د افغانستان همبستګۍ ګوند د جنایتکارو له تروریستي ډارونو ویره نلري!

international woman's day

د افغانستان همبستګۍ ګوند د واکدارو خاینانو او جنایتکارانو پر وړاندې د چوپتیا ماتونې سره په کابل کې د غویي اوومې او اتمې ناورین اچوونکو د غندلو په موخه د سلګونه خلکو په راټولولو یې لوی لاریون پر لار واچو او د لومړي ځل لپاره یې د خلقي، پرچمي تنظیمي او طالبي انسان وژونکو انځورونو ته اوور ورته کړ. زموږ دې خوځښت د هېواد پلورو درمند ته اوور واچوه او د وروستیو دریو لسیزو جلادانو د ډار او ویرې فضا یې له منځه ویوړه.

د «جهاد» سوداګر او د دین او مذهب ټیکه داران چې د قربانیانو د انصاف غوښتنې د آوازونو له راوچتیدو ویره لري او خپلې ناروا کړنې د خپلې مافیایي واکمنۍ پای ګڼي، د کابل په واټونو کې «مړه دې وي جنایتکاران» له آوازونو ورخطا شوي. تېرو څو ورځو په لړ کې زموږ ګوند د رسمي او غیر رسمي سرچینو د بریدونو او فشار لاندې راغلی او په هڅه کې دي، څو په موږ د مبارزې میدان راتنګ کړي. په مشرانو جرګه کې یو شمېر ټوپکسالارانو د خپلو خیانتونو د پټولو په موخه له دولت څخه وغوښتل، چې د همبستګۍ ګوند غېر قانوني اعلان کړي او رهبران یې عدلي او قضایي نهادونو ته وروپیژني. دوی د ملي امنیت رئیس د پوښتنې لاندې ونیو، چې د دغې کار پر وړاندې یې عمل ولې ندی ترسره کړی. له دوی څخه یو ظلم کسبه په کلکه وویل، که چېرې دولت زموږ پر وړاندې اړوند اقدامات د لاس لاندې ونه نیسي، نو په خپله به لاس په کار شي. په ولسي جرګه کې هم یو شمېر ټوپکسالارانو غوغا واچوله او زموږ د ګوند د لرې کیدو غوښتونکي شول. دوی عدليې وزارت ته امر ورکړ، څو د ګوند رسمیت وځړوي. یو شمېر اواره ټوپکسالارانو په خپل ګومان د ټلیفوني اړیکو له لارې غوښتل چې موږ وډاروي.

لیکن له بل اړخه، تېرو څو ورځو په لړ کې زموږ ګوند د ډېرو خلکو او پوهه او هېواد دوسته عناصرو پلوي خپله او د هېواد له دننه او بهر د خپلو هېوادوالو د مینې ډکې د یووالي او همبستګۍ څپې ترلاسه کړې، چې زموږ له دغه حرکت څخه پلوي کوي، د مرستې لپاره خپل چمتو والی ښایي. دغه پلوي او طرف داري موږ ته دا ځواک رابخښي، چې په ټینګه او پریکنده خپلې مبارزې ته ادامه ورکړو او د ملي خاینانو پر وړاندې له خپلې موضوع هیڅ سترګې پټې نکړو. موږ ته ټول دغه غبرګونونه د وړاندوینې وړ وو. ویني څښونکي، جاهلان او د مافیا بچي، چې د دموکراسۍ اکټونه کوي، هغه ګیدړان دي، چې د ګډو پوټکي یې په تن کړي. دغه ځناور که څه هم د امریکا د بوډۍ ټال څخه تیر او یوه شپه کې دموکرات شوي، لیکن واقعي جوهر یې بدلون ندی موندلی. دوی ته دموکراسي او د بیان آزادي تر هغه د منلو وړ دی، چې د دوی ځای او مقام د پوښتنې لاندې را نولي او وکولای شي له دغې د خپلو شیطاني موخو ترلاسه کولو لپاره د جنګ الې په توګه ناوړه ګټه پورته کړي.

دوی د عامه ذهنونو ته دوکې ورکولو لپاره کوښښ لري، داسې ښکاره کړي، چې ښایې زموږ ګوند د روسي نیواکګرو پر وړاندې د افغانستان د خلکو مقاومت ته سپکاوی کوي. موږ د تل لپاره ویلي دي، د روسي یرغلګرو ماتې چې زموږ د دردیدونکو خلکو په سرښیندنې او جګړې ترلاسه شوې، زموږ د ځلیدلي تاریخ یوه پاڼه جوړوي. لیکن یو شمېر په اصطلاح جهادي رهبران، چې خپل ځانونه یې په پاکستان، ایران، عربستان او امریکا خرڅ کړل، زموږ د خلکو د سرښیدنو حاصل یې غلا او ورسره خیانت یې وکړ. دوی د ډاکټر نجیب کمزوري رژیم په راپرځیدو د خلقي او پرچمي هیواد پلورو سره د لاس په یو ځای کیدو داسې خیانتونه او جنایتونه ترسره کړل، چې د دوو لسیزو په تیریدو اوس هم زموږ هېواد له بدو کړنو او وینې تویونې خلاصون ندی پیدا کړی او د دغو ناورینینو لاملین لا تراوسه هم زموږ د خلکو په برخلیک واکدار دي. په دې یې بسنه هم ونکړه، هغه وخت، چې د پارلمان په فاسدو څوکو یې غاړه واچوله، د ملت له ویرې او وینه، چې په ناحقه یې تویې کړې وه، یو بل وبخښل.

موږ د جنایت کسبه تروریستي ډارونو او ماشوم ویرونې پروا نلرو، که چېرې دوی غیرت او میړانه لري، مهرباني دې وکړي، د دوی په فاسدو محکمو کې د عامو خلکو په ګډون موږ دې په ښکاره توګه محکمه کړي، څو وښایو چې د افغانستان د همبستګۍ ګوند ګناه کاره دی یا د دغو خاینانو د خیانت او ظلم پرده اوچتیږي. دوی چې لاسونه یې په وینو ککړ او حرامې شتمنۍ چې د بیګناه خلکو د وینو په سکلو ترلاسه کړي، له عدالت سره په مخامخ کیدو ویره لري، یوازې د زور، څوکۍ او د خپلو بهرنیو اربابانو په ډاډ غواړي، د مخالفو آوازونه غلي کړي، لیکن زموږ ګوند د دوی له ډارونو ویره نلري او متعهد دی، چې زموږ د ربړیدونکو خلکو په ډاډ، دغو کاغذي پړانګانو ناولي وجود ته اوور ورته کړو.

خلقي، پرچمي، تنظیمي او طالبي جلادانو د انصاف غوښتنې له ورځې د تښتیدلو لپاره، هر یو یې د ایران، پاکستان، امریکا، انګلستان او ... د غلامۍ امیل په ویاړ سره پر غاړه کې اچولی او د خپلو مالیکانو په ډاډ زموږ پر وړاندې غاپي. دوی باید پوهه شي، هغه وخت چې خلک یو شي او راپاڅیږي، نور د ناټو د جګړې لوی ماشین، سیا، ای. اس. آی، واواک او د دوی ټول باداران به هم په دې ونه توانیږي، چې د خلکو سپیڅلې غصې او قهر څخه د دوی ساتنه او خلاصون ورته ورکړي. تاریخ موږ ته یادوي، چې د واقعي دموکراسۍ د ونې ښېرازي، آزادي او عدالت، سرښیندنو ته اړتیا لري. څرنګه چې د یو ټونسي ځوان سرښیندنه د «عرب پسرلي» پیغام راوړونکی شو، زموږ ټوټه ټوټه او په وینو کې ډوب هېواد، خلکو ته اړتیا لري، چې په خپل ځان خطر ومني او هیواد پلورو او وینې څښوونکو پر وړاندې خپله سینه ډال کړي او د خاینانو د ځناورۍ او زور زیاتي له منځه وړلو سره دوی د «افغانستان پسرلي» زیری وګرځي. د همبستګۍ ګوند د داسې کړنو ترسره کولو لپاره هوډ کړی او دې لوی جګړې لپاره پر ټولو ملي، دموکرات او خپلواکۍ غوښتونکو عناصرو غږ کوي، که چېرې واقعاً په زړونو کې یې له زخمي هېواد او بدمرغه خلکو سره مینه وي، د تئوري صادرول او روڼ آنده لیکنې او جملې دې بغل ته کیږدي او په عمل کې زموږ د بې وزله او بې چاره خلکو د پوهاوي، راټولولو او سازمان ورکونې په برخه کې دې کار وکړي.

امریکایي چوپړانو د هېواد مور پر امریکا وپلورله؛ افغانستان یې د بیلونې خطر سره مخامخ کړ؛ په مکر او فریب زموږ باشرفه ملیتونه یې له یو بل سره په جنګ واچول؛ د ټولنې ټول ژوند یې مافیایي کړ؛ له ټولو فاسده او مزدور رژیم یې زموږ پر ملت تحمیل کړ او زموږ هېواد یې له تباهۍ سره مخامخ کړ. په داسې وضعیت کې هغه ځواکونه چې په دار ځړول، چوپتیا او ډارونه خپل کسب ګرځوي، د هېواد او خلکو پر وړاندې د تل لپاره ګناه کاره دي. موږ نه غواړو چې د تاریخ ګناه کاره اوسو، ځکه نو بې له ویرې او پر شا نه تللو سره پاڅیدلي یو او د سترې خپلواکۍ، آزادۍ او د افغانستان بریالیتوب تر ورځې به غلي کیننو. په دغه کږې وږې او سرښیندنې غوښتونکي لار کې د ټولو باشرفه او هېواد دوسته نهادونو لاس په کلکه نیسو.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

د۱۳۹۱ کال دغویي ۱۸ مه - د ۲۰۱۲ کال د مئ ۷

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 89 میلمانه آنلاین لرو