د افغانستان او فلسطین غزه په وینه او اور کی ډوبه، ستم‎کونکي په چړچو او لوټ کی مست!

د افغانستان او فلسطین غزه  په وینه او اور کی ډوبه

د افغانستان او فلسطین په هر ګوټ کی د بی‌دفاع وګړو وینه بهیږی او مونږ هره ورځ ددغو زړه‎بوږنونکو پیښو شاهد یو. پرته له شک څخه د هر ناورین او ویجاړۍ ترشا، سړي خوړونکی نیواکګر شتون لری او د جګړې په اور لګولو سره خپل کرغیړن ژوند پر مخ بیایی. په دی منځ کی د طالبی او صهیونیستی ټول‎وژنو پر وړاندی نه یوازی په اصطلاح آزادې نړۍ چوپتیا غوره کړی بلکه په پټه توګه سړي‎وژونکو ته وسله او امکانات هم ورکوي.

د افغانستان غزه او د فلسطین غزه له کلونو راپدیخوا د لویدیځو او سیمیزو ځواکونو د توطئو او دسیسو ښکار ده. مونږ د نړۍ د خلکو پر ویښو وجدانونو غږ کوو چی ددغه ښکاره فاشیزم او ځناورتوب پر وړاندی چی نړۍ د شډلتوب خواته بیایی را ولاړ شي کنه ډیر زر به دغه ویره هغوی هم په خپله لمنه کی راونغاړي.

د ارګون زړه‎بوږنونکی پیښه چی اوسیدونکو یی خپل هرڅه له لاسه ورکړل، هغه وخت رامنځ ته شوه چی د دولت فاسد چارواکی په راتلونکی دولت کی د څوکی تر لاسه کولو لپاره په معاملو کی بوخت وو او د خلکو امنیت یی هیر کړی وو. له بل پلوه په پارلمان کی ناستو خلکو هم د خپلو جنایتکارانو ورنو په څیر ډګر تش لیدلی وو، پرته له دی چی د خلکو بدمرغۍ او ویر په پام کی ونیسی د خپل راتلونکی د هوساینی په خاطر یی په ډیره بی‎شرمۍ سره د وکیلانو د امتیازاتو قانون تصویب کړو.

د طالبانو وینه‎‎تویه‎ونکی او ناپوهه ډلې د نړۍ د څارګرو ډلو په اشاره او د پاکستان دولت په مرسته خپلو چادنو، ځان‎وژنو، بم ایښودنی او پر ملکی ځایونو بریدونو ته زور ورکړې او خپلو کرغیړنو موخو ته د رسیدو لپاره زمونږ بی‎ګناه خلک وژني. هغوی چی په بی‎شرمۍ سره «د کفارو پر وړاندی جهاد» ناری وهی، ولی په عمل کی له امریکایی «کفارو» سره زړه او ځیګر دی او د نیواکګرو د کرغیړنو سیاستونو پلی کولو لپاره منډی ترړی وهي.

په هلمند، قندهار، نورستان، بدخشان، ارګون... کی په زرګونه هیوادوالو شهادت، ټپي کیدل او کډه کیدل د بیوزلۍ او نورو ګواښونو ترڅنګ ددی واقعیت څرګندونه کوی چی د ملت دښمنان ددی هیواد لوټلو او ویجاړۍ لپاره د امریکایی نیواکګر په مرسته یو بل ته لاس په لاس کی ورکړی ترڅو په نږدې راتلونکی کی د ټولو جنایتکارانو او لوټمارانو په یوځای کولو سره یو بویناک دولت رامنځ ته کړی، ترڅو زمونږ د خلکو برخلیک یو وار بیا د ویجاړۍ خواته بوځي.

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د ارګون او د فلسطین مبارز ولس کورنیو ته د زړه له کومې تسلیت وای، او د طالبانو ځناور بریدونه او پر غزه د اسراییلو فاشیزم په کلکو ټکو غندي. مونږ قوی باور لرو چی نه په اوښکو تویولو او کرکه، بلکه یوازې او یوازې د ستم‎کونکو پر وړاندی د ولسونو په راپورته کیدلو چی له هر جنس څخه وی، کولای شو دغه تورې ورځې او کرغیړن داغونه د بشریت له لمنې لرې کړو او آزادۍ ته ورسیږو.

مونږ په دی باور یو چی ترڅو د ټولو یرغلګرو، او د هغوی وطنی ملاتړو او نورو نیواکګرو لاس زمونږ د محرومو وکړو له ستوني لنډ نشی او د خلکو تر ارادې لاندی ملی-دموکراتیک دولتونه منځ ته رانشی، ځپل شوی ولسونه به د سولې او هوساینی مخ ونه ویني او جنایتونه به په همدی څیر دوام ومومی. له همدی مخې مونږ په ټولو ولسی بنسټونو، آزادۍ‎غوښتونکو شخصیتونو او پرمخ‎تللی ګوندنو غږ کوو چی د جنایت او جنایتکارانو پر وړاندی چوپتیا ماته کړی او د محرومو ملتونو د رهبري کولو او پوهاوی لپاره لکه یو موټی یوځای شي.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

د ۱۳۹۳ کال د زمری ۱ نیټه - (۲۰۱۴ کال د جولای ۲۳ نیټه)

 

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 133 میلمانه آنلاین لرو