پلان شوی توکمیزې وژنې، د هیواد د ټوټه‎کیدو یوه دسیسه

قربانیان معصوم غور

په ارګون کی زمونږ د لسګونه هیوادوالو وینې نه وی وچې شوی چی انسان‎وژونکو طالبانو په غور ولایت کی زمونږ ۱۴ تنه بی‎ګناه هیوادوال په ډزو وویشتل. ددی ناورین ډیرۍ قربانیان زیارکښه غریبان وو چی له میاشتو سختو کارنو وروسته یی غوښتل د اختر ورځی خپلو خپلوانو سره تیری کړي. لطیفه او نوروز چی نوی یی واده کړی وو، غوښتل یی د ژوند په لومړۍ ورځو کی بند امیر ته ولاړ شي، جسدونه یی د کورنۍ دری تنو سره چی په ځناورتوب سره وژل شوي وو د هغوي خپلوانو ته وسپارل شول.

د غور قربانیان یوازی پدی جرم چی هزاره وو ووژل شول. د روان کال جوزا په ۱۷ نیټه هم د ارزګان ولایت په ګیزاب ولسوالی کی د دایکندی ۱۷ تنو ځوانانو سرونه ددی لپاره چی هزاره وو ددغو خبیثو قصابانو له لوری پری شول. یوازی څو ورځی وړاندی په فاریاب کی زمونږ بی‏کسه ازبک وطنوال په مرمیو وویشتل شول. ددغه ځناورتوب او زور زیاتی ګزارشونه چی د هیواد له ګوټ ګوټ څخه رارسیږی د ملت زغم او صبر یی د جوش ټکی ته رسولی دی.

برسیره پردی چی په هیواد کی د وینو لښتی بهیږی، د افغانستان فاسد او بی‎وجدانه چارواکي د ټاکنو په جوړجاړي کی بوخت او د خلکو په برخلیک قمار وهی. نور نو د ارګ لخوا تسلیت ویل او کمیسیون جوړول د خلکو ترمنځ په یوه ټوکه بدله شوی ده.

د مالومات ترمخې، ډیرۍ دغه وژني او تاوتریخوالی د طالبانو هغو انسان‎وژونکو قومندانانو لخوا ترسره کیږی چی د کرزی او تش په نوم د سولې شورا په لطف پرته له محاکمی او سزا له بند څخه خوشی کیږی او بیا د آی.ایس.آی ترهګرو چوپړانو په کتارونو کی ننوځي. نو خپله کرزی او د هغه ګردچاپیره سینګار شوی طالبان په دغه زړه‎بوږنونکي جنایاتونو کی لاس لری او باید حساب ترینه واخیستل شي.

زمونږ خلک باید پردی پوه شی چی ددغو کرغیړنو پیښو ترشا، د بهرنیو نیواکګرو لاس دی. ځناور طالبان چی په درواغو سره د نیواکګرو پر وړاندی د جهاد ناری وهی په عمل کی تیري‎کونکو ځواکونه سره هیڅ کار نلری او زمونږ بی‎ګناه خلک د غم په ټغر کینوي. دوی د نیواک د ذخیری په توګه چی د پاکستان لخوا د افغانستان ویجاړۍ لپاره تمویل او تجهیزیږی یواځی یوه کړنلاره لری چی افغانستان ناآرامه او بی‎امنه کړي، ترڅو امریکا او متحدینو ته یی د افغانستان د لوټلو لپاره لاره هواره کړي.

د نیواکګرو او د سیمی د څارګرو شومو دسیسو خنثی کولو دنده چی غواړي توکمیزو او مذهبی اختلافونو ته لمن ووهی او هیواد د ټوټه ټوټه کیدو لوری ته بوځي، یواځی د افغانستان پرمخللی او دیموکراسۍ‎غوښتونکو عناصرو پر اوږو ده چی پر مخ یی بوځي.

له ډیرې مودی راپدیخوا طالبي جلادان او د پاکستان او ایران څارګرې ادارې هڅه کوی چی د افغانستان خلک د قوم او مذهب او قبیلی په نوم له یو بل څخه لری کړي او د ۷۰ می لسیزي د ځناورتوب او شډلتوب تکرار ته لاره هواره کړي. ځنې کرغیړنی کړۍ د افغانستان ټوټه کیدو لپاره فعالانه کار کوي. په څو موردو کی د هزاره وطنوالو ټول‎وژنې او د پکتیا په ارګون کی د تاجیکانو وژنه همدغو شیطانی موخو ته رسیدو لپاره ترسره شوې. یو شمیر په اصطلاح مرتجع شنونکي هم د دښمنانو دغه دسیسو ته لمن وهي او هڅه کوی ترڅو د دوو ملیتونو ترمنځ د جګړې اور تازه او تاوتریخوالی ډیر کړي.

