزا وویني، ځکه همدوی خپلو بهرنیو بادارانو ته د لاسوهنې، ویجاړتوب او لوټ زمینه چمتو کوي.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» د پرمختللي او مترقي ډلې په توګه هوډ لري چې د امریکایي ښکیلاکګرو، متعصبو بنسټپالو او پلورل شویو روڼ اندو د خاینانه او د خلکو ضد سیاستونو پروړاندې به ولاړ او د هغوی څیرې به بربنډوي او په دې لار کې هغو وګړو ته چې د هوساینې او دموکراسي لپاره د ویجاړونکو عواملو پروړاندې مبارزه کوي، د زړه له کومې لاس ورکوي او د آزاد او بسیا افغانستان لپاره د غوڅ یووالي غوښتونکی دی.

خپلو وینو سره د دې خاورې د هرې ټوټې ساتنه وکړو!
لنډ دې وي د مداخله‌کوونکو او د دوی د چوپړانو لاسونه!

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

١۳ غبرګولي ١٣٩۳ - ۳ جون ٢٠١٤

 

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 122 میلمانه آنلاین لرو