خبرتیا

په آزادی‎مینو وطنوالو!

له څه مودی راپدی‎خوا د ارګون او فلسطین بی‎دفاع وګړو وینې بهیږي او مونږ هره ورځ ددغو ناورینونو زړه‎بوږنونکی خبرونه اورو. ولی نړۍ د طالبانو او اسرایلیانو ددغه ويروونکی جنایت پر وړاندی چوپیتا غوره کړی او د نندارچی په توګه د جګړې دغه ډګر ته ګوري. له هغه ځایه چی زمونږ او د فلسطین بدمرغه وګړي له کلونو راپدیخوا د ګډ دښمن او په سر کی یی د نیواکګری امریکا د ناوړه دسیسو ښکار دي. دا زمونږ دنده چی په پرتمینو لاریونونو او نورو کړنو، د نړۍ په هر ګوټ کی د جنایتکارانو له مخ څخه نخښه (نقاب) لری کړو او د خپلو ورنو څخه ملاتړ لپاره را ولاړ شو.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» چی تل په ټوله نړۍ کی د زیارکښو خلکو ملاتړی دی، دا ځل د پکتیکا د خلکو عام‎وژنه او د فلسطین پر خاوره د اسرايیل نیواکګر پوځ بریدونو غندلو لپاره یو پراخ لاریون د کابل په ښار کی په لاره اچوی.

له ټولو ګرانو هیوادوالو څخه په درناوی غوښنته کوو، ترڅو په خپل فعال ګډون سره، د انسانیت دښمنانو په خوله يو ځواکمنه ضربه ورکړی، او ځان ددغو بی‎دفاع وګړو په غم کی شریک کړي.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

راټولیدو ځای: د شاه دوشمشیره جومات ترڅنګ
وخت: چهارشنبه، د سهار ۸:۴۵ بجې
د اړیکی شمیره: ۰۷۰۰۲۳۱۵۹۰

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 106 میلمانه آنلاین لرو