د افغانستان د همبستګی ګوند څخه د ملاتړ نه مننه

Demonstration of SPA on black days

خویندو، ورونو او خوږو دوستانو،

د افغانستان همبستګۍ ګوند د جنایتکارانو او د غویي ۷می او ۸می تورو ورځو پر وړاندی د ستر لاریون ورسته ډیر داسې ټلیفونونه، بریښنالیکونه او له نږدی کتنېز پیغامونه او لیکونه تر لاسه کړي، چې د ګوند سره یې خپل پیوستون او درناوې ښودلې دی او دا لړۍ لا دوام لري نو ځکه مو وغوښتل چې له وخت وړاندې له تاسو هر یو نه د زړه له کومی مننه وکړم.

د هغه ډلو یا کسانو نومونه د امنیتی ستونزی له امله نه شو بیانولی تر څو د جنایتکارو ناولو سترګو تاسو ته پام نشي.

موږ ستاسې ملاتړ له لاریون نه، نه یوازی د یو ګوند نه ملاتړ بلکه د هرڅه نه مخکې ۹۹ سلنه کړیدلو خلکو د چپتیا را پورته شوی غږ بولو. اجازه را کړی چې بیاځلی ووایم؛ ستاسی تر ټولو لوی او ریښتینی ملاتړ به هاغه وي چې تاسی په خپل وار سره تر کومه بریده پوری چې شونی وي، داسی اعتراضات په هیواد کی دننه او د باندی په ښه ډول سازماندهی کړې، ولیکۍ او ووایې تر څو دا غورځنګ ځواکمن خپلواکه او آزاد پلوه د دریو لسیزو ویجاړونکو پر ضد په خپلو خپو ودریږې او زموږ په وینو لمبیدلي او خیانت شوي خلک ښه پوه شي او پخپل ځواکمن قدرت په هیواد واکمن جنایتکارانو په ځغلولو ځان ډاډه کړی. کله چې داسی وشې نو غورځنګ به هم- د ورسته تګ او فروکش پر ځای خپله لاره بریا ته رسیدو پوری تعقیب کړي.

تر هغه ځایه چې د همبستګۍ ګوند پوری تړاو لري، باید ووایم چې ستاسې صمیمانه او له احساس ډک ملاتړ، زموږ د مبارزې هوډ د خپلواکۍ، ډموکراسۍ او ټولنیز عدالت لپاره په یو یرغمل شوي او مافیای ځپلی هیواد کی لا پیاوړی کوي؛ ستاسی ملاتړ زموږ د مبارزی سوګند او اراده د دردیدلو خلکو د آزادۍ لپاره د وینی تر اخرین څاڅکی پوری نوره هم غښتلې کوي.

کله چې ګوند په آګاهانه توګه وطن پلورونکو قاتلانو سره د مبارزې لار غوره کړی نور نو څرنګه شونی ده چې ددې بی ننګو د غوریدو او غاښ چیچنو څخه وډاریږې؟ پریږده چې د مشروطه غوښتونکي اتل سرور واصف په ژبه یی ووایم چې:

د مال تیر د ځان تیر د سر تیریدل

د "آزادۍ" ړومبی منزل دی

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 123 میلمانه آنلاین لرو