ولی ولس باید را ویښ شي او ددغو ملی‎ضد توطئو تر اغیز لاندی رانشي. هغوی باید پدی پوه شی چی نه طالبان، نه جګړه‎ماران او نه هم هغه حاکمان چی د خلکو د استازتوب دعوا کوی، هیڅ یو د خلکو استازي ندي، بلکه د هغوی د بدمرغۍ عوامل دي. مرتجعې او د پردیو چوپړې ډلې کوښښ کوی ترڅو ژبني، مذهبي او ملیتي توپیرنو ته لمن ووهی ترڅوه خپل کرغیړن ژوند ته ادامه ورکړي ولی زمونږ غم‎ځپلي خلک ددغو دسیسو قربانیان دي. افغانستان یواځې د خلکو په آزادی‎غوښتنې، یووالي او ملی پیوستون سره کولای شی له دغې روانی بدمرغۍ څخه ځان خلاص کړی او بس. د افغانستان د یووالی ساتنه او دغې موخې ته رسیدو په لاره کی ګام پورته کول د خاینو او پر وطن‎ او خلکومینو عناصرو چی غواړي هیواد د پرمختګ او هوساینی لور ته بوځي، ترمنځ د توپیر نښه ده.

نمایشي او ملنډو ډکو ټاکنو ته قومی بڼه ورکول او د امریکا په منځګړتوب ددی او هغه قوم ټیکه‎دارانو ترمنځ د څوکیو ویشل، دا ټولی هغه کړنې دی چی د بی‎‎امنۍ، فساد، د مافیا واکمنۍ او د خلکو له بدمرغۍ څخه حکایت کوي. ولی هغه خلک چی واک ته رسیدو لپاره ځانونه د یو او بل قوم استازي بولي، کله چی واک تر لاسه کړي پرته له خپل کرغیړن جیب او مافیایی سوداګرۍ څخه د بل څه په اړه سوچ نه کوي.

د نیواکګرو او د سیمی د څارګرو شومو دسیسو خنثی کولو دنده چی غواړي توکمیزو او مذهبی اختلافونو ته لمن ووهی او هیواد د ټوټه ټوټه کیدو لوری ته بوځي، یواځی د افغانستان پرمخللی او دیموکراسۍ‎غوښتونکو عناصرو پر اوږو ده چی پر مخ یی بوځي. باید د ټولو ملیتونو خلکو یووالي او پیوستون لپاره تل د پوهاوي کار وکړو. باید هغه روڼ‎آندی او شوونیست او قوم‎پالونکی ډالرخواره چی د ملی ځناورتوب لپاره لاره هواره وی او تیوری ورکوی د ملی خاینانو په توګه خلکو ته وروپیژنو. پدی ورځو کی ددغو عناصرو شمیر په ټولنیزو رسنیو کی ډیر شوی او د فلانی او پسمداني وینه‎څښکونکي جهادی قومندان واک ته رسیدو هیلې کوي.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» دغه توکمیز پلان شوې ټول‎وژنې په کلکو ټکو غندي او له کړیدلو خلکو په درناوی هیله کوی ترڅو د یووالي او پیوستون پر ساتلو، دغه غټ ویر په ځواک بدل کړي او د وطن‎پلورونکو توطئې شنډې کړي. هغوي باید پردی پوه شی چی ترڅو د نیواک او د هغوي د کورنیو چوپړانو سیوری د خلکو له سره لیری نشي، په هیواد که د وینو روان لښتی او فساد او بدمرغي او د ولس تورې ورخې به پای ته ونه رسیږي.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

۱۳۹۳ کال د اسد ۵ نیټه (۲۰۱۴ کال د جولای ۲۷ نیټه)

 

 

لطیفه یکتن از قربانیان غور
د لطیفی د واده نه څو ورځې تیریدلې چه د خپل میړه او دری خپلوانو سره یوځای په ډیر ځناورتوب سره ووژل شوه..

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 329 میلمانه آنلاین لرو