د ایران کرغیړن رژیم په وژنځای کی د آزادۍغوښتونکو بندیانو څخه ملاتړ کوو!
- کټګوري : اعلامیی
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګۍ ګوند
- نیټه: چهارشنبه, 01 زمری 1393
د ایران په فاشیستی رژیم کی د حسن روحانی تر مشرۍ لاندی د «منځدریځه» سړيوژونکو په رامنځ ته کیدو سره، د آزادۍغوښتونکو او روڼآندو نیول، ربړول او په دارځړول په بیساری توګه زیات شو. د «ولایت فقیه» وینهڅښکونکی دستګاه چی د نابودۍ په حالت کی هری خواته لاس او پښې وهی د بیپناه افغان ګډوالو د لوټ او اعدام ترڅنګ، هره ورځ د ایران شریف ولس په حق کی هم زړهبوږنونکی جنایتونه ترسره کوی او هر مخالف غږ د هیتلر په څیر ځپي.
رضا شهابی، یو مبارز زیارکښ دی چی د خپلو صنفی کړنو په خاطر، له ۴ کالو څخه راپدیخوا د آخوندي رژیم په بند کی د جسمي او روحي ربړونو لاندی ژوند کوي. هغه په ډیره میړانه له ۵۰ ورځو راپدیخوا د ډوډۍ په نه خوړلو اعتصاب لاس پوری کړی او په ډیر بد حالت کی اوسیږی. د خامنهای–روحانی کرغیړن رژیم د هغه انساني غوښتنو ته هیڅ پام نه کوي.
د «ولایت فقیه» ویجاړونکی رژیم په دی آند دی چی د ایران آزدۍغوښتونکو او بنسټپالۍ ضد بچیانو په ربړونه او وینهبهیدو سره کولای شي هغوی وډار او آرام کړي ترڅو له خپلو کړنو لاس واخلي. ولی د اسلامي جمهوري د ځناورتوب تاریخ ددی شاهد دی چی نه د رضا شاه مستبد رژیم وکولای شو، او نه به دا د منځنیو پیړیو رژیم وکولای شی چی د ایران په زرګونه نارینه او ښځینه پوه او اتلو په ربړونه د آزادیغوښتنې چيغه د خسرو ګلسرخی او سعید سلطانپور او ندا او فرزاد کمانګر او شیرین علمهولی په ځمکه کی آرامه کړي.
زمونږ د خلکو خپلواکۍ، آزادۍ او دموکراسۍ غورځنګ پرته له دی چی د ایران ځناور رژیم پر وړاندی چی له څو کلونو راپدیخوا د ایران غمځپلي آسمان د روښانه ستورو په وینو کی مستی کوی، په قاطع توګه ودریږی، بیکاره، سست او ضربه لیدونکی دی. دغه د ناپوهۍ او ظلم دستګاه چی په سیمه کی د سرطان په دانه بدله شوی، زمونږ د خلکو د ویجاړۍ او بربادی سبب هم ده چی له څلورو لسیزو راپدیخوا زمونږ د ملت ځناورو، ناپوهه او ارتجاعی دښمنانو ته وسله ورکوی او له هغوی څخه ملاتړ کوي.
د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» د رضا شهابی، نسرین ستوده، مجید توکلی او د هغه هیواد په سلګونه نورو سیاسی بندیانو مقاومت ستایی او په بیړه د آخندی وژنځای څخه د هغوي خوشی کیدل غواړي. مونږ د زړه له کومی د ایران له آزادۍغوښتونکي غورځنګ او آزداۍغوښتونکو بندیانو څخه ملاتړ اعلانو او د هغوي مقاومت او نه تسلیمیدل زمونږ د مبارزی هیله او د ظلم، خوارۍ او روزواکۍ په دی نړۍ کی د انساني غرور او شرف نښه ده.
درود پر رضا شهابی او د ایران سړيوژونکی رژیم په بند کی پر ټولو مبارزانو!
ژوندۍ او روښانه دی وی د ایران او افغانستان آزادۍغوښتونکی جګړه!
د افغانستان د همبستګۍ ګوند
۱۳۹۳ کال د زمری ۲ نیټه (۲۰۱۴ کال د جولای ۲۴ نیټه